• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما: طالبان د تاوتریخوالي قرباني ښځې له محرم پرته بندي کوي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په یوه نوي راپور کې د ځینو طالب چارواکو له قوله لیکلي، چې دوی له محرم پرته هغه مېرمنې بندیانوي، چې د تاوتریخوالي قرباني دي.

دغو چارواکو یوناما ته ویلي، چې که د ښځو محرم دوی ته ناامني رامنځته کړي، دوی به هم «د تاوتریخوالي قربانیان بندخونې ته واستوي».

یوناما ویلي، چې د ساتنې لپاره د ښځو بندي کول دغه قربانیان له ازادۍ څخه محروموي.

یوناما د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۳مه) د طالبانو د چارواکو له خوا "د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ شکایتونو ته رسیدګي" تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ څخه د ۲۰۳۲ کال د مارچ تر میاشتې پورې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنیست پر بنسټ د تاوتریخوالي شکایتونه څېړلي دي.

ځینو طالب چارواکو یوناما ته ویلي؛ دا ډله له تاوتریخوالي سره مخ هغه ښځې په هغو قضیو کې بندي کوي، چې قرباني ښځې د ژوند کولو لپاره "محرم" نه لري او یا هم له "محرم" سره د قربانیانو استوګنځی د ښځو لپاره ناامنه ګڼل کیږي.

یوناما ویلي؛ دا څرګنده نه ده چې طالبان د تاوتریخوالي قرباني ښځې د محکمې د حکم پر اساس بندي کوي او که نه.

یوناما ویلي، چې د تاوتریخوالي د قربانیانو بندي کېدل ښايي د دوی پر روحي او رواني روغتیا منفي اغېز وکړي او له خوشې کېدو وروسته دغه قرباني ښځې بیا له ځورونې، تبعیض او "بدنامۍ" سره مخ شي.

یوناما زیاتوي؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو د ملاتړ مرکزونه د (امن خونه) وه خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا مرکزونه نه شته.

په ختیځه سیمه کې د طالبانو یوه قاضي یوناما ته ویلي، چې د طالبانو کابینه د ښځو د ملاتړ مرکزونو ته د اړتیا په اړه څېړنه کوي.

یوناما په دغه راپور کې د څلورو ښځینه پولیسو، څارنوالانو او د طالبانو امر بالمعروف په ګډون له ۷۱ کسانو سره مرکې کړې دي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ له ۸۷ مدني فعالانو سره هم مرکې کړې، چې ۵۷ یې نارینه او ۳۰ یې ښځې دي.

دغه دفتر ویلي؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي کچه "خورا لوړه" وه.

د یوناما په وینا؛ په هغه وخت کې شاوخوا نیمایي افغان مېرمنو راپور ورکړی و، چې دوی لږ تر لږه یو ډول تاوتریخوالی تجربه کړی.

دغه سازمان وايي؛ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې نورې هم زیاتې شوې دي.

شکایتونو ته رسیدګي

‌‌په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي وايي، چې د طالبانو څلور بنسټونه (پوليس، محاکم، د عدلیې او څارنوالۍ ریاستونه) د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د شکايتونو د څېړلو "قانوني" صلاحيت لري، چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي ته رسیدګي وکړي.

د یوناما د راپور له مخې؛ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شکایتونه ډېری وخت د امر بالمعروف په منځګړیتوب چې د دې موضوعاتو صلاحیت نه لري ترسره کیږي.

د یوناما د راپور موندنې

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا؛ په وژنو کې ناموسي وژنې، جنسي تېري، ټپي کېدل او معلولیت او له میراث څخه محرومول هغه موارد دي، چې د ښځو او نجونو په وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي تر ټولو عام ډول شکایتونه ثبت شوي دي.

یوناما په دغه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د عدلي او قضايي ادارو ډېری شکایتونه له میراث څخه د محرومیت او د ملکیت د مخنیوي په اړه ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې د طالبانو امر بالمعروف د میراث د محرومیت، د واده د منع یا د خاوند د ټاکلو، جبري ودونه او د وهل ټکولو شکایتونه ترلاسه کړي دي.

طالب چارواکو ویلي، چې دوی د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قضیو د حل لپاره له شرعي احکامو او په ځینو مواردو کې د پخواني افغان حکومت له قوانینو کار اخلي.

په مرکزي سیمه کې یوه امنیه قوماندان او په ختیځه سیمه کې د طالبانو یوه قاضي یوناما ته ویلي، چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قرباني شوې ښځې غواړي خپل شکایتونه په دودیزه توګه حل کړي.

مدني فعالانو هم یوناما ته وویل، چې د تاوتریخوالي ډېری قربانیان د رسمي چارواکو په پرتله د شخړو د حل دودیز میکانیزم غوره ګڼي.

دغو فعالانو د دې انتخاب لامل "له طالب چارواکو او بیا قرباني کېدو" وېره یاده کړې ده.

