• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي له قمي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ستونزو پر حل ټینګار کړی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضایي ستونزو په جدي حل ټینګار وکړ.

دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اغېزمنو دوه اړخيزو سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو پر ټينګښت هم خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل د چهارشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۲۲مه) په یوه یادښت کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره پر رغنده اقداماتو ټینګار وشو.

د دغې اعلامیې له مخې؛ حسن کاظمی قمی وویل:"سیمه ییزې اړیکې به د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د استازي او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ په لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې شوي دي.

دا کتنه په داسې حال کې کیږي، چې په ایران کې افغان کډوال د منقول او غیر منقول ملکیتونو د مالکیت، د بانکي حساب پرانېستلو، د سیم کارټ اخېستلو او په ښوونځیو کې د زده کوونکو د نوم لیکنې په برخه کې د قانوني محدودیتونو په ګډون یاد کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د روان کال د لیندۍ میاشتې په لومړیو کې ایراني چارواکو اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو پر تګ بندیز لګېدلی دی.

د یادولو ده، چې له دغه هېواده له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د اېستلو بهیر دوام لري.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه او استاد محمد قسیم چمتو مړ شو

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۰
د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه او استاد محمد قسیم چمتو مړ شو
100%

د کابل پوهنتون استاد او د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه محمد قسیم چمتو د ورپښې ناروغۍ له امله نن په کابل کې مړ شو. د نوموړي کورنۍ د هغه د مړینې خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی د زړه ناروغ و.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخواني مشر عبدالظاهر شکیب د نوموړي پر مړینې د خواشینۍ تر څنګ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې ارواښاد چمتو د پښتو ژبې یو له نوموتو ژبپوهانو څخه و.

ښاغلی شکیب زیاتوي، چې نوموړی کلونه - کلونه د کابل پوهنتون په پښتو څانګه کې د ژبپوهنې استاد و او له لسو زیات علمي او څېړنیز کتابونه یې چاپ کړي دي.

بل خوا د کابل پوهنتون پخواني استاد ضیاءالرحمان حسرت هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې ډاکتر چمتو د پښتو مقایسوي ژبپوهنې یو بې جوړې استاد و.

د ښاغلي حسرت په خبره، چې نوموړي په پښتو ژبپوهنه او ګرامر کې د دوکتورا تر کچې زده کړې وې .

د یادونې وړ ده، چې نن د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهندوی نعیم جان سروري هم د ورپښې ناروغۍ له امله مړ شوی.

نوموړي د اقتصاد په برخه کې بېلابېل تحقیقي اثار په پښتو ژبه لیکلي وو.

ننګرهار کې يوې نجلۍ په انګليسي ژبه کې د سرو زرو مډال ګټلی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۴ GMT+۰
ننګرهار کې يوې نجلۍ په انګليسي ژبه کې د سرو زرو مډال ګټلی
100%

په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، په ننګرهار کې يوې نجلۍ "خاتمه شېرزاد" د انګلیسي ژبې د یو کلن پروګرام له بشپړاوي وروسته د ۱۵۰ نجونو او هلکانو له منځه د سرو زرو مډال ګټلی.

د پرېسټن انسټیټیوت مدير رحمت الله کامه وال نن چهارشنه د دې په جلال اباد کې د لومړۍ دورې په فراغت غونډه کې ويلې، چې د انګليسي ژبې د دې یو کلن پروګرام څخه د ۴۰ نجونو په ګډون ۱۵۰ هلکان فارغ شول.

د نوموړي په خبره؛ د انګليسي ژبې د یاد يو کلن پروګرام په پای کې هغې ممتازې نجلۍ د سرو زرو مډال ګټلی چې تر ټولو ډېرې (۹۸) نومرې ترلاسه کړې وې.

خاتمه شېرزاد چې د ننګرهار ولایت د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکې ده، د سرو زرو د مډال په ګټلو سره یې ویلي، چې نجونې کولی شي چې په هر ډګر کې لومړي مقامونه خپل کړي.

