• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اندېشه: د بریتانیا په پارلمان کې مو په افغانستان کې پر ولسواکۍ خبرې وکړې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د افغانستان د سیاستوالو او د مدني ټولنې د غړو یوې ډلې پرون د بریتانیا د پارلمان په تالار کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه. په جنیوا کې د افغانستان سفير نصير احمد اندېشه وايي، دې غونډه کې د بريتانيا د پارلمان دوو غړو او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت يوه استازي هم حضور درلود.

ښاغلي اندېشه افغانستان انټرنېشنل سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې ولسواک نظام رامنځته کول د دغو خبرو اصلي ټکی و.

د ښاغلي اندېشه په وینا، په دې غونډه کې د مدني ټولنې د بنسټونو او سیاسي ډلو د ګډون لپاره د یوه منسجم پلان پر جوړولو ټینګار وشو.

نصیر احمد اندیشه ټینګار وکړ چې اوس نړۍ له افغانستانه بهر د افغان سیاسي او مدني ډلو فعالیتونو ته پام شوی او د بریټانیا پارلمان په ځانګړې توګه د کارګر ګوند غړي هم په بهر کې د افغانانو پر مدني او سیاسي فعالیتونو تمرکز لري.

ترویج لرونکی

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې
۱

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۲

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې معترضې ښځې او فعالان ژر تر ژره خوشي کړي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۰ GMT+۰
د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې معترضې ښځې او فعالان ژر تر ژره خوشي کړي
100%

د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو فعالان او دڅلور معترضې ښځې ژر تر ژره خوشې کړي. دغه سازمان پرون بیا ویلي، د طالبانو په بند کې د بشري حقونو د یو شمیر فعالانو او د پریسا ازاده، ندا پرواني، ژولیا پارسي او منیژه صدیقي دوامدره ساتلو اندیښمن کړي دي.

د دیسمبر پر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت هم مختلفو لورو پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو فعالان په تېره دغه یادې څلور مېرمنې خوشې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان د نومبر په ۲۵ مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو د ملاتړ لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین وکړ.

په دې ۱۶ ورځو کې د بښنې نړیوال سازمان هره ورځ د دغه سازمان په ټولنیزه پاڼه کې د ښځو اړوند د بشري حقونو، پوهنې او د ښځو د حقونو د مدافعینو هغه پیغامونه خپرول چې پکې د نیول شویو ښځو د خوشې کیدو او ټولو بشري حقونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی غوښتل شوی و.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره ښځې او نجونې د زدکړو او کاري فرصتونو په ګډون له خپلو ټولو لومړنیو حقونو بې برخې شوې دي.

یونیسف: په افغانستان کې ۲۳.۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۴ GMT+۰
یونیسف: په افغانستان کې ۲۳.۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي راتلونکی ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د دولس میلیونه او ۶ لکه ماشومانو په ګډون ۲۳،۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې ادارې په خبره، ډېری افغان کورنۍ او ماشومان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د یونیسف څانګې د چهارشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د ۱۴ سوه میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اوچا تر دې وړاندې ویلي و، دغه اداره په ۲۰۲۴ کال کې یوازې د افغانستان له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره شاوخوا درې میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې، افغانستان د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې دی چې وګړي یې تر ټولو ډیرو بشري مرستو ته اړمن دي.

د هرات ولایت مرګونې زلزلې، ژمی، د افغانستان د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت او همداراز له ګاونډیو هیوادونو څخه په جبري توګه د زرګونو افغانانو اېستل ددې لامل شوی چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا زیاته شي.

د افغان سرې میاشتې مشر د سور صلیب عمومي مشر د ټاکلو مراسمو کې «د ګډون لپاره» اروپا ته لاړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۷ GMT+۰
د افغان سرې میاشتې مشر د سور صلیب عمومي مشر د ټاکلو مراسمو کې «د ګډون لپاره» اروپا ته لاړ
100%

افغان سره میاشت وايي، د دې ادارې سرپرست مولوي مطیع الحق خالص د سور صلیب د نوي مشر د ټاکلو په مراسمو کې د ګډون لپاره اروپا ته لاړ. تراوسه سور صلیب د طالبانو د دې استازي د ګډون په هکله څه نه دي ویلي.

