• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لښکر اسلام او ټي ټي پي ډلو په تیراه کې ۶ پاکستاني ځواکونو ته د مرګ ژوبلې ادعا کړې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۱ GMT+۰

په ټیلګرام کې د پاکستان مخالفو وسلوالو ډلو لښکر اسلام او تحریک طالبان پاکستان ته نېږدې کانالونه وايي، چې یادو دواړو ډلو د خېبر پښتونخوا په تیراه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې ګډ برید کړی، چې له امله یې دوه نظامیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

بل خوا سماء نیوز د خېبر پښتونخوا د یو شمېر چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې تېره شپه یو شمېر وسلوالو په تیراه کې د پاکستاني نظامیانو پر پوستې برید کړی، چې له امله یې دوه نظامیان ټپیان شوي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان د حکومت دوه مخالفې ډلې پر یو ځای د ګډو عملیاتو خبر ورکوي، له دې وړاندې په جون میاشت کې هم د ګډو عملیاتو اعلان شوی و؛ خو د کوم ښکاره برید بېلګه یې معلومه نه وه.

ترویج لرونکی

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې
۱

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۲

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د چمن پولیسو د چمن پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهلې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۸ GMT+۰
د چمن پولیسو د چمن پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهلې
100%

د چمن پرلت وهونکي وايي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې د چمن ځايي پولیسو د پرلت د یو شمېر فعالو غړو پر کورونو چاپې پیل کړې، خو تر اوسه یې په دغو چاپو کې څوک نه دي نیولي. د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت نږدې دوه میاشتې په پوره کېدو دي.

خو په دې وروستیو لسو ورځو کې د چمن ځايي امنیتي ادارو د چمن پرلت د فعالو غړو پر کورونو د شپې له خوا د دوی د نیولو په موخه چاپې پیل کړې دي.

د چمن امنیتي ادارو په تازه چاپو کې تېره شپه ناوخته د څلورو پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهلې دي.

د چمن پرلت غړی او د ټولنیزو رسنیو فعال شاکر سنګري وايي، د چمن امنیتي ادارو د نوموړي او د هغه د کورنۍ د دوو غړو په کور څلور ځله چاپې وهلې دي.

ښاغلی سنګري وايي: «له هغې ورځې راهیسې چې ځايي امنیتي ادارو په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ونیو، له هغه وروسته په هرو دوو شپو کې زما پر کور د چمن امنیتي ادارې چاپې وهي، امنیتي کسان زما د ورور او د کاکا زوی د لټون په موخه زموږ په کورونو کې لټه کوي او په کور کې ښځې او ماشومانو ته سپکې سپورې هم وايي.»

د چمن ځايي ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین د نیولو په قضیه کې د پرلت پر شاوخوا ۳۵ غړو هم عریضې ثبتې کړې دي.

د چمن امنیتي ادارو تېره شپه د چمن پرلت د مرکزي کیمټې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي فدا محمد قبایل پر کور هم چاپه وهلې وه.

ښاغلی قبایل وايي: «موږ د پولیسو د لټون څخه نه پټیږو او نه هم وېره لرو. موږ خپله مبارزه مخته وړو خو د چمن امنیتي ادارې د قانوني سند لرلو پرته د شپې په تیاره کې زموږ پر کورونو چاپې وهي. دوی غواړي په دې کارونو موږ و ډاروي خو څه چې زموږ او زموږ د قوم حق دی د هغه د ترلاسه کولو لپاره به موږ تل مبارزه کوو.»

پاکستان له دغه هيواده د وتلو پر مهال د بې اسناده افغان کډوالو لپاره جریمه کمه کړه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۳ GMT+۰
پاکستان له دغه هيواده د وتلو پر مهال د بې اسناده افغان کډوالو لپاره جریمه کمه کړه
100%

پاکستان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد کابینې لوېديځو هېوادونو ته د افغان کډوالو د ورتګ اړوند مقررات بدل کړي دي. د نوې لایحې له مخې هغه افغانان چې ویزه یا د اوسیدو نور قانوني اسناد نه لري د ۴۰۰ امریکايي ډالرو جریمې په ورکولو سره له دغه هیواده وتلی شي.

