• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه: د غزې په تونلونو کې د سمندر د اوبو خوشي کول "جنګي جرم" دی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۷ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د روسيې د استازي مرستيال وايي، که اسراييل د غزې تر ځمکې لاندې تونلونو ته د سمندر اوبه خوشې کړي، دا به "جنګي جرم" وي. دیمیتري پولیانسکي وویل، امکان لري ولسي وګړو د اسراییلي پوځ له بمبارۍ تر ځمکې لاندې تونلونو کې پناه اخیستې وي.

ملګرو ملتونو ته د روسیې د پلاوي د راپور له مخې، دیمیتري پولیانسکي د جمعې په ورځ «د لیندۍ په۱۷مه» د امنیت شورا په غونډه کې وویل: «جنګي جرمونه مخ په زیاتیدو دي. په دې وروستیو ورځو کې، په غزه کې د ځمکې لاندې جوړښتونو ته د سمندري اوبو د خوشي کولو په هکله د اسراییل د پلانونو ټکان ورکوونکي معلومات خپاره شوي.»

ښاغلي پولیانسکي زیاته کړه: "د معلوماتو له مخې، د اسراییل پوځ د پایپونو او پمپونو یو سیسټم جوړ کړی چې د سمندري اوبو پمپ کولو لپاره ډیزاین شوی او دا مهال له متحده ایالاتو سره د داسې یوه پلان د امکان په اړه خبرې کوي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خبرداری ورکړی، چې د غزې په تونلونو کې د ولسي وګړو د اوسېدو ډېر احتمال شته.

دغه روسي ديپلومات څرګنده کړه چې پر غزې د اسراييل له بمباريو سره ملکي وګړې بل ځای د تګ لپاره نه لري او ښايي د غزې تر ځمکې لاندې تونلونو کې يې پناه اخيستې وي.

هغه وویل: "هغوی په روغتونونو، ښوونځیو، د کډوالو په کمپونو او د ملګرو ملتونو په تاسیساتو باندې له بمباریو او قصدي بریدونو بل چیرته تښتیدلی شي؟" لکه څنګه چې موږ نن د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه واوریدل، هیڅ خوندي ځای نشته.»

په ملګروملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال وویل: «لویدیځې رسنۍ په داسې حال کې چې د اسراییل پوځ د دغې فیصلې ستاینه کوی، حتی د دې پوښتنې د مطرح کولو هڅه هم نه کوی چې د سمندر د زرګونو متر مکعب د مالګینو اوبو اېستل به د ځمکې لپاره څه پایلې ولري؟»

وال سټریټ ژورنال مخکې راپور ورکړی و چې د اسراییل پوځ په پام کې لري چې غزه کې د حماس د تونلونو شبکې ته سمندري اوبه پمپ کړي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵
څېړنیز راپور

سخت دریځي سني پاله طالبان ولې له ایراني شیعه رژیم سره ملګرتیا پالي؟

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ ۱۹ کلنو اسيا جام سياليو کې بنګلدېش له اماراتو او سریلانکا له جاپان لوبې وګټلې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ ۱۹ کلنو اسیا جام سياليو په دوهم ګروپ کې بنګلدېش خپله لومړۍ لوبه له متحده عربي اماراتو او سريلانکا بيا له جاپانه وګټله.

نن شنبه د (ليندۍ ۱۸ مه) د ۱۹ کلنو اسيا جام په سياليو کې د بي ګروپ لومړۍ لوبه د بنګلدېش او متحه عربي اماراتو ترمنځ وه.

د لوبي پچه اماراتو وګټله او خپلې سيالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

بنګلدېش په ۴۹.۳ اورونو کې اماراتو ته ۲۲۸ منډې هدف وټاکه.

د لوبې په دوهمه نيمايي کې د بنګلدېش لوبډلې د اماراتو ټوله لوبډله په ۴۷.۴ اورونو کې د ۱۶۷ منډو په جوړېدو سره وسوځوله.

بنګلدېش دغه لوبه د ۶۱ منډو په توپير وګټله. بنګلدېشي لوبغاړي عاشق الرحمن شېبلي په ۱۰۲ توپونو ۷۱ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

د بي ګروپ په دوهمه سيالۍ کې سريلانکا له جاپان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او ډګر ساتنه يې انتخاب کړه.

