• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د لوړو زدکړو وزير وایي، د نړۍ د تور ليست او بنديزونو پروا نه لري

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زدکړو وزير نن په لغمان کې يوې غونډې ته وويل، چې که يې د نړۍ د تور ليست پروا ساتلای ۲۰ کاله به نه ورسره جنګېدلای. هغه نن لغمان ته د ۵ ميلونه افغانيو په لګښت د پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي لپاره د راډیو د افتتاح لپاره تللی و.

نوموړي ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د لغمان پوهنتون لپاره د ماسټرۍ پروګرام، لاربراتوار، د پوهنتون لپاره احاطوي دیوال او د غونډ لپاره تالار جوړول هم منظور کړي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزير ندامحمد نديم يوې لویې غونډې ته وويل، چې نړۍ د بشري حقونو د سرغړونې په نوم ددوی پر وزيرانو بنديزونه لګوي او په تور ليست کې يې شاملوي.

د هغه په خبره، چې د نړۍ د تور ليست او بنديزونو پروا نه ساتي او دوی د شریعت او خپل مشر لاره تعقيبوي.

د نديم په خبره، چې نړۍ په فلسطين کې د روان ظلم په اړه چوپ ده او هلته، چې د ښځو او ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کېږي، هغوی په تورليست کې نه شاملوي او ملګرتيا يې کوي. (( موږ که د نړۍ د تور ليست پروا ساتلای شل کاله به مو مقابله نه ورسره کولای، په فلسطين کې چې ښځۍ او ماشومان وژل کېږي نړۍ چوپ ده او هيڅ ظالم تور ليست ته نه اضافه کوي، د نړۍ دام يوازي د مسلمانانو بې اتفاقۍ ته جوړ دی)).

نديم وويل، چې د نړۍ هيڅ مرستې او لاسنيوي ته اړتيا نه لري او ټولې چارې د ولس په مالیې ورکولو مخ ته وړي.

د هغه په خبره، چې اوس هم د کفري نړۍ غلامان د دوی په وړاندې تخريب کوي او د ښځو په نوم د بشري حقونو د نقص بهانې کوې.

نوموړي محصلينو ته په خطاب کې وويل، چې تحصیلي نظام يې د تېر شل کلن فساد څخه خلاص کړی او بايد ځوانان په اسلامي فکر سمبال شي.

د طالبانو دغه چارواکي په تېرو شلو کلونو کې د لغمان د خلګو (قربانۍ) وستايلې او هيله يې وښوده، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د هيواد د پرمختګ په برخه کې لوی مثبت بدلونه رامنځ ته شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ژولیا پارسي د طالبانو له بند خوشې شوه

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۱ GMT+۰

د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي چې درې میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوې وه، نن دوشنبې د (لیندۍ ۲۷مه) د طالبانو له بند خوشې شوه. د ژولیا پارسي کورنۍ هم له افغانستان انټرنېشنل سره په خبرو کې د نوموړې د خوشې کیدو خبر تایید کړ.

طالبانو د تلې په ۵مه نوموړې په کابل کې نیولې وه او د نیولو علت یې هم د دغې ډلې د سخت دریځیو پروړاندې د ژولیا پارسي او یو شمیر نورو ښځینه فعالانو د غږ پورته کول بلل کیده.

نوموړې په داسې حال کې د طالبانو له بند خوشې کیږي چې څو ورځې مخکې یوه بله معترضه میرمن ندا پرواني هم له خپل زوی او خاوند سره یې د طالبانو له بند خوشي شول.

تراوسه د ژولیا پارسي د روغتیایي وضعیت په اړه کره معلومات نشته، خو نوموړې څو موده مخکې د نامعلوم علت له امله له بندخونې څخه روغتون ته لیږدول شوې وه.

یو شمیر میرمنو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي و چې ژولیا پارسي "د طالبانو د وحشیانه شکنجو له امله د ناوړه فزیکي او رواني حالت سره روغتون ته وړل شوې."

د مېرمن پارسي کورنۍ ته د يوې نږدې سرچينې په ګډون باخبرو سرچينو هم روغتون ته د هغې لېږد تاييد کړى، خو طالبانو د مېرمن پارسي د لېږد د لامل، د ناروغۍ د څرنګوالي او يا هم د دې مېرمنې د جسمي حالت په اړه څه و نه ويل.

د چین استازی متقي ته: د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د چين ولسي جمهوريت ځانګړي استازي يو شيايوينګ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره په کتنه کې وویل چې دغه هیواد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي. دواړو لوریو د افغانستان او چين د دوه اړخيزو اړيکو پر وروستيو پرمختګونو هم خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په خپله اېکس پاڼه کې همداراز لیکلي، ښاغلي متقي په دغه کتنه کې د مس عینک د عملي کار په پیل او چين ته د افغانستان د صادراتو پر زیاتیدو هم ټینګار وکړ.

