خبریال عبدالرحیم محمدي د طالبانو له بنده خوشې شو

افغان خبریال عبدالرحیم محمدي چې له شاوخوا لس ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې وو، نن ماخوستن په کندهار کې د استخباراتو له بنده خوشې او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

افغان خبریال عبدالرحیم محمدي چې له شاوخوا لس ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې وو، نن ماخوستن په کندهار کې د استخباراتو له بنده خوشې او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
د نوموړي کورنۍ افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې هغه نن ماخوستن اته بجې د طالبانو په بند کې له ۱۱ ورځو تېرولو وروسته خوشې او کندهار کې خپل کور ته ستون شوی دی.
د محمدي د کورنۍ په خبره د هغه روغتیايي حالت ښه دی او په خوشې کېدو یې د کورنۍ ټول غړي خوشحاله دي.
په کندهار کې ځینو سرچینو ویلي، چې نوموړی په دې خاطر نیول شوی وو، چې طالبانو غوښتل په دې پوه شي چې د طالبانو په وینا کومې مغرضې رسنۍ سره کار کوي که نه.
خو تر پوښتنو ګروېګنو وروسته طالبانو د هغه پر وړاندې کوم ثبوت نه و ترلاسه کړی؛ ځکه یې بېرته خوشې کړی دی.
محمدي له څه مودې د تمدن ټلویزیون سره کار کاوه چې د طالبانو استخباراتو د پوښتنو لپاره دغې ادارې ته وربللی وو؛ خو ۱۱ ورځې وروسته یې بیرته خوشې کړ.
د افغانستان په سویل کې مېشت خبریالان وايي، چې د طالبانو استخباراتو پر رسنیو بندیزونه ډېر کړي او حتا عادي معلوماتو ترلاسه کول هم شونې نه دي.


یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د نیول شویو معترضو مېرمنو له ډلې د ندا پرواني، د هغې د زوی او خاوند د خوشې کولو خبر ورکړی. په ټولنیزو شبکو کې د مېرمنو د چارو فعالانو هدا خموش او پراوانه ابراهیم خېل هم د نوموړې د خوشې کولو خبره تایید کړې ده.
یادې سرچینې د نوموړې د صحي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې وروسته له خوشې کېدو نوموړې روغتون ته انتقال شوې ده.
طالبانو دغه لاريون کوونکې مېرمن او کورنۍ يې د سنبلې په ٢٨مه د کابل په خيرخانې سيمه کې له خپل کور څخه نيولې ده.
دغه لاریون کوونکې مېرمن په افغانستان کې له هغو مېرمنو څخه ده، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو له پلي کېدو وروسته رامنځته شوې ده.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. د طالبانو د پرلپسې حکمونو له مخې؛ نجونې په بشپړ ډول له زده کړو منع دي او ښځې له کار کولو او عامه ځایونو لکه؛ پارکونو، لوبغالو او سپورتي کلبونو کې له ګډون څخه منع شوي دي.
د ښځو احتجاجي غورځنګ په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د ټولنې له عامه برخو د ښځو د ایستلو او د کور په څلورو دیوالونو کې د بندولو پر ضد لاریونونه کړي دي.
له بلې خوا په دې موده کې طالبانو په وار- وار د اعتراض کوونکو ښځو د راټولېدو مخه نیولې او د ښځو فعالان یې نیولي او وهلي یې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان څرګندونې هغه وخت ناندریزې شوې چې طالبان یې د افغانستان واقعیت وبلل. ولې اساسي پوښتنه دا ده، چې ایران د افغانستان واقعیتونو ته له کوم لیدلوري ګوري او هغه کومې ګټې او ګواښونه دي چې د ایران بهرني سیاست کې طالبان واقعیت ګڼل کیږي؟
ایران د سیمې، ګاونډیانو او په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه په ستراتیژیک لیدلوري کې د لنډ مهالو او اوږد مهالو ګټو پر خوندي کولو سربېره د فرهنګي او سیاسي هجموني پراخولو او تظمیولو لپاره په افغانستان کې پر څلورو لویو حوزو؛ جیوپولیټیکي، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي برخو کې بنستیزې او نظامندې هڅې کوي.
جیوپولیټیک:
په امریکا کې له سپټمبر ۱۱ مې خونړۍ پېښې وروسته پر افغانستان د متحده ایالاتو او د لوېدیځې ټلوالې له خوا برید چې د طالبانو د تېر حاکمیت د پرځېدو لامل شو د سیمې جیوپولټیک ارزښت بدل کړ.
