• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د غزې په خان یونس کې د لا ډېرو کورونو د پرېښودو امر کړی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۵ GMT+۰

وروسته له هغه چې امریکا په غزه کې د ملګو ملتونو د اوربند غوښتنه رد کړه، اسراییل د شنبې په ورځ د غزې د خان یونس سیمې اوسیدونکو ته امر کړی چې خپل کورونه پریږدي.

تیره اونۍ د اسراییل او حماس ترمنځ بشري اوربند وروسته له هغه پای ته ورسیده چې حماس د ښځینه یرغمل شوو له خوشي کولو انکار وکړ.

اسراییل هم د غزې په سویل کې پر خان یونس د بریدونو ډیرولو سره خپل عملیات پراخ کړل.

په همدې حال کې دواړو لورو د غزې په شمال کې هم د جګړې د ډیریدو رپوټونه ورکړي دي.‌

د اسراییل عربي ژبي ویاند په اکس خواله رسنۍ یوه نقشه خپره کړه چې خان یونس کې یې شپږ بلاکونه په ګوته کړي او اوسیدونکو ته یې ویل شوي چې باید خپل کورونه "په بیړنۍ توګه" خالي کړي.

په دې امر کې د ښار مرکزي سیمې هم شاملې دي چې تر دې وړاندې یې په اړه دا ډول غوښتنې نه وې شوې.‌

اسراییل د دې اونۍ په پیل کې د غزې په ختیځو برخو کې هم د پوځي عملیاتو له پیل مخکې د کورونو د خالي کولو امر کړی وو. د سیمې اوسیدونکي وايي ویره لري چې د تخلیې له امر وروسته به د دوی په سیمو بریدونه پیل شي.‌

د غزې اوسیدونکې ۵۷ کلنه زینب خلیل وايي، "موږ د شپې خوب نه کوو، ویښ پاتې کیږو اوهڅه کوو چې ماشومان ویده کړو ځکه که سیمه بمبار شي، مونږ باید ویښ یو چې خپل بچې له کوره وباسو.‌ د ورځې بیا په دې فکر یو چې ماشومانو ته څنګه ډوډۍ پیدا کړو. "

د غزې د ۲.۳ میلیونه اوسیدونکو لویه برخه لا دمخه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوې، ډېری یې څو ځله کډه شوي دي.

د سیمې اوسیدونکو او د ملګرو ملتونو ادارو په وینا، په ټوله غزه کې د روانو جګړو له امله، هیڅ سیمه امن نه ده،‌ خو اسراییل بیا دغه خبره ردوي.‌

ترویج لرونکی

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

کاکړ: پولیس له اوسنیو ننګونو سره د مبارزې لپاره پرمختللو تجهیزاتو ته اړتیا لري

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انورالحق کاکړ وایي، پولیس له اوسنیو ننګونو سره د مبارزې لپاره پرمختللو تجهیزاتو او وسلې ته اړتیا لري. هغه دا څرګندونې د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پخوانیو پولیسو په اووم کلني کنفرانس کې وکړې.

کاکړ په هېواد کې د سولې تامین کولو لپاره د پوځ د بې سارې قربانۍ ستاینه وکړه او وې ویل: «په پولیسو کې په ځان اعتماد د وخت اړتیا ده.»

هغه زیاته کړه، چې په هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې ۹۰ زره کسان وژل شوي دي.

د هغه په خبره، پوليسو تل د ناامنۍ او ترهګرۍ په وړاندې د لومړۍ کرښې په توګه خپل خدمتونه ترسره کړي دي.

کاکړ وویل، د پولیسو د ساتنې او پیاوړتیا لپاره باید په دې برخه کې اصلاحات راشي.

د پاکستان د لومړي وزیر دا خبره په داسې مهال ده چې د پدغه هېواد پوځ تېره میاشت وویل، له خېبر پښتونخوا سره یو ځای شویو پخوانیو قبایلي ولسوالیو کې یې تر ۲۳ زرو ډېر پولیس وروزل.

د پوځ په خبره، دا پولیس په پنځو پړاوونو کې روزل شوي او له اوسمهالو اړتیاو سره سم یې وړتیا زیاته شوې ده.

