د هند لومړی وزیر مودي غواړي چې ګجرات کې باثباته مالي مرکز جوړ کړي

هند غواړي ګجرات ایالت کې یو باثباته مالي مرکز جوړ کړي چې په کاروبار به مالیه نه اخلي او د سنګاپور په شان ښارونو سره به سیالي کوي.

هند غواړي ګجرات ایالت کې یو باثباته مالي مرکز جوړ کړي چې په کاروبار به مالیه نه اخلي او د سنګاپور په شان ښارونو سره به سیالي کوي.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، نریندرا مودي په دې کار سره غواړي د هندوستان د اړتیا وړ لس ملیارده ډالره پانګونې تمویل کړي او په دې توګه تر ۲۰۷۰ کال پورې د دغه هیواد موخه چې د کاربن د تولید کچې صفر ته راټیټول دي، ترلاسه کړي.
د مودي په وینا دغه ښار چې د تحفې ښار یا ګیفټ سیټې په نوم به یادیږي، په هندوستان کې د کاربن د تولید د کچې په راټیټولو کې به مهم رول لوبوي.
هغه وویل چې هند غواړي د دغه ښار رول پراخ کړي ترڅو دا د نوي عصر د مالي خدماتو او ټیکنالوژۍ مرکز شي.
دلته به داسې ټکنالوژي رامنځ ته کیږي چې تر ډیره به د برق په انرژي تکیه وي او او د نړۍ سره به هم د کاربن د کچې کمولو کې مرسته وکړي.
په دغه ښار کې به په هیڅ کاروبار مالیه نه لګول کیږي او موخه یې دا ده چې د سنګاپور په شان ښارونه سره سیالي وکړي او د کاربن د کچې ټیټولو لپاره به کمپنیو ته مالي مرستې برابروي.


له اوکراین سره د امریکا د مرستو د ځڼډیدو په غبرګون کې د اوکراین لومړۍ میرمنې ویلي که نړۍ له دوی سره مرستې ونه کړي، دوی به د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.
د اوکراین لومړۍ میرمن اولینا زیلینسکي بی بی سی سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې هیواد یې له وژونکي ګواښ سره مخامخ دی ځکه چې د روسیې په وړاندې د روانې جګړې مالي او اخلاقي ملاتړ مخ په کمیدو دی.
نوموړې ویلي چې هیواد یې جدي مرستې ته اړتیا لري او دوی له مرستې غوښتلو، نه ستړي کیږي، که ستړي شي نو مړه به شي. هغې ویلي: “که نړۍ مونږ سره له مرستو ستړې شي، دوی به مونږ مرګ ته پریږدي.”
هغه وايي، د مرستو په برخه کې د پخوانۍ لیوالتیا د ختمیدو لیدل دوی سخت خپه کړي دي، ځکه دغه مرستې یوه حیاتي مساله ده.
د اوکراین د متحدینو نه د هغې د مرستې غوښتنه وروسته له هغه شوې چې سپینې ماڼۍ د دې اونۍ په پیل کې خبرداری ورکړی و چې متحده ایالات به د کانګرس له ملاتړ پرته اوکراین ته د وسلو چمتو کولو لپاره مالي سرچینې ونه لري.
د امریکا کانګرس د چهارشنبې په ورځ هغه مسوده رد کړه چې له مخې یې اوکراین ته ۱۵ ملیارده ډالره اضافي مرسته برابریده.
دغه پیسې به اوس د پوځي روزونو، د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او په اروپایې هیوادونوکې د امریکا د حضور د ډیرولو لپاره وکارول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد د عمومي انتخاباتو په درشل کې د پاکستان پر سیاسي مشرانو د احتمالي ترهګریزو بریدونو خبرداری ورکړ. سرفراز بوګټي په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل رحمان ژوند ته د احتمالي ګواښونو په اړه په واضح ډول اشاره وکړه.
ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې د راتلونکې فبرورۍ پر اتمه وشي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ وویل چې په انتخاباتي غوڼډو کې د سیاسي مشرانو شتون د راتلونکو انتخاباتو یو له مهمو ننګونو څخه دی.
هغه همداراز د پاکستان د سیاسی مشرانو نالېوالتیا ته هم اشاره وکړه چې خپلې ټاکنیزې جلسې محدودې کړي او له خلکو سره مستقیم تماس غوره کړي.
ښاغلي بګټي ورته امنیتي ګواښونو ته په اشارې سره د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د پاکستاني سیاسي مشرانو د وژلو او ټپي کېدو یادونه وکړه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که افغان کډوال د ټاکنو پر مهال په کوم سیاسي فعالیت کې لاس ولري، له هېواده به ووېستل شي.
سرفراز بوګټي ویلي چې "په پاکستان کې د سیاست کولو حق یوازې زموږ دی." هغه وویل هیڅ اسناد لرونکی بهرنی په پاکستان کې د سیاسي فعالیت حق نه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په وینا، تر اوسه په دغه هېواد کې په سیاسي فعالیتونو کې ښکېل ۱۰ بهرني اتباع پېژندل شوي دي.
ښاغلي بوګټي وویل چې دا کسان به پرته له دې چې د دوی قانوني حالت ته وکتل شي له پاکستان څخه ووېستل شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، چې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر له پیل راهیسې تر اوسه ۴۰۰ او ۸۲ زرو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه وتلي دي.
ښاغلي بوګټي ادعا وکړه چې د دغو «کډوالو څخه ۹۰ سلنه په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.»

