• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټام ویسټ: امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه ده

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي، امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې له پاکستان سره ولاړه ده. هغه دغه خبره د پاکستان له سفر وروسته په خپله اېکس پاڼه لیکلې ده.

ښاغلی ویسټ چې پاکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته نن له دغه هیواده ولاړ، په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې هغه د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي دي او له ترهګرۍ سره یې د مبارزې ترڅنګ پر بېلابېلو موضوعګانو بحث کړی دی.

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د ټي ټي پي په اړه د شته اندېښنو او د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو په برابریدو هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ تر دې مخکې پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د خپل دوره یي سفرونو د بیا پیلولو خبر ورکړی و.

ښاغلي ویسټ ویلي و چې د دغو سفرونو موخه د امریکا له مهمو شریکانو سره لیدل او د افغانستان پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري مسایلو خبرې کول دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل له خوا د نیول شویو فلسطینیانو د نیمه بربنډو انځورونو خپرېدو نیوکې راوپارولې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۴ GMT+۰

اسراییلي رسنیو تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ د اسراييل له خوا د نيول شويو فلسطينيانو د يوې ډلې انځورونه خپاره کړل، چې د غزې په يوه کوڅه کې يې بربنډ کینولي دي. په انځورونو کې فلسطینیان لیدل کېږي چې له جامو پرته د سړک پر غاړه په ګونډو دي او د اسراییلي پوځیانو له خوا یې څارنه کیږي.

د اسراییل د پوځ ویاند ایلون لوي د دغو کسانو په اړه ویلي، چې دوی د غزې ښار په جبالیه او شجاعیه سیمو کې د حماس ډلې په پناه ځایونو کې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په دغه سيمه کې یې ولسي خلکو ته ویلي و چې له دې ځایه ووځي.

اخوا رویټرز خبري اژانس لیکلي دي چې دغه کسان د غزې په شمال کې د بیت لاحیا په سیمه کې نیول شوي دي، هغه ځای چې اسراییلي پوځ ولسي وګړو ته د وتلو خبرداری ورکړی و.

فلسطینیان بیا وايي، په دغو انځورونو کې د دوی ځینې خپلوان لیدل کېږي، چې له حماس سره هېڅ تړاو نه لري.

فلسطیني هاني المادحون چې په امريکا کې اوسېږي، رويټرز اژانس ته ويلي، چې په انځورونو کې يې د خپل دولس کلن وراره په ګډون دولس تنه خپلوان ليدلي دي.

هغه زياته کړې، چې دغه کسان د اسرایيلي پوځ له خوا له دولس ساعته بند او پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوي دي.

دغه فلسطیني وګړي وویل چې خپلوان یې له حماس ډلې سره هیڅ تړاو نه لري.

په لندن کې میشت نوي العربي خبري شبکې هم ویلي چې د دوی یو خبریال دیا الکهولت هم په نیول شویو کسانو کې شامل دی.

دغې شبکې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل چې د خبریالانو نیول کیدل وغندي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دغه خبریال د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یاد خبریال د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د اردن بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي هم ویلي چې په نیول شویو کسانو کې یو شمیر خبریالان او ډاکټران هم شته چې سپکاوی یې شوی دی.

د حماس یوه چارواکي عزت الرشیق د دې انځورونو په غبرګون کې اسراییل د «بې ګناه ملکي وګړو په وړاندې د یو ظالمانه جرم» په ترسره کولو تورن کړ.

هغه وويل، دغه کسان په يوه ښوونځي کې چې ملکي وګړو د اسراييل بمباريو له امله پناه اخیسنې وه، نیول شوي دي.

د فلسطینیانو نیول او بربنډولو د بشري حقونو د ځینو ډلو له نیوکو سره هم مخ شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې د انځورونو په اړه ژوره اندیښنه لري: «له ټولو نیول شویو کسانو سره باید د نړیوال بشردوستانه قانون سره سم د انساني کرامت له مخې چلند وشي.»

د حماس رسنيز دفتر ويلي، چې اسراييل له دغو کسانو څخه يو شمېر یې خوشې کړي، خو دا لا روښانه نه ده چې څومره نور لا هم په بند کې دي.

د پاکستان سند ایالت ستره محکمه د افغان کډوالو د اېستلو پلان د لغوې لپاره رسېدنه کوي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۷ GMT+۰

د کډوالو له حقونو د دفاع یوه بنسټ ویلي چې د پاکستان سند ایالت ستره محکمه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو د دوسیې په اړه رسېدنه کوي. د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمیټې د جمعې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې اړه به محکمه د لیندۍ په ۲۱مه ترسره شي.

د بې اسناده پناه غوښتونکو د اېستلو لپاره د پاکستان حکومت له اعلان وروسته، دغه کمېټه چې په کراچۍ ښار کې د پاکستاني وکیلانو او بشري حقونو فعالانو په ګډون جوړه شوې ده، په ځلونو یې د دغه بهیر د لغوه کولو لپاره غونډې او اعتراضي لاریونونه کړي دي.

تر دې مخکې هم د پاکستان په ستره محکمه کې د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ننګول شوې وه.

