• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په ډېره اسماعیل خان کې موټر بم برید یو افغان طالب کړی دی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۲ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته داسې اسناد په لاس ورغلي، چې ښيي د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو پر مرکز موټر بم برید یوه افغان طالب کړی دی. د معلوماتو له مخې؛ دغه ځانمرګی بریدګر قاري شاکر نومیږي او د هلمند د موسا کلا ولسوالۍ د «شا رګې» کلي اوسېدونکی دی.

د پاکستان پوځ نن ومنله چې ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز په موټر بم برید کې یې ۲۳ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان اسلامي جهاد په نوم وسلوالې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
د هلمند د ځايي طالب چارواکو د وټساپ غږونو له مخې؛ دغه برید د قاري شاکر په نوم د موسا کلا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي کړی دی.

د قاري شاکر په نوم دغه ځوان یو ویډیویي پیغام هم خپور کړی او پکې وايي:«خپلې جهادپاله او شهادتپاله کورنۍ ته مې دا پیغام دی، چې زما کورنۍ دې زما د شهادت په اړه دې نه خفه کیږي، کله چې زما د شهادت په اړه خبر شي دوه رکعته د شکر نفل دي ادا کړي او شکر دې وباسي چې زه په دې لاره کې شهید شوم.»
نوموړی د یاد پیغام په دوام وايي، چې د ټولو مسلمانانو انتقام به په خپلو لاسونو اخلي او خلک جهاد ته رابولي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي؛ د قاري شاکر په نوم یاد بریدګر د مولوي فرقاني په نوم د هلمند د موسا کلا ولسوالی د اوسیدونکي ورور دی او کورنۍ یې د تېرو څو کلنو راهیسې په پاکستان کې ژوند کاوه.

هلمند کې ځايي طالب چارواکو هم له یو بل سره د وټساپ په پیغامونو کې ویلي، چې د موسا کلا اوسېدونکي قاري شاکر نن درې بجې په پاکستان کې ځانمرګی برید کړی دی.

په یوه وټساپ پیغام کې یو طالب له نورو غواړي چې د عکس خپرولو سره له نورو ملګرو هغه ته بښنه وکړي.

پاکستان تل پر طالب چارواکو تور پورې کوي، چې په افغان خاوره کې یې وسلوال ساتلي او د دغه هېواد په تاوتریخوالي کې افغان طالبان هم ګډون لري.

څه مهال مخکې د پاکستان حکومت وویل د روان میلادي کال کې ۱۴ ځانمرګي بریدونه افغانانو کړي دي.

که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت الله په پاکستان کې د بریدونو پرضد فتوا ورکړې او د دې ډلې دفاع وزیر ملا یعقوب هم طالب چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې بهر به جګړې ته نه ځي؛ خو داسې ښکاري چې طالبان دا امرونه نه مني.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

کرن ډېکر: رحماني او زوی یې له افغان امنیتي ځواکونو څخه میلیونونو ډالر غلا کړي دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۴ GMT+۰
کرن ډېکر: رحماني او زوی یې له افغان امنیتي ځواکونو څخه میلیونونو ډالر غلا کړي دي
100%

د افغانستان لپاره د امریکا شارزدافیره کرن ډېکر په خواله رسنۍ اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د افغان پارلمان پخواني مشر میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحمان پخواني امنیتي ځواکونو ته له ځانګړو شویو پیسو په میلیونونو ډالر غلا کړي دي.

ډېکر د سې شنبې په ورځ په خواله رسنۍ اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د امریکا د خزانې وزارت او د سیګار د موندنو له مخې د افغانستان د پارلمان پخواني مشر میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحماني د درغلیو په یوه پراخه طرحې د میلیونونو ډالرو په غلا کولو سره امریکا او افغانستان دواړه لوټ کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر «او اف اې سي» د دوشنبې په ورځ په خپور کړي رپوټ کې میر رحمان رحماني او د هغه زوی او د دې جرګې یو پخوانی غړی اجمل رحماني په پراخ فساد تورن او تحریم کړل.

دغه وزارت په اسیا او اروپا کې په دوی پورې په تړلو ۴۴ شرکتونو هم بندیز ولګاوه.

د دې دفتر په اعلاميه کې د مير رحمان او اجمل رحماني د فساد، مالي او سياسي سرغړونو يادونه شوې، چې پکې افغان پوځ ته په لوړه بیه د تېلو پلورل، د ماليې د نه ورکړې او د افغانستان پارلمان ریاست ته د ټاکل کېدو لپاره د بډو ورکول شامل دي.

