• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بامیانو ته تازه ستانه شوي کډوال وايي دوی او ماشومان یې په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۱ GMT+۰

د افغانستان بامیانو ولايت ته په دې وروستیو کې ستانه شوي کډوال وایي د سړې هوا له امله یې ماشومان په سیخ او برېښ ناروغۍ اخته شوي، خو وايي دلته د دارو درملو کمښت او د متخصصو ډاکټرانو نشتوالي له سختو کړاوونو سره مخامخ کړي دي.

دغه تازه ستانه شوي کډوال چې له ایران او پاکستانه په دې وروستیو کې ستانه شوي وايي د ژمي په رارسېدو سره په دغه ولایت کې موسمي ناروغۍ د پام وړ ډېرې شوې دي، دوی وايي چې دمګړۍ په بامیانو کې هوا ډېره سړه شوې او خلک د خونو د تودولو له پاره هم څه په واک کې نه لري.

دوی وايي تر اوسه پورې چې کومې مرستې یې له نړیوالو ټولنو ترلاسه کړې، دوی ته بسنه نه کوي، په تېره بیا د خونو د تودولو له پاره هیڅ ډول امکانات په واک کې نه لري.

عوض علي چې د پاکستان له کراچۍ څخه تازه د بامیانو مرکز د «زرګران» سیمې ته ستون شوی د ټیلیفون په لیکه یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «کله چې تازه هېواد ته ستانه شو، خوشاله وو، په لومړیو شپو ورځو کې د خپلو خپلوانو کره اوسیدو، هر چا را ته میلمستیاوې کولې، له هغې وروسته چې خپلې ورانې ویجاړې کوډلې ته راستانه شو، دلته مو دروازه او کړکۍ نه شته او نه هم داسې نور څه لرو چې د ځان او د خپلو بچیانو د تودولو غم برې وخورو.»

عوض علي وايي: «دوه لوڼې او درې زامن مې ټول په سینه او بغل یا سیخ و برېښ ناروغۍ اخته شوي، روغتون ته یې چې بیایم هلته کافي دارو درمل نه شته چې موږ ته یې راکړي، هک حیران یو چې څه وکړو هیڅ اسره بله نه لرو.»

دغه راز، د بامیان بل اوسېدونکي غلام عباس وویل چې د ژمي موسم کې ډېری ماشومان او ښځې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او که ډېره پاملرنه ورته و نه شي، ښایي ډېر خلک په تیره بیا ماشومان او د پاخه عمر لرونکي کسان به ومري.

موږ ډېره هڅه وکړه چې د ځايي روغتون له مشرانو سره د خلکو پر ستونزو، د ډاکټرانو او دارو درملو په نشتوالي خبرې وکړو، خو ځايي ډاکټرانو ویل چې دوی د طالب چارواکو له ویرې په دې برخه کې خبرې نه شي کولای.

هېواد ته د ستنو شویو کډوالو ستونزه یوازې د بامیانو په ولایت کې محدوده نه ده پاتې، بلکې د افغانستان هر ولایت ته ستانه شوي کډوال له ورته ستونزو او ورته برخلیک سره مخامخ شوي، دوی وايي نه طالبانو د دوی د ستونزو هواري له پاره ډاډ ورکړی او نه هم نړېوالې ټولنې، که ګاونډیو هېوادونو په دغه سره ژمي کې دوی په زوره له خپلو هېوادونو نه وای شړلي، نو په راتلونکي پسرلي کې به په ارامه او هوسا توګه ستانه شوي وای او پخپل هېواد کې به یې له سره نوی ژوند په ډاډه زړه بیل کړی وای.

•
•
•

نور کیسې

جان اڅکزی: موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۰ GMT+۰
جان اڅکزی: موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو
100%

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو پټنځاینونو په نښه کولو لپاره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو اډې وړاندیز کوي او وايي، په افغانستان کې باید ځانکړي هدفي عملیات تر سره شي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۲مه) په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید ته په اشارې پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، «د بنو ترهګریز برید د پاکستان د ملي امنیت ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې. موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو.»

نوموړي په افغانستان کې د پاکستان له لوري د ځانګړو هدفي عملیاتو، هوايي بریدونو، له افغانستان سره د پولو تړلو، د ټولو افغان کډوالو اېستلو او په اسلام اباد کې د طالبانو پرضد د سیاسي اپوزیسیون د غونډې د جوړیدو وړاندیزونه کړي.

همدارنګه اڅکزی په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو د پټنځایونو په نښه کولو لپاره په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د اډې جوړیدو غوښتنه هم کوي.

جان اڅکزي تر دې وړاندې هم په پاکستان د بریدونو پړه پر افغانستان اچولې او ويلي یې و چې نور د افغان طالبانو دوه ګوني لوبه ورته د زغملو نه ده.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د پاکستان د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید کې ۲۳ پولیس ووژل شول.