په مرکزي سیمه کې د طالبانو یوه قضايي چارواکي یوناما ته ویلي، چې د دوی دفتر د کورني تاوتریخوالي شکایتونه اداره کوي چې ښځې یې اغیزمنې کړي.

هغه وویل: " منځګړیتوب ته ترجیح ورکوي ځکه چې د محاکمو اجرات ډېر وخت نیسي."

د طالبانو د بنسټونو ډېروالی او خپلسري پرېکړې

‌یوناما وايي، چې د طالبانو د ګڼو بنسټونو له امله دا نه ده څرګنده، چې د دوی له ډلې کوم د عدالت د تامینولو واک لري.

د ښځینه کارکوونکو نه شتون بل لامل دی، چې قربانیان د طالبانو دفترونو ته نه ځي.

یوناما ټینګار کړی، چې افغان ښځې د تاوتریخوالي قرباني له تاریخي پلوه تل عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي؛ خو دا ننګونې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته زیاتې شوې دي.

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د شکایتونو لپاره د عدالت د ادارې لپاره یو قانوني چوکاټ جوړ او تنظیم کړي.

یوناما ویلي؛ طالبان باید د شخړو د هواري او منځګړیتوب دودیز میکانیزمونو د کنټرول او تنظیم لپاره واضح حقوقي چوکاټ برابر کړي.

یوناما همداراز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د توپیر د پای ته رسولو او په افغانستان کې د هغو غیردولتي موسسو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره خدمات وړاندې کوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې
۱

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۲

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د بمباریو په اړه د امریکا د فشارونو سربیره هم اسراییل ټوله غزه په نښه کوي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۲ GMT+۰
په غزه کې د بمباریو په اړه د امریکا د فشارونو سربیره هم اسراییل ټوله غزه په نښه کوي
100%

اسراییل د پنجشنبې په ورځ د غزې تړانګې ډېری سیمې په داسې حال کې بمبار کړي او کورنۍ یې په خپلو کورونو کې وژلي، چې واشنګټن خپل دغه متحد ته یو پلاوی استولی، چې د حماس اورپکو سره په جګړه کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.‌

دغه جګړه چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې روانه ده اوس ټول فلسطین ته په خپرېدو د بشري ناورین لامل شوی او د پای ته رسېدو کوم څرک یې نه ښکاري.‌

د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالنټ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ته له هغه هېواده د لیدنې پر مهال ویلي: "دا جنګ به ډېر وخت ته اړتیا ولري، ښایې څو میاشتې نور هم دوام وکړي؛ مګر موږ به دا جنګ ګټو او موږ به هغوی (حماس) له منځه وړو."

د رویټرز د یو رپوټ له مخې؛ د غزې په جنوبي څنډه رفح کې یو شمېر خلک یوې سړې خونې کې راغونډ شوي او په یو وروستي هوايي برید کې د وژل شویو کسانو لپاره ویر کوي.

د وژل شویو کسانو جنازې په وینو ککړو کفنونو کې تاوې شوې، چې په کې یو شمېر ماشومان هم لیدل کېده. د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا په دغه برید کې چې د پنج شنبې په ورځ ترسره شوی له دوو کورونیو څخه ۲۶ تنه وژل شوي‌، چې د سمیې خلکو د وژل شویو د جسدونو پاتې شونې د ویجاړو شویو ودانیو له خاورو خځلو راوستي دي.

فضل شعبان چې له هوايي برید وروسته سیمې ته ورغلی و وايي: "د دوړو او د خلکو د چيغې له امله د جنازو موندنه ستونزمنه وه. په دغه پېښه کې زمونږ د ګاوڼډي له کورنۍ لس تنه شهيدان شوي. دا ظاهراً د بې ځایه شویو يو خوندي کمپ دى، دلته اورپکي نه شته، ماشومان په کوڅو کې فوټبال کوي."

اسراییل د اوربند غوښتنې رد کړې. تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک چې د اوربند غوښتنه یې کوله د امریکا له خوا ویټو شو؛ خو دغه اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په پرېکنده اکثریت د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د اسراییل له خوا په پام کې ونه نیول شو.‌

طالبانو له ازبکستان د برېښنا کچې د زیاتوالي غوښتنه وکړه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۶ GMT+۰
طالبانو له ازبکستان د برېښنا کچې د زیاتوالي غوښتنه وکړه
100%

د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو عمومي رییس محمد حنیف حمزه د ازبکستان له چارواکو وغوښتل چې افغانستان ته صادراتي برېښنا زیاته کړي. طالبان وايي، نوموړي د ازبکستان د برېښنا وزیر میرزا محمدوف جورابیک سره په کتنه کې په افغانستان کې د برېښنا په کموالي او نورو ستونزو غږېدلی دی.

د اعلامیې له مخې، ښاغلي حمزه له ازبکستاني لوري سره په افغانستان کې د برېښنا د کچې د زیاتوالي، د برېښنا د تعرفې د ټیټولو، د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو ته د وېزې د ستونزو د حل او د سرخان - پلخمري برېښنا پروژې په اړه خبرې وکړې.

