• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېتانیې د دفاع وزارت د افغان ژباړونکو د معلوماتو د افشاء کولو له امله جریمه شو

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۲ GMT+۰

د برېتانیې د دفاع وزارت د افغان ژباړونکو د معلوماتو د ناسمو افشاء کولو او د هغوی د ژوند د ګواښلو په خاطر ۳۵۰ زره پونډه جریمه شوی دی.

تېروتنه هغه وخت رامنځ ته شوې؛ کله چې دوو کسانو یو برېښنالیک ته ځواب ورکړ او په ناڅاپه توګه یې ټول لېست يې افشاء کړ.

د برېتانیې د معلوماتو د څار اداره، چې په هېواد کې د معلوماتو د ساتنې د قانون د ترویج او پلي کولو مسوولیت په غاړه لري ویلي، چې د دفاع وزارت د هغو کسانو د شخصي معلوماتو د خوندي کولو لپاره کافي تدابیر نه دي پلي کړي، چې له طالبانو څخه تښتیدلي دي.

د برېتانیې د دفاع وزارت هم په یوه بیان کې لیکلي، چې د افشاء کولو له امله بښنه غواړي او د خپلو معلوماتو د ساتنې طرزالعملونو لپاره ګامونه پورته کوي.

د برېتانيې د معلوماتو د څار ادارې ويلي، چې دغه افشاء کېدی شي د افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي، ځکه چې ښايي طالبان دغه معلومات د غچ اخيستلو لپاره وکاروي.

د معلوماتو د ساتنې د قوانینو له مخې؛ د دفاع وزارت په څېر سازمانونه باید د شخصي معلوماتو د افشاء کېدو د مخنیوي لپاره تدابیر ولري.

د برېتانيې د معلوماتو د څار دفتر سپارښتنه کړې، چې د دفاع وزارت په څېر ارګانونه د برېښنالیک له لارې لیږل شوي مینځپانګې توضیحاتو خوندي کولو لپاره د برېښنالیک خدماتو یا برېښنالیک ادغام څخه ډډه وکړي؛ ترڅو د داسې معلوماتو افشاء کېدو مخه ونیسي.

د برېتانيې د معلوماتو کمېشنر جان ادواردز وویل: "د معلوماتو د ساتنې یوې ژورې افسوسناکې سرغړونې هغه کسان مايوسه کړل، چې زموږ هېواد يې پوروړی دی، دا په ځانګړې ټوګه د امنيتي مسووليت يوه ښکاره سرغړونه ده موږ بايد ددې خلکو پور ور کړو."

هغه زیاته کړه:" نو د دې جریمې په صادرولو او له دې سرغړونې څخه زده شوي درسونه شریکولو سره زه غواړم ټولو سازمانونو ته دا روښانه کړم، چې د معلوماتو ساتلو معیارونه پلي کول اختیاري مساله نه ده، بلکي يو لازمي امر دی."

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د جمهوریت د وخت برېښنايي تدارکاتي سیسټم یو ځل بیا پرانیست

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۲ GMT+۰
طالبانو د جمهوریت د وخت برېښنايي تدارکاتي سیسټم یو ځل بیا پرانیست
100%

د طالبانو د چارو اداره وايي، چې د برېښنايي تدارکاتو سیسټم د یو شمېر طالب چارواکو او د ځینو هېوادونو د سفیرانو په حضور سره پرانېستل شو. خو د کابینې د برېښنايي کولو په ګډون دا برېښنايي سیسټم د پخواني ولسمشر اشرف غني له خوا د هغه د حکومت له سقوط ۱۴ ورځې وړاندې پرانیستل شوی و.

د طالبانو د چارو ادارې لوی رياست پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن چهار شنبه ( د لیندۍ ۲۲مه) د ملي تدارکاتو رياست د تدارکاتي چارو د لاښه والي او شفافيت په موخه د برېښنايي تدارکاتو سيسټم پرانیست.

د ملي تدارکاتو مشر عبدالولي صديقي په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې له دغه سیسټم سره به په تدارکاتي بهير کې رونټیا، چټکتيا او اساني رامنځته شي.

خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ لومړۍ نېټه د "ډیجیټل افغانستان اونۍ" پروګرام وروستۍ ورځ وه، چې پکې پخواني ولسمشر اشرف غني د ارګ سربېره د تدارکاتو او یو شمېر وزارتونو ډیجیټل پروګرامونه پرانیستل.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ لومړۍ نېټه، د ډیجیټل افغانستان اونۍ وروستۍ برنامه د کابینې ډیجیټل سازي پرانیسته
100%
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ لومړۍ نېټه، د ډیجیټل افغانستان اونۍ وروستۍ برنامه د کابینې ډیجیټل سازي پرانیسته

د چارو ادارې د تدارکاتو ریاست یو کارکوونکی چې د نوم له ښودلو ډډه کوي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د تدارکاتو دا سیسټم د پخواني ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د چارو ادارې په تخنیکي مرسته جوړ شوی او تر اوسه هم فعال ساتل شوی دی.

نوموړي وویل: " دلته اکثره پخواني کارمندانو رییس ته وویل، چې دا سیسټم پخوانی دی او که یې بیا پرانیسته کوئ، اکثرو خلکو او رسنیو ته یې په اړه معلومات شته؛ خو رییس د چا خبره نه اوري".

دغه سرچینه وايي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ اکثرو سیسټمونو برېښنايي چارې د چارو د ادارې پخواني مشر فضل محمود فضلي له خوا ترسره شوې وې.

د ملي تدارکاتو ریاست دغه کارکوونکی وايي، چې دا سیسټم له هغه وخته چې جوړ شوی تر اوسه فعال دی او هېڅ ځنډ پکې نه دی راغلی.

طالبانو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې یو شمېر هغه تکراري پروژې بیا پرانیستي چې پخوا د جمهوریت پرمهال یو ځل پرانېستل شوې وې؛ خو ځیني یې د ناسم مدیریت له امله له ځنډ سره مخ شوي دي.

متقي له قمي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ستونزو پر حل ټینګار کړی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۰
متقي له قمي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ستونزو پر حل ټینګار کړی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضایي ستونزو په جدي حل ټینګار وکړ.

دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اغېزمنو دوه اړخيزو سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو پر ټينګښت هم خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل د چهارشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۲۲مه) په یوه یادښت کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره پر رغنده اقداماتو ټینګار وشو.

د دغې اعلامیې له مخې؛ حسن کاظمی قمی وویل:"سیمه ییزې اړیکې به د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د استازي او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ په لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې شوي دي.

دا کتنه په داسې حال کې کیږي، چې په ایران کې افغان کډوال د منقول او غیر منقول ملکیتونو د مالکیت، د بانکي حساب پرانېستلو، د سیم کارټ اخېستلو او په ښوونځیو کې د زده کوونکو د نوم لیکنې په برخه کې د قانوني محدودیتونو په ګډون یاد کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د روان کال د لیندۍ میاشتې په لومړیو کې ایراني چارواکو اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو پر تګ بندیز لګېدلی دی.

د یادولو ده، چې له دغه هېواده له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د اېستلو بهیر دوام لري.

د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه او استاد محمد قسیم چمتو مړ شو

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۰
د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه او استاد محمد قسیم چمتو مړ شو
100%

د کابل پوهنتون استاد او د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه محمد قسیم چمتو د ورپښې ناروغۍ له امله نن په کابل کې مړ شو. د نوموړي کورنۍ د هغه د مړینې خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی د زړه ناروغ و.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخواني مشر عبدالظاهر شکیب د نوموړي پر مړینې د خواشینۍ تر څنګ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې ارواښاد چمتو د پښتو ژبې یو له نوموتو ژبپوهانو څخه و.

ښاغلی شکیب زیاتوي، چې نوموړی کلونه - کلونه د کابل پوهنتون په پښتو څانګه کې د ژبپوهنې استاد و او له لسو زیات علمي او څېړنیز کتابونه یې چاپ کړي دي.

بل خوا د کابل پوهنتون پخواني استاد ضیاءالرحمان حسرت هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې ډاکتر چمتو د پښتو مقایسوي ژبپوهنې یو بې جوړې استاد و.

د ښاغلي حسرت په خبره، چې نوموړي په پښتو ژبپوهنه او ګرامر کې د دوکتورا تر کچې زده کړې وې .

د یادونې وړ ده، چې نن د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهندوی نعیم جان سروري هم د ورپښې ناروغۍ له امله مړ شوی.

نوموړي د اقتصاد په برخه کې بېلابېل تحقیقي اثار په پښتو ژبه لیکلي وو.

ننګرهار کې يوې نجلۍ په انګليسي ژبه کې د سرو زرو مډال ګټلی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۴ GMT+۰
ننګرهار کې يوې نجلۍ په انګليسي ژبه کې د سرو زرو مډال ګټلی
100%

په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، په ننګرهار کې يوې نجلۍ "خاتمه شېرزاد" د انګلیسي ژبې د یو کلن پروګرام له بشپړاوي وروسته د ۱۵۰ نجونو او هلکانو له منځه د سرو زرو مډال ګټلی.