د طالبانو واک ته د رسېدو را وروسته تر ۸۰۰ ورځي اوړي، چې ښوونځيو ته د شپږ ټولګي لوړ، لوړو زده کړو او کار ته د نجونو او مېرمنو پر تګ بنديز لګولی.

په افغانستان کې طالبان نجونو ته په شخصي ښوونځيو کې هم تر شپږ ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

د کاپ ۲۸ وروستی تړون د فوسیلي تیلو د نړۍوال مصرف د کمولو په ټینګار سره تصویب شو

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۱ GMT+۰
د کاپ ۲۸ وروستی تړون د فوسیلي تیلو د نړۍوال مصرف د کمولو په ټینګار سره تصویب شو
100%

د نېږدې ۲۰۰ هيوادونو استازو د چهارشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په تړاو ناسته کې د کاپ ۲۸ غونډې د متن پر تړون موافقه وکړه.

دا تړون د فوسیلي تیلو د نړۍوال مصرف د کمولو د پروسې په پیل ټینګار کوي.

دا سند په متحده عربي اماراتو کې له دوو اونیو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د متحده عربي اماراتو د کاپ ۲۸ رييس سلطان الجابر په دې ناستې کې د نړۍ د هېوادونو پرېکړه تاريخي وبلل او ويې ويل، چې د دې هوکړې اصلي برياليتوب به د هغې په عملي کېدو کې وي.

ددغه تړون له مخې؛ بايد تر ۲۰۵۰ کال پوري د سون توکو مصرف د انرژۍ په سيسټم کې عادلانه، منظم او صرف ته ورسيږي.

دا تړون د سکرو کم کارولو او په ۲۰۳۰ کې د نړۍ په کچه د نوي کېدونکې انرژۍ ظرفیت درې برابره کولو لپاره د هڅو کولو غوښتنه هم کوي.

د سعودي عربستان یوه استازي ویلي، چې دا تړون به له نړۍ سره مرسته وکړي، چې د تودوخې درجه تر ۱.۵ درجې سانتي ګراد پورې محدوده کړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د دغه تړون منتقدین وايي، دا ټيکنالوژي خورا ګرانه ده.

د رویټرز په وینا؛ د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت وویل: "دا لومړی ځل دی چې د نړۍ هېوادونه د فوسیل د سون موادو د ختمولو د اړتیا په اړه په داسې یوه واضح متن سره متحد او موافق شوي دي."

له سلو څخه زیاتو هېوادونو د تیلو، ګازو او سکرو د استعمال د له منځه وړلو موافقه کړې وه؛ خو سعودي عربستان چې د (اوپک) د تیلو یو له سترو تولیدونکو هېوادونو څخه دی؛ ټینګار وکړ، چې د فوسیل سون توکو له منځه وړل د شنو خونو پرته د ګازونو کمول ممکن دي.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې سعودي عربستان د کاپ ۲۸ د کوربه په توګه پر متحده عربي اماراتو فشار راوړی، چې د فوسیل سون موادو د له منځه وړلو اړوند مادې دې د دې غونډې په وروستۍ موافقه کې نه ياديږي.

د کاپ ۲۸ وروستی تړون پانګه اچوونکو او پالیسي جوړونکو ته یو پیغام وړاندې کړی، چې نړۍواله ټولنه د فوسیل سون موادو د مرحلې لپاره متحرکه شوې ده.

تېل، ګاز او د ډبرو سکاره اوس هم په نړۍ کې ۸۰ سلنه د انرژۍ د مصرف سرچينه ده.

اوکراین به په راتلونکي کې له روسیې سره په جګړه کې له ستونزو سره مخ شي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۳ GMT+۰
اوکراین به په راتلونکي کې له روسیې سره په جګړه کې له ستونزو سره مخ شي
100%

اوکراين ته د لويديځ د مرستو پر وړاندې ننګونو ته په پام سره داسې ښکاري، چې دغه هېواد به په راتلونکي کې له روسيې سره د جګړې د دوام لپاره له زياتو ستونزو سره مخ شي.