خو طالبان وایي ښاغلي خالص په جنیوا کې د بریټانیا د سور صلیب د بورډ له مشرې لیز پډمور سره کتلي دي.

د سور صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فډراسيون د دوشنبې په ورځ يوه امريکايۍ نومانده د نوې مشرې په توګه وټاکله.

د رایې ورکولو له دوو پړاوونو وروسته کیټ فوربس دویمه میرمن ده چې د نړۍ د ترټولو لویې بشردوستانه شبکې د مشرۍ لپاره غوره شوې ده.

مولوي مطیع الحق خالص د روان کال د تلې په میاشت کې هم د شپږو ورځو لپاره سویس ته تللی و.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره د ایټالیا شازدافېرې وکتل

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۴ GMT+۰
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره د ایټالیا شازدافېرې وکتل
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وازرت وايي، د افغانستان لپاره د ایټالیا شازدافېرې یا سلایارې نن په کابل کې د دې ډلې له بهرنیو چارو وزیره کتنه کې د خپل هېواد د نیمګړو پروژو لپاره د مرستو او همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې، امېر خان متقي او ناتالیا کوېنتاویل له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر راپور هم خبرې وکړې.

تراوسه د ایټالیا سفارت په دې تړاو څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو اعلامیه کې زیاته شوې، چې روم له افغانستان سره د روغتیا او کرنې په برخه کې هم مرسته کوي.

طالبان: هلمند کې مو لسګونه زره کیلو نشه يي توکي او ۱۵ کارخونې له منځه وړې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۳ GMT+۰
طالبان: هلمند کې مو لسګونه زره کیلو نشه يي توکي او ۱۵ کارخونې له منځه وړې
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۳مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په هلمند کې يې لسګونه زره کیلو نشه یي توکي او د نشه يي توکو د پروسس ۱۵ کارخونې له منځه وړي. خو ځايي خلک وايي، لا هم په سیمه کې د نشه يي توکو کاروبار او پرسس په عادي ډول روان دی.

د هلمند ځايي اوسیدونکي وايي، په دغه ولایت کې په ښکاره د نشه يي توکو د پروسس فابریکې او د تریاکو د پېر او پلور مارکیټونه فعال دي.

د نشه يي توکو کاروباریان ادعا کوي چي، تر ډیره بریده خپله ځايي طالب چارواکي د تریاکو د پېر او پلور په سوداګرۍ بوخت دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د افغانستان سوېلي ولایت هلمند چې د کوکنارو د کر او نشه يي توکو په تولید او پروسس کې شهرت لري هلته يې د تېرې یوې میاشتې په موده کې د نشه يي توکو د ۱۵ کارخونو په ګډون لسګونه زره کیلو نشه يي توکي له منځه وړي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د یادو نشه يي توکو په تړاو يې ۵۰ تنه هم نیولي دي.

خو په اعلامیه کې د نشه يي توکو د له منځه وړل شویو کارخونو د سیمو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په هلمند کې ځايي سرچینې وايي دمګړۍ هم په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د پروسس لسګونه فابریکې فعالې دي او ګڼ شمېر کسان د نشه يي توکو د پروسس په کارخونو کې کار کوي.

په هلمند کې د نشه يي توکو د یوې کارخونې مسول چې نه غواړي د طالبانو له ډاره یې نوم خپور شي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «د هلمند په موسی کلا، کجکي، سنګین او خانشین ولسوالیو کې د نشه يي توکو د پروسس کارخونې فعالې دي هره ورځ له خامو تریاکو څخه لسګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي تولیدیږي.»

باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، د هلمند تر څنګ په فراه او نیمروز ولایتونو کې ایران ته نږدې د نشه يي توکو د پروسس د لسګونه کارخونو تر څنګ د نشه يي توکو د پېر او پلور مارکیټونه هم شته، او د یادو کارخونو او مارکیټونو څخه هره میاشت طالبانو ته مالیه هم ورکول کیږي.

بلخوا تېره ورځ د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومیا سره په لیدنه کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې دوو کلونو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې خبرونه ورکړی؛ خو د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر اټکل کړی، چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک تولید کړي دي.

له دې وړاندې د ایران یو شمېر چارواکو هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او قاچاق زیات شوی دی.