• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي ۲۳۳ ماشومان يې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د تېرو نهو میاشو په ترڅ کې یې په سرپل ولایت کې ۲۳۳ ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي. د دوی په خبره دغه ماشومان یې د هغوی کورنیو ته له ضمامت اخیستلو وروسته سپارلي دي.

دغه وزارت د سه شنبې په ورخ د (لیندۍ ۲۸مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د روان کال په نهو میاشو کې د سرپل ولایت هغه ۲۳۳ ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي چې د ایران له لوري له پولې را اړول شوي وو.

یاد وزارت وايي، دغه ماشومان په هرات ولایت کې د جګړې ماشومان (وار چایلډ) دفتر له لوري په سرپل ولایت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو امریت ته سپارل شوي دي.

دغه ماشومان په داسې حال کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي چې په ورستیو دوو میاشتو کې د پاکستان او ایران له لوري افغان کډ‌وال په زوره له دغو هیوادونو ایستل کیږي او ډیری وختونه د کورنیو غړي له یو بل څخه جلا شوي هم وي.

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق په خپلو خپرو شویو راپورونو کې تل د افغان ماشومانو په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې، په دغه هیواد کې د بې وزلۍ، وچکالۍ او داخلي کډوالۍ له امله ماشومان اړ شوي چې درانه کارونه وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو رسنیز فعال 'جنرال مبین' د پاکستان او طالبانو تر منځ په یوې جنجالي موضوع بدل شوی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۵ GMT+۰

وروسته له هغې چې د طالبانو رسنیز فعال «جنرال مبین» افغانستان ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د ورتلو مخالفت وکړ، یو شمېر طالب رسنیزو فعالانو «جنرال مبین» په بغاوت تورن کړی او ویلي یې دي چې د دغې ډلې د مشرانو د ارادو خلاف روان دی او مخه یې باید ونیول شي.

په «جنرال مبین» د بغاوت تور پورې شوی او ادعا شوې چې په اروپا او ترکیه کې ځینې بنسټونه هغه ته پیسې ورکوي او د طالبانو مخالفت ته یې هڅوي.

100%


د طالبانو ځینو رسنیزو فعالانو ويلي چې په تېرو شلو کالو کې د پخواني افغان حکومت پر وړاندې د جګړې پر مهال د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند له دوی هر اړخیز ملاتړ کړی او دوی یې مخالفت نه کوي.
ويل کیږي د طالبانو دغه رسنیز فعال په تېرو دوو کالو کې څو ځلې خپله د طالبانو له لوري ترې تم شوی او د ده د رسنیزو فعالیتونو په اړه ورته ګوتڅنډنې شوې چې د دغې ډلې د ارادې خلاف دې رسنیز فعالیت بند کړي.
تازه څو ورځې وړاندې په اسلام اباد د طالبانو سفیر د پاکستاني ملا فضل الرحمان کور ته ورغلی و او هغه ته یې د طالبانو له لوري هغه بلنلیک سپارلی چې طالبانو کابل ته د هغه د ورتلو بلنه ورکړې وه.
له هغه وروسته د طالبانو ویاند ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دغې ډلې تر لاس لاندې ملي ټلویزیون ته په یوه غږیز پیغام کې وويل چې مولانا فضل الرحمان یې د دغې ډلې پر «وړاندې د تبلیغاتو د مخنیوي» په موخه کابل ته وربللی دی.
کابل ته د مولانا فضل الرحمان تر بلنې وروسته د طالبانو دغه رسنیز فعال «جنرال مبین» په اېکس ټولنیزه پاڼه د مولانا فضل الرحمان د ورتګ په وړاندې کمپاین پیل کړ چې ګنې کابل ته د هغه د ورتګ مخه دې ونیول شي.

