• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لومړی وزیر: اسلام اباد به هېڅکله اورپکو ته تسلیم نه شي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۲ GMT+۰

په پاکستان کې پر نظامي اډې له خونړي ځانمرګي برید وروسته د دغه هېواد سرپرست لومړی وزیر انوارالحق کاکړ د ټپي شویو سرتېرو د پوښتنې لپاره پوځي روغتون ته ورغلی او هلته یې ویلي، چې اسلام اباد به کله هم جنګي ډلو ته تسلیم نه شي.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د چهارشنبې په ورځی ژمنه وکړه، چې اسلام اباد به ترهګرو ته تسلیم نه شي. هغه دغه څرګندونې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د لسګونو پوځیانو له وژل کېدو یوه ورځ وروسته کړي دي.‌

هغه زیاته کړه:‌ "موږ به ترهګرو ته تسلیم نه شو. موږ د ترهګرۍ پر وړاندې پخوا هم جګړه کړې او ګټلې مو ده او د دې جګړې ګټلو ته به دوام ورکوو."

په ډېره اسماعیل خان کې د سې شنبې په ورځ په یو برید کې لږ تر لږه ۲۸ عسکر او درې پولیس وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې ډلې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک پورې تړلې ده، د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

دغه برید په وروستیو کلونو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.‌

کاکړ پاکستاني جنګیالیو ته په خطاب کې وویل: "تاسو دا جګړه بایللې ده. تاسو هغې جګړې ته دوام ورکوئ چې بایللې مو ده؛ خو مونږ هغه جګړه کې جنګیږو چې ګټلې مو ده.‌"

هغه زیاته کړه:‌ "زه تاسو ته یو پیغام لرم؛ په خپلو بچیانو رحم وکړئ او تسلیم شئ ځکه چې تاسو دا جګړه نه شئ ګټلی. هغه کسان چې تسلیمیږي د قانون له مخې به ورته ځینې امتیازات ورکول کیږي."

دوه کاله وړاندې په کابل کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې حکومتي ځواکونو په بریدونو کې زیاتوالی لیدل کیږي.

اسلام اباد پر افغانستان تور لګوي چې هلته مېشت وسله وال په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي؛ خو پر کابل حاکمو طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

حقاني د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کوکنارو د بدیلو مرستو غوښتنه کړې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۲ GMT+۰
حقاني د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کوکنارو د بدیلو مرستو غوښتنه کړې
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په لیدنه کې په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو د مرستې غوښتنه وکړه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ حقاني ویلي چې نړۍواله ټولنه باید د کوکنارو د بدیل کښت په ترویج کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

دغه وزارت ویلي؛ په دې کتنه کې د جاپان سفیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې له نشه يي توکو سره د مبارزې، روغتیا او له هغو کډوالو سره د مرستې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، چې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه، چې سراج الدین حقاني له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د نشه یي توکو د له منځه وړلو او کنټرول لپاره د بدیل کښت په پراختیا کې له افغان بزګرانو سره همکاري وکړي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوو کلونو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې خبر ورکوي؛ خو د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر اټکل کړی، چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک تولید کړی دی.

له دې وړاندې د ایران یو شمېر چارواکو هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د تریاک کښت او قاچاق زیات شوی دی.

اسراییلو پوځ: په غزې کې له حماس سره د سختې جګړې په ترڅ کې مو ۹ پوځیان وژل شوي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۴ GMT+۰
اسراییلو پوځ: په غزې کې له حماس سره د سختې جګړې په ترڅ کې مو ۹ پوځیان وژل شوي دي
100%

د اسراییل پوځ ویلي، چې فلسطیني اورپکو د غزې په یو ګڼ مېشته سیمه کې پر اسرايیلي پوځیانو برید کړی او نهه اسراییلي عسکر یې وژلي.‌ دا په داسې حال کې ده، چې اسراییلي پوځیان په هغو سیمو کې چې له دوو میاشتو راهیسې په پراخه توګه بمبار شوې وې،‌ د حماس له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.‌

د اسراییل هوايي او ځمکنۍ جګړې په زرګونو فلسطینیان وژلي او د غزې نېږدې ۸۵ سلنه وګړي یې له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي دي او دغې چارې د نړۍوالو غوسه یې راپارولې ده.

