• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین سره د امریکا د مرستو له ځڼډېدو وروسته زېلنسکي د امریکا په سفر تللی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۴ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د لیدو لپاره سپینې ماڼۍ ته رسېدلی دی او تمه کیږي چې بایډن او زېلنسکي به د اوکراین د جګړې په اوسني وضعیت او له اوکراین څخه د امریکا او د هغوی د متحدینو د ملاتړ په کچې خبرې وکړي.‌

ویل کیږي د خبرو اترو وروسته به بایډن او زېلینسکي په یو ګډ خبري کنفرانس کې د لیدنو د جزییاتو په اړه خبرې وکړي.

نوموړي نن سهار د امریکا د کانګرس له جمهوري غوښتونکو او ډېمکراتو غړو سره په اوکراین کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

تېره اونۍ د اوکراین لومړۍ میرمن اولینا زېلنسکي له اوکراین سره د امریکا د مرستو د ځڼډېدو په غبرګون ویلي وو، که نړۍ له دوی سره مرستې ونه کړي، دوی به د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي وو؛ د کانګرس سره د خبرو اترو د ځنډېدو له امله نه شي کولی اوکراین ته ډاډ ورکړي، چې متحده ایالات به نورې امنیتي مرستې ورسره وکړي که نه.

امریکا د ۲۰۲۲ کال د فیبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې له دغه هېواد سره ۱۱۱ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

جمهوري غوښتونکي بهرنیو هېوادونو سره د متحده ایالاتو د میلیاردونو ډالرو مرستې ستړي شوي دي او دوی له اوکراین او اسراییل سره د اضافي مرستو د تصویب لپاره رایه اچونې د سرحدونو په برخه کې د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون شرط ایښی دی.‌

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د ایټالیا په شمال کې د اورګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه ټپیان شوي دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۷ GMT+۰
د ایټالیا په شمال کې د اورګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه ټپیان شوي دي
100%

دغه پېښه د یو تېز رفتاره اورګاډي او یو سیمه ییز اورګاډي د ټکر له امله رامنځته شوې ده، چې د ویجاړۍ تر څنګ پکې سپاره اولس تنه ټپیان شوي دي.

د ایټالیا سیمه ییزو رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په شمال کې د اورګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.

د ایټالیا د اور وژنې ادارې پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د فینزا او فورلي سیمو ترمنځ یو تېز رفتاره اورګاډي له یو محلي اورګادي سره ټکر کړی.

په پېښه کې د ځینو زخمیانو روغتیا وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.‌

د ايټاليا د اورګاډي پټلۍ شرکت ويلي، چې د پېښې له امله دغه پټلۍ د اورګاډو پر تګ راتګ بنده شوې ده او ډېری سفرونه له ځڼډ سره مخامخ شوي دي.

اروپايي ټولنه: د غزې ویجاړي په دویمه نړۍواله جګړه کې د المان د ویجاړۍ په پرتله پراخه ده

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۶ GMT+۰
اروپايي ټولنه: د غزې ویجاړي په دویمه نړۍواله جګړه کې د المان د ویجاړۍ په پرتله پراخه ده
100%

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل ویلي؛ په غزه کې ویجاړتیا د هغه څه په پرتله چې المان په دویمه نړۍواله جګړه کې تجربه کړې وه، ډېره پراخه ده.

د اسراییل او حماس د روانې جګړې په لړ کې د اروپایی ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل ویلي چې د اسراییلو د بمباریو له امله په غزه کې رامنځ ته شوې ویجاړتیا له هغې ویجاړتیا خورا پراخه ده چې المان په دویمې نړۍوالې جګړه کې تجربه کړې وه.

هغه وویل: "په غزه کې وضعیت خورا بد او د ناورین تر حده رسېدلی دی او دغله رامنځته شوې ویجاړي د هغه څه په پرتله خورا لویه ده چې المان په دویمه نړیواله جګړه کې تجربه کړې وه."

بوریل وویل، چې هغه به په لویدیځې غاړه کې پر مېشتو یهودیانو چې د اسراییل له لورې لاندې کړل شویو ځمکو کې ژوند کوي، د فلسطینیانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي له امله د بندیزونو د لګولو وړاندیز وکړي.

په داسې حال کې چې د نړۍوالو پام په غزه کې د حماس پر ضد د اسراییل پرله پسې جګړې او په غزه کې د سلگونو ملکي وګړو د وژل کېدو ته اړول شوی دی، اروپايي چارواکو په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په وړاندې د زیاتیدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښمن دي.

بوریل وویل، چې هغه به د حماس په نښه کولو لپاره د ځانګړو بندیزونو پروګرام وړاندیز وکړي، چې د فرانسې، جرمني او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا یې ملاتړ کیږي؛ مګر اروپايي ټولنه باید په لویدیزه غاړه کې د تاوتریخجنو اسراییلیانو پر وړاندې عمل وکړي.

هغه چې په بروکسل کې له غونډې وروسته له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل: "هغه وخت رارسېدلی چې له خبرو عمل ته ولاړ شو او په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کړنو په اړه عملي ګامونه پورته کړو."