د جاپان کرېکټ لوبډلې په ۳۷.۳ اورونو کې ۷۵ منډې جوړې کړې.

سريلانکا دغه هدف په ۱۲.۲ اور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او دغه لوبه یې د ۷ ويکټو په توپير وګټله.

سبا به ددې سياليو په لړ کې پاکستان له هند او افغانستان به له نيپال سره د لوبي ډګر ته کښته کيږي.

د کرېکټ د ۱۹ کلنو اسيا جام دغه ۵۰ اوريزه سيالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربه توب پرون پيل شوې دي او د ډیسمبر تر ۱۷ به روانې وي.

ایراني رسنۍ: افغانانو په مشهد کې تر یو میلیارد ډالرو زیاته پانګونه کړې ده

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۷ GMT+۰

ایراني رسنیو ویلي، چې د خراسان رضوي په بازار کې څه باندې ۱۶ زره افغانان د یو میلیارد ډالرو په ارزښت په سوداګریزو کارونو بوخت دي. په خراسان رضوي کې د افغان اقتصادي فعالانو د ټولنې مشر وايي، افغانان په مشهد کې د بهرنۍ پانګونې په لومړي ځای کې دي.

د صدا او سیما په نوم دولتي خبري اژانس د شنبې په ورځ د بشير احمد اربابي له قوله ليلکي، چې په خراسان رضوي کې له ۴۵ څخه تر ۵۰ سلنه بهرنۍ پانګونه افغان سوداګرو کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخي، ډېر لوی او تجربه کار سوداګر، چې ډېرې شتمنۍ یې درلودې، ایران په ځانګړې توګه مشهد ښار ته کډوال شوي دي.

ښاغلي اربابي وويل، ايران د افغان پانګوالو لپاره لومړی ځای لري.

د ایران د بهرنیو پانګوالو د ټولنې مشر حسین سلیمي تر دې مخکې ویلي و، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو پانګونو ډېری غوښتونکي افغانان دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د افغان سوداګرو او پانګوالو په ګډون له بېلا- بېلو برخو څخه ګڼ شمېر افغانان ایران ته کډوال شول.

خو په دې وروستیو میاشتو کې په ایران کې د هغو افغان کډوالو، چې د اوسېدو اسنادونه یې نه درلوده د جبري ایستلو لړۍ زياته شوې او اسلامي جمهوریت د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د افغانانو پر شتون بندیز لګولی دی.

اذربایجان به راتلونکی کال د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د سرمشریزې کوربه وي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۰ GMT+۰

اذربایجان د ختیځې اروپا د نورو هیوادونو د ملاتړ له ترلاسولو وروسته راتلونکي کال کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د سرمشریزې (کاپ ۲۹) کوربتوب کوي. د روسیې دې ګواښ چې د دې غونډې د کوربتوب لپاره د اروپايي اتحادیې د غړو هڅې به ویټو کړي د راتلونکي کوربه ټاکنه له خنډ سره مخ کړې وه.

اذربایجان د اروپايي ټولنې غړی نه دی.

ډیپلوماټیکو سرچینو رویټرز ته وویل، د ختیځې اروپا هیوادونو د شنبې په ورځ په دوبۍ کې په یوه غونډه کې د اذربایجان د کاندیدۍ ملاتړ وکړ.

باکو په دوبۍ کې د کاپ ۲۸ په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د نږدې 200 هیوادونو تایید ته اړتیا لري، مګر استازو وویل چې رایې یوازې یو رسمي بڼه وه.

د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون د غونډو کوربتوب باید څو کاله مخکې اعلان شي، خو د کاپ ۲۹ کوربتوب د ټاکنې پر سر ناندرۍ اذربایجان ته د چمتوالي لپاره لږ وخت ور کړی دی.

سږ کال په متحده عربي اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه د یو لک لس زرو څخه د زیاتو برخوالو استازو سره ترټولو لویه غونډه وه.