طالبان: ټول هغه بې کیفیته توکي نه پریږدو چې له نورو هېوادونو افغانستان ته واردیږي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۵ GMT+۰
طالبان: ټول هغه بې کیفیته توکي نه پریږدو چې له نورو هېوادونو افغانستان ته واردیږي
100%

له هغه مهاله چې د افغانستان له پولې د تېلو یو شمېر ټانکرونه د بې کیفیته تېلو په نامه بېرته ایران ته ستانه کړای شول، د دواړو هېوادونو تر منځ لانجو ګونچو زور اخیستی. طالبانو په دې ورستیو کې څو ځله د بې کیفیته تېلو په پلمه د ايران د تېلو ټانکرونه بېرته ورګرځولي دي.

د ایران د تېلو د واردونکې ټولنې مشر (معروف خاني) د یکشنبې په ورځ د طالبانو حکومت د دغه اخیستل شوي ګام په غبرګون کې وویل چې افغانستان د تېلو د کیفیت معلومولو ماشینونو دغه پرېکړه نه ده کړې، بلکې د ده په وینا طالب چارواکي له خپلې خېټې دغه شان پرېکړې کوي.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو حکومت په سرحدي ادارو کې د تېلو د کیفیت د سنجونې معیارونه د پوښتنې وړ وبلل.

د دغه ایراني چارواکي له اعتراضه یوه ورځ وروسته د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې ۱۲ نور ایراني ټانکرونه د فراه ولایت په بندر کې ودرول او د کیفیت د خرابوالي له کبله یې بېرته ایران ته وګرځول.

خو د معروف خاني د ادعا په ځواب کې طالب چارواکي ملا فیض الله تمیم په اېکس پاڼه لیکلي، د افغانستان په پولو کې د تېلو د کیفیت معلومولو له پاره پرمختللي او سمبال لابراتوارونه د افغانستان په واک کې دي، ایراني چارواکي د دې پر ځای چې نیوکې وکړي باید د خپلو تیلو کیفیت ته پاملرنه وکړي.

بې کیفیته تېل، چې عموماً یې د سُربو اندازه زیاته وي، د سرطاني او نورو خطرناکو ناروغیو سبب کېږي.

خلیل الرحمان حقاني: پاکستان کې مو د افغان کډوالو د پانګو د لیږد لپاره کمیسون جوړ کړی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۴ GMT+۰
خلیل الرحمان حقاني: پاکستان کې مو د افغان کډوالو د پانګو د لیږد لپاره کمیسون جوړ کړی
100%

د طالبانو کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وايي دغه کمیسیون به د افغان کډوالو ټولې هغه پانګې افغانستان ته ستنې کړي چې له دوی څخه هلته پاتې شوې دي. د طالبانو کډوالو چارو وزیر ټینګار لري چې دوی به له پاکستانه د افغان کډوالو د پانګو د لېږد لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د ستنو شویو سوداګرو لپاره د یو لړ امتیازاتو د ورکولو ټټر هم ووهلو او زیاته یې کړه چې له پاکستانه د خپلو پانګو لېږدونکي افغانان کولای شي له مالیې پرته خپل مالونه او کارخانې هېواد ته ولېږدوي او دلته د اړتیا وړ ځمکه د خپلو صنعتي فابریکو او نورو سوداګریزو فعالیتونو لپاره تر لاسه کړي.

د دغه کمیسیون د ګومارل کېدو خبر دوه میاشتې وړاندې طالب ویاندویانو هم ورکړی او ویلي یې و، چې دغه کمیسیون د دوی د لوی مشر ملا هبت الله په امر جوړ شوی.

یو شمېر افغان کډوال بیا د طالب چارواکو دغه شان څرګندونې بابیزه ګڼي او وايي دوی تشې ژمنې کوي، خو به عملي ډګر کې بیا څه نه کولای شي او نه یې کوي. دوی وايي پاکستاني چارواکي دوی ته له پنځوس زرو د زیاتو کلدارو د لېږد اجازه نه ورکوي او شتمنۍ او پانګې یې په هغه هېواد کې یرغملې پاتې دي.

تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزي افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په باکستان کې د افغانانو شاوخوا څلور ملیارده ډالره پانګه یرغمل شوې چې په هغو کې لویې او کوچنۍ صنعتي کارخانې، جایدادونه، موټرې او نورې منقولې او غیر منقولې شتمنۍ شاملې دي.

رحماني د مالي فساد په ردولو سره د امریکا د خزانې وزارت د راپور د بیا کتنې غوښتنه وکړه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۸ GMT+۰
رحماني د مالي فساد په ردولو سره د امریکا د خزانې وزارت د راپور د بیا کتنې غوښتنه وکړه
100%

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني مشر میر رحمان رحماني د افغان پوځ د تیلو په قراردادونو کې د پراخو درغلیو او فساد په اړه د امریکا د خزانې وزارت تورونه رد کړي دي او پر دغه راپور د بیا کتنې غوښتنه یې کړې ده.

