په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ د شاوخوا سلو افغان بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، اعلان وکړ چې په تېرو څو ورځو کې د کراچۍ ښار له زندانونو ۹۹ افغان اتباع خوشې شوي دي. یوه طالب چارواکي ویلي، چې دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې ۳۶۸ افغانان بندیان دي.