• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حوثیانو په سره سمندرګي کې بېړیو ته خبرداری ورکړ چې د اسراییل او فلسطین خاورې ته نږدې نه شي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۵ GMT+۰

د یمن حوثیانو په سره سمندرګي کې بېړیو ته خبرداری ورکړی، چې د فلسطین او اسراییل خاورې ته له نږدې کېدو ډډه وکړي. دغه غورځنګ د دوشنبې په ورځ د ناروې په یوې کښتۍ د توغندیز برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د یمن حوثیانو همدارنګه له بېړیو غوښتي، چې د هغوی پوښتنو ته د سملاسي ځواب لپاره خپلې ارتباطي راډیوګانې روښانه وساتي.

العربیه رسنۍ د یوه امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې واشنګټن د بېړیو د خوندیتوب لپاره د یوې پوځي ډلې د جوړوو لپاره لږ تر لږه له دوولسو هېوادونو سره د سلامشورو په حال کې دی.

تر دې وړاندې هم د یمن حوثیانو خبرداری ورکړی و، چې هر ډول کښتۍ چې د اسراییل په لور حرکت وکړي د دوی تر برید لاندې به راشي.

په تېرو اونیو کې د یمن حوثیانو په سور سمندرګي کې پر څو کښتیو برید کړی او د برېتانیا يوه کښتۍ یې هم نیولې وه.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو څار سازمان:نیپال کې زلزله ځپلي په ژمي کې ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړ دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۳ GMT+۰
د بشري حقونو څار سازمان:نیپال کې زلزله ځپلي په ژمي کې ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړ دي
100%

د بشري حقونو څار سازمان په خپله پاڼه لیکلي، چې د نیپال لیرې پراته کرنالي ولایت کې له خونړۍ زلزلې د یوې میاشتې له تېرېدو وروسته زلزله ځپلي له یخنۍ مري؛ ځکه چې حکومت د دغه کسانو د ژوندي پاتې کېدو په برخه کې د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلی.

په لسگونو زره کورنۍ اوس هم د ژمي په را رسېدو سره تر خېمو او ترپالونو لاندې شپې سبا کوي.

د نومبر په درېیمه د رېښتر په کچه د ۶.۴ درجې په لویوالي یوې زلزلې په نیپال کې ۱۵۴ کسان مړه کړل.

د نیپال په جاجرکوټ ولسوالۍ کې ځايي چارواکي وايي، په دغې زلزله کې د خلکو په کورونو کې په زرګونه ټنه خوراکي توکي له منځه تللي دي.

د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د څلورو کوچنیانو په ګډون لږ تر لږه ۳۲ کسان چې ډېری یې په سیخ او بریښ یا سینه بغل ناروغۍ اخته وو، مړه شوي دي.

روغتیایي کارکونکي هم په سیمه کې د کولرا د احتمالي ناروغۍ خبرداری ورکړی.

په نیپال کې زلزله ځپلو ته د مرستو په وېش کې د سیاسي لاسوهنې ادعاوې شوې دي.

تر دې وړاندې هم نیپال په ۲۰۱۵ کال کې له یوې ویجاړونکې زلزلې سره مخامخ شوی و، چې شاوخوا ۹ زره کسان یې مړه کړي او میلیونونه یې بې کوره کړي وو.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په غزه کې د بېړني اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۰۸ GMT+۰
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په غزه کې د بېړني اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ
100%

وروسته له هغې چې په غزه کې د اسراییل له خوا د پراخو عملیاتو او بمباریو پر ضد د نړۍ ګڼو هېوادونو خپل اعتراض وکړ، ملګرو ملتونو نن په عمومي غونډه کې د بېړني اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ.

فاکس نیوز ویلي، چې دغه پرېکړه لیک چې لازم الاجرا نه دی او تر ډېره یوه سیاسي بڼه لري.

دغه پرېکړه لیک نن د ۱۵۳ موافقو، ۱۰ مخالفو او ۲۳ سپینو رایو په کارولو سره تصویب شو، چې تر اوسه پورې په دې اړه اسراییل څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې نن د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د نړۍوالو غوښتنو سره - سره د اسراییل د دفاع وزیر اعلان وکړ، چې د حماس سره جګړه به دوام ومومي او ښايي وخت ونیسي.

یواو گالانت له اسوشیټیډ پریس سره په مرکه کې وویل: «موږ له خپل ځانه دفاع کوو او زه د اسراییل د راتلونکي لپاره مبارزه کوم.

الجزیرې خبري چینل راپور ورکړی، چې د اسراییل د دفاع وزیر څرګندونې په غزه کې د اسراییل د سختو ځمکنیو او هوايي عملیاتو د دوام ښودنه کوي چې ښايي څو اونۍ او میاشتې به دوام وکړي.

په عین حال کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې اسراییلي ځواکونو د غزې تړانګې په شمال کې د کمال عدوان روغتون باندې برید کړی او ور ننوتلي دي.

اسراييلي چارواکو ویلي دي، چې حماس له ملکي تاسیساتو لکه روغتونونو او ښوونځیو څخه کار اخلي.