جرمني کې ځینې پخوانیو افغان حکومتي چارواکو د افغانستان پر راتلونکي سیاسي جوړښت خبرې وکړې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۰ GMT+۰

په جرمني کې د تېر حکومت یو شمېر چارواکو او استازو په یوه غونډه کې د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه خبرې وکړې. دغه يوه ورځنۍ غونډه، چې د «افغان وګړو ګوند» په نوښت جوړه شوې وه، د محمد عمر داودزي، شکریه بارکزۍ او جنرال خدايداد په څېر شخصیتونو برخه پکي اخیستې وه.

د افغان وګړو ګوند هیله څرګنده کړې، چې دا غونډې به د افغانستان د راتلونکي لپاره «ډاډمنه لار نقشه" وي.

دا يوه ورځنۍ غونډه د شنبې په ورځ د دسمبر په ۹ مه د جرمني په دوسلدورف پوهنتون کې «افغانستان کی کارند سیاسي نظام او تلپاتې سوله» په نوم جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د تېر حکومت د چارواکو او د ولسي جرګې پر یو شمېر غړو سربېره د پوهنتونونو استادانو او مدني فعالانو هم برخه درلوده.

د افغان وګړو د ګوند مشر ذاکر حسین ارشاد د افغانستان انټرنشنل خبریال ادریس جویا ته د مسکو، دوشنبې او ويانا وروستيو ناستو ته په اشارې وویل، ګوند یې هڅه کوي: «د دې پر ځای، چې عمومياتو ته ولاړ شی، په مستقیم ډول پر اصلي ضرورتونو او هغو محورونو تمرکز کوي، چې د افغانستان راتلونکې بڼه ټاکلی شي.»

دغه علمي شخصیت ټینګار وکړ، چې سیاسي نظام او د دغه نظام ماهیت له هغو محورونو څخه دی، چې باید بحث پر وشی.

په دې وروستیو اونیو او میاشتو کې په بېلا- بېلو هېوادونو کې د طالبانو پر ضد د مشهورو څېرو څو غونډې شوط دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې دغه غونډې د يو شمېر هغو هېوادونو په ملاتړ، جوړيږي، چې په افغانستان کې ستراتیژیکې ګټې لر، تر څو پر طالبانو فشار راوړي.

اردوغان: د ملګرو ملتونو امنیت شورا اصلاح ته اړتیا لري

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د سمون غوښتنه وکړه. نوموړي د دې شورا دا څانګړنه هم وغندله چې عړي یې متحده ایالتونو د نورو هېوادونو له پراخ ملاتړ سره سره په غزه کې د اوربند وړاندیز ویټو کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول كې د بشري حقونو په كنفرانس كې وويل: «د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اوربند غوښتنه يوازې د امريكا د ويټو له لارې رد شوې ده، ايا دا انصاف دى؟»

هغه زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا اصلاح ته اړتیا لري.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د امريکا هغه دريځ غندلی، چې پکې یې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په غزه کې د حماس او اسراییل ترمځ د سملاسي اوربند پرېکړه لیک ويټو کړی دی.

د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې امريکا په دغه ګام سره په غزه کې د «روان ظلم ملګرې او شريکه ده.»

متحده ایالاتو پرون په غزه کې د بیړني بشري اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک مسوده ویټو کړه.

د متحده عربي اماراتو په نوښت، په دغه پریکړه لیک کې د یرغمل شویو کسانو په بیړنۍ او غیر مشروطه خوشې کیدا ټینګار شوی و.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازي مرستيال ویلي و، چې د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه ليک له حقيقته لرې دى.

دغه طرحه د ۱۳ موافقو رایو، د امریکا د یوې مخالفې رایې او د بریتانیا له شنډې رایې سره تصويب نه شوه.

روسیه: د غزې په تونلونو کې د سمندر د اوبو خوشي کول "جنګي جرم" دی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۷ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د روسيې د استازي مرستيال وايي، که اسراييل د غزې تر ځمکې لاندې تونلونو ته د سمندر اوبه خوشې کړي، دا به "جنګي جرم" وي. دیمیتري پولیانسکي وویل، امکان لري ولسي وګړو د اسراییلي پوځ له بمبارۍ تر ځمکې لاندې تونلونو کې پناه اخیستې وي.