د امریکا خزانې وزارت ویلي، چې رحمانيانو په «تدارکاتي فساد ککړه یوه پېچلې» طرحه جوړه کړې وه.
یوه بېلګه یې د افغان پوځ لپاره د سون توکو رسول وو، چې د خزانې وزارت په وینا؛ د تېلو بیه یې په مصنوعي ډول څو برابره لوړه کړې وه.
دغه وزارت وايي: "په ۲۰۱۴ کال کې د رحمانیانو په ګډون څو کورنیو چې د تېلو په سوداګرۍ کې فعالې وې، له یو بل سره په همکارۍ لاس پورې کړ او د تېلو بیې یې له ۲۰۰ میلیونو څخه ډېرې لوړې کړې. دوی د امریکایي قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره د ازادې داوطلبۍ مخه نیولې وه."
پر دې سربیره د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان د پارلمان د پخواني رییس او د هغه د زوی شرکتونه د افغان پوځ څخه د تیلو په غلا کولو تورن کړي دي.

دغه وزارت وايي؛ رحمانيانو "له يو کال څخه په کمه موده کې د پوځ چارواکو ته د بډو په ورکولو سره لږ تر لږه ١١ ميليونه لېتره تېل پوځ ته نه دي رسولي."
په عین حال کې د رحماني شرکتونه تورن دي چې د ګمرکي معافیت څخه په استفادې یې په میلیونونو لیټره تېل افغانستان ته وارد کړي چې د ناټو ځواکونو لپاره ځانګړي شوي وو او "میلیونونه ډالره دولتي عواید یې لوټ کړي دي."

میر رحمان رحماني د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۸مه د ۱۲۳ رایو په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکل شو.

نوموړی د تېر حکومت تر نسکورېدو پورې په دې دنده و. د هغه زوی اجمل رحماني هم د ۲۰۱۷ کال په پارلماني ټاکنو کې له کابل څخه وټاکل شو.
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وايي چې "پارلمان ته د بډې ورکولو وروسته، رحماني او د هغه زوی د خپل فاسد تجارتي سیسټم د ساتنې لپاره خپل موقفونه کارولي."
میر رحمان رحماني د افغانستان د «ولسي جرګې د رییس په توګه د ټاکلو لپاره د ولسي جرګې څو غړو ته په میلیونونو ډالر رشوت» ورکړ.

همداراز اجمل رحماني "د افغانستان پارلمان ته د ننوتو لپاره د ټاکنو د کمیسیون ځینو غړو ته د خپلو رایو د زیاتولو لپاره ۱.۶ میلیونه ډالر ورکړي دي."
د امریکا د خزانې وزارت وايي؛ میر رحمان او اجمل رحماني په جرمني، قبرس، متحده عربي اماراتو، هالنډ او بلجیم کې د ۴۴ شرکتونو شبکه پرانیستې ده.
دغه وزارت ویلي، دغه شرکتونه د امریکا د بندیزونو په لېست کې شامل شوي او په دغه هېواد کې یې شتمنۍ کنګل شوې دي.
اوس هغه شرکتونه او اشخاص چې په امریکا کې فعالیت کوي نه شي کولی د رحماني کورنۍ شرکتونو سره سوداګري وکړي.

طالبان په کندهار ولایت کې مخفي پولیس په دندو ګوماري

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۰ GMT+۰
طالبان په کندهار ولایت کې مخفي پولیس په دندو ګوماري
100%

طالبان په کندهار ولایت کې د سیاسي، هدفي او جنايي پېښو د مخنیوي او د امنیت د لاټینګښت په موخه د ښار په ټولو حوزو کې مخفي طالبان په دندو ګوماري.

د کندهار د رسنیو مرکز نن سې شنبې په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د پټو پولیسو ګومارل د کندهار د سرپرست والي حاجي ملا په امر کیږي.

یاد مرکز همداراز لیکلي، چې د کندهار سرپرست والي د کندهار ښار د ټولو حوزو له امرینو سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې د باتجربه کسانو په ګومارلو کې ژر تر ژره اقدام وکړي.

په کندهار ولایت کې چې د ملا هبت الله په ګډون لوړپوړي طالب چارواکي اوسیږي وخت ناوخته د افغانستان د مهمو پرېکړو په اړه ځانکړې او مهمې غونډې او پرېکړې کیږي چې ډېری یې له خلکو او رسنیو پټ ساتل کیږي.

دا چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د پټ (مخفي) پولیسو ګومارلو ته اړتیا څه ده؟

په اعلامیه کې څه نه دي ویل شوي؛ خو د کندهار په ګډون په بیلابیلو ولایتونو کې جنایي او د طالبانو هدفي وژنې د دې لامل شوي، چې طالبان په دغو پېښو کې ښکیل وبلل شي.

په دايکنډي کې د طالبانو محکمې خبريال سلطان علي جوادي ته د يو کال بند سزا اعلان کړه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۰ GMT+۰
په دايکنډي کې د طالبانو محکمې خبريال سلطان علي جوادي ته د يو کال بند سزا اعلان کړه
100%

د افغانستان د خبريالانو مرکز نن سې شنبه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دايکنډي ولايت د طالبانو ابتدايه محکمې د نسيم راډيو مسوول سلطان علي جوادي ته د يوه کال بند سزا اعلان کړه.

دغه مرکز د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې طالبانو جوادي د دوی پر ضد د پروپاګند، بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ او د ازاداۍ راډيو د خپرونو د نشرولو په تور له درېيو نورو همکارانو سره نيولی.