له دې سره، د افغانستان لپاره د چين ولسي جمهوريت ځانګړي استازي يو شيايوينګ وويل چې چين له افغانستان څخه پر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه تر ډېره له منځه وړې ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري وده وکړي.‏

د یادولو ده چې دواړو لوريو د اړیکو په پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو په زیاتوالي او سیاسي برخو کې په لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.

سره له دې د طالبانو اداره لکه نورو هیوادونو د چین له خوا هم په رسمیت نه ده پیژندل شوې، خو دغه هیواد له کلونو راهیسې له طالبانو سره کله په پټه او کله هم ښکاره ډول اړیکې ساتلي دي.

په پکتيا کې طالبانو له انځورګرو غوښتي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې فعاليت وکړي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۹ GMT+۰

دغه يو ورځنی نندارتون نن دوشنبه د پکتيا په اطلاعاتو فرهنګ رياست کې جوړ شوی و. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر ثواب جان اسلام يار وایي، د انځوريز نندارتون د جوړېدو موخه ددې هنر د فعالانو ستاينه او ملاتړ دی.

نوموړي له نقاشانو او انځورګرانو غوښتنه کړې، چې د دوی د نظام د اصولو او شریعت مراعتولو سره دي فعاليت وکړي.

په نندارتون کې سلګونه د نقاشۍ او انځورګرۍ تابلوګانې نندارې ته اېښودل شوې وې.

هنرمندانو د نورو نندارتونو پر عکس دا ځل په دغه نندراتون کې چاپيريال، ګلونه او سمسوري سيمې ډېري انځور کړې وې.

د نندارتون ګډوالو له طالبانو غوښتنه کړې، چې تابلوګانو ته دې بازار پيدا شې.

د يادوني وړ ده، چې ډېر وخت به انځورګرانو د ټولني ستونزې، غوښتنې او په خاص ډول د ښځو او ماشومانو د ژوند د سخت حالت پيغامونه د انځور په ژبه نندارې ته وړاندي کول.

د خوست ښار د پلازو او مارکېټونو مالکان وايي یوه ډله د سراج الدین حقاني په نامه زورواکي کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۴ GMT+۰

د خوست ښار د پلازو او مارکېټونو یو شمیر ملکان شکایت کوي چې په دغه ولایت کې پر وسلو سمبال کسانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په نامه زرواکي روانه کړې ده. دوی وايي دغې ډلې د خوست ښار د پلازو او مارکېټونو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې چوکېداران دې د دوی په خوښه وګوماري.

د خوست ښار د پلازو او مارکېټونو څو تنو مالکانو نن دوشنبې د ( لیندۍ ۲۷ مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په دغه ولایت کې یو شمیر وسلوال چې ځانونه د طالبانو فدايي ګروپ غړي بولي، پر دوي فشار راوړی ترڅو د پلازو او مارکېټونو څوکېداران د دوی لخوا د هماهنکي په نامه جوړ شوي دفتر سره ځانونه ثبت کړي.

دوی وایي دا کسان یې ګواښي چې که دا کار ونه کړي نو د پلازو او مارکېټونو مالکانو سره به څوکېداران زندان ته ولیږي.

د خوست ښار یو شمیر څوکېدارانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې اوس هم د دوی د اتحادیې د مشر بهادر په کډون ۸ تنه څوکېداران د طالبانو د خوست امنیه قومندانۍ کې زندانيان دي.
د دوی په خبره چې دغو وسلوالو کسانو ورڅخه غوښتي و چې د دوی لخوا د هماهنکي دفتر سره ټول څوکېداران ثبت او کارتونه واخلي او یا هم خپلې دندې پرېږدي.

د خوست ښار د پلازو او مارکېټونو ځینې مالکان وايي د خوست امنیه قومندان حافظ راشید چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مرستیال محمد نبي عمري ورور دی، دوی ته ویلي چې ددغو وسلوالو پرضد دې نه ودریږي او دغه قراراد له مرکز څخه دوی اخیستی دی او دا قرارداد به عملي کیږي.

دوی زیاتوي څو ځلې یې ددې ستونزې د حل لپاره د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته ورغلي خو د سراج الدین حقاني په کډون له نورو چارواکو سره د لیدنې وخت نه دی ورکړل شوی.

دغه وسلوالو د خوست ښار د پلازو او مارکېټونو مالکانو او څوکېدارانو ته ویلي چې د څوګېدارانو د ګمارنې قرارداد یې د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني څخه اخیستی دی او ادعا لري چې نوموړي ته نژدې کسان هم دي.

د معلومات له مخې په ټول خوست ښار کې پلازې او مارکېټونه شاوخوا ۴۷۰ تنه څوکېداران لري.