په سیمه کې د امریکا او ناټو پر وړاندې نوې سیمه ییزې ټلوالې ته لار پرانیستل شوه، چې روسیه، چین ، ایران او پاکستان یې اصلي هسته تشکیلوي.
دغې ټلوالې په تېرو شلو کلونو کې د امریکا او ناټو حضور په سیمه کې د خپلو ملي منافعو او ملي امنیت ته کواښ ګڼه. همدا ګواښونه ددې لامل شول چې د طالبانو بیا پورته کیدلو لپاره خواخوږي او همکاري رامنځته شي.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو شتون طالبانو ته دا فرصت ورکړ چې د سیمې هیوادونو سره په ځانګړې توګه روسیې، چین او ایران سره ددوی د لومړي حاکمیت په پرتله نږدې او حساب شوی کار وکړي.
خو په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ ۱۵ مه د افغانستان اسلامي جمهوریت پرځیدو او د همدې میاشتې تر پای د امریکا بشپړ نظامي ځواکونو وتلو سره سم په سیمه کې د امریکا پر ضد جوړې ټلوالې ګډه همکاري له یو بل سره پر تقابل او د تیر دو لسیزو پرتله په افغانستان کې د خپل حضور پراخولو پر سیایلۍ بدله کړه او ټولو لوریو دا کوښښ پیل کړ چې د امریکا وتلو تشه دوی ډکه کړي دغه راز له افغانستان نه دوی ته متوجه ګواښونه او ګټې له نږدې وڅاري.
بل خوا ایران او طالبان چې په ایډیالوژیک لحاظ د یوبل نه پخلاکیدونکي دوښمنان دي او د متشدید سیاسي اسلام بیلابیلې نسخې لري چې دواړه نسخې نړیوال حاکمیت د امام او امیرالمومینین تر سیاسي او مذهبي قیادت لاندې دولت رامنځته کول غواړي.او په عین حال کې یو بل منسوخ وي.
خو د همدې لوی درځ او تقابل سربیره د لنډ مهال لپاره طالبان د نړيوالې انزوا څخه وتلو او ایران په سیمه کې د منافعو او د سیمه ییزو قدرتونو سره انډول ساتلو لپاره د یو بل سره د نا رسمي تعامل پر معادلې همکاري ته مجبور شوي دي.
اقتصاد:
ایران او طالبان دواړه د لویدیځ له لوري تحریم شوي او د لویدیځ ضد دریځونه لري. ایران په تیر کال کې د طالبانو حاکمیت لاندې سوداګرو سره د دوو میلیارد ډالرو په ارزښت کلنۍ راکړه ورکړه دردلوده چې البته ۹۵ سلنه یې د ایران څخه واردات تشکیل وي. دغه راز ایران او طالبانو هوکړه کړې چې دا کچه به په راتلونکو کلونو کې تر لس میلیارد ډالرو رسوي. دا د بندیزونو لاندې ایران لپاره طلایي چانس دی چې هیڅکله یې بدیل نورو ګاونډیانو کې نه شي موندلی.
همدارنګه افغانستان اوس د ایران بې کیفیته تولید شویو خوړو، توکو، نفت، صنعت او سوداګرۍ لپاره بې بدلیه بازار دی چې په تیر ۲۰ کلونو کې ساری نه درلود. سربیره پردې چې طالبان اوس د کورني او نړیوال مشروعیت نه لرلو فشار لاندې دي. د پاکستان په ګډون د نورو ګاونډیانو سره هم د تجارت او سوداګرۍ پایدارې اړیکې او راشه درشه نه لري نو په دې اساس د ایران سره د بې قید او شرط تجارت سیاست یې غوره کړی دی. او ایران د طالبانو نامشروع او ناپایدار حالت څخه خپله اقتصادي ګټه پورته کوي.
همدارنګه د مهاجرینو او د هلمند سیند حقبه دو نور هغه مهم اړخونه دي چې د ایران پر اقتصاد مستقیم اغیز لري او د دواړو لوریو ترمنځ د تعامل سبب شوی.
امنیت:
د ایران او طالبان مشترک دوښمن داعش دی. د داعش پر ضد د دوی همکاری له ۲۰۱۱ کال څخه پیل شوې او همدې مشترک تهدید درلودل دوی تعامل ته مجبور کړي دي.