د نوموړي په خبره، په هیواد کې د برېښنا د کمښت له امله د عامو وګړو ترڅنګ صنعتي، سوداګریزو او دولتي تاسیساتو ته د اوسنۍ برېښنا کچه بسنه نه کوي او پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.

طالبان د ازبیکستان د انرژۍ وزیر میرزا محمدوف جورابیک په حواله وایي چي په دې هېواد کې د برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرچاوۍ رامنځته کیږي چې د دریو دستګاوو د تخنیکي ستونزو پر حل کیدو سره به د تړون پر اساس افغانستان ته برېښنا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر هیوادوال په ځانګړي توګه د کابل ښار اوسیدونکي بیا د برېښنا له ډیرې پرچاوۍ څخه سر ټکوي او وایي چې د برېښنا دوامداره نشتون ددوی د ژوند چارې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د بندو دروازو تر شا محاکمه کېږي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۱ GMT+۰
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د بندو دروازو تر شا محاکمه کېږي
100%

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر وکیل وايي، د عمران خان محاکمه به د تړلو دروازه تر شا وشي. نعیم پنجوته خپل اېکس کې نن د محکمې پر دې پرېکړه نیوکه کوي او زیاتوي: «د ښاغلي خان د محاکمې پر مهال به رسنۍ هم نه وي، نو دا کوم ډول انصاف دی؟»

وکیلان او د انساني حقونو ډلې وايي، د تړلو دروازوتر شا محاکمه د منصفانه پرېکړې اړتیاوې نه پوره کوي.

نننۍ پرمختیا یوه ورځ مخکې ښاغلی خان د حکومتي رازونو په ښکاره کولو تورن شو او راتلونکو ټاکنو کې یې د ګډون چانس له لاسه ور کړ.

دغه تورونه د هغه تلګرام اړوند دي چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسلام اباد ته لېږلي او ښاغلی خان یې په عامولو تورن دی.

خو عمران خان وايي، د نورو سرچینو له لارې دا سند تر رسنیو رسېدلی او هغوی ولس پرې خبر کړی دی.

که عمران خان په دې تور کې پړ وبلل شي، نو تر لس کاله بند سزا سره مخ کېدلی شي.

پوتین: ۲۴۴ زره روسي پوځیان په مستقیم ډول له اوکراین سره په جګړه کې ښکېل دي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۶ GMT+۰
پوتین: ۲۴۴ زره روسي پوځیان په مستقیم ډول له اوکراین سره په جګړه کې ښکېل دي
100%

د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په خپل کلني خبري کنفرانس کې وویل، چې هېواد یې اوس له اوکراین سره د جګړې لپاره د ځواکونو د ګمارنې دویمې څپې ته اړتیا نه لري. ولادیمیر پوتین وویل، اوس مهال دوه لکه ۴۴ زره سرتیري په مستقیم ډول له اوکراین سره د جګړې په سیمو کې حضور لري.

د روسیې د ولسمشر په وینا، د ۲۰۲۳ کال تر پایه له اوکراین سره د جګړې لپاره د نویو ځواکونو ګمارلو ته اړتیا نشته او د ځواکونو اوسنی شمېر کافي دی.

ښاغلي پوتین د خپل جنګي ځواک ستاینه وکړه او ویې ویل: "هلکان په زړه پورې او عالي جنګیږي."

ښاغلي پوتین وویل، د روان کال تر پایه به شاوخوا نیم میلیون کسان له روسي ځواکونو سره یو ځای شي، نو اوس د نویو ځواکونو د ګمارنې لپاره اړتیا نشته.

اندېشه: د بریتانیا په پارلمان کې مو په افغانستان کې پر ولسواکۍ خبرې وکړې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۳ GMT+۰
اندېشه: د بریتانیا په پارلمان کې مو په افغانستان کې پر ولسواکۍ خبرې وکړې
100%

د افغانستان د سیاستوالو او د مدني ټولنې د غړو یوې ډلې پرون د بریتانیا د پارلمان په تالار کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه. په جنیوا کې د افغانستان سفير نصير احمد اندېشه وايي، دې غونډه کې د بريتانيا د پارلمان دوو غړو او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت يوه استازي هم حضور درلود.

ښاغلي اندېشه افغانستان انټرنېشنل سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې ولسواک نظام رامنځته کول د دغو خبرو اصلي ټکی و.

د ښاغلي اندېشه په وینا، په دې غونډه کې د مدني ټولنې د بنسټونو او سیاسي ډلو د ګډون لپاره د یوه منسجم پلان پر جوړولو ټینګار وشو.

نصیر احمد اندیشه ټینګار وکړ چې اوس نړۍ له افغانستانه بهر د افغان سیاسي او مدني ډلو فعالیتونو ته پام شوی او د بریټانیا پارلمان په ځانګړې توګه د کارګر ګوند غړي هم په بهر کې د افغانانو پر مدني او سیاسي فعالیتونو تمرکز لري.