د پرېسټن انسټیټیوت مدير رحمت الله کامه وال نن چهارشنه د دې په جلال اباد کې د لومړۍ دورې په فراغت غونډه کې ويلې، چې د انګليسي ژبې د دې یو کلن پروګرام څخه د ۴۰ نجونو په ګډون ۱۵۰ هلکان فارغ شول.

د نوموړي په خبره؛ د انګليسي ژبې د یاد يو کلن پروګرام په پای کې هغې ممتازې نجلۍ د سرو زرو مډال ګټلی چې تر ټولو ډېرې (۹۸) نومرې ترلاسه کړې وې.

خاتمه شېرزاد چې د ننګرهار ولایت د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکې ده، د سرو زرو د مډال په ګټلو سره یې ویلي، چې نجونې کولی شي چې په هر ډګر کې لومړي مقامونه خپل کړي.

د طالبانو واک ته د رسېدو را وروسته تر ۸۰۰ ورځي اوړي، چې ښوونځيو ته د شپږ ټولګي لوړ، لوړو زده کړو او کار ته د نجونو او مېرمنو پر تګ بنديز لګولی.

په افغانستان کې طالبان نجونو ته په شخصي ښوونځيو کې هم تر شپږ ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

د کاپ ۲۸ وروستی تړون د فوسیلي تیلو د نړۍوال مصرف د کمولو په ټینګار سره تصویب شو

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۱ GMT+۰
د کاپ ۲۸ وروستی تړون د فوسیلي تیلو د نړۍوال مصرف د کمولو په ټینګار سره تصویب شو
100%

د نېږدې ۲۰۰ هيوادونو استازو د چهارشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په تړاو ناسته کې د کاپ ۲۸ غونډې د متن پر تړون موافقه وکړه.

دا تړون د فوسیلي تیلو د نړۍوال مصرف د کمولو د پروسې په پیل ټینګار کوي.

دا سند په متحده عربي اماراتو کې له دوو اونیو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د متحده عربي اماراتو د کاپ ۲۸ رييس سلطان الجابر په دې ناستې کې د نړۍ د هېوادونو پرېکړه تاريخي وبلل او ويې ويل، چې د دې هوکړې اصلي برياليتوب به د هغې په عملي کېدو کې وي.

ددغه تړون له مخې؛ بايد تر ۲۰۵۰ کال پوري د سون توکو مصرف د انرژۍ په سيسټم کې عادلانه، منظم او صرف ته ورسيږي.

دا تړون د سکرو کم کارولو او په ۲۰۳۰ کې د نړۍ په کچه د نوي کېدونکې انرژۍ ظرفیت درې برابره کولو لپاره د هڅو کولو غوښتنه هم کوي.

د سعودي عربستان یوه استازي ویلي، چې دا تړون به له نړۍ سره مرسته وکړي، چې د تودوخې درجه تر ۱.۵ درجې سانتي ګراد پورې محدوده کړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د دغه تړون منتقدین وايي، دا ټيکنالوژي خورا ګرانه ده.

د رویټرز په وینا؛ د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت وویل: "دا لومړی ځل دی چې د نړۍ هېوادونه د فوسیل د سون موادو د ختمولو د اړتیا په اړه په داسې یوه واضح متن سره متحد او موافق شوي دي."

له سلو څخه زیاتو هېوادونو د تیلو، ګازو او سکرو د استعمال د له منځه وړلو موافقه کړې وه؛ خو سعودي عربستان چې د (اوپک) د تیلو یو له سترو تولیدونکو هېوادونو څخه دی؛ ټینګار وکړ، چې د فوسیل سون توکو له منځه وړل د شنو خونو پرته د ګازونو کمول ممکن دي.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې سعودي عربستان د کاپ ۲۸ د کوربه په توګه پر متحده عربي اماراتو فشار راوړی، چې د فوسیل سون موادو د له منځه وړلو اړوند مادې دې د دې غونډې په وروستۍ موافقه کې نه ياديږي.

د کاپ ۲۸ وروستی تړون پانګه اچوونکو او پالیسي جوړونکو ته یو پیغام وړاندې کړی، چې نړۍواله ټولنه د فوسیل سون موادو د مرحلې لپاره متحرکه شوې ده.

تېل، ګاز او د ډبرو سکاره اوس هم په نړۍ کې ۸۰ سلنه د انرژۍ د مصرف سرچينه ده.