د لویدیځو هېوادونو د مرستو د ساتلو لپاره زېلینسکي چې د درېیم ځل لپاره واشنګټن ته تللی، هڅه کوي د مرستو په برخه کې د ملاتړو هېوادونو شوې ژمنې ترلاسه کړي.

امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونه چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په جګړو کې د اوکراین ملاتړي وو، اوس یې دغه هېواد ته پاملرنه کمه شوې ده.

له یوې خوا د اسراییل او حماس جګړې او له بله خوا د اوکراین د او روسیې د جګړې اوږدېدل اوکراین ته د لودیځو هېوادونو د پام کچه کمه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي اوس په دوو جبهو کې له ننګونو سره مخ دی، چې اروپايي هېوادونه او امریکا د مالي او پوځي مرستو د دوام لپاره راضي کړي.

تر دې مخکې د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو زېلینسکي د اتل په نامه یادولو؛ خو اوسمهال داسې احتمال لیدل کیږي چې له اوکراین سره ددوی شوې ژمنې عملي نه شي.

اوکراین ته د لویدیځ مالي او پوځي مرستې له روسیې سره له ۱۹ میاشتو جګړې وروسته له ننګونو سره مخامخ شوې دي.

ولادیمیر زېلینسکي د لیندۍ په ۲۱ مه د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د روسیې د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او د کییف ملاتړ ته دوام ورکړي.

له دې سره امریکایي سناتورانو له زېلینسکي سره په لیدنه کې وویل، چې له اوکراین سره د امریکا د مرستو په تړاو باید حساب وشي.

ښاغلي زېلینسکي همدا راز هڅه وکړه، چې امریکايي سناتورانو ته ډاډ ورکړي چې د امریکا مرستې به د فاسدو موخو لپاره نه مصرفیږي.

په ورته وخت کې نوموړي تر اوسه له امریکا هم د مرستو د دوام او بندېدو غوڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی؛ خو داسې ښکاري چې د امریکا د راتلونکو ټاکنو په موخه له اوکراین سره علاقه کمه شوې ده.

له افغانستان څخه د غچ اخیستنې په تړاو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر خپل ټویټ بېرته پاک کړی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۳ GMT+۰
له افغانستان څخه د غچ اخیستنې په تړاو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر خپل ټویټ بېرته پاک کړی
100%

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي څو ساعته وړاندې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي وو، چې ډېره اسماعیل خان ترهګریز برید د پاکستان د ملي امنیت ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې. "موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو." نوموړي څو شېبې مخکې خپل ټويټ بېرته لرې کړی.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو پټنځاینونو په نښه کولو لپاره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو اډې وړاندیز کړ و او ویلي وو، چې په افغانستان کې باید ځانکړي هدفي عملیات تر سره شي.

نوموړي په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید ته په اشارې پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي وو: «د بنو ترهګریز برید د پاکستان د ملي امنیت ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې. موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو.»

نوموړي په افغانستان کې د پاکستان له لوري د ځانګړو هدفي عملیاتو، هوايي بریدونو، له افغانستان سره د پولو تړلو، د ټولو افغان کډوالو اېستلو او په اسلام اباد کې د طالبانو پرضد د سیاسي اپوزیسیون د غونډې د جوړېدو وړاندیزونه کړي وو.

همدارنګه اڅکزی په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو د پټنځایونو په نښه کولو لپاره په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د اډې د جوړېدو غوښتنه هم کړې وه.

خو وروسته له څو ساعتونو جان اڅکزي له خپلې اېکس پاڼې څخه پورته قهریه وړاندیزونه بېرته لرې کړي دي، مګر د پاکېدو علت یې نه دی په ډاګه کړی.

100%

افغانستان انټرنشنل - پښتو له نوموړي سره د اړیکو نیولو هڅه وکړه، خو د پیغامونو له لیدو سربېره هم نوموړي ځواب ور نه کړ.

دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان یو چارواکی د افغانستان په تړاو دا ډول قهریه څرګندونې کوي؛ مګر له څرګندونو دا ډول شاتګ یوه بې سارې پېښه ده.