وروسته له هغه چې امریکا په غزه کې د ملګو ملتونو د اوربند غوښتنه رد کړه، اسراییل د شنبې په ورځ د غزې د خان یونس سیمې اوسیدونکو ته امر کړی چې خپل کورونه پریږدي.
تیره اونۍ د اسراییل او حماس ترمنځ بشري اوربند وروسته له هغه پای ته ورسیده چې حماس د ښځینه یرغمل شوو له خوشي کولو انکار وکړ.
اسراییل هم د غزې په سویل کې پر خان یونس د بریدونو ډیرولو سره خپل عملیات پراخ کړل.
په همدې حال کې دواړو لورو د غزې په شمال کې هم د جګړې د ډیریدو رپوټونه ورکړي دي.
د اسراییل عربي ژبي ویاند په اکس خواله رسنۍ یوه نقشه خپره کړه چې خان یونس کې یې شپږ بلاکونه په ګوته کړي او اوسیدونکو ته یې ویل شوي چې باید خپل کورونه "په بیړنۍ توګه" خالي کړي.
په دې امر کې د ښار مرکزي سیمې هم شاملې دي چې تر دې وړاندې یې په اړه دا ډول غوښتنې نه وې شوې.
اسراییل د دې اونۍ په پیل کې د غزې په ختیځو برخو کې هم د پوځي عملیاتو له پیل مخکې د کورونو د خالي کولو امر کړی وو. د سیمې اوسیدونکي وايي ویره لري چې د تخلیې له امر وروسته به د دوی په سیمو بریدونه پیل شي.
د غزې اوسیدونکې ۵۷ کلنه زینب خلیل وايي، "موږ د شپې خوب نه کوو، ویښ پاتې کیږو اوهڅه کوو چې ماشومان ویده کړو ځکه که سیمه بمبار شي، مونږ باید ویښ یو چې خپل بچې له کوره وباسو. د ورځې بیا په دې فکر یو چې ماشومانو ته څنګه ډوډۍ پیدا کړو. "
د غزې د ۲.۳ میلیونه اوسیدونکو لویه برخه لا دمخه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوې، ډېری یې څو ځله کډه شوي دي.
د سیمې اوسیدونکو او د ملګرو ملتونو ادارو په وینا، په ټوله غزه کې د روانو جګړو له امله، هیڅ سیمه امن نه ده، خو اسراییل بیا دغه خبره ردوي.

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انورالحق کاکړ وایي، پولیس له اوسنیو ننګونو سره د مبارزې لپاره پرمختللو تجهیزاتو او وسلې ته اړتیا لري. هغه دا څرګندونې د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پخوانیو پولیسو په اووم کلني کنفرانس کې وکړې.
کاکړ په هېواد کې د سولې تامین کولو لپاره د پوځ د بې سارې قربانۍ ستاینه وکړه او وې ویل: «په پولیسو کې په ځان اعتماد د وخت اړتیا ده.»
هغه زیاته کړه، چې په هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې ۹۰ زره کسان وژل شوي دي.
د هغه په خبره، پوليسو تل د ناامنۍ او ترهګرۍ په وړاندې د لومړۍ کرښې په توګه خپل خدمتونه ترسره کړي دي.
کاکړ وویل، د پولیسو د ساتنې او پیاوړتیا لپاره باید په دې برخه کې اصلاحات راشي.
د پاکستان د لومړي وزیر دا خبره په داسې مهال ده چې د پدغه هېواد پوځ تېره میاشت وویل، له خېبر پښتونخوا سره یو ځای شویو پخوانیو قبایلي ولسوالیو کې یې تر ۲۳ زرو ډېر پولیس وروزل.
د پوځ په خبره، دا پولیس په پنځو پړاوونو کې روزل شوي او له اوسمهالو اړتیاو سره سم یې وړتیا زیاته شوې ده.

په جرمني کې د تېر حکومت یو شمېر چارواکو او استازو په یوه غونډه کې د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه خبرې وکړې. دغه يوه ورځنۍ غونډه، چې د «افغان وګړو ګوند» په نوښت جوړه شوې وه، د محمد عمر داودزي، شکریه بارکزۍ او جنرال خدايداد په څېر شخصیتونو برخه پکي اخیستې وه.
د افغان وګړو ګوند هیله څرګنده کړې، چې دا غونډې به د افغانستان د راتلونکي لپاره «ډاډمنه لار نقشه" وي.
دا يوه ورځنۍ غونډه د شنبې په ورځ د دسمبر په ۹ مه د جرمني په دوسلدورف پوهنتون کې «افغانستان کی کارند سیاسي نظام او تلپاتې سوله» په نوم جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د تېر حکومت د چارواکو او د ولسي جرګې پر یو شمېر غړو سربېره د پوهنتونونو استادانو او مدني فعالانو هم برخه درلوده.
د افغان وګړو د ګوند مشر ذاکر حسین ارشاد د افغانستان انټرنشنل خبریال ادریس جویا ته د مسکو، دوشنبې او ويانا وروستيو ناستو ته په اشارې وویل، ګوند یې هڅه کوي: «د دې پر ځای، چې عمومياتو ته ولاړ شی، په مستقیم ډول پر اصلي ضرورتونو او هغو محورونو تمرکز کوي، چې د افغانستان راتلونکې بڼه ټاکلی شي.»
دغه علمي شخصیت ټینګار وکړ، چې سیاسي نظام او د دغه نظام ماهیت له هغو محورونو څخه دی، چې باید بحث پر وشی.
په دې وروستیو اونیو او میاشتو کې په بېلا- بېلو هېوادونو کې د طالبانو پر ضد د مشهورو څېرو څو غونډې شوط دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې دغه غونډې د يو شمېر هغو هېوادونو په ملاتړ، جوړيږي، چې په افغانستان کې ستراتیژیکې ګټې لر، تر څو پر طالبانو فشار راوړي.