بل خوا ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان او عربي هېوادونو اړیکې او د عربو پراخ حضور افغانستان کې د ایران منافعو او ملي امنیت ته تهدید ګڼي. دا چې اوسمهال عربي هېوادونه طالبان په رسمیت نه پېژني او طالبان د خپل نامشروع حاکمیت لپاره د ایران پرته بل انتخاب نه لري همدا اړخ د طالبانو او ایران ترمنځ یو بل لامل دی چې د همکاريو لنډمهاله تعامل یې رامنځته کړی دی.
همدارنګه په تر یو کال کې د ایران استخباراتو سپاه قدس ته ورته ډله په کندهار کې د ملا هبت الله د ساتنې لپاره رامنځته کړې. ویل کیږي چې ددې ډلې شمیر تر دېرش زرو وسلوالو رسیږي. چې د ایران پراخ امنیتي او دیپلوماتیک حضور لاندې را منځه ته شوې ده. د ایرانیانو پر باور دغې ډلې که ددوی نفوذ کولی شي د ایران منافع د هغو طالب ډلو په پرتله وساتي چې عربي هیوادونو سره نږدې اړیکې لري.
فرهنګ:
ایران ځان له مذهبي اړخه د شیعه صفويي ایډیالوژۍ او فرهنګي اړخه د فارسي ژبې او ایران تمدني حوزې ساتنې او پراخونې میراثدار او مسوول ګڼي. ایران له فرهنګي او مذهبي اړخه طالبانو سره له تعامل دا ښیي چې د اسلام سیاسي نظام بڼه د شیعه فقې درلودو سره کولی شي دوام وکړي سره له دې چې د لسیزیو راهیسې د لویدیځ بندیزونو لاندې دي اما پر دې توانیدلي چې پر خپلو امکاناتو او وسایلو شیعه حکومتولۍ او د همدې لارې پراخولو لپاره نیابتي ډلې رامنځته کړي او بل لور دا ښیي چې د سیاسي اسلام سني روایت چې طالبان یې استازولي کوي ناکام او دوام وړ نه دی.
همدارنګه افغانستان د ایران، تاجکستان او بخارا سیمو ترمنځ د وصل او فرهنګي اړیکو ټینګولو او را ژوندي کولو یوازینۍ لار او پتانشیل دی چې د ایران شهري فکر او شیعه ایدیالوژي پراخولو سبب کیدلی شي. په تیر شل کلونو کې ایران د همدې دوو اړخونو لپاره په افغانستان کې پانګونه کړې او د طالبانو بیا راتللو سره د تیرو لاسته راوړنو له منځه تللو اندیښمن کړی او حتا تیره میاشت د ایران او تاجکستان ولسمشرانو د فارسي فرهنګي حوزې د له منځه تللو تهدید کمول په موخه د ایران او تاجکستان تر منځ د ویزې الزام له منځه یووړ. نو د همدې اندیښنو او فرصتونو په اساس او د تیرو دو لسیزو لاسته راوړنو او فرهنګي هجموني ساتلو په موخه ایران طالبانو سره د لنډ مهال لپاره د تعامل پرته بله هره لار ویجاړونکې او منفي بولي. او همدا ګواښونه او فرصتونه ددې سبب شوي چې ایران د سټیج پر سر طالبان د افغانستان واقعیت او د پردې تر شا د ایران دښمن او مغولي لښکر وبلي.
یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر پلوي نه کوي.

پاکستان د هغو لسگونو زرو افغانانو لپاره په دغه هېواد کې د پاتې کېدو نېټه دوه میاشتې نوره هم غځولې، چې په درېيم هېواد کې د مېشتېدو په تمه دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي د ډسمبر په ۱۳مه دغه موضوع وروسته له هغه اعلان کړه، چې د پاکستان د کابینې له خوا تصویب شوه.
اوس دغه ځانګړې ډله افغانان چې پاکستاني چارواکو ویلي؛ باید د ډسمبر تر اخره له دغه هېواده ووځي، کولی شي چې د فیبرورۍ تر ۲۹مې پورې په پاکستان کې پاتې شي.
سولنګي خبریالانو ته وویل:”د دې پرېکړې موخه داده، چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان وهڅول شي چې قانوني اسناد ترلاسه کړي او یا ژر تر ژره په یوه درېیم هېواد کې د مېشتېدو پروسه نهايي کړي.”
