پاکستان لویدیځو هېوادونو ته د تلونکو افغانانو لپاره په دغه هېواد کې د اوسېدو موده وغځوله

پاکستان د هغو لسگونو زرو افغانانو لپاره په دغه هېواد کې د پاتې کېدو نېټه دوه میاشتې نوره هم غځولې، چې په درېيم هېواد کې د مېشتېدو په تمه دي.

پاکستان د هغو لسگونو زرو افغانانو لپاره په دغه هېواد کې د پاتې کېدو نېټه دوه میاشتې نوره هم غځولې، چې په درېيم هېواد کې د مېشتېدو په تمه دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي د ډسمبر په ۱۳مه دغه موضوع وروسته له هغه اعلان کړه، چې د پاکستان د کابینې له خوا تصویب شوه.
اوس دغه ځانګړې ډله افغانان چې پاکستاني چارواکو ویلي؛ باید د ډسمبر تر اخره له دغه هېواده ووځي، کولی شي چې د فیبرورۍ تر ۲۹مې پورې په پاکستان کې پاتې شي.
سولنګي خبریالانو ته وویل:”د دې پرېکړې موخه داده، چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان وهڅول شي چې قانوني اسناد ترلاسه کړي او یا ژر تر ژره په یوه درېیم هېواد کې د مېشتېدو پروسه نهايي کړي.”
هغه وویل هغه خلک چې له پاکستانه د وتلو لپاره د نوې ټاکل شوي نېټې څخه وروسته په دغه هېواد کې پاتې شي، د میاشتې به له ۱۰۰ ډالرو تر ۸۰۰ ډالرو پورې جریمه شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یونیسیار او پاکستاني چارواکو په وینا؛ له هغه وخت راهیسې چې د اکټوبر په میاشت کې پاکستان د ۱.۷ میلیونه بې اسناده کډوالو د ایستلو اعلان وکړ، تر اوسه تر نیم میلیون پورې افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان د دغو افغانانو د پاتې کېدو موده څو ورځې وروسته له هغه تمدید کړه، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ اسلام اباد ته سفر وکړ او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د خوندیتوب پر اړتیا خبرې وکړې.
نېږدې شل زره افغانان چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي، په دې تمه دي چې د بیا مېشتېدو لپاره امریکا ته واستول شي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په یوه نوي راپور کې د ځینو طالب چارواکو له قوله لیکلي، چې دوی له محرم پرته هغه مېرمنې بندیانوي، چې د تاوتریخوالي قرباني دي.
دغو چارواکو یوناما ته ویلي، چې که د ښځو محرم دوی ته ناامني رامنځته کړي، دوی به هم «د تاوتریخوالي قربانیان بندخونې ته واستوي».
یوناما ویلي، چې د ساتنې لپاره د ښځو بندي کول دغه قربانیان له ازادۍ څخه محروموي.
یوناما د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۳مه) د طالبانو د چارواکو له خوا "د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ شکایتونو ته رسیدګي" تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ څخه د ۲۰۳۲ کال د مارچ تر میاشتې پورې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنیست پر بنسټ د تاوتریخوالي شکایتونه څېړلي دي.
ځینو طالب چارواکو یوناما ته ویلي؛ دا ډله له تاوتریخوالي سره مخ هغه ښځې په هغو قضیو کې بندي کوي، چې قرباني ښځې د ژوند کولو لپاره "محرم" نه لري او یا هم له "محرم" سره د قربانیانو استوګنځی د ښځو لپاره ناامنه ګڼل کیږي.
یوناما ویلي؛ دا څرګنده نه ده چې طالبان د تاوتریخوالي قرباني ښځې د محکمې د حکم پر اساس بندي کوي او که نه.
یوناما ویلي، چې د تاوتریخوالي د قربانیانو بندي کېدل ښايي د دوی پر روحي او رواني روغتیا منفي اغېز وکړي او له خوشې کېدو وروسته دغه قرباني ښځې بیا له ځورونې، تبعیض او "بدنامۍ" سره مخ شي.
یوناما زیاتوي؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو د ملاتړ مرکزونه د (امن خونه) وه خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا مرکزونه نه شته.
په ختیځه سیمه کې د طالبانو یوه قاضي یوناما ته ویلي، چې د طالبانو کابینه د ښځو د ملاتړ مرکزونو ته د اړتیا په اړه څېړنه کوي.
