• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د انفلاسیون کچه ۴۳ سلنې ته رسېدلې او د توکو په بیو کې خورا لوړوالی راغلی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې؛ د دغه هېواد د اونیز انفلاسیون کچې د وروستي راپور له مخې د انفلاسیون کچه ۴۳،۱۶ سلنې ته لوړه شوې او د خوراکي توکو بیې ورځ تر بلې پورته کیږي.‌

د انفلاسیون یا د پیسو د بې ارزښته کېدو، اصلي لامل په بې سارې توګه د خوراکي توکو او په ځانګړې توګه د بورې، دالو، هګۍ او وريجو د بیو لوړېدل په ګوته شوي دي.‌

د کارپوهانو په وینا؛ پاکستان د انفلاسیون له سخت فشار سره مخامخ دی.

د پاکستاني نیوز رسنۍ د راپور له مخې؛ د دې اونۍ په پیل کې د پاکستان دولتي بانک د سود نرخ کې کوم زیاتوالی نه دی راوستی او لا هم په تر ټولو لوړه کچه ۲۲ سلنه کې دی.‌

د ګازو د نرخونو د لوړېدو له امله د پاکستان دولتي بانک هیله درلوده، چې دا به په انفلاسیون باندی مثب اغیز وکړي،‌ چې داسې لا نه دي شوي.

په وروستیو دوو کلونو کې د انفلاسیون د ډېرېدو له امله د پاکستان دولتي بانک د سود نرخ ۱۵ فیصده لوړ کړی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکي: له افغان کډوالو سره د ګاونډیو هيوادونو ناوړه چلند خوابدي کړي یو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۲ GMT+۰

طالب چارواکو د کډوالۍ نړیوالې ورځې په نماځغونډه کې وویل افغانستان ته د کډوالو راستنېدل یې په ښه ډول مدریت کړي خو له افغان کډوال سره د ګاونډیو هیوادونو چلند غیري انساني بولي. دوی وايي ګاونډیو هیوادونو د ټولو اصولو خلاف افغان کډوال له خپلو هيوادونو را واېستل.

دغو چارواکو داسې مهال د کډوالو نړیواله ورځ ونمانځله چې دمګړۍ له اوه میلیونو ډیر افغانان د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې ژوند کوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۷مه) د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وويل د پاکستان او ایران له لوري په جبري ډول د افغان کډوالو اېستل د نه منلو وړ دي : «د ګاونډیانو له لوري زموږ د افغانانو په حق کې ظلم کیږي، موږ وتوانیدلو چې د کډوالو راتګ په ښه توګه مدیریت کړو او هغوی ته مو اړینې اړتیاوې برابرې کړې.»

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل، تر بل هر وخت په افغانستان کې د ښځو حقونه تامین دي.او له افغان کډوالو څخه یې وغوښتل چې هیواد امن شوی، دوی دې خپل کور ته راستانه شي.

ملا برادر د خپلې وینا پر مهال د اسراییل او فلسطین جګړې ته په اشارې سره وویل: «د غزې نیم وګړي بې ځایه شوي او د کډوالو اساسي حقونه تر پښو لاندې کیږي، نړیواله ټولنه دې په غزه کې د بې ګناه وګړو د وژنو او بمباریو مخنیوی وکړي.»

همدارنګه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلان خروټي د پاکستان او ایران له لوري په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو په اړه نیوکې وکړې او ویې ویل، «په تېرو دوو میاشتو کې پاکستان ټول اسلامي، بشري او د ګاونډیتوب د حقونو خلاف پر کډوالو د ژوند کولو کړۍ تنګه کړې ده په زور یې له خپل هیواده وباسي او شتمنۍ یې غصب کوي، ځینې ماشومان له کورنۍ پرته په زور له پاکستانه راباسي، زرګونه افغانان په زندانونو کې پراته دي.»

نوموړی له ایران او ترکیې هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو مخه دې ونیسي.

همدارنګه په دغه غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له پاکستان او ایران څخه د راستانه شویو کډوالو لپاره په هیواد کې د ځینو امتیازونو د ورکړې خبر ورکړ.

نوموړی وايي، تازه راستانه شوي هیوادوالو له مالیې ورکولو خلاص دي، د ژوند او کار کولو په برخو کې به د ځانګړو امتیازونو څخه برخمن وي، «هغه کډوال چې په افغانستان کې سرپناه نه لري هغوی ته به د کور لپاره ځمکې، د سوداګرو لپاره چې په هیواد کې پانګونه کوي د هغوی ټوله سوداګري او کاروبار به له مالیې ورکولو څخه معاف وي.»

دغه طالب چارواکی وايي، تر دې مهاله اوه لکه افغانان هیواد ته په جبري ډول راستانه شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې درې زره افغانان یې د پاکستان او اوه زره افغانان د ایران او ترکیې له زندانونو څخه راخوشې کړي دي.

په امریکا او اروپا کې د منظور پښتین د بندي کېدو په غبرګون کې لاریونونه وشول

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۹ GMT+۰

په امریکا او اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مشر منظور پښتین بندي کېدو، د چمن پرلت د غوښتنو نه منل کېدو، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون او په پاکستان کې د بلوڅانو د پرلت په ملاتړ لاریونونه وکړل.

دغه لاریونونه د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۶مه) د امریکا په ټکساس ایالت، په ایټالیا او پاریس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او پلویانو له لوري تر سره شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په پاکستان او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې به یې اعتراضي لاریونونه تر هغه وخته روان وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له بنده نه وي خوشي شوی او همدارنګه په چمن کې د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د روان پرلت او په بلوچستان کې د بلوڅانو د پرلت غوښتنې نه وي منل شوې.