هغه وویل هغه خلک چې له پاکستانه د وتلو لپاره د نوې ټاکل شوي نېټې څخه وروسته په دغه هېواد کې پاتې شي، د میاشتې به له ۱۰۰ ډالرو تر ۸۰۰ ډالرو پورې جریمه شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یونیسیار او پاکستاني چارواکو په وینا؛ له هغه وخت راهیسې چې د اکټوبر په میاشت کې پاکستان د ۱.۷ میلیونه بې اسناده کډوالو د ایستلو اعلان وکړ، تر اوسه تر نیم میلیون پورې افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان د دغو افغانانو د پاتې کېدو موده څو ورځې وروسته له هغه تمدید کړه، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ اسلام اباد ته سفر وکړ او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د خوندیتوب پر اړتیا خبرې وکړې.
نېږدې شل زره افغانان چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي، په دې تمه دي چې د بیا مېشتېدو لپاره امریکا ته واستول شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په یوه نوي راپور کې د ځینو طالب چارواکو له قوله لیکلي، چې دوی له محرم پرته هغه مېرمنې بندیانوي، چې د تاوتریخوالي قرباني دي.
دغو چارواکو یوناما ته ویلي، چې که د ښځو محرم دوی ته ناامني رامنځته کړي، دوی به هم «د تاوتریخوالي قربانیان بندخونې ته واستوي».
یوناما ویلي، چې د ساتنې لپاره د ښځو بندي کول دغه قربانیان له ازادۍ څخه محروموي.
یوناما د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۳مه) د طالبانو د چارواکو له خوا "د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ شکایتونو ته رسیدګي" تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ څخه د ۲۰۳۲ کال د مارچ تر میاشتې پورې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنیست پر بنسټ د تاوتریخوالي شکایتونه څېړلي دي.
ځینو طالب چارواکو یوناما ته ویلي؛ دا ډله له تاوتریخوالي سره مخ هغه ښځې په هغو قضیو کې بندي کوي، چې قرباني ښځې د ژوند کولو لپاره "محرم" نه لري او یا هم له "محرم" سره د قربانیانو استوګنځی د ښځو لپاره ناامنه ګڼل کیږي.
یوناما ویلي؛ دا څرګنده نه ده چې طالبان د تاوتریخوالي قرباني ښځې د محکمې د حکم پر اساس بندي کوي او که نه.
یوناما ویلي، چې د تاوتریخوالي د قربانیانو بندي کېدل ښايي د دوی پر روحي او رواني روغتیا منفي اغېز وکړي او له خوشې کېدو وروسته دغه قرباني ښځې بیا له ځورونې، تبعیض او "بدنامۍ" سره مخ شي.
یوناما زیاتوي؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو د ملاتړ مرکزونه د (امن خونه) وه خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا مرکزونه نه شته.
په ختیځه سیمه کې د طالبانو یوه قاضي یوناما ته ویلي، چې د طالبانو کابینه د ښځو د ملاتړ مرکزونو ته د اړتیا په اړه څېړنه کوي.
یوناما په دغه راپور کې د څلورو ښځینه پولیسو، څارنوالانو او د طالبانو امر بالمعروف په ګډون له ۷۱ کسانو سره مرکې کړې دي.
د ملګرو ملتونو استازولۍ له ۸۷ مدني فعالانو سره هم مرکې کړې، چې ۵۷ یې نارینه او ۳۰ یې ښځې دي.
دغه دفتر ویلي؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي کچه "خورا لوړه" وه.
د یوناما په وینا؛ په هغه وخت کې شاوخوا نیمایي افغان مېرمنو راپور ورکړی و، چې دوی لږ تر لږه یو ډول تاوتریخوالی تجربه کړی.
دغه سازمان وايي؛ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې نورې هم زیاتې شوې دي.
شکایتونو ته رسیدګي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي وايي، چې د طالبانو څلور بنسټونه (پوليس، محاکم، د عدلیې او څارنوالۍ ریاستونه) د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د شکايتونو د څېړلو "قانوني" صلاحيت لري، چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي ته رسیدګي وکړي.
د یوناما د راپور له مخې؛ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شکایتونه ډېری وخت د امر بالمعروف په منځګړیتوب چې د دې موضوعاتو صلاحیت نه لري ترسره کیږي.
د یوناما د راپور موندنې
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا؛ په وژنو کې ناموسي وژنې، جنسي تېري، ټپي کېدل او معلولیت او له میراث څخه محرومول هغه موارد دي، چې د ښځو او نجونو په وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي تر ټولو عام ډول شکایتونه ثبت شوي دي.