تر دې وړاندې دغه جریمه ۸۳۰ ډالره وه.

د اېکسپرېس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د انوارالحق کاکړ په مشرۍ د دغه هېواد کابینې پرېکړه کړې چې له پاکستانه د افغان کډوالو لپاره د وتلو د اجازې لګښت يې له ۸۳۰ څخه ۴۰۰ امریکايي ډالرو ته را کم کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر لا هم وايي چې نوی قانون به د راتلونکي کال د فبرورۍ تر ۲۹مې د اعتبار وړ وي. هغه وايي چې له دې مودې وروسته به هره میاشت د جریمې په پیسو کې ۱۰۰ امریکايي ډالر ور زیاتيږي، چې دغه اندازه بېرته ۸۰۰ ډالرو ته ورسېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت هر افغان کډوال ته د ۴۳۰ امریکايي ډالرو په بدل کې د پاکستان له ویزې پرته له هوايي ډګره په قانوني توګه د الوتنې اجازه ورکړې وه.

د پاکستان حکومت دغه پرېکړه د لوېدیځو هېوادونو له غبرګون سره مخ شوې وه چې په شرایطو برابر لوړ شمېر افغانان لېږدوي.

داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت د لوېديځ د فشار له امله دغه اندازه ۴۰۰ امريکايي ډالرو ته راټيټه کړې ده.

د پاکستان لومړی وزیر: اسلام اباد به هېڅکله اورپکو ته تسلیم نه شي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۲ GMT+۰
د پاکستان لومړی وزیر: اسلام اباد به هېڅکله اورپکو ته تسلیم نه شي
100%

په پاکستان کې پر نظامي اډې له خونړي ځانمرګي برید وروسته د دغه هېواد سرپرست لومړی وزیر انوارالحق کاکړ د ټپي شویو سرتېرو د پوښتنې لپاره پوځي روغتون ته ورغلی او هلته یې ویلي، چې اسلام اباد به کله هم جنګي ډلو ته تسلیم نه شي.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د چهارشنبې په ورځی ژمنه وکړه، چې اسلام اباد به ترهګرو ته تسلیم نه شي. هغه دغه څرګندونې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د لسګونو پوځیانو له وژل کېدو یوه ورځ وروسته کړي دي.‌

هغه زیاته کړه:‌ "موږ به ترهګرو ته تسلیم نه شو. موږ د ترهګرۍ پر وړاندې پخوا هم جګړه کړې او ګټلې مو ده او د دې جګړې ګټلو ته به دوام ورکوو."

په ډېره اسماعیل خان کې د سې شنبې په ورځ په یو برید کې لږ تر لږه ۲۸ عسکر او درې پولیس وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې ډلې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک پورې تړلې ده، د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

دغه برید په وروستیو کلونو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.‌

کاکړ پاکستاني جنګیالیو ته په خطاب کې وویل: "تاسو دا جګړه بایللې ده. تاسو هغې جګړې ته دوام ورکوئ چې بایللې مو ده؛ خو مونږ هغه جګړه کې جنګیږو چې ګټلې مو ده.‌"

هغه زیاته کړه:‌ "زه تاسو ته یو پیغام لرم؛ په خپلو بچیانو رحم وکړئ او تسلیم شئ ځکه چې تاسو دا جګړه نه شئ ګټلی. هغه کسان چې تسلیمیږي د قانون له مخې به ورته ځینې امتیازات ورکول کیږي."

دوه کاله وړاندې په کابل کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې حکومتي ځواکونو په بریدونو کې زیاتوالی لیدل کیږي.

اسلام اباد پر افغانستان تور لګوي چې هلته مېشت وسله وال په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي؛ خو پر کابل حاکمو طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

بلاول بوټو: خرابو امنیتي حالاتو او ناسمو پرېکړو پاکستان لس کاله شاته کړ

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۶ GMT+۰
بلاول بوټو: خرابو امنیتي حالاتو او ناسمو پرېکړو پاکستان لس کاله شاته کړ
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري نن چهار شنبه ( د لیندۍ ۲۲مه) په یوې غونډې کې د وینا پر مهال وویل، چې په پاکستان کې د ځينو پخوانیو چارواکو د ناسمو پرېکړو او د امنیتي حالاتو د خرابېدو له امله دغه هېواد لس کاله شاتګ وکړ.

