• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د جمهوریت د وخت برېښنايي تدارکاتي سیسټم یو ځل بیا پرانیست

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د چارو اداره وايي، چې د برېښنايي تدارکاتو سیسټم د یو شمېر طالب چارواکو او د ځینو هېوادونو د سفیرانو په حضور سره پرانېستل شو. خو د کابینې د برېښنايي کولو په ګډون دا برېښنايي سیسټم د پخواني ولسمشر اشرف غني له خوا د هغه د حکومت له سقوط ۱۴ ورځې وړاندې پرانیستل شوی و.

د طالبانو د چارو ادارې لوی رياست پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن چهار شنبه ( د لیندۍ ۲۲مه) د ملي تدارکاتو رياست د تدارکاتي چارو د لاښه والي او شفافيت په موخه د برېښنايي تدارکاتو سيسټم پرانیست.

د ملي تدارکاتو مشر عبدالولي صديقي په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې له دغه سیسټم سره به په تدارکاتي بهير کې رونټیا، چټکتيا او اساني رامنځته شي.

خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ لومړۍ نېټه د "ډیجیټل افغانستان اونۍ" پروګرام وروستۍ ورځ وه، چې پکې پخواني ولسمشر اشرف غني د ارګ سربېره د تدارکاتو او یو شمېر وزارتونو ډیجیټل پروګرامونه پرانیستل.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ لومړۍ نېټه، د ډیجیټل افغانستان اونۍ وروستۍ برنامه د کابینې ډیجیټل سازي پرانیسته
100%
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ لومړۍ نېټه، د ډیجیټل افغانستان اونۍ وروستۍ برنامه د کابینې ډیجیټل سازي پرانیسته

د چارو ادارې د تدارکاتو ریاست یو کارکوونکی چې د نوم له ښودلو ډډه کوي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د تدارکاتو دا سیسټم د پخواني ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د چارو ادارې په تخنیکي مرسته جوړ شوی او تر اوسه هم فعال ساتل شوی دی.

نوموړي وویل: " دلته اکثره پخواني کارمندانو رییس ته وویل، چې دا سیسټم پخوانی دی او که یې بیا پرانیسته کوئ، اکثرو خلکو او رسنیو ته یې په اړه معلومات شته؛ خو رییس د چا خبره نه اوري".

دغه سرچینه وايي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ اکثرو سیسټمونو برېښنايي چارې د چارو د ادارې پخواني مشر فضل محمود فضلي له خوا ترسره شوې وې.

د ملي تدارکاتو ریاست دغه کارکوونکی وايي، چې دا سیسټم له هغه وخته چې جوړ شوی تر اوسه فعال دی او هېڅ ځنډ پکې نه دی راغلی.

طالبانو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې یو شمېر هغه تکراري پروژې بیا پرانیستي چې پخوا د جمهوریت پرمهال یو ځل پرانېستل شوې وې؛ خو ځیني یې د ناسم مدیریت له امله له ځنډ سره مخ شوي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

متقي له قمي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ستونزو پر حل ټینګار کړی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۰
متقي له قمي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ستونزو پر حل ټینګار کړی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضایي ستونزو په جدي حل ټینګار وکړ.

دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اغېزمنو دوه اړخيزو سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو پر ټينګښت هم خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل د چهارشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۲۲مه) په یوه یادښت کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره پر رغنده اقداماتو ټینګار وشو.

د دغې اعلامیې له مخې؛ حسن کاظمی قمی وویل:"سیمه ییزې اړیکې به د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د استازي او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ په لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې شوي دي.

دا کتنه په داسې حال کې کیږي، چې په ایران کې افغان کډوال د منقول او غیر منقول ملکیتونو د مالکیت، د بانکي حساب پرانېستلو، د سیم کارټ اخېستلو او په ښوونځیو کې د زده کوونکو د نوم لیکنې په برخه کې د قانوني محدودیتونو په ګډون یاد کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د روان کال د لیندۍ میاشتې په لومړیو کې ایراني چارواکو اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو پر تګ بندیز لګېدلی دی.

د یادولو ده، چې له دغه هېواده له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د اېستلو بهیر دوام لري.

د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه او استاد محمد قسیم چمتو مړ شو

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۰
د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه او استاد محمد قسیم چمتو مړ شو
100%

د کابل پوهنتون استاد او د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه محمد قسیم چمتو د ورپښې ناروغۍ له امله نن په کابل کې مړ شو. د نوموړي کورنۍ د هغه د مړینې خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی د زړه ناروغ و.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخواني مشر عبدالظاهر شکیب د نوموړي پر مړینې د خواشینۍ تر څنګ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې ارواښاد چمتو د پښتو ژبې یو له نوموتو ژبپوهانو څخه و.

ښاغلی شکیب زیاتوي، چې نوموړی کلونه - کلونه د کابل پوهنتون په پښتو څانګه کې د ژبپوهنې استاد و او له لسو زیات علمي او څېړنیز کتابونه یې چاپ کړي دي.

بل خوا د کابل پوهنتون پخواني استاد ضیاءالرحمان حسرت هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې ډاکتر چمتو د پښتو مقایسوي ژبپوهنې یو بې جوړې استاد و.

د ښاغلي حسرت په خبره، چې نوموړي په پښتو ژبپوهنه او ګرامر کې د دوکتورا تر کچې زده کړې وې .

د یادونې وړ ده، چې نن د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهندوی نعیم جان سروري هم د ورپښې ناروغۍ له امله مړ شوی.