امریکا په وار-وار پر اسراییل غږ کړی، چې د ملکي خلکو د ژغورنې لپاره لا زیات پام وکړي؛ خو خپله یې د اوربند لپاره د نړۍوالو غوښتنو مخه نیولې او اسراییل سره یې د پام وړ پوځي مرستو ته دوام ورکړی دی.‌

پر اسراییل د اکتوبر د اوومې د برید په غبرګون کې اسراییل پوځیانو شاوخوا شپږ اونۍ مخکې د غزې شمالي سیمې اشغال کړې؛ خو د دغه مودې په تېرېدو سره دوی لا هم له فلسطیني جنګیالیو سره په سختو نښتو کې ښکیل دي.‌

د چهارشنبې په ورځ او شپه د غزې په بیلابیلو سیمو کې نښتو دوام درلوده،‌ دغه نښتې په شجایه سیمه کې ډېرې سختې وې، چېرې چې په ۲۰۱۴ کال کې هم د اسراییل او حماس ترمنځ سختې جګړې شوې وې.

مصطفی ابو طه یو فلسطیني چې په سیمه کې اوسي د ټیلیفون له لارې اسوشییتید پریس خبري اژانس ته ویلي:‌"دا ډارونکی وضعیت دی. موږ خوب نه شو کولی، وضعیت مخ په خرابېدو دی او موږ د تګ لپاره خوندي ځای نه لرو."

د اسراییل پوځ ویلي، هغو څلورو پوځیانو سره یې اړیکه پرې شوې، چې سې شنبې په ورځ یې په شجیه کې د ودانیو تالاشي کوله او وروسته له هغه چې نورو عسکرو غوښتل دغه سرتېري پېدا کړي،‌ پر هغوی د فلسطیني جنګیالیو له خوا د درنو او سپکو وسلو بریدونه شوي دي.‌

په نهو وژل شویو کسانو کې ۴۴ کلن ډګروال اِتزاک بن باسات تر ټولو جګپوړی افسر دی، چې د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه وژل شوی دی.‌

ټام وېسټ د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي سره وکتل

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۹ GMT+۰
ټام وېسټ د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي سره وکتل
100%

د افغانستان په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام ویسټ د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره د دغه سازمان په دارالانشاء کې وکتل.

دوی له افغانستان سره د بشري مرستو، د افغان کډوالو او ښځو پر وضعیت خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲مه) په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د دې کتنې خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د بشري او اقتصادي ستونزو، د افغان کډوالو د ملاتړ او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

ټام وېسټ د اسلامي پراختیایي بانک څخه د خوراکي خوندیتوب، پاکو اوبو ته د لاسرسي او نورو بېړنیو بشري اړتیاو د ملاتړ له امله هم مننه وکړه.

د اسلامي همکاریو د خبر له مخې؛ دغه کتنه د سه شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) ترسره شوه.

تر دې مخکې هم د اسلامي همکاریو سازمان له یو شمېر طالب چارواکو سره کتلي او په افغانستان کې یې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه پر دغې ډلې نیوکې کړې دي.

د برېتانیې د دفاع وزارت د افغان ژباړونکو د معلوماتو د افشاء کولو له امله جریمه شو

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۹ GMT+۰
د برېتانیې د دفاع وزارت د افغان ژباړونکو د معلوماتو د افشاء کولو له امله جریمه شو
100%

د برېتانیې د دفاع وزارت د افغان ژباړونکو د معلوماتو د ناسمو افشاء کولو او د هغوی د ژوند د ګواښلو په خاطر ۳۵۰ زره پونډه جریمه شوی دی.

تېروتنه هغه وخت رامنځ ته شوې؛ کله چې دوو کسانو یو برېښنالیک ته ځواب ورکړ او په ناڅاپه توګه یې ټول لېست يې افشاء کړ.

د برېتانیې د معلوماتو د څار اداره، چې په هېواد کې د معلوماتو د ساتنې د قانون د ترویج او پلي کولو مسوولیت په غاړه لري ویلي، چې د دفاع وزارت د هغو کسانو د شخصي معلوماتو د خوندي کولو لپاره کافي تدابیر نه دي پلي کړي، چې له طالبانو څخه تښتیدلي دي.

د برېتانیې د دفاع وزارت هم په یوه بیان کې لیکلي، چې د افشاء کولو له امله بښنه غواړي او د خپلو معلوماتو د ساتنې طرزالعملونو لپاره ګامونه پورته کوي.

د برېتانيې د معلوماتو د څار ادارې ويلي، چې دغه افشاء کېدی شي د افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي، ځکه چې ښايي طالبان دغه معلومات د غچ اخيستلو لپاره وکاروي.