یوناما په دغه راپور کې د څلورو ښځینه پولیسو، څارنوالانو او د طالبانو امر بالمعروف په ګډون له ۷۱ کسانو سره مرکې کړې دي.
د ملګرو ملتونو استازولۍ له ۸۷ مدني فعالانو سره هم مرکې کړې، چې ۵۷ یې نارینه او ۳۰ یې ښځې دي.
دغه دفتر ویلي؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي کچه "خورا لوړه" وه.
د یوناما په وینا؛ په هغه وخت کې شاوخوا نیمایي افغان مېرمنو راپور ورکړی و، چې دوی لږ تر لږه یو ډول تاوتریخوالی تجربه کړی.
دغه سازمان وايي؛ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې نورې هم زیاتې شوې دي.
شکایتونو ته رسیدګي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي وايي، چې د طالبانو څلور بنسټونه (پوليس، محاکم، د عدلیې او څارنوالۍ ریاستونه) د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د شکايتونو د څېړلو "قانوني" صلاحيت لري، چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي ته رسیدګي وکړي.
د یوناما د راپور له مخې؛ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شکایتونه ډېری وخت د امر بالمعروف په منځګړیتوب چې د دې موضوعاتو صلاحیت نه لري ترسره کیږي.
د یوناما د راپور موندنې
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا؛ په وژنو کې ناموسي وژنې، جنسي تېري، ټپي کېدل او معلولیت او له میراث څخه محرومول هغه موارد دي، چې د ښځو او نجونو په وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي تر ټولو عام ډول شکایتونه ثبت شوي دي.
یوناما په دغه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د عدلي او قضايي ادارو ډېری شکایتونه له میراث څخه د محرومیت او د ملکیت د مخنیوي په اړه ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې د طالبانو امر بالمعروف د میراث د محرومیت، د واده د منع یا د خاوند د ټاکلو، جبري ودونه او د وهل ټکولو شکایتونه ترلاسه کړي دي.
طالب چارواکو ویلي، چې دوی د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قضیو د حل لپاره له شرعي احکامو او په ځینو مواردو کې د پخواني افغان حکومت له قوانینو کار اخلي.
په مرکزي سیمه کې یوه امنیه قوماندان او په ختیځه سیمه کې د طالبانو یوه قاضي یوناما ته ویلي، چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قرباني شوې ښځې غواړي خپل شکایتونه په دودیزه توګه حل کړي.
مدني فعالانو هم یوناما ته وویل، چې د تاوتریخوالي ډېری قربانیان د رسمي چارواکو په پرتله د شخړو د حل دودیز میکانیزم غوره ګڼي.
دغو فعالانو د دې انتخاب لامل "له طالب چارواکو او بیا قرباني کېدو" وېره یاده کړې ده.
په مرکزي سیمه کې د طالبانو یوه قضايي چارواکي یوناما ته ویلي، چې د دوی دفتر د کورني تاوتریخوالي شکایتونه اداره کوي چې ښځې یې اغیزمنې کړي.
هغه وویل: " منځګړیتوب ته ترجیح ورکوي ځکه چې د محاکمو اجرات ډېر وخت نیسي."
د طالبانو د بنسټونو ډېروالی او خپلسري پرېکړې
یوناما وايي، چې د طالبانو د ګڼو بنسټونو له امله دا نه ده څرګنده، چې د دوی له ډلې کوم د عدالت د تامینولو واک لري.
د ښځینه کارکوونکو نه شتون بل لامل دی، چې قربانیان د طالبانو دفترونو ته نه ځي.
یوناما ټینګار کړی، چې افغان ښځې د تاوتریخوالي قرباني له تاریخي پلوه تل عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي؛ خو دا ننګونې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته زیاتې شوې دي.
ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د شکایتونو لپاره د عدالت د ادارې لپاره یو قانوني چوکاټ جوړ او تنظیم کړي.
یوناما ویلي؛ طالبان باید د شخړو د هواري او منځګړیتوب دودیز میکانیزمونو د کنټرول او تنظیم لپاره واضح حقوقي چوکاټ برابر کړي.
یوناما همداراز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د توپیر د پای ته رسولو او په افغانستان کې د هغو غیردولتي موسسو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره خدمات وړاندې کوي.

