• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: قبرس له افغانستان سره د څه باندې ۹۸ زره یورو مرسته کوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) نن چهارشنبې (د لیندۍ ۲۲مه) پر خپلې اېکس پاڼې له افغانستان سره د قبرس د ۹۸ زره او ۴۶۱ یورو مرستو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه هېواد له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره د ۱۷۷ زره یورو مرسته کړې ده.

له افغانستان سره دغه مرستې په داسې حال کې کیږي، چې دغه اداره اړمنو کسانو ته د مرستو د رسولو په برخه کې د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو لپاره ۴۶،۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

اوچا تر دې وړاندې ویلي وو، دغه اداره په ۲۰۲۴ کال کې یوازې د افغانستان له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره شاوخوا درې میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې؛ په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه کسان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دغه هېواد د نړۍ د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې دی، چې وګړي یې تر ټولو ډېرو بشري مرستو ته اړمن دي.

د هرات ولایت خونړۍ زلزلې، سخت ژمی، د افغانستان د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت او همداراز له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د زرګونو افغانانو اېستل د دې لامل شوی چې د نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا زیاته شي.

دغه راز نړۍوالو مرستندويه ادارو په ځلونو د بودیجې د کمښت او د دغو بنسټونو له کارکوونکو سره د طالبانو د نامناسب چلند له امله د خپلو فعاليتونو د کمولو خبردارى ورکړى و او ویلي وو، چې دا کار به اړتياوې زياتې کړي.

د راپورونو له مخې؛ د ښځو پر کار او فعالیتونو بندیزونه، د نړۍوالو بنسټونو پر کارونو محدودیتونه او په افغانستان کې کړکېچونه د دې لامل شوي، چې په دغه هېواد کې بیوزلي او وزګارتیا اوج ته ورسېږي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو پروګرام هم په خپل تازه راپور کې ویلي وو، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې خلک یې د خوړو له کمښت سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ جبهه: د سمنګانو په مرکز کې مو په یوه برید کې درې طالبان وژلي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۶ GMT+۰
ازادۍ جبهه: د سمنګانو په مرکز کې مو په یوه برید کې درې طالبان وژلي دي
100%

ازادۍ جبهه وايي د سه شنبې په ماښام د (لیندۍ په ۲۱مه) د ایبکو ښار په لومړۍ ناحیه کې مو درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان شوي دي. تر دې وړاندې هم سرچینو د سمنګانو په مرکز ایبکو ښار کې د یوې چاودنې په اړه افغانستان انټرنشنل ته معلومات ورکړي و.

ازادۍ جبهې د دغه برید یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

په دې وروستیو اوونیو کې پر طالبانو د دغې جبهې بریدونه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې زیات شوي دي.

طالبانو تر دې مهاله د دوی پر پوستې د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان: له زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي ‏

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۴ GMT+۰
طالبان: له زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي ‏
100%

د سپین بولدک او تورخم له لارې د (لېندۍ په ۲۱مه) ۱۲۰۰ افغان کډوال په جبري توګه او په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کندهار ولایت سپین بولدک د سرحدي امریت‏ د معلوماتو له مخې، ۱۰۹ کورنۍ چې ټولټال ۶۶۲ تنه کېږي په جبري توګه افغانستان ته را ستانه شوي دي او له پېژندلو وروسته د خوړو نړيوال سازمان، د کډوالۍ نړېوال سازمان او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ور پیژندلي او له هرې کورنۍ سره یې ۱۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده.

له بلې خوا د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو پر بنسټ، ۱۰۸ کورنۍ چې ټولټال ۵۳۸ تنه وو چې په جبري توګه را ستانه کړای شوي او دمرستو ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

له دغو دواړو لارو يو شمېر کډوال په خپله خوښه هم را ستانه شوي چې شمېر يې نه دی ښودل شوی.

ذبیح الله مجاهد: پاکستان دې خپل امنیت پخپله وساتي او هره مسله دې پر بل چا نه اچوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۴ GMT+۰
ذبیح الله مجاهد: پاکستان دې خپل امنیت پخپله وساتي او هره مسله دې پر بل چا نه اچوي
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر مرکز د برید په اړه په افغانستان د پاکستان د چارواکو د تورونو په غبرګون کې ویلي، برید له افغانستان سره تړاو نه لري او د داسې بریدونو مخنیوي باید په خپله پاکستان کې وشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له لوري د خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز د شوي برید په اړه د پاکستاني چارواکو ادعادې ردوي او وايي یاد برید له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزیون د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۲مه) د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی، مجاهد په دغه پیغام کې هغه ادعاوي ردوي، چې ګواکې دغه برید له افغانستانه رهبري شوی.

نوموړی وايي: «لومړی خو متاسفه یو چې په پاکستان کې داسې پيښه شوې، دویم دا چې دا برید له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري دا ادعا ډیره بیځایه ده.»

ذبیح الله مجاهد د یاد برید په اړه د پاکستاني چارواکو د تورنو په غبرګون کې ویلي: «دوی دې خپل امنیت ساتلو ته پاملرنه وکړي هره مسله پر بل هیواد تاوانول د مسلې حل لاره نه ده موږ په دې اړه څیړنې کوو.»

