• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ازبکستان د برېښنا کچې د زیاتوالي غوښتنه وکړه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۶ GMT+۰

د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو عمومي رییس محمد حنیف حمزه د ازبکستان له چارواکو وغوښتل چې افغانستان ته صادراتي برېښنا زیاته کړي. طالبان وايي، نوموړي د ازبکستان د برېښنا وزیر میرزا محمدوف جورابیک سره په کتنه کې په افغانستان کې د برېښنا په کموالي او نورو ستونزو غږېدلی دی.

د اعلامیې له مخې، ښاغلي حمزه له ازبکستاني لوري سره په افغانستان کې د برېښنا د کچې د زیاتوالي، د برېښنا د تعرفې د ټیټولو، د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو ته د وېزې د ستونزو د حل او د سرخان - پلخمري برېښنا پروژې په اړه خبرې وکړې.

د نوموړي په خبره، په هیواد کې د برېښنا د کمښت له امله د عامو وګړو ترڅنګ صنعتي، سوداګریزو او دولتي تاسیساتو ته د اوسنۍ برېښنا کچه بسنه نه کوي او پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.

طالبان د ازبیکستان د انرژۍ وزیر میرزا محمدوف جورابیک په حواله وایي چي په دې هېواد کې د برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرچاوۍ رامنځته کیږي چې د دریو دستګاوو د تخنیکي ستونزو پر حل کیدو سره به د تړون پر اساس افغانستان ته برېښنا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر هیوادوال په ځانګړي توګه د کابل ښار اوسیدونکي بیا د برېښنا له ډیرې پرچاوۍ څخه سر ټکوي او وایي چې د برېښنا دوامداره نشتون ددوی د ژوند چارې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې
۱

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۲

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

اندېشه: د بریتانیا په پارلمان کې مو په افغانستان کې پر ولسواکۍ خبرې وکړې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۳ GMT+۰
اندېشه: د بریتانیا په پارلمان کې مو په افغانستان کې پر ولسواکۍ خبرې وکړې
100%

د افغانستان د سیاستوالو او د مدني ټولنې د غړو یوې ډلې پرون د بریتانیا د پارلمان په تالار کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه. په جنیوا کې د افغانستان سفير نصير احمد اندېشه وايي، دې غونډه کې د بريتانيا د پارلمان دوو غړو او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت يوه استازي هم حضور درلود.

ښاغلي اندېشه افغانستان انټرنېشنل سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې ولسواک نظام رامنځته کول د دغو خبرو اصلي ټکی و.

د ښاغلي اندېشه په وینا، په دې غونډه کې د مدني ټولنې د بنسټونو او سیاسي ډلو د ګډون لپاره د یوه منسجم پلان پر جوړولو ټینګار وشو.

نصیر احمد اندیشه ټینګار وکړ چې اوس نړۍ له افغانستانه بهر د افغان سیاسي او مدني ډلو فعالیتونو ته پام شوی او د بریټانیا پارلمان په ځانګړې توګه د کارګر ګوند غړي هم په بهر کې د افغانانو پر مدني او سیاسي فعالیتونو تمرکز لري.

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې معترضې ښځې او فعالان ژر تر ژره خوشي کړي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۰ GMT+۰
د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې معترضې ښځې او فعالان ژر تر ژره خوشي کړي
100%

د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو فعالان او دڅلور معترضې ښځې ژر تر ژره خوشې کړي. دغه سازمان پرون بیا ویلي، د طالبانو په بند کې د بشري حقونو د یو شمیر فعالانو او د پریسا ازاده، ندا پرواني، ژولیا پارسي او منیژه صدیقي دوامدره ساتلو اندیښمن کړي دي.

د دیسمبر پر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت هم مختلفو لورو پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو فعالان په تېره دغه یادې څلور مېرمنې خوشې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان د نومبر په ۲۵ مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو د ملاتړ لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین وکړ.

په دې ۱۶ ورځو کې د بښنې نړیوال سازمان هره ورځ د دغه سازمان په ټولنیزه پاڼه کې د ښځو اړوند د بشري حقونو، پوهنې او د ښځو د حقونو د مدافعینو هغه پیغامونه خپرول چې پکې د نیول شویو ښځو د خوشې کیدو او ټولو بشري حقونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی غوښتل شوی و.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره ښځې او نجونې د زدکړو او کاري فرصتونو په ګډون له خپلو ټولو لومړنیو حقونو بې برخې شوې دي.

یونیسف: په افغانستان کې ۲۳.۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۴ GMT+۰
یونیسف: په افغانستان کې ۲۳.۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي راتلونکی ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د دولس میلیونه او ۶ لکه ماشومانو په ګډون ۲۳،۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې ادارې په خبره، ډېری افغان کورنۍ او ماشومان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د یونیسف څانګې د چهارشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د ۱۴ سوه میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اوچا تر دې وړاندې ویلي و، دغه اداره په ۲۰۲۴ کال کې یوازې د افغانستان له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره شاوخوا درې میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې، افغانستان د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې دی چې وګړي یې تر ټولو ډیرو بشري مرستو ته اړمن دي.

د هرات ولایت مرګونې زلزلې، ژمی، د افغانستان د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت او همداراز له ګاونډیو هیوادونو څخه په جبري توګه د زرګونو افغانانو اېستل ددې لامل شوی چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا زیاته شي.

د افغان سرې میاشتې مشر د سور صلیب عمومي مشر د ټاکلو مراسمو کې «د ګډون لپاره» اروپا ته لاړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۷ GMT+۰
د افغان سرې میاشتې مشر د سور صلیب عمومي مشر د ټاکلو مراسمو کې «د ګډون لپاره» اروپا ته لاړ
100%

افغان سره میاشت وايي، د دې ادارې سرپرست مولوي مطیع الحق خالص د سور صلیب د نوي مشر د ټاکلو په مراسمو کې د ګډون لپاره اروپا ته لاړ. تراوسه سور صلیب د طالبانو د دې استازي د ګډون په هکله څه نه دي ویلي.

خو طالبان وایي ښاغلي خالص په جنیوا کې د بریټانیا د سور صلیب د بورډ له مشرې لیز پډمور سره کتلي دي.

د سور صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فډراسيون د دوشنبې په ورځ يوه امريکايۍ نومانده د نوې مشرې په توګه وټاکله.

د رایې ورکولو له دوو پړاوونو وروسته کیټ فوربس دویمه میرمن ده چې د نړۍ د ترټولو لویې بشردوستانه شبکې د مشرۍ لپاره غوره شوې ده.

مولوي مطیع الحق خالص د روان کال د تلې په میاشت کې هم د شپږو ورځو لپاره سویس ته تللی و.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره د ایټالیا شازدافېرې وکتل

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۴ GMT+۰
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره د ایټالیا شازدافېرې وکتل
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وازرت وايي، د افغانستان لپاره د ایټالیا شازدافېرې یا سلایارې نن په کابل کې د دې ډلې له بهرنیو چارو وزیره کتنه کې د خپل هېواد د نیمګړو پروژو لپاره د مرستو او همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې، امېر خان متقي او ناتالیا کوېنتاویل له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر راپور هم خبرې وکړې.

تراوسه د ایټالیا سفارت په دې تړاو څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو اعلامیه کې زیاته شوې، چې روم له افغانستان سره د روغتیا او کرنې په برخه کې هم مرسته کوي.