ځايي سرچینو افغانستان انټرشنل ـ پښتو ته وویل چې دا کسان نیت لري چې د پلازو او مارکېټونو ترڅنګ دوکاندرانو څخه د څوکېدارانو په نامه زیاتې پیسې راټولې کړي خو یوازې ۶۰۰۰ افغانۍ څوکېدارانو ته د میاشتې تنخوا ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال یو څوکېدار له ۱۰۰۰۰ افغانیو څخه تر ۱۵۰۰۰ افغانیو پورې تنخوا لري.

د خوست ښار یو څوکېدار وايي ( په هیواد کې بې کاري او ناوړه اقتصادي وضعیت او بلخوا دغه وسلوال چې ځانونه د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نژدې کسان معرفي کوي له مونږه یوه مړۍ ډوډۍ په زوره اخلي، مونږ د طالبانو له مشرانو غواړو چې ددغو کسانو مخه ونیسي )

نه یوازې په خوست کې په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د طالبانو اړوند کسان د بېلابیلو لارو څخه غواړي د پيسو د عوایدو ځاینونه د چارو د سمون په بهانه په خپل کنټرول کې راولي.

ددې راپور په اړه مو هڅه وکړه، ترڅو په خوست کې د امنیه قومندانۍ او کابل کې د کورنیو چارو وزارت نظر ولرو، خو د هڅو سره په دې کار بریالي نشو.

طالب چارواکي: له افغان کډوالو سره د ګاونډیو هيوادونو ناوړه چلند خوابدي کړي یو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۲ GMT+۰

طالب چارواکو د کډوالۍ نړیوالې ورځې په نماځغونډه کې وویل افغانستان ته د کډوالو راستنېدل یې په ښه ډول مدریت کړي خو له افغان کډوال سره د ګاونډیو هیوادونو چلند غیري انساني بولي. دوی وايي ګاونډیو هیوادونو د ټولو اصولو خلاف افغان کډوال له خپلو هيوادونو را واېستل.

دغو چارواکو داسې مهال د کډوالو نړیواله ورځ ونمانځله چې دمګړۍ له اوه میلیونو ډیر افغانان د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې ژوند کوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۷مه) د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وويل د پاکستان او ایران له لوري په جبري ډول د افغان کډوالو اېستل د نه منلو وړ دي : «د ګاونډیانو له لوري زموږ د افغانانو په حق کې ظلم کیږي، موږ وتوانیدلو چې د کډوالو راتګ په ښه توګه مدیریت کړو او هغوی ته مو اړینې اړتیاوې برابرې کړې.»

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل، تر بل هر وخت په افغانستان کې د ښځو حقونه تامین دي.او له افغان کډوالو څخه یې وغوښتل چې هیواد امن شوی، دوی دې خپل کور ته راستانه شي.

ملا برادر د خپلې وینا پر مهال د اسراییل او فلسطین جګړې ته په اشارې سره وویل: «د غزې نیم وګړي بې ځایه شوي او د کډوالو اساسي حقونه تر پښو لاندې کیږي، نړیواله ټولنه دې په غزه کې د بې ګناه وګړو د وژنو او بمباریو مخنیوی وکړي.»

همدارنګه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلان خروټي د پاکستان او ایران له لوري په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو په اړه نیوکې وکړې او ویې ویل، «په تېرو دوو میاشتو کې پاکستان ټول اسلامي، بشري او د ګاونډیتوب د حقونو خلاف پر کډوالو د ژوند کولو کړۍ تنګه کړې ده په زور یې له خپل هیواده وباسي او شتمنۍ یې غصب کوي، ځینې ماشومان له کورنۍ پرته په زور له پاکستانه راباسي، زرګونه افغانان په زندانونو کې پراته دي.»

نوموړی له ایران او ترکیې هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو مخه دې ونیسي.

همدارنګه په دغه غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له پاکستان او ایران څخه د راستانه شویو کډوالو لپاره په هیواد کې د ځینو امتیازونو د ورکړې خبر ورکړ.

نوموړی وايي، تازه راستانه شوي هیوادوالو له مالیې ورکولو خلاص دي، د ژوند او کار کولو په برخو کې به د ځانګړو امتیازونو څخه برخمن وي، «هغه کډوال چې په افغانستان کې سرپناه نه لري هغوی ته به د کور لپاره ځمکې، د سوداګرو لپاره چې په هیواد کې پانګونه کوي د هغوی ټوله سوداګري او کاروبار به له مالیې ورکولو څخه معاف وي.»

دغه طالب چارواکی وايي، تر دې مهاله اوه لکه افغانان هیواد ته په جبري ډول راستانه شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې درې زره افغانان یې د پاکستان او اوه زره افغانان د ایران او ترکیې له زندانونو څخه راخوشې کړي دي.