په لویدیځه غاړه کې د یهودي مېشتو کسانو له خوا په فلسطینیانو ترسره کېدونکي بریدونه په اسرايیل د حماس د اکټوبر د اومې نېټې له برید وروسته دوه چنده شوی دی.

اوس اروپايي ټولنه هڅه کوي، چې د دغو بریدونو د مخنوي لپاره یوه لاره چاره جوړه کړي.‌

ملګري ملتونه: د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۵۳ هېوادونو وګړي له لوږې سره مخ دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۱ GMT+۰
ملګري ملتونه: د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۵۳ هېوادونو وګړي له لوږې سره مخ دي
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره په خپل نوي راپور کې وايي، چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې خلک یې د خوړو له کمښت سره مخ دي.

دغې ادارې تېره ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۵۳هېوادونه د خوړو له کمښت سره مخ دي او په یادونو هېوادونو کې د خوړو خوندیتوب نه شته.

په راپور کې راغلي چې د نړۍ ۲۵۸ میلیونه وګړي په روان ۲۰۲۳ کال کې د خوړو خوندیتوب نه لري.

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو دغه ادارې د یادو ۵۳ هېوادونو د خوړو د کمښت لاملونه جګړې، اقلیمي بدلونونه، بې وزلي او نابرابري ښودلې ده.

راپور زیاتوي، چې په ټوله نړۍ کې د کرنې او خوړو په برخه کې بېړنۍ مرستې کمې شوي او لوږه مخ په ډېرېدو ده.

دغه اداره وايي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د بودیجې د کمښت له امله د نړۍ میلیونونو وګړو ته د خوړو او کرنې په برخه کې مرستې نه دي رسېدلي.

په راپور کې د راتلونکي ۲۰۲۳ کال لپاره د ۱،۸ میلیارده ډالرو د اړتیا وړاندوینه شوې او ویل شوي، که چېرې یادې مرستې برابرې نه شي ښايي راتلونکی کال د لوږې کچه لا لوړه شي.

د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) هم ویلي وو، چې د افغانستان نېږدې ۲۹ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

بل خوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې هم په خپلې اعلامیې کې تېره اونۍ ویلي وو، چې افغانستان له پاکستان او ایران څخه راستنېدونکي کډوال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او که چېرې مرستې ور ونه رسول شي نو د سخت ژمي له امله یې ښايي ځینې کډوال مړه شي.

د اسراییل د دفاع وزیر ویلي چې له حماس سره جګړه به وخت ونیسي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۷ GMT+۰
د اسراییل د دفاع وزیر ویلي چې له حماس سره جګړه به وخت ونیسي
100%

د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د نړۍوالو غوښتنو سره - سره د اسراییل د دفاع وزیر اعلان وکړ، چې د حماس سره جګړه به دوام ومومي او ښايي وخت ونیسي. یواو گالانت له اسوشیټیډ پریس سره په مرکه کې وویل: «موږ له خپل ځانه دفاع کوو او زه د اسراییل د راتلونکي لپاره مبارزه کوم.

الجزیرې خبري چینل راپور ورکړی، چې د اسراییل د دفاع وزیر څرګندونې په غزه کې د اسراییل د سختو ځمکنیو او هوايي عملیاتو د دوام ښودنه کوي چې ښايي څو اونۍ او میاشتې به دوام وکړي.

په عین حال کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې اسراییلي ځواکونو د غزې تړانګې په شمال کې د کمال عدوان روغتون باندې برید کړی او ور ننوتلي دي.

اسراييلي چارواکو ویلي دي، چې حماس له ملکي تاسیساتو لکه روغتونونو او ښوونځیو څخه کار اخلي.

رویټرز د څو ډېپلوماټانو په حواله راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ به د سې شنبې په ورځ د غزې په اړه د پرېکړه لیک مسودې ته رایه ورکړي.

ویل شوي، چې په دې پرېکړه لیک کې د غزې په تړانګه کې د اسراییل او حماس ترمنځ پر سمدستي بشري اوربند ټینګار شوی دی.
​

د پاکستان پوځ وايي په خېبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۳ پاکستاني نظامیان ووژل شول

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۵ GMT+۰
د پاکستان پوځ وايي په خېبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۳ پاکستاني نظامیان ووژل شول
100%

د پاکستان پوځ تایید کړې، چې د سې شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په یوه چاودنه کې ۲۳ پاکستاني نظامیان وژل شوي دي. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې وسلوالې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې له چاودیدونکو توکو ډکې لارۍ ته د پولیسو د مرکز په دروازه کې چاودنه ورکړل شوې او له دې برید وروسته د وسله والو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ نښته شوې ده.

دغه بريد دخيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان څخه په ٦٠ کلو ميټره لرې په دارابان سیمه کې شوى دى.

له بلې خوا د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې زياته کړې، چې په بېلابېلو عملياتو کې يې په ازیندا سيمه کې ۱۷ وسله وال، په کلاچۍ کې څلور وسله وال او دارابان کې یې شپږ نور وسله وال وژلي دي.

د دغه هېواد پوځ هم په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۲۷ وسله وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې، مهمات او چاوديدونکي توکي هم کشف او ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي: "په سیمه کې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات روان دي."


​