نوموړي په خپلو خبرو کې د پاکستان پر خلکو او چارواکو غږ وکړ، چې اوسمهال پاکستان له سختو شرایطو سره مخ دی او ټول باید سره متحد شي.

بلاول بوټو زرداري همدا راز زیاته کړه، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دواړو هېوادونو له بندخونو څخه یو شمېر هغه بنديان خوشې شول چې په درنو جرمونو کې ښکیل وو.

ښاغلي زرداري دغه څرګندونې په ډېره اسماعیل خان کې د برید په غبرګون وکړې او همدا راز یې له پاکستاني طالبانو سره د سولې مذاکراتو په پیل چې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال کابل کې د طالبانو حکومت په کوربه توب پیل شوې وې، نیوکې وکړې.

هغه وویل "مالومه نه ده چې څنګه د ولس له رایې پرته او پرته له دې چې له پارلمانه د باور رایې واخیستل شي، د سولې خبرې پیل شوې او هغه کسان هم له مشورې پرته له بند خونو خوشې شول چې په ترهګرۍ کې ښکیل وو."

د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې په ډېره اسماعیل خان کې پر یوه نظامي مرکز له خونړي برید یوه ورځ وروسته ځینو اوسنیو او پخوانیو پاکستاني چارواکو دا برید مستقیماً له افغانستان سره تړلی وباله او ادعا یې وکړه، چې د دغه «ترهګریز برید» اساس په افغانستان کې دی.

له دې سره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه غږیز پیغام کې چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ملي راډیو او ټلویزیون له خوا خپور شو، په خېبر پښتونخوا کې له وروستي خونړي برید وروسته پر طالبانو د پاکستاني چارواکو د نیوکو په ځواب کې وویل، چې دا بریدونه په افغانستان پورې اړه نه لري.

د یادولو ده، چې په دغه برید کې ۲۳ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

له افغانستان څخه د غچ اخیستنې په تړاو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر خپل ټویټ بېرته پاک کړی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۳ GMT+۰
له افغانستان څخه د غچ اخیستنې په تړاو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر خپل ټویټ بېرته پاک کړی
100%

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي څو ساعته وړاندې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي وو، چې ډېره اسماعیل خان ترهګریز برید د پاکستان د ملي امنیت ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې. "موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو." نوموړي څو شېبې مخکې خپل ټويټ بېرته لرې کړی.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو پټنځاینونو په نښه کولو لپاره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو اډې وړاندیز کړ و او ویلي وو، چې په افغانستان کې باید ځانکړي هدفي عملیات تر سره شي.

نوموړي په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید ته په اشارې پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي وو: «د بنو ترهګریز برید د پاکستان د ملي امنیت ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې. موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو.»

نوموړي په افغانستان کې د پاکستان له لوري د ځانګړو هدفي عملیاتو، هوايي بریدونو، له افغانستان سره د پولو تړلو، د ټولو افغان کډوالو اېستلو او په اسلام اباد کې د طالبانو پرضد د سیاسي اپوزیسیون د غونډې د جوړېدو وړاندیزونه کړي وو.

همدارنګه اڅکزی په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو د پټنځایونو په نښه کولو لپاره په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د اډې د جوړېدو غوښتنه هم کړې وه.

خو وروسته له څو ساعتونو جان اڅکزي له خپلې اېکس پاڼې څخه پورته قهریه وړاندیزونه بېرته لرې کړي دي، مګر د پاکېدو علت یې نه دی په ډاګه کړی.

100%

افغانستان انټرنشنل - پښتو له نوموړي سره د اړیکو نیولو هڅه وکړه، خو د پیغامونو له لیدو سربېره هم نوموړي ځواب ور نه کړ.

دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان یو چارواکی د افغانستان په تړاو دا ډول قهریه څرګندونې کوي؛ مګر له څرګندونو دا ډول شاتګ یوه بې سارې پېښه ده.