د معلوماتو له مخي؛ چې يو ځل خوشي شول خو طالبانو جوادي او د هغه همکاران بيا د (تلې ۱۵ ) ونيول او د راډیو نشرات يې هم بند کړه.

د افغانستان د خبريالانو مرکز ليکي، چې د نسيم راډيو همکاران تر څو ورځو بند وروسته په ضمانت خوشي شوي خو محکمې جوادي ته د يوه کال بند سزا اعلان کړه.

د افغانستان د خبريالانو مرکز په دايکنډي کې د طالبانو له محکمې غوښتنه کړې، چې د نسيم راډيو مسوول ژر خوشي او پر شوي پرېکړې دې بيا کتنه وشي.

دغه مرکز د خبريال د مدافع وکيل په نه شتون کې د طالبانو پرېکړه ناعادلانه بللې.

د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو ښاري محکمې دغه پرېکړه د علي جوادي او د هغه د مېرمني په مخکې اعلان کړه.

تر پرېکرې وروسته جواد د يوه کال لپاره زندان ته ولېږدول شو.

تر اوسه د دایکنډي طالب چارواکو په دې اړه معلومات نه دي وړاندي کړي.

د يادوني وړ ده، چې د طالبانو استخباراتو په کندهار کې هم د عبدالرحیم محمدي په نوم يو خبريال د نامعلوم دليل له مخې د ۹ ورځو راهيسي په بند کې ساتلی.

د طالبانو د کډوالو وزیر په ژمي کې د راستنېدونکو کډوال د ستونزو د زیاتېدو خبرداری ورکړ

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۰ GMT+۰
د طالبانو د کډوالو وزیر په ژمي کې د راستنېدونکو کډوال د ستونزو د زیاتېدو خبرداری ورکړ
100%

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر په افغانستان کې د قطر له سفیر سره په لیدنه کې د هغو کډوالو پر وضعیت او اړتیاو خبرې وکړې چې افغانستان ته راستانه شوي دي. خلیل الرحمن حقاني د قطر سفیر ته ویلي، چې د ژمي په را رسېدو سره به د جبري راستنېدونکو کډوالو ستونزې زیاتې شي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د قطر سفیر سعید بن مبارک الخیرین ژمنه کړې چې هېواد به یې له کډوالو سره مرسته کوي.

د دغه قطري ډېپلوماټ په وينا؛ په دوحه کې د اسلامي هېوادونو په وروستۍ غونډه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام خبرې وشوې.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د دغه هېواد ډېر اوسېدونکي د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل.

دواړو هېوادونو په تېرو میاشتو کې سلګونه زره کسان له هېواده ایستلي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي. د شمېرو له مخې؛ تر اوسه له ۴۵۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مخکې اعلان کړی و، چې دغه ډله پلان لري چې د کډوالو موقتي کمپونه د استوګنې په سیمو بدل کړي.

د خلیل الرحمن حقاني په وینا؛ د ژمي په موسم کې یو شمېر ولایتونو ته د مهاجرینو انتقال ناشونی دی.

طالبانو له نړۍوالو موسسو، سوداګرو او پانګوالو هم غوښتي چې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو سره مالي مرستې وکړي.

د سرپناه نشتوالی او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو کمښت افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو یو له مهمو ستونزو څخه دي.
​

په ننګرهار کې په دوو چاودنو کې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوله اوښتې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۲ GMT+۰
په ننګرهار کې په دوو چاودنو کې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوله اوښتې
100%

د ننګرهار د طالبانو د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په يوې اعلاميه کې ويلي، چې لومړۍ پېښه په شېرزادو ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې ۱۰ کسانو ته يې مرګ ژوبله او دویمه پېښه په خوږياڼو ولسوالۍ کې شوې، چې يو ماشوم يې زخمي کړی دی.

د ننګرهار د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن سې شنبه رسنيو ته په يوه لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د شېرزادو ولسوالۍ اړوند په ګريخېلو کلي کې د نارنجک يوه زړه مرمۍ چاودلې ده.

د اعلاميې د معلوماتو له مخي؛ چې په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي د درېيو مېرمنو او يوه سپين ږیري په ګډون ۷ کسه نور زخميان شوي دي.

د هغه په خبره، چې زړه مرمۍ يو ماشوم پېدا کړې وه او په کور کې يې په ډبره ټکولې، چې چاودنه رامنځته شوې.

د طالبانو دغه چارواکي ويلي، چې په همدې ورځ په خوږياڼو کلي کې هم پر يوه ماشوم زړه مرمۍ چاودلې چې ماشوم يې سخت زخمي کړی.

دده په خبره، چې ددواړو پېښو ټپيان يې د سيمي روغتيايي مرکزونو ته انتقال کړي دي.

دا په داسي حال کې ده، چې د افغانستان په ډېرو لېرې پرتو سيمو کې لا هم ماينونه او ناچاوده توکې پراته دي، چې ډېر وخت د سيمي د خلکو د مرګ ژوبلي لامل ګرځي.