دغو لاریون کوونکو د پښتون ژغورنې د مشر منظور پښتین انځورونه او د افغانستان ملي بیرغ له ځان سره لیږدول او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عبدالله احسان وايي: «د غورځنګ غوښتنې معلومې دي او موږ په اروپايي هیوادونو او امریکا کې د لاریونونو غوښتنې هم څرګندې دي موږ غواړو نړیوالو ته وښیو چې د پاکستان حکومت د پښتنو او بلوڅو ضد پالیسي مخ ته وړي او دوی د غورځنګ هغه غړي بندیانوي چې د پښتنو او بلوڅو د حق غوښتنو په دفاع غږ پورته کوي.»

د پاکستان له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو غړو د نیولو، له پاکستان په زور د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون، د چمن او بلوڅو د پرلتونو په ملاتړ په پاکستان کې هم لاریونونه روان دي.

پاکستان له ملګرو ملتونو د څېړنو غوښتنه وکړه چې، ټي ټي پي څنګه پرمختللې وسلې ترلاسه کړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۶ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي مرستیال ویلي دي چې پاکستاني طالبان پرمختللې وسلې لري، د سیمې او پاکستان د ناامنۍ لپاره یې کاروي. عثمان جدون له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې اړه پلټنې وکړي چې ټي ټي پي څنګه دغه وسلې ترلاسه کړې.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶ مه) راپور ورکړ چې عثمان جدون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې پرانیستې غونډه کې په سیمه کې د وسلو د ناقانونه قاچاق او له هغوی څخه د ناسمې ګټنې له امله رامنځته شوي ګواښونه خطرناک وبلل.

هغه زیاته کړه چې «ترهګرې» ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان پرمختللې وسلې د ناقانونه وسلو له بازارونو او یا له هغو ادارو څخه ترلاسه کوي چې غواړي یوه ځانګړې سیمه یا هیواد بې ثباته کړي.

د هغه هدف له ځانګړي هيواد څخه ښايي پاکستان وي چې په دې ورستیو کې د ناامنۍ له پیښو سره مخ دی خو د هغو ادارو یاده يې و نه کړه چې غواړي پاکستان ناکراره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي مرستیال وویل، «ترهګر او جنایتکونکي دا پرمختللې وسلې نه جوړوي، بلکې د ځینو سیمو یا هېوادونو د بې ثباته کولو په نیت یې له ناقانونه بازارونو او بنسټونو ترلاسه کوي.»

عثمان جدون اعلان وکړ چې پاکستان له نړیوالې ټولنې سره د هغو کسانو د افشا کولو لپاره همکاري کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ او مالي مرستې ورته رسوي.

دغه پاکستاني دیپلومات ټینګار وکړ چې دا د «ټولو دولتونو او ملګرو ملتونو مسوولیت دی چې د وسلو د ناقانونه سوداګرۍ او لېږد د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.»

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، د پاکستان د پوځ پر ضد د تحریک طالبان پاکستان بریدونه زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې د دوی د امنیتي ځواکونو پر ضد په بریدونو کې کاروي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې د روان کال په سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکا له خوا پاتې شوې وسلې «ترهګرو» ته په لاس ورغلې او د پاکستان لپاره یې ګواښ وباله. ممتاز زهرا بلوڅ وویل، چې دا حالت د نړیوالو پام ته اړتیا لري او ټول باید په ګډه مسوولیت په غاړه واخلي.

ایران له پاکستانه غوښتي چې له پولې هاخوا د ترهګرۍ پر ضد اقدام وکړي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۰ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د دوی څېړنې ښیې چې ایران ته ترهګر د پاکستان له خاورې ورننوځي. تحقیقاتو د ګاونډي هېواد پاکستان له پولو څخه د ایران اسلامي جمهوریت ته د تروریستي ډلې د ننوتلو څرنګوالی روښانه کړی دی.

هغه زیاته کړې: "د شپې له تیارې په ګټې اخیستو سره ترهګر د پاکستان له خاورې ایران ته راننوځي او زمونږ امنیتي ځواکونه په نښه کوي."

د ایران د چارواکو په وینا؛ د جمعې ورځې په ماښام د دغه هېواد د سویل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت په راسک سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز برید شوی، چې لږ تر لږه ۱۱ ایراني پولیس پکې وژل شوي وو.

د جیش العدل په نامه یوې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستې دی.

وحيدي د دغه برید په غندلو سره ټينګار کړی، چې اردو، پوليس او امنيتي ځواکونه په فعاله توګه د پېښې د عاملينو د نيولو هڅې کوي او ډاډ یې ورکړی چې د دې برید ځواب به ورکوي.

د پاکستان حکومت وايي ۴ لکه ۳۵ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شول

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۱ GMT+۰

د پاکستاني د حکومتي شمېرو له مخې؛ له دغه هېواده له تېر اکټوبر راهیسې تر ۴ لکو ۳۵ زرو بې اسناده افغان کډوال هېواد ته ستانه شول. د پاکستان حکومت افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي او د تېر اکټوبر په لومړیو کې یې د دوی د اېستلو لړۍ پیل کړه.

د پاکستان دولتي راډیو نن د پاکستاني چارواکو په حواله وايي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري.

سره له دې چې نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو بیا - بیا له اسلام اباد غوښتي، چې د دې کډوالو ستنول وځنډوي؛ خو د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي، چې د راتلونکي میلادي کال تر پیل پورې ټول بې اسناده کډوال ستنوي او له هغه وروسته به د قانوني کډوالو ستنول هم پیل کړي.