د طالبانو ویاند په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز د برید په اړه وايي، «د څیړنو په اړه چې یادونه شوې ده که زموږ سره د څیړنو پایلې شریکې شي موږ حمتآ په دې اړه څیړنې کوو. د داسې بریدونه مخه باید په خپله پاکستان کې ونیول شي.»

د پاکستان په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز تر برید وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست هم احضار کړی .

پاکستان له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د برید عاملان او د پاکستاني طالبانو رهبري دغه هېواد ته وسپاري.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز د برید مسوولیت د پاکستان اسلامې جهاد په نوم وسلوالې ډلې په غاړه اخیستی.

د پاکستان پوځ منلې، چې په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز په موټر بم برید کې ۲۳ تنه سرتیري وژل شوي دي.

پېښور لوړه محکمه: هغو افغانانو ته د اوسېدو کارتونه ورکړئ چې له پاکستانیو سره یې ودونه کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۰ GMT+۰
پېښور لوړه محکمه: هغو افغانانو ته د اوسېدو کارتونه ورکړئ چې له پاکستانیو سره یې ودونه کړي
100%

د پېښور لوړې محکمې پرېکړه وکړه چې هغو ۱۰۹ تنو افغان کډوالو ته د اوسېدو «پي او سي» کارتونه ورکړل شی چې له پاکستانیو ښځو سره یې ودونه کړي.

د دغو کارتونو لرونکي کسان کولای شی چې د پاکستان په هره برخه کې ځمکې جایدادونه واخلي، پانګونې وکړي، په ادارو کې کار وکړي، بانکي حسابونه پرانیزي او د نورو پاکستاني وکړو په څېر له ټولو امتیازونو برخمن شي، خو یوازې په پوځ او نورو حساسو ادارو کې د کار کولو حق نه لري.

له هغه وروسته چې پاکستان دغلته د بې اسناده کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه، هغو افغانانو چې له پاکستانيو مېرمنو سره یې ودونه کړی وو د پېښور لوړې محکمې ته خپلې عریضې وړاندې کړې او د پي او سي کارتونو غوښتنه یېکوله،اوس د پیښور لوړې محکمې دوی ته د کارتونه د ویشلو لپاره اړونده ادارو ته سپارښتنه کړې چې دغه چارې پر مخ یوسي.

د راولپنډۍ په ښار کې اوسیدونکی محمد نعیم چې له پنځه دېرشو کالو دلته کاروبار لري او د یوې پاکستانۍ مېرمنې سره یې واده کړی د محکمې له دغې پرېکړې خوښ دی، هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «زه له دې کاره سخت خوشاله شوم. ما په تېرو څلویښتو کلو کې دلته ډېر کاروبار وکړ او له کله نه چې د افغان کډوالو د ایستلو مسله پیل شوه سخت خپه وم چې زما د ټول عمر خواري به عبث ولاړه شي د بچیانو برخلیک به مې څنګه کیږي اوس له دغې پرېکړې سخت خوشاله یم چې کولای شم خپل جایدادونه مې هم پخپل نامه کړم او دلته ارامه ژوند پیل کړم.»

په پېښور کې یو شمېر کتونکي وايي چې د ډېرې پخوا زمانې راهیسې په پاکستان کې دا دود و چې هر بهرنی وګړی چې له پاکستانۍ مېرمنې سره واده کوی پرته د محکمو له حکمه باید د دغو امتیازاتو ځینې برخمن شي، خو دغه ستونزه د پاکستان حکومت د افغانستان او هندوستان د وګړو لپاره سخته کړېده. دوی وايي د افغانانو لپاره یې لامل دا و چې په تېرو څلورو لسیزو کې ملیونونه افغانان دلته کډوال شول او په دغه چاره کې اسانتیاوو بیا حکومت ته ستونزې زیاتولې، او د هند سره د پاکستان پخوانۍ تربګنۍ دغه چاره ستونزمنه کړې ده.

حوثیانو په سره سمندرګي کې بېړیو ته خبرداری ورکړ چې د اسراییل او فلسطین خاورې ته نږدې نه شي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۶ GMT+۰
حوثیانو په سره سمندرګي کې بېړیو ته خبرداری ورکړ چې د اسراییل او فلسطین خاورې ته نږدې نه شي
100%

د یمن حوثیانو په سره سمندرګي کې بېړیو ته خبرداری ورکړی، چې د فلسطین او اسراییل خاورې ته له نږدې کېدو ډډه وکړي. دغه غورځنګ د دوشنبې په ورځ د ناروې په یوې کښتۍ د توغندیز برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د یمن حوثیانو همدارنګه له بېړیو غوښتي، چې د هغوی پوښتنو ته د سملاسي ځواب لپاره خپلې ارتباطي راډیوګانې روښانه وساتي.

العربیه رسنۍ د یوه امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې واشنګټن د بېړیو د خوندیتوب لپاره د یوې پوځي ډلې د جوړوو لپاره لږ تر لږه له دوولسو هېوادونو سره د سلامشورو په حال کې دی.

تر دې وړاندې هم د یمن حوثیانو خبرداری ورکړی و، چې هر ډول کښتۍ چې د اسراییل په لور حرکت وکړي د دوی تر برید لاندې به راشي.

په تېرو اونیو کې د یمن حوثیانو په سور سمندرګي کې پر څو کښتیو برید کړی او د برېتانیا يوه کښتۍ یې هم نیولې وه.