• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین به په راتلونکي کې له روسیې سره په جګړه کې له ستونزو سره مخ شي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۸ GMT+۰

اوکراين ته د لويديځ د مرستو پر وړاندې ننګونو ته په پام سره داسې ښکاري، چې دغه هېواد به په راتلونکي کې له روسيې سره د جګړې د دوام لپاره له زياتو ستونزو سره مخ شي.

د لویدیځو هېوادونو د مرستو د ساتلو لپاره زېلینسکي چې د درېیم ځل لپاره واشنګټن ته تللی، هڅه کوي د مرستو په برخه کې د ملاتړو هېوادونو شوې ژمنې ترلاسه کړي.

امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونه چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په جګړو کې د اوکراین ملاتړي وو، اوس یې دغه هېواد ته پاملرنه کمه شوې ده.

له یوې خوا د اسراییل او حماس جګړې او له بله خوا د اوکراین د او روسیې د جګړې اوږدېدل اوکراین ته د لودیځو هېوادونو د پام کچه کمه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي اوس په دوو جبهو کې له ننګونو سره مخ دی، چې اروپايي هېوادونه او امریکا د مالي او پوځي مرستو د دوام لپاره راضي کړي.

تر دې مخکې د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو زېلینسکي د اتل په نامه یادولو؛ خو اوسمهال داسې احتمال لیدل کیږي چې له اوکراین سره ددوی شوې ژمنې عملي نه شي.

اوکراین ته د لویدیځ مالي او پوځي مرستې له روسیې سره له ۱۹ میاشتو جګړې وروسته له ننګونو سره مخامخ شوې دي.

ولادیمیر زېلینسکي د لیندۍ په ۲۱ مه د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د روسیې د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او د کییف ملاتړ ته دوام ورکړي.

له دې سره امریکایي سناتورانو له زېلینسکي سره په لیدنه کې وویل، چې له اوکراین سره د امریکا د مرستو په تړاو باید حساب وشي.

ښاغلي زېلینسکي همدا راز هڅه وکړه، چې امریکايي سناتورانو ته ډاډ ورکړي چې د امریکا مرستې به د فاسدو موخو لپاره نه مصرفیږي.

په ورته وخت کې نوموړي تر اوسه له امریکا هم د مرستو د دوام او بندېدو غوڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی؛ خو داسې ښکاري چې د امریکا د راتلونکو ټاکنو په موخه له اوکراین سره علاقه کمه شوې ده.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې د تمدن ټلویزیون د خبریال عبدالرحیم د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۳ GMT+۰
د خبریالانو د ملاتړ کمېټې د تمدن ټلویزیون د خبریال عبدالرحیم د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې
100%

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې (CPJ) د افغان خبریال عبدالرحیم محمدي چې له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دی، له طالبانو غوښتي چې نوموړی ژر تر ژره له بند څخه خوشې کړي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه اداره چې مرکز یې په نیویارک کې دی له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو نیول پای ته ورسوي.

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې (CPJ) سې شنبه (د لیندۍ ۲۱مه) په یوه بیان کې ویلي، تر اوسه روښانه نه ده چې طالبانو ولې ښاغلی محمدي نیولی دی او چېرته یې بېولی دی.

د عبدالرحیم محمدي ورور څو ورځې مخکې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې محمدي په کندهار کې د استخباراتو ریاست ته احضار شوی و او له هغه راهیسې بېرته کور ته ستون شوی نه دی.

اوس د نوموړي ورور اندېښنه لري، چې د محمدي د نیول کېدو د قضیې په رسنیزه کېدو سره به د هغه د خوشې کیدو موضوع نوره هم وځنډیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم تېره ورځ له طالبانو وغوښتل چې د تمدن ټلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي په غیر مشروط ډول خوشې کړي.

د تمدن ټلویزیون مسوولانو او طالب چارواکو تر اوسه د دغه خبریال د نیولو او برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

اوچا: قبرس له افغانستان سره د څه باندې ۹۸ زره یورو مرسته کوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۹ GMT+۰
اوچا: قبرس له افغانستان سره د څه باندې ۹۸ زره یورو مرسته کوي
100%

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) نن چهارشنبې (د لیندۍ ۲۲مه) پر خپلې اېکس پاڼې له افغانستان سره د قبرس د ۹۸ زره او ۴۶۱ یورو مرستو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه هېواد له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره د ۱۷۷ زره یورو مرسته کړې ده.

له افغانستان سره دغه مرستې په داسې حال کې کیږي، چې دغه اداره اړمنو کسانو ته د مرستو د رسولو په برخه کې د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو لپاره ۴۶،۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

اوچا تر دې وړاندې ویلي وو، دغه اداره په ۲۰۲۴ کال کې یوازې د افغانستان له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره شاوخوا درې میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې؛ په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه کسان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دغه هېواد د نړۍ د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې دی، چې وګړي یې تر ټولو ډېرو بشري مرستو ته اړمن دي.

د هرات ولایت خونړۍ زلزلې، سخت ژمی، د افغانستان د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت او همداراز له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د زرګونو افغانانو اېستل د دې لامل شوی چې د نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا زیاته شي.

دغه راز نړۍوالو مرستندويه ادارو په ځلونو د بودیجې د کمښت او د دغو بنسټونو له کارکوونکو سره د طالبانو د نامناسب چلند له امله د خپلو فعاليتونو د کمولو خبردارى ورکړى و او ویلي وو، چې دا کار به اړتياوې زياتې کړي.