د پاکستان سترې محکمې د لیندۍ پر ۱۰مه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د مخنیوي لپاره د سیاسي او بشري حقونو فعالانو د غوښتنې اورېدو بهیر پیل کړ.

یو شمېر سیاستوالو، د پاکستان د پارلمان پخوانیو استازو او د بشري حقونو مدافعانو په یوه غوښتنه کې د کډوالو اېستل د دغه هېواد د موقت حکومت له واکه بهر وبلل او د پاکستان له سترې محکمې یې وغوښتل چې دغه بهیر لغوه کړي.

له پاکستانه یو شمېر اروپایي او لوېديځو هیوادونو ته د افغان کډوالو د لیږد بهیر چټک شوی دی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۳۶ GMT+۰

تر هغه وروسته چې پاکستان له دغه هیواده د افغانانو د اېستلو پرېکړه عملي کړه یو شمېر اروپایي او لوېدیځو هیوادونو ته هغه افغانان ولیږدول شول چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدل.

د جرمني رسنیو د راپور له مخې، په پاکستان کې ۱۸۸ افغان کډوال د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۶مه) په یوه چارټر شوې الوتکه کې جرمني ته ولیږدول شول.

د راپورونو له مخې، دا په دې وروستۍ موده کې د افغان کډوالو لومړۍ ډله ده چې جرمني ته لېږدول کېږي.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې، له ګواښونو سره مخ و او جرمني یې د لیږدولو ژمنه کړې وه.

په راپور کې راغلي، جرمني ژمنه کړې چې تر ۴۰ زره ډېر افغان کډوال او د هغوی د کورنیو نږدې غړي به ومني.

اخوا بیا هغو پناه غوښتونکو چې د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي، د لیږد بهیر پر پڅوالي نیوکه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د کاناډا د کډوالو چارو ادارې اعلان وکړ چې له پاکستانه یې ۳۳۳ افغان کډوال کاناډا ته لیږدولي دي.

ټاکل شوې ده چې، دا کډوال به د اډمونټون، اوټاوا او د ټورنټو په ګډون د کاناډا په ۳۳ ښارونو کې ځای په ځای شي.

د یادولو ده چې د کاناډا د کډوالو چارو د ادارې په خبره، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې تراوسه پورې لږ تر لږه ۴۰ زره افغان کډوال کاناډا ته لېږدولي دي.

مجاهد: د امریکا له لوري پر دوو طالب چارواکو لګیدلي بندیزونه غندو

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۸ GMT+۰

طالبانو د امریکا له لوري د دې ډلې د امر بالمعروف و نهې عن المنکر پر وزیر محمد خالد حنفی او د علومو اکاډمۍ پر مشر فرید الدین محمود لګیدلي بندیزونه غندلي. امریکا پر دغو طالبانو د ښځو او نجونو د ځپلو له امله بندیزونه لګولي او له ۶ ټولګي د پورته زدکړو د بندیز اصلي طراحان یې بللي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په اکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې د امریکا د خزانه دارۍ وزارت له خوا پر دې طالب چارواکو لګیدلي‌ بندیزونه غندلي دي.

د مجاهد په وینا فشار او بندیزونه هیڅ ستونزه نشي هوارولی او دا چې د ده په وینا امریکا د دغه دول ناکامو کړنو تجربه لري چې نورې باید تکرار نشی.‌

نوموړي ویلي: “په داسې حال کې چې امریکا پخپله د اسراییل د ملاتړ له امله د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکی هیواد دی، د بشري حقونو پر سرغړونو د نورو تورنول او بیا پرې بندیزونه لګول غیر منطقي کار دی.”

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د خزانه دارۍ وزارت او بهرنیو چارو وزارت د ۱۳ هیوادونو په ۳۷ کسانو له بشري حقونو د سرغړونې له امله بندیزونه لګولي دي.

په دې ډله کې د افغانستان، چین او ایران په ګډون د یو شمیر نورو هیوادونو چارواکي هم شامل دي.

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت ویلي چې پر طالب چارواکو د ښځو او نجونو د ځپلو له امله بندیزونه لګیدلی او د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزرات سرپرست وزیر حنفي د انساانانو په وژنو، اختطافونو، وهلو او ټکولو کې لاس لري.

د پاکستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې نېپال مات کړ

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۷ GMT+۰

د پاکستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې نېپال تهپه اوو ویکټو ماته ور کړه. نېپال د ۴۷.۲ اورونو لوبولو او ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۵۲ منډې هدف وټاکه.

په مقابل کې پاکستان په ۲۶.۲ اور کې د دریو لوبغاړو په بایللو سره دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

د کرېکت اسیا جام د نولس کلنو سیالیو کې نېپال راتلونکې یکشنبه له افغانستان سره لوبه لري.

په دې جام کې نن افغان لوبډلې له هند ماتې وخوړه.

د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۳ پنځوس اوره نړیوال جام کې اته لوبډلې په دوو ډلو کې یو د بل پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې لوبیږي.

دا جام نن پیل شو او روانې ډیسمبر میاشتې تر ۱۷ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، هند، نېپال، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د جاپان لوبډلې ګډون لري.