ملګرو ملتونو ته د روسیې د پلاوي د راپور له مخې، دیمیتري پولیانسکي د جمعې په ورځ «د لیندۍ په۱۷مه» د امنیت شورا په غونډه کې وویل: «جنګي جرمونه مخ په زیاتیدو دي. په دې وروستیو ورځو کې، په غزه کې د ځمکې لاندې جوړښتونو ته د سمندري اوبو د خوشي کولو په هکله د اسراییل د پلانونو ټکان ورکوونکي معلومات خپاره شوي.»

ښاغلي پولیانسکي زیاته کړه: "د معلوماتو له مخې، د اسراییل پوځ د پایپونو او پمپونو یو سیسټم جوړ کړی چې د سمندري اوبو پمپ کولو لپاره ډیزاین شوی او دا مهال له متحده ایالاتو سره د داسې یوه پلان د امکان په اړه خبرې کوي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خبرداری ورکړی، چې د غزې په تونلونو کې د ولسي وګړو د اوسېدو ډېر احتمال شته.

دغه روسي ديپلومات څرګنده کړه چې پر غزې د اسراييل له بمباريو سره ملکي وګړې بل ځای د تګ لپاره نه لري او ښايي د غزې تر ځمکې لاندې تونلونو کې يې پناه اخيستې وي.

هغه وویل: "هغوی په روغتونونو، ښوونځیو، د کډوالو په کمپونو او د ملګرو ملتونو په تاسیساتو باندې له بمباریو او قصدي بریدونو بل چیرته تښتیدلی شي؟" لکه څنګه چې موږ نن د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه واوریدل، هیڅ خوندي ځای نشته.»

په ملګروملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال وویل: «لویدیځې رسنۍ په داسې حال کې چې د اسراییل پوځ د دغې فیصلې ستاینه کوی، حتی د دې پوښتنې د مطرح کولو هڅه هم نه کوی چې د سمندر د زرګونو متر مکعب د مالګینو اوبو اېستل به د ځمکې لپاره څه پایلې ولري؟»

وال سټریټ ژورنال مخکې راپور ورکړی و چې د اسراییل پوځ په پام کې لري چې غزه کې د حماس د تونلونو شبکې ته سمندري اوبه پمپ کړي.

د کرېکټ ۱۹ کلنو اسيا جام سياليو کې بنګلدېش له اماراتو او سریلانکا له جاپان لوبې وګټلې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ ۱۹ کلنو اسیا جام سياليو په دوهم ګروپ کې بنګلدېش خپله لومړۍ لوبه له متحده عربي اماراتو او سريلانکا بيا له جاپانه وګټله.

نن شنبه د (ليندۍ ۱۸ مه) د ۱۹ کلنو اسيا جام په سياليو کې د بي ګروپ لومړۍ لوبه د بنګلدېش او متحه عربي اماراتو ترمنځ وه.

د لوبي پچه اماراتو وګټله او خپلې سيالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

بنګلدېش په ۴۹.۳ اورونو کې اماراتو ته ۲۲۸ منډې هدف وټاکه.

د لوبې په دوهمه نيمايي کې د بنګلدېش لوبډلې د اماراتو ټوله لوبډله په ۴۷.۴ اورونو کې د ۱۶۷ منډو په جوړېدو سره وسوځوله.

بنګلدېش دغه لوبه د ۶۱ منډو په توپير وګټله. بنګلدېشي لوبغاړي عاشق الرحمن شېبلي په ۱۰۲ توپونو ۷۱ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

د بي ګروپ په دوهمه سيالۍ کې سريلانکا له جاپان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او ډګر ساتنه يې انتخاب کړه.

د جاپان کرېکټ لوبډلې په ۳۷.۳ اورونو کې ۷۵ منډې جوړې کړې.

سريلانکا دغه هدف په ۱۲.۲ اور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او دغه لوبه یې د ۷ ويکټو په توپير وګټله.

سبا به ددې سياليو په لړ کې پاکستان له هند او افغانستان به له نيپال سره د لوبي ډګر ته کښته کيږي.

د کرېکټ د ۱۹ کلنو اسيا جام دغه ۵۰ اوريزه سيالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربه توب پرون پيل شوې دي او د ډیسمبر تر ۱۷ به روانې وي.