100%


د طالبانو دغه رسنیز فعال په خپلو ټویټونو کې د افغانستان د ملي امنيت د پخواني مشر رحمت الله نبیل هغه ادعا هم بدرګه کوله چې هغه ویلي و د «پخواني جمهوري حکومت پر مهال مولانا فضل الرحمان له افغان حکومت څخه د طالب مشرانو د رضا کولو په پار میلیونونه ډالر اخیستل.»
له هغه وروسته د طالبانو یو شمېر نورو رسنیزو فعالانو د «جنرال مبین» دغه کار د طالبانو ډلې د ارادو خلاف کړنه وبلله او مبین یې د دغې ډلې مخالف وباله.
د مولوي زرغون په نامه یو طالب رسنیز فعال په مبین پسې یوه لیکنه کړې او په کې ویلي یې دي چې «جنرال مبین» دې د طالبانو له لوري مهار کړل شي، هغه ویلي: «د معلوماتو له مخې جنرال مبین د امارت په جهادي لیکو کې عملي کار نه دی کړی، یوازې خواخوږی پاتې شوی نو ځکه د امارت د شلو کلونو فرهنګیان یو ډول او مبین بل ډول روان دی.»
هغه وړاندې وايي چې جمعیت علمای اسلام ګوند او مولانا فضل الرحمان په افغان جګړه کې د دوی ملاتړ کړی، «د امارت د مشرتابه په کچه تصامیمو باندې ښکاره د مبین لخوا نیوکې کیږي د پاکستان ضد پالیسی په نوم ښکاره د پاکستان د ملت علماؤ او هغو مخلصینو توهین کوي چې دوی تېر څلويښت کاله د افغان مجاهدینو او جهاد ننګه کړې ده.»
د طالبانو دغه رسنیز فعال «جنرال مبین» تر دې وړاندې په خپله اېکس پاڼه لیکلي و چې که چا ووژلو، له هغه وروسته به د ده په اېکس پاڼه یوه ويډیو خپره شي او د ده په اړه ټولې نا ویلې به په کې وویل شي.

د چمن پرلت دوه میاشتې وشوې خو لا هم د پاکستان حکومت د پرلت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۲ GMT+۰

د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت پرون دوشنبه د (لیندۍ ۲۷مه) دوه میاشتې پوره شوې. پرلت وهونکي وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني.

د سوېلي پښتونخوا د چمن ښار زرګونو اوسېدونکو د اکټوبر میاشتې په شلمه نیټه د پاکستان د هغې پرېکړې پر ضد پرلت وواهه چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه وشي.

دغو پرلت وهونکو د اعتراضونو له بېلابېلو لارو چارو څخه کار واخیست چې پاکستان یې غوښتنه ومني.

د پرلت وهونکو په ملاتړ لومړی د سوېلي پښتونخوا کې سلګونه ماشومانو د کفنونو اغوستلو سره لاریون وکړ خو د پاکستان حکومت یې په وړاندې بې ځوابه پاتې شو.

د چمن پرلت غړی حافظ عبدالخالق وايي، موږ د خپلې پیل شوې مبارزې څخه نه په شا کیږو. «ماشومان مو په سپینو کفنونه کې ورته را وایستل د خپل حق غوښتنې لپاره مو سالمه مبارزه پیل کړې ده، خو د پاکستان ظالم حکومت زړه سوی نه لري او د زرګونو خلکو د روزګار ادرس یې بند کړی دی.»

د یادو پرلت وهونکو په ملاتړ تېره اونۍ په یوه بې ساري اقدام سره د سوېلي پښتونخوا سلګونو معلولانو لاریون تر سره کړ.

لاریون کونکو د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو پر ضد شعارونه ورکول او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کوله چې خپله پرېکړه بدله کړي.

د چمن لغړي اتحاد مشر او د پرلت سرلاری غوث الله وايي، ماشومان، معلولان او د لوړ عمر لرونکو کسانو له لوري د لاریونونو او اعتراضونو وروسته بیا هم د پاکستان حکومت زموږ غوښتونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او د پاسپورټ په اړه د پاکستان خپلسرې پرېکړې پر ضد به مزاحمت همداسې روان ساتي. «د پاکستان له حکومته موږ ښکاره غوښتنه لرو هغه دا چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه پاسپورټ نه منو. او موږ خپل له دې غوښتنې نه په شا کیږو. دوه کاله مخکې هم د پاکستان د دغه ډول پرېکړي پر ضد موږ د پاکستان له حکومت سره اخ و ډب وکړ ملګري مو مړه او ټپیان شول، دا ځل هم که د چمن اوسیدونکي مړه کیږي خو د پاکستان یادې پرېکړې ته به غاړه کېنږدو.»