د معلوماتو د ساتنې د قوانینو له مخې؛ د دفاع وزارت په څېر سازمانونه باید د شخصي معلوماتو د افشاء کېدو د مخنیوي لپاره تدابیر ولري.

د برېتانيې د معلوماتو د څار دفتر سپارښتنه کړې، چې د دفاع وزارت په څېر ارګانونه د برېښنالیک له لارې لیږل شوي مینځپانګې توضیحاتو خوندي کولو لپاره د برېښنالیک خدماتو یا برېښنالیک ادغام څخه ډډه وکړي؛ ترڅو د داسې معلوماتو افشاء کېدو مخه ونیسي.

د برېتانيې د معلوماتو کمېشنر جان ادواردز وویل: "د معلوماتو د ساتنې یوې ژورې افسوسناکې سرغړونې هغه کسان مايوسه کړل، چې زموږ هېواد يې پوروړی دی، دا په ځانګړې ټوګه د امنيتي مسووليت يوه ښکاره سرغړونه ده موږ بايد ددې خلکو پور ور کړو."

هغه زیاته کړه:" نو د دې جریمې په صادرولو او له دې سرغړونې څخه زده شوي درسونه شریکولو سره زه غواړم ټولو سازمانونو ته دا روښانه کړم، چې د معلوماتو ساتلو معیارونه پلي کول اختیاري مساله نه ده، بلکي يو لازمي امر دی."

طالبانو د جمهوریت د وخت برېښنايي تدارکاتي سیسټم یو ځل بیا پرانیست

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۲ GMT+۰
طالبانو د جمهوریت د وخت برېښنايي تدارکاتي سیسټم یو ځل بیا پرانیست
100%

د طالبانو د چارو اداره وايي، چې د برېښنايي تدارکاتو سیسټم د یو شمېر طالب چارواکو او د ځینو هېوادونو د سفیرانو په حضور سره پرانېستل شو. خو د کابینې د برېښنايي کولو په ګډون دا برېښنايي سیسټم د پخواني ولسمشر اشرف غني له خوا د هغه د حکومت له سقوط ۱۴ ورځې وړاندې پرانیستل شوی و.

د طالبانو د چارو ادارې لوی رياست پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن چهار شنبه ( د لیندۍ ۲۲مه) د ملي تدارکاتو رياست د تدارکاتي چارو د لاښه والي او شفافيت په موخه د برېښنايي تدارکاتو سيسټم پرانیست.

د ملي تدارکاتو مشر عبدالولي صديقي په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې له دغه سیسټم سره به په تدارکاتي بهير کې رونټیا، چټکتيا او اساني رامنځته شي.

خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ لومړۍ نېټه د "ډیجیټل افغانستان اونۍ" پروګرام وروستۍ ورځ وه، چې پکې پخواني ولسمشر اشرف غني د ارګ سربېره د تدارکاتو او یو شمېر وزارتونو ډیجیټل پروګرامونه پرانیستل.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ لومړۍ نېټه، د ډیجیټل افغانستان اونۍ وروستۍ برنامه د کابینې ډیجیټل سازي پرانیسته
100%
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ لومړۍ نېټه، د ډیجیټل افغانستان اونۍ وروستۍ برنامه د کابینې ډیجیټل سازي پرانیسته

د چارو ادارې د تدارکاتو ریاست یو کارکوونکی چې د نوم له ښودلو ډډه کوي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د تدارکاتو دا سیسټم د پخواني ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د چارو ادارې په تخنیکي مرسته جوړ شوی او تر اوسه هم فعال ساتل شوی دی.

نوموړي وویل: " دلته اکثره پخواني کارمندانو رییس ته وویل، چې دا سیسټم پخوانی دی او که یې بیا پرانیسته کوئ، اکثرو خلکو او رسنیو ته یې په اړه معلومات شته؛ خو رییس د چا خبره نه اوري".

دغه سرچینه وايي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ اکثرو سیسټمونو برېښنايي چارې د چارو د ادارې پخواني مشر فضل محمود فضلي له خوا ترسره شوې وې.

د ملي تدارکاتو ریاست دغه کارکوونکی وايي، چې دا سیسټم له هغه وخته چې جوړ شوی تر اوسه فعال دی او هېڅ ځنډ پکې نه دی راغلی.

طالبانو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې یو شمېر هغه تکراري پروژې بیا پرانیستي چې پخوا د جمهوریت پرمهال یو ځل پرانېستل شوې وې؛ خو ځیني یې د ناسم مدیریت له امله له ځنډ سره مخ شوي دي.