د راپورونو له مخې؛ د ښځو پر کار او فعالیتونو بندیزونه، د نړۍوالو بنسټونو پر کارونو محدودیتونه او په افغانستان کې کړکېچونه د دې لامل شوي، چې په دغه هېواد کې بیوزلي او وزګارتیا اوج ته ورسېږي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو پروګرام هم په خپل تازه راپور کې ویلي وو، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې خلک یې د خوړو له کمښت سره مخ دي.

حوثیانو په سره سمندرګي کې بېړیو ته خبرداری ورکړ چې د اسراییل او فلسطین خاورې ته نږدې نه شي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۶ GMT+۰
حوثیانو په سره سمندرګي کې بېړیو ته خبرداری ورکړ چې د اسراییل او فلسطین خاورې ته نږدې نه شي
100%

د یمن حوثیانو په سره سمندرګي کې بېړیو ته خبرداری ورکړی، چې د فلسطین او اسراییل خاورې ته له نږدې کېدو ډډه وکړي. دغه غورځنګ د دوشنبې په ورځ د ناروې په یوې کښتۍ د توغندیز برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د یمن حوثیانو همدارنګه له بېړیو غوښتي، چې د هغوی پوښتنو ته د سملاسي ځواب لپاره خپلې ارتباطي راډیوګانې روښانه وساتي.

العربیه رسنۍ د یوه امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې واشنګټن د بېړیو د خوندیتوب لپاره د یوې پوځي ډلې د جوړوو لپاره لږ تر لږه له دوولسو هېوادونو سره د سلامشورو په حال کې دی.

تر دې وړاندې هم د یمن حوثیانو خبرداری ورکړی و، چې هر ډول کښتۍ چې د اسراییل په لور حرکت وکړي د دوی تر برید لاندې به راشي.

په تېرو اونیو کې د یمن حوثیانو په سور سمندرګي کې پر څو کښتیو برید کړی او د برېتانیا يوه کښتۍ یې هم نیولې وه.

د بشري حقونو څار سازمان:نیپال کې زلزله ځپلي په ژمي کې ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړ دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۳ GMT+۰
د بشري حقونو څار سازمان:نیپال کې زلزله ځپلي په ژمي کې ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړ دي
100%

د بشري حقونو څار سازمان په خپله پاڼه لیکلي، چې د نیپال لیرې پراته کرنالي ولایت کې له خونړۍ زلزلې د یوې میاشتې له تېرېدو وروسته زلزله ځپلي له یخنۍ مري؛ ځکه چې حکومت د دغه کسانو د ژوندي پاتې کېدو په برخه کې د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلی.

په لسگونو زره کورنۍ اوس هم د ژمي په را رسېدو سره تر خېمو او ترپالونو لاندې شپې سبا کوي.

د نومبر په درېیمه د رېښتر په کچه د ۶.۴ درجې په لویوالي یوې زلزلې په نیپال کې ۱۵۴ کسان مړه کړل.

د نیپال په جاجرکوټ ولسوالۍ کې ځايي چارواکي وايي، په دغې زلزله کې د خلکو په کورونو کې په زرګونه ټنه خوراکي توکي له منځه تللي دي.

د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د څلورو کوچنیانو په ګډون لږ تر لږه ۳۲ کسان چې ډېری یې په سیخ او بریښ یا سینه بغل ناروغۍ اخته وو، مړه شوي دي.

روغتیایي کارکونکي هم په سیمه کې د کولرا د احتمالي ناروغۍ خبرداری ورکړی.

په نیپال کې زلزله ځپلو ته د مرستو په وېش کې د سیاسي لاسوهنې ادعاوې شوې دي.

تر دې وړاندې هم نیپال په ۲۰۱۵ کال کې له یوې ویجاړونکې زلزلې سره مخامخ شوی و، چې شاوخوا ۹ زره کسان یې مړه کړي او میلیونونه یې بې کوره کړي وو.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په غزه کې د بېړني اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۰۸ GMT+۰
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په غزه کې د بېړني اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ
100%

وروسته له هغې چې په غزه کې د اسراییل له خوا د پراخو عملیاتو او بمباریو پر ضد د نړۍ ګڼو هېوادونو خپل اعتراض وکړ، ملګرو ملتونو نن په عمومي غونډه کې د بېړني اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ.

فاکس نیوز ویلي، چې دغه پرېکړه لیک چې لازم الاجرا نه دی او تر ډېره یوه سیاسي بڼه لري.

دغه پرېکړه لیک نن د ۱۵۳ موافقو، ۱۰ مخالفو او ۲۳ سپینو رایو په کارولو سره تصویب شو، چې تر اوسه پورې په دې اړه اسراییل څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې نن د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د نړۍوالو غوښتنو سره - سره د اسراییل د دفاع وزیر اعلان وکړ، چې د حماس سره جګړه به دوام ومومي او ښايي وخت ونیسي.

یواو گالانت له اسوشیټیډ پریس سره په مرکه کې وویل: «موږ له خپل ځانه دفاع کوو او زه د اسراییل د راتلونکي لپاره مبارزه کوم.

الجزیرې خبري چینل راپور ورکړی، چې د اسراییل د دفاع وزیر څرګندونې په غزه کې د اسراییل د سختو ځمکنیو او هوايي عملیاتو د دوام ښودنه کوي چې ښايي څو اونۍ او میاشتې به دوام وکړي.

په عین حال کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې اسراییلي ځواکونو د غزې تړانګې په شمال کې د کمال عدوان روغتون باندې برید کړی او ور ننوتلي دي.

اسراييلي چارواکو ویلي دي، چې حماس له ملکي تاسیساتو لکه روغتونونو او ښوونځیو څخه کار اخلي.