اوکراین سره د امریکا د مرستو له ځڼډېدو وروسته زېلنسکي د امریکا په سفر تللی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۴ GMT+۰
اوکراین سره د امریکا د مرستو له ځڼډېدو وروسته زېلنسکي د امریکا په سفر تللی
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د لیدو لپاره سپینې ماڼۍ ته رسېدلی دی او تمه کیږي چې بایډن او زېلنسکي به د اوکراین د جګړې په اوسني وضعیت او له اوکراین څخه د امریکا او د هغوی د متحدینو د ملاتړ په کچې خبرې وکړي.‌

ویل کیږي د خبرو اترو وروسته به بایډن او زېلینسکي په یو ګډ خبري کنفرانس کې د لیدنو د جزییاتو په اړه خبرې وکړي.

نوموړي نن سهار د امریکا د کانګرس له جمهوري غوښتونکو او ډېمکراتو غړو سره په اوکراین کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

تېره اونۍ د اوکراین لومړۍ میرمن اولینا زېلنسکي له اوکراین سره د امریکا د مرستو د ځڼډېدو په غبرګون ویلي وو، که نړۍ له دوی سره مرستې ونه کړي، دوی به د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي وو؛ د کانګرس سره د خبرو اترو د ځنډېدو له امله نه شي کولی اوکراین ته ډاډ ورکړي، چې متحده ایالات به نورې امنیتي مرستې ورسره وکړي که نه.

امریکا د ۲۰۲۲ کال د فیبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې له دغه هېواد سره ۱۱۱ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

جمهوري غوښتونکي بهرنیو هېوادونو سره د متحده ایالاتو د میلیاردونو ډالرو مرستې ستړي شوي دي او دوی له اوکراین او اسراییل سره د اضافي مرستو د تصویب لپاره رایه اچونې د سرحدونو په برخه کې د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون شرط ایښی دی.‌

د ایټالیا په شمال کې د اورګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه ټپیان شوي دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۷ GMT+۰
د ایټالیا په شمال کې د اورګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه ټپیان شوي دي
100%

دغه پېښه د یو تېز رفتاره اورګاډي او یو سیمه ییز اورګاډي د ټکر له امله رامنځته شوې ده، چې د ویجاړۍ تر څنګ پکې سپاره اولس تنه ټپیان شوي دي.

د ایټالیا سیمه ییزو رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په شمال کې د اورګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.

د ایټالیا د اور وژنې ادارې پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د فینزا او فورلي سیمو ترمنځ یو تېز رفتاره اورګاډي له یو محلي اورګادي سره ټکر کړی.

په پېښه کې د ځینو زخمیانو روغتیا وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.‌

د ايټاليا د اورګاډي پټلۍ شرکت ويلي، چې د پېښې له امله دغه پټلۍ د اورګاډو پر تګ راتګ بنده شوې ده او ډېری سفرونه له ځڼډ سره مخامخ شوي دي.

اروپايي ټولنه: د غزې ویجاړي په دویمه نړۍواله جګړه کې د المان د ویجاړۍ په پرتله پراخه ده

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۶ GMT+۰
اروپايي ټولنه: د غزې ویجاړي په دویمه نړۍواله جګړه کې د المان د ویجاړۍ په پرتله پراخه ده
100%

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل ویلي؛ په غزه کې ویجاړتیا د هغه څه په پرتله چې المان په دویمه نړۍواله جګړه کې تجربه کړې وه، ډېره پراخه ده.

د اسراییل او حماس د روانې جګړې په لړ کې د اروپایی ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل ویلي چې د اسراییلو د بمباریو له امله په غزه کې رامنځ ته شوې ویجاړتیا له هغې ویجاړتیا خورا پراخه ده چې المان په دویمې نړۍوالې جګړه کې تجربه کړې وه.

هغه وویل: "په غزه کې وضعیت خورا بد او د ناورین تر حده رسېدلی دی او دغله رامنځته شوې ویجاړي د هغه څه په پرتله خورا لویه ده چې المان په دویمه نړیواله جګړه کې تجربه کړې وه."

بوریل وویل، چې هغه به په لویدیځې غاړه کې پر مېشتو یهودیانو چې د اسراییل له لورې لاندې کړل شویو ځمکو کې ژوند کوي، د فلسطینیانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي له امله د بندیزونو د لګولو وړاندیز وکړي.

په داسې حال کې چې د نړۍوالو پام په غزه کې د حماس پر ضد د اسراییل پرله پسې جګړې او په غزه کې د سلگونو ملکي وګړو د وژل کېدو ته اړول شوی دی، اروپايي چارواکو په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په وړاندې د زیاتیدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښمن دي.

بوریل وویل، چې هغه به د حماس په نښه کولو لپاره د ځانګړو بندیزونو پروګرام وړاندیز وکړي، چې د فرانسې، جرمني او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا یې ملاتړ کیږي؛ مګر اروپايي ټولنه باید په لویدیزه غاړه کې د تاوتریخجنو اسراییلیانو پر وړاندې عمل وکړي.

هغه چې په بروکسل کې له غونډې وروسته له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل: "هغه وخت رارسېدلی چې له خبرو عمل ته ولاړ شو او په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کړنو په اړه عملي ګامونه پورته کړو."

په لویدیځه غاړه کې د یهودي مېشتو کسانو له خوا په فلسطینیانو ترسره کېدونکي بریدونه په اسرايیل د حماس د اکټوبر د اومې نېټې له برید وروسته دوه چنده شوی دی.

اوس اروپايي ټولنه هڅه کوي، چې د دغو بریدونو د مخنوي لپاره یوه لاره چاره جوړه کړي.‌