هغه د امریکا له عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه، چې د خزانې وزارت د راپور له جوړوونکي دې 'پوښتنې ګروېګنې' وکړي.

هغه په ​​خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د اړتیا په صورت کې به د ټولو قراردادونو مالي راپورونه اړوندو چارواکو ته وسپاري.

تېره ورځ (د قوس په ۲۰مه) د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان د ولسي جرګې پر پخواني مشر میر رحمان رحماني، د هغه پر زوی اجمل رحماني او په یو شمېر اروپايي او اسیايي هېوادونو کې په دوی پورې تړلو ۴۴ شرکتونو باندې بندیزونه ولګول.

د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د میر رحمان رحماني او اجمل رحماني د فساد، مالي او سیاسي سرغړونو یو نوملړ ته اشاره شوې، چې له پخواني پوځ نه د تېلو د غلا او په لویه بیه د تیلو له پلورلو نیولې تر مالیې نه ورکولو او د پارلمان د مشر په توګه د ټاکل کېدو لپاره د بډو ورکول پکې شامل دي.‌

میر رحمان رحماني ویلي چې د داسې راپورونو خپرول "د نړۍوالو معیارونو او هغو کنوانسیونونو خلاف کار دی، چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو تر منځ تصویب شوی دی".

میر رحمان رحماني د امریکا له عدلي او قضايي بنسټونو غوښتي: "هغه چارواکي چې دا راپور یې خپور کړی، باید ژر تر ژره ترې پوښتنې ګروېګنې وشي، چې پر خپور کړي راپور بیا کتنه وکړي."

د پاکستان د دفاع پخواني وزیر : د ترهګرۍ سرچینه یوازې په افغانستان کې ده

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۵۱ GMT+۰
د پاکستان د دفاع پخواني وزیر : د ترهګرۍ سرچینه یوازې په افغانستان کې ده
100%

د پاکستان د دفاع پخواني وزیر ویلي، چې د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې ده او دغه هېواد باید دې ته اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د یو ګاوڼډې هېواد پر وړاندې وکارول شي.‌

د پاکستان د دفاع پخواني وزیر خواجه محمد اصف په خواله رسنۍ اېکس یو پیغام کې ویلي، چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د څپې پراخېدل او په ډېره اسماعیل خان کې د ۲۳ پوځیانو وژل کېدل دا باور پیاوړی کوي، چې د ترهګرۍ سرچینه یوازې په افغانستان کې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ د سې شنبې په ورځ په ډېره اسمعیل خان کې د پاکستان د پوځ پر یوې پوستې د تحریک جهاد پاکستان ډلې له خوا په شوي ځانمرګي برید کې ۲۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا یو ورور او ګاونډی هېواد افغانستان باید دې ته اجازه ورنه کړي، چې خاوره یې د پاکستان پر وړاندې وکارول شي.‌

هغه ادعا کړې، چې د پاکستان ۵۰ کلن تاریخ د دې شاهد دی چې د دوی خاوره د افغانانو لپاره د یو پناه ځای په توګه ده او دا اوس هم په دغه هېواد کې څلور یا پنځه میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې یوازې څلورمه برخه یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

هغه ویلي:‌”افغانان په پاکستان کې کاروبارونه او جایدادونه لري. افغانستان سره زموږ پولې د نړۍ د دودیزو پولو په شان نه دي او زموږ هېواد ته تګ راتګ د افغانستان له نورو ګاونډیو سره توپیر لري او ډېره اسانه دی.“

هغه زیاته کړې:”د افغانستان له خاورې د دوی د هېواد پر بشپړتیا باندې بریدونه دغه ټولې تاریخي او د ورورولۍ اړیکې زیانمنوي.“

تر دې وړاندې طالبانو په وار - وار د پاکستان پر خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو او په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د مشرانو د شتون په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو تر بریا وړاندې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې دیره وو، پخواني افغان جمهوریت په وار - وار پاکستان ته په دغه هېواد کې د طالبانو د حضور په اړه اسناد وړاندې کړي وو؛ خو پاکستاني چارواکو به تل افغان چارواکي په دې تورنول چې په خپلو مسوولیتونو کې پاتې راغلي‌ د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان ور اچوي.

د شنونکو په باور؛ د پاکستان له خوا په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د طالبانو د جګړې ملاتړ او په دغه جګړه کې د طالبانو برلاسه کېدو، پاکستاني طالبانو ته هم انګېزه ورکړې او له همدې امله یې د دغه هېواد پر ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي