د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له لوري د خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز د شوي برید په اړه د پاکستاني چارواکو ادعادې ردوي او وايي یاد برید له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزیون د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۲مه) د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی، مجاهد په دغه پیغام کې هغه ادعاوي ردوي، چې ګواکې دغه برید له افغانستانه رهبري شوی.
نوموړی وايي: «لومړی خو متاسفه یو چې په پاکستان کې داسې پيښه شوې، دویم دا چې دا برید له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري دا ادعا ډیره بیځایه ده.»
ذبیح الله مجاهد د یاد برید په اړه د پاکستاني چارواکو د تورنو په غبرګون کې ویلي: «دوی دې خپل امنیت ساتلو ته پاملرنه وکړي هره مسله پر بل هیواد تاوانول د مسلې حل لاره نه ده موږ په دې اړه څیړنې کوو.»
د طالبانو ویاند په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز د برید په اړه وايي، «د څیړنو په اړه چې یادونه شوې ده که زموږ سره د څیړنو پایلې شریکې شي موږ حمتآ په دې اړه څیړنې کوو. د داسې بریدونه مخه باید په خپله پاکستان کې ونیول شي.»
د پاکستان په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز تر برید وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست هم احضار کړی .
پاکستان له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د برید عاملان او د پاکستاني طالبانو رهبري دغه هېواد ته وسپاري.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز د برید مسوولیت د پاکستان اسلامې جهاد په نوم وسلوالې ډلې په غاړه اخیستی.
د پاکستان پوځ منلې، چې په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز په موټر بم برید کې ۲۳ تنه سرتیري وژل شوي دي.