نوموړي د اقتصاد په برخه کې بېلابېل تحقیقي اثار په پښتو ژبه لیکلي وو.

ننګرهار کې يوې نجلۍ په انګليسي ژبه کې د سرو زرو مډال ګټلی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۴ GMT+۰
ننګرهار کې يوې نجلۍ په انګليسي ژبه کې د سرو زرو مډال ګټلی
100%

په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، په ننګرهار کې يوې نجلۍ "خاتمه شېرزاد" د انګلیسي ژبې د یو کلن پروګرام له بشپړاوي وروسته د ۱۵۰ نجونو او هلکانو له منځه د سرو زرو مډال ګټلی.

د پرېسټن انسټیټیوت مدير رحمت الله کامه وال نن چهارشنه د دې په جلال اباد کې د لومړۍ دورې په فراغت غونډه کې ويلې، چې د انګليسي ژبې د دې یو کلن پروګرام څخه د ۴۰ نجونو په ګډون ۱۵۰ هلکان فارغ شول.

د نوموړي په خبره؛ د انګليسي ژبې د یاد يو کلن پروګرام په پای کې هغې ممتازې نجلۍ د سرو زرو مډال ګټلی چې تر ټولو ډېرې (۹۸) نومرې ترلاسه کړې وې.

خاتمه شېرزاد چې د ننګرهار ولایت د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکې ده، د سرو زرو د مډال په ګټلو سره یې ویلي، چې نجونې کولی شي چې په هر ډګر کې لومړي مقامونه خپل کړي.

د طالبانو واک ته د رسېدو را وروسته تر ۸۰۰ ورځي اوړي، چې ښوونځيو ته د شپږ ټولګي لوړ، لوړو زده کړو او کار ته د نجونو او مېرمنو پر تګ بنديز لګولی.

په افغانستان کې طالبان نجونو ته په شخصي ښوونځيو کې هم تر شپږ ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

له افغانستان څخه د غچ اخیستنې په تړاو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر خپل ټویټ بېرته پاک کړی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۳ GMT+۰
له افغانستان څخه د غچ اخیستنې په تړاو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر خپل ټویټ بېرته پاک کړی
100%

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي څو ساعته وړاندې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي وو، چې ډېره اسماعیل خان ترهګریز برید د پاکستان د ملي امنیت ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې. "موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو." نوموړي څو شېبې مخکې خپل ټويټ بېرته لرې کړی.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو پټنځاینونو په نښه کولو لپاره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو اډې وړاندیز کړ و او ویلي وو، چې په افغانستان کې باید ځانکړي هدفي عملیات تر سره شي.

نوموړي په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید ته په اشارې پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي وو: «د بنو ترهګریز برید د پاکستان د ملي امنیت ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې. موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو.»

نوموړي په افغانستان کې د پاکستان له لوري د ځانګړو هدفي عملیاتو، هوايي بریدونو، له افغانستان سره د پولو تړلو، د ټولو افغان کډوالو اېستلو او په اسلام اباد کې د طالبانو پرضد د سیاسي اپوزیسیون د غونډې د جوړېدو وړاندیزونه کړي وو.

همدارنګه اڅکزی په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو د پټنځایونو په نښه کولو لپاره په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د اډې د جوړېدو غوښتنه هم کړې وه.

خو وروسته له څو ساعتونو جان اڅکزي له خپلې اېکس پاڼې څخه پورته قهریه وړاندیزونه بېرته لرې کړي دي، مګر د پاکېدو علت یې نه دی په ډاګه کړی.

100%

افغانستان انټرنشنل - پښتو له نوموړي سره د اړیکو نیولو هڅه وکړه، خو د پیغامونو له لیدو سربېره هم نوموړي ځواب ور نه کړ.

دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان یو چارواکی د افغانستان په تړاو دا ډول قهریه څرګندونې کوي؛ مګر له څرګندونو دا ډول شاتګ یوه بې سارې پېښه ده.

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې د تمدن ټلویزیون د خبریال عبدالرحیم د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۳ GMT+۰
د خبریالانو د ملاتړ کمېټې د تمدن ټلویزیون د خبریال عبدالرحیم د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې
100%

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې (CPJ) د افغان خبریال عبدالرحیم محمدي چې له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دی، له طالبانو غوښتي چې نوموړی ژر تر ژره له بند څخه خوشې کړي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه اداره چې مرکز یې په نیویارک کې دی له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو نیول پای ته ورسوي.

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې (CPJ) سې شنبه (د لیندۍ ۲۱مه) په یوه بیان کې ویلي، تر اوسه روښانه نه ده چې طالبانو ولې ښاغلی محمدي نیولی دی او چېرته یې بېولی دی.

د عبدالرحیم محمدي ورور څو ورځې مخکې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې محمدي په کندهار کې د استخباراتو ریاست ته احضار شوی و او له هغه راهیسې بېرته کور ته ستون شوی نه دی.

اوس د نوموړي ورور اندېښنه لري، چې د محمدي د نیول کېدو د قضیې په رسنیزه کېدو سره به د هغه د خوشې کیدو موضوع نوره هم وځنډیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم تېره ورځ له طالبانو وغوښتل چې د تمدن ټلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي په غیر مشروط ډول خوشې کړي.

د تمدن ټلویزیون مسوولانو او طالب چارواکو تر اوسه د دغه خبریال د نیولو او برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.