اذربایجان هغه هیواد دی چې تیل او ګاز صادروي ​​او د تېلو د اوپیک ټولنې غړی دی.
​

د فرانسوي ښوونکي د سر پرې کولو په قضیه کې شپږ تنکي ځوانان په بند محکوم شول

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۲ GMT+۰

د فرانسې یوې محکمې د جمعې په ورځ د ( لیندۍ ۱۷ مه ) شپږ تنکي ځوانان د فرانسوي ښوونکي سامويل پتي په وژنه کې د "تاوتریخوالي د هڅولو لپاره د جنایي دسیسې" په تور محکوم کړل. په ۲۰۲۰ کال کې یوه چیچنیايي کډوال له دغه ښوونکي په دې سبب سر پرې کړ چې د اسلام د پېغمبر کارېکاتور یې ښودلی و.

په هغه وخت کې له محکوم شوو شپږو تنکیو ځوانانو یوه یې دیارلس کلنه نجلۍ وه او د " ناسمو معلوماتو" په تور محکومه شوې وه.

دغې نجلۍ ویلي چې فرانسوي ښوونکي له مسلمانو زدکوونکو وغوښتل چې د کاریکاتورونو له ښودلو مخکې له ټولګي ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې دا نجلۍ اساسا په هغه وخت کې په ټولګي کې نه وه او محکمې هغه د سامويل پتي په وړاندې د "دروغ" ویلو او هغه ته د سپکاوي په تور محکومه کړه.

دغه نجلۍ په دې پېښه کې د خپل رول له امله په ۱۸ میاشتو تعلیقي بند محکومه شوې ده.

داسې ښکاري چې کله دا چیچنیايي ځوان د فرانسوي ښوونکي د وژلو لپاره راغی، هغه له دغو پنځو کسانو څخه وپوښتل چې "معلم څوک دی" او دوی سامويل پتي وښود.

دغو پنځو کسانو ویلي دي چې دوی فکر نه کاوه چې دا به د ښاغلي پتي د مرګ لامل شي.

له دغو ځوانانو يو يې اوس په شپږو مياشتو بند او څلور نور يې په تعليقي بند محکوم شوي دي.

دغه شپږ کسان د رسنیو له حضور پرته د ځوانانو په محکمه کې د تړلو دروازو تر شا محاکمه شول.

عبدالله انزوروف د تاریخ د مضمون د ښوونکي ۴۷ کلن سامويل پتي له پیژندلو وروسته د پاریس څنډو ته له هغې لېسې سره نږدې سر ترې پرې کړ چې ده پکې درس ور کاوه.

په دې لړ کې د فرانسې د جرمونو ځانګړې محکمه د دې موضوع په تړاو د اتو بالغو کسانو دوسیې څېړي.

یو له دغو کسانو د یوې محکومې شوې نجلۍ پلار دی چې په ټولنیزو رسنیو کې د سامويل پتي د پارونکو ویډیوګانو په خپرولو تورن دی.
​

طالبان: امريکا د اوربند پرېکړه لیک په ردولو سره په غزه کې د روان ظلم ملګرې او شریکه ده

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د امريکا هغه دريځ غندلی، چې پکې یې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په غزه کې د حماس او اسراییل ترمځ د سملاسي اوربند پرېکړه لیک ويټو کړی دی. د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې امريکا په دغه ګام سره په غزه کې د «روان ظلم ملګرې او شريکه ده.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي خپل اېکس کې د دې اعلامیې په شریکولو سره، د ملګرو متلونو د امنيت شورا د هغو غړو هيوادونه د دريځ ستاينه کړې، چې په فلسطين کې د دايمي اوربند او د ستونزې د حل ملاتړ يې کړی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شوراه کې د متحده عربي اماراتو له خوا امریکا هغه پرېکړه لیک رد کړ، چې‌ په غزه کې یې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې وه.

د امنیت شورا په رایه اچونه کې یوازینی هېواد امریکا و، چې د دغې شورا غوښتنې ته یې منفي رایه ورکړه.

دې پرېکړه لیک ته تر رایې ور کولو مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر ویلي و چې ځکه په غزه کې د اوربند ملاتړ نه کوي، ځکه دا به د یوې بلې جګړې پیلامه وي. د هغه په باور حماس تلپاتې سوله نه غواړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امريکا په نړیواله سطحه بشري حقونه د سیاسي وسلې په توګه کاروي او زیاتوي، چې د امریکا دا ډول هڅې نړیوال عادلانه نظم رامنځ ته کولو اړتیا ډاګیزوي.

د طالبانو دا څرګندونې او نیوکې په داسې مهال دي چې دوی پخپله پر پراخو بشري سرغړونو تورن دي.