یوناما په دغه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د عدلي او قضايي ادارو ډېری شکایتونه له میراث څخه د محرومیت او د ملکیت د مخنیوي په اړه ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې د طالبانو امر بالمعروف د میراث د محرومیت، د واده د منع یا د خاوند د ټاکلو، جبري ودونه او د وهل ټکولو شکایتونه ترلاسه کړي دي.
طالب چارواکو ویلي، چې دوی د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قضیو د حل لپاره له شرعي احکامو او په ځینو مواردو کې د پخواني افغان حکومت له قوانینو کار اخلي.
په مرکزي سیمه کې یوه امنیه قوماندان او په ختیځه سیمه کې د طالبانو یوه قاضي یوناما ته ویلي، چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قرباني شوې ښځې غواړي خپل شکایتونه په دودیزه توګه حل کړي.
مدني فعالانو هم یوناما ته وویل، چې د تاوتریخوالي ډېری قربانیان د رسمي چارواکو په پرتله د شخړو د حل دودیز میکانیزم غوره ګڼي.
دغو فعالانو د دې انتخاب لامل "له طالب چارواکو او بیا قرباني کېدو" وېره یاده کړې ده.
په مرکزي سیمه کې د طالبانو یوه قضايي چارواکي یوناما ته ویلي، چې د دوی دفتر د کورني تاوتریخوالي شکایتونه اداره کوي چې ښځې یې اغیزمنې کړي.
هغه وویل: " منځګړیتوب ته ترجیح ورکوي ځکه چې د محاکمو اجرات ډېر وخت نیسي."
د طالبانو د بنسټونو ډېروالی او خپلسري پرېکړې
یوناما وايي، چې د طالبانو د ګڼو بنسټونو له امله دا نه ده څرګنده، چې د دوی له ډلې کوم د عدالت د تامینولو واک لري.
د ښځینه کارکوونکو نه شتون بل لامل دی، چې قربانیان د طالبانو دفترونو ته نه ځي.
یوناما ټینګار کړی، چې افغان ښځې د تاوتریخوالي قرباني له تاریخي پلوه تل عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي؛ خو دا ننګونې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته زیاتې شوې دي.
ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د شکایتونو لپاره د عدالت د ادارې لپاره یو قانوني چوکاټ جوړ او تنظیم کړي.
یوناما ویلي؛ طالبان باید د شخړو د هواري او منځګړیتوب دودیز میکانیزمونو د کنټرول او تنظیم لپاره واضح حقوقي چوکاټ برابر کړي.
یوناما همداراز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د توپیر د پای ته رسولو او په افغانستان کې د هغو غیردولتي موسسو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره خدمات وړاندې کوي.

د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو عمومي رییس محمد حنیف حمزه د ازبکستان له چارواکو وغوښتل چې افغانستان ته صادراتي برېښنا زیاته کړي. طالبان وايي، نوموړي د ازبکستان د برېښنا وزیر میرزا محمدوف جورابیک سره په کتنه کې په افغانستان کې د برېښنا په کموالي او نورو ستونزو غږېدلی دی.
د اعلامیې له مخې، ښاغلي حمزه له ازبکستاني لوري سره په افغانستان کې د برېښنا د کچې د زیاتوالي، د برېښنا د تعرفې د ټیټولو، د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو ته د وېزې د ستونزو د حل او د سرخان - پلخمري برېښنا پروژې په اړه خبرې وکړې.
د نوموړي په خبره، په هیواد کې د برېښنا د کمښت له امله د عامو وګړو ترڅنګ صنعتي، سوداګریزو او دولتي تاسیساتو ته د اوسنۍ برېښنا کچه بسنه نه کوي او پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.
طالبان د ازبیکستان د انرژۍ وزیر میرزا محمدوف جورابیک په حواله وایي چي په دې هېواد کې د برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرچاوۍ رامنځته کیږي چې د دریو دستګاوو د تخنیکي ستونزو پر حل کیدو سره به د تړون پر اساس افغانستان ته برېښنا ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر هیوادوال په ځانګړي توګه د کابل ښار اوسیدونکي بیا د برېښنا له ډیرې پرچاوۍ څخه سر ټکوي او وایي چې د برېښنا دوامداره نشتون ددوی د ژوند چارې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.