په ټیلګرام کې د پاکستان مخالفو وسلوالو ډلو لښکر اسلام او تحریک طالبان پاکستان ته نېږدې کانالونه وايي، چې یادو دواړو ډلو د خېبر پښتونخوا په تیراه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې ګډ برید کړی، چې له امله یې دوه نظامیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
بل خوا سماء نیوز د خېبر پښتونخوا د یو شمېر چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې تېره شپه یو شمېر وسلوالو په تیراه کې د پاکستاني نظامیانو پر پوستې برید کړی، چې له امله یې دوه نظامیان ټپیان شوي دي.
دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان د حکومت دوه مخالفې ډلې پر یو ځای د ګډو عملیاتو خبر ورکوي، له دې وړاندې په جون میاشت کې هم د ګډو عملیاتو اعلان شوی و؛ خو د کوم ښکاره برید بېلګه یې معلومه نه وه.

د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو عمومي رییس محمد حنیف حمزه د ازبکستان له چارواکو وغوښتل چې افغانستان ته صادراتي برېښنا زیاته کړي. طالبان وايي، نوموړي د ازبکستان د برېښنا وزیر میرزا محمدوف جورابیک سره په کتنه کې په افغانستان کې د برېښنا په کموالي او نورو ستونزو غږېدلی دی.
د اعلامیې له مخې، ښاغلي حمزه له ازبکستاني لوري سره په افغانستان کې د برېښنا د کچې د زیاتوالي، د برېښنا د تعرفې د ټیټولو، د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو ته د وېزې د ستونزو د حل او د سرخان - پلخمري برېښنا پروژې په اړه خبرې وکړې.
د نوموړي په خبره، په هیواد کې د برېښنا د کمښت له امله د عامو وګړو ترڅنګ صنعتي، سوداګریزو او دولتي تاسیساتو ته د اوسنۍ برېښنا کچه بسنه نه کوي او پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.
طالبان د ازبیکستان د انرژۍ وزیر میرزا محمدوف جورابیک په حواله وایي چي په دې هېواد کې د برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرچاوۍ رامنځته کیږي چې د دریو دستګاوو د تخنیکي ستونزو پر حل کیدو سره به د تړون پر اساس افغانستان ته برېښنا ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر هیوادوال په ځانګړي توګه د کابل ښار اوسیدونکي بیا د برېښنا له ډیرې پرچاوۍ څخه سر ټکوي او وایي چې د برېښنا دوامداره نشتون ددوی د ژوند چارې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د افغانستان د سیاستوالو او د مدني ټولنې د غړو یوې ډلې پرون د بریتانیا د پارلمان په تالار کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه. په جنیوا کې د افغانستان سفير نصير احمد اندېشه وايي، دې غونډه کې د بريتانيا د پارلمان دوو غړو او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت يوه استازي هم حضور درلود.
ښاغلي اندېشه افغانستان انټرنېشنل سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې ولسواک نظام رامنځته کول د دغو خبرو اصلي ټکی و.
د ښاغلي اندېشه په وینا، په دې غونډه کې د مدني ټولنې د بنسټونو او سیاسي ډلو د ګډون لپاره د یوه منسجم پلان پر جوړولو ټینګار وشو.
نصیر احمد اندیشه ټینګار وکړ چې اوس نړۍ له افغانستانه بهر د افغان سیاسي او مدني ډلو فعالیتونو ته پام شوی او د بریټانیا پارلمان په ځانګړې توګه د کارګر ګوند غړي هم په بهر کې د افغانانو پر مدني او سیاسي فعالیتونو تمرکز لري.

د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو فعالان او دڅلور معترضې ښځې ژر تر ژره خوشې کړي. دغه سازمان پرون بیا ویلي، د طالبانو په بند کې د بشري حقونو د یو شمیر فعالانو او د پریسا ازاده، ندا پرواني، ژولیا پارسي او منیژه صدیقي دوامدره ساتلو اندیښمن کړي دي.
د دیسمبر پر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت هم مختلفو لورو پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو فعالان په تېره دغه یادې څلور مېرمنې خوشې کړي.
د بښنې نړیوال سازمان د نومبر په ۲۵ مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو د ملاتړ لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین وکړ.
په دې ۱۶ ورځو کې د بښنې نړیوال سازمان هره ورځ د دغه سازمان په ټولنیزه پاڼه کې د ښځو اړوند د بشري حقونو، پوهنې او د ښځو د حقونو د مدافعینو هغه پیغامونه خپرول چې پکې د نیول شویو ښځو د خوشې کیدو او ټولو بشري حقونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی غوښتل شوی و.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره ښځې او نجونې د زدکړو او کاري فرصتونو په ګډون له خپلو ټولو لومړنیو حقونو بې برخې شوې دي.