د پاکستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې نېپال مات کړ

د پاکستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې نېپال تهپه اوو ویکټو ماته ور کړه. نېپال د ۴۷.۲ اورونو لوبولو او ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۵۲ منډې هدف وټاکه.

د پاکستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې نېپال تهپه اوو ویکټو ماته ور کړه. نېپال د ۴۷.۲ اورونو لوبولو او ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۵۲ منډې هدف وټاکه.
په مقابل کې پاکستان په ۲۶.۲ اور کې د دریو لوبغاړو په بایللو سره دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.
د کرېکت اسیا جام د نولس کلنو سیالیو کې نېپال راتلونکې یکشنبه له افغانستان سره لوبه لري.
په دې جام کې نن افغان لوبډلې له هند ماتې وخوړه.
د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۳ پنځوس اوره نړیوال جام کې اته لوبډلې په دوو ډلو کې یو د بل پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې لوبیږي.
دا جام نن پیل شو او روانې ډیسمبر میاشتې تر ۱۷ به روان وي.
په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، هند، نېپال، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د جاپان لوبډلې ګډون لري.


د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، هغه قانوني افغان کډوال چې په سیاسي فعالیتونو کې یې ښکیلتیا څرګنده شي له دې هېواده به واېستل شي. سرفراز بګټي زیاتوي، لس داسې کسان چې په سياسي فعاليتونو کې یې لاس درلود، د دغه هېواد امنیتی ځواکونو پېژندلي او له هېواده یې اېستلي دي.
د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې، نوموړي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال زياته کړه، هغه افغانان چې پاکستان کې په قانوني توګه ژوند کوي او یا هم د کډوالۍ اسناد لري په سیاسي فعالیتونو کې برخه نه شي اخیستلی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې یوازی د پاکستان اتباع په سیاست کې برخه اخیستلې شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دکورنيو چارو وزير وويل د کډوالو د ستنیدولو پلان په کوم هېواد کې مشخص نه دی.
هغه وویل چې د افغانانو په ګډون بې اسناده بهرنیان اېستل کیږي. هغه وویل هر هغه څوک چې پاسپورت او ویزه لري پاکستان ته دې پخیر راشي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د تېر اکتوبر په لومړیو کې پیل شوې او د دغه هیواد چارواکي وایي د راتلونکي کال تر لومړۍ میاشتې به څه باندې یو میلیون افغان کډوال له پاکستانه وباسي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې په یوه راپور کې اعلان کړی، چې له ۲۰۲۰ کال تر ۲۰۲۲ کال پورې دغه هېواد کې په څه باندې ۱۸۰۰ "ترهګریزو پېښو" کې له ۲۵۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه راپور له مخې، په دغو پېښو کې ۲۶۹ پوځیان او ۴۲۹ ملکیان وژل شوی او تر ۱۸۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي.
دغې ادارې د «ترهګریزو» پېښو او د تلفاتو د شمېر د جدول په خپرولو سره اعلان کړی چې له ۲۰۲۰ کال تر ورپسې کال پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۸۲۳ بریدونه شوي دي.
د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې ۴۲۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۰۲۱ نور ټپیان شوي دي.
په دغو پېښو کې د ملکي تلفاتو شمېر ۱۰۷۴ تنو ته رسېږي، چې ۲۶۹ وژل شوي او ۸۰۵ ټپیان دي.


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د پاکستاني پاسپورټ په اړه پلټنې کوي او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي. تر دې مخکې دوو پاکستاني خبریالانو ویلي وو چې پاکستان په دې وروستیو کې د حقاني پاکستانی پاسپورټ باطل کړی.
د اعزاز سعید او عمر چیمه په وینا د ښاغلي حقاني پاکستانی پاسپورټ د لومړي ځل لپاره په قطر کې له امریکا سره د طالبانو د خبرو پر مهال کارول شوی و.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په پاکستان کې د استوګنې له اسنادو پرته د بهرنیو اتباعو د شړلو په اړه وویل: "موږ به لومړی په دې اړه پلټنې وکړو، له څېړنو وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړو."
سرفراز بګټي نور وضاحت ور نه کړ.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د سراج الدین حقاني د "پاکستاني پاسپورټ" په اړه له څه ویلو ډډه کړې وه.
زهرا ممتاز بلوڅ وویل چې هغه د معلوماتو په خلا کې ده او دا مهال د دې مسلې ځواب نشي ویلی.
نوموړې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر د "پاکستاني پاسپورت" د باطل کېدو په اړه د راپورونو له رد یا تایید څخه ډډه وکړه.
د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۱۵ مه، دوو مشهورو پاکستاني ژورنالیستانو، اعزاز سعید او عمر چیمه څرګنده کړه، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له حقاني سره په همغږۍ د هغه پاکستانی پاسپورت باطل کړی دی.
د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت دوه پاکستاني چارواکي چې ویل کیږي د ښاغلي حقاني د پاسپورت په صادرولو کې یې لاس درلود نیولي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې افغان اتباعو ته له ۳۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې پاکستاني پاسپورټونه ورکړل شوي دي.
د دې ورځپاڼې په وینا دغه پاسپورټونه د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند صوبو کې ویشل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستان ټولو افغانانو ته صادر شوي پاسپورټونه باطل کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د دغه هېواد سرپرست بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني، د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره د ليدو خبر ورکړی. په دې لیدنه کې ښاغلي جیلاني د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره د اجتماعي لارو چارو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (ليندۍ ۱۶)د جليل عباس جيلاني له قوله لیکلي، چې اسلام اباد د افغانستان په مسله کې له خپلو نړیوالو شریکانو سره همکارۍ ته ژمن دی.
د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان پر مسلې د خبرو لپاره د سیمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو نوی پړاو پیل کړی دی.
تر دې کتنې مخکې، ښاغلي ويسټ اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره هم جلا ليدنه کړې.
ښاغلي دراني په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان پر بېلابېلو موضوعاتو او نړیوالو غبرګونونو خبرې وشوې.
د هغه په وينا، په دې کتنه کې دواړو لورو پر لا زياتو همکاريو او همغږۍ ټينګار وکړ.
ټام ویسټ تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او بشري اړتیاوو د خبرو لپاره به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته لس ورځنی سفر وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان نولس کلنې لوبډلې د اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې له هندۍ لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه. د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې، د لوبې په پیل کې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د لسو ویکټو په بایللو سره هندۍ لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.
د دې اعلامیې له مخې، سیالې لوبډلې په ۳۷،۳ اورونو کې د دریو ویکټو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان نوولس کلن ځوانان به د اسیا جام سیالیو خپله دویمه لوبه کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ له نیپال سره ډګر ته وځي.
د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۳ پنځوس اوره نړیوال جام کې اته لوبډلې په دوو ډلو کې یو د بل پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې لوبیږي.
دا جام نن پیل شو او روانې ډیسمبر میاشتې تر ۱۷ به روان وي.
په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، هند، نېپال، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د جاپان لوبډلې ګډون لري.