د بلوچستان ایالت ځايي سیاسي ګوندونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ هم له دغه پرلت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د پرلت په ملاتړ یې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې لاریونونه ترسره کړي.

خو د دغو ټولو اعتراضونو سر بیره هم د پاکستان حکومت د پرلت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزه په جبري کېدو سره د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د زرګونو کسانو کاروبار زیانمن شوی او زرګونه کسان وزګاره شوي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ د شاوخوا سلو افغان بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۹ GMT+۰

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، اعلان وکړ چې په تېرو څو ورځو کې د کراچۍ ښار له زندانونو ۹۹ افغان اتباع خوشې شوي دي. یوه طالب چارواکي ویلي، چې دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې ۳۶۸ افغانان بندیان دي.

په کراچۍ کې د طالبانو سر قونسل عبدالجبار تخاري د یکشنبې په ورځ پر ایکس پاڼې یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې دغه بندیان د لیندۍ په ۲۴مه او ۲۵مه د کراچۍ له زندانونو خوشې شوي دي.

نوموړي وويل، چې له دغو کسانو څخه ٥٦ تنه د چمن – سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغې قونسلګرۍ د شمېرو له مخې؛ په تېر کال کې د سند صوبې له زندانونو څه باندې درې زره افغان اتباع خوشې شوي دي.

د پاکستان د سند ایالت حکومت له شاوخوا یو کال راهیسې په دغه ایالت کې د افغان اتباعو او کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړې، چې په ترڅ کې یې زرګونه افغانان یا نیول شوي او یا هم له هېواده شړل شوي دي.

ملا حسن اخوند: له کډوالو باید سیاسي استفاده ونه شي او د فشار په توګه ونه کارول شي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي، چې د افغان کډوالو کوربه هېوادونه باید له کډوالو سیاسي استفاده ونه کړي.

نوموړي نن دوشنبې (د لیندۍ ۲۷مه) په خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې د کډوالو د راستنولو بهیر باید په تدریجي او ابرومندانه توګه ترسره شي.

د طالبانو رییس الوزرا دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د پاکستان د وروستیو ناامنیو له امله افغانان مسوول وبلل شول او له دغه هېواد څخه یې د اېستلو پرېکړه وشوه.

ملا محمد حسن اخوند د ملګرو ملتونو له اړوند سازمانونو هم وغوښتل څو په افغانستان کې د کډوالو موضوع له پامه ونه غورځوي.

هغه پر دغو ادارو غږ وکړ، چې د سیمې له هېوادونو څخه په جبري توګه د کډوالو د اېستلو مخه ونیسي او د هغوی د نیولو، بندي کولو، د مالونو د ضبط او یا ورته د نورو خنډونو جوړولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم زرګونو افغانانو هېواد پرېښود او د اروپایي او امریکایي هېوادونو په ګډون د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران ته کډوال شول او دا لړۍ تر اوسه هم روانه ده.

پاکستان د نوامبر له لومړۍ نیټې څخه د هغو افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړ چې په دې هیواد کې په ناقانونه توګه اوسیږي او په دې کډوالو کې د ښځو د حقونو فعالین، خبریالان، د تیر حکومت پوځیان او څارنوالان هم شامل دي چې هیواد ته په ستنیدو سره یې ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کیږي.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي په تېرو څه باندې دوو کلونو کې شاوخوا تر درې میلیونو افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یادولو ده چې د ډیسمبر ۱۸مه د یونسکو سازمان له خوا د کډوالو نړیواله ورځ نومول شوې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستيال وايي، تر ۳۰۰ زره زيات افغان راستانه شوي کډوال یې ثبت کړي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال نن په يوې غونډه کې وويل، چې تر دې دمه ۵۸ زره ۲۹۱ کډوالې کورنۍ بېرته راستنې شوي، چې د غړو شمېر يې تر ۳۰۰ زره اوړي. نوموړي کډوالو سوداګرو ته په پيغام کې وويل، چې هېواد ته د وسايلو په انتقال کې به هېڅ ډول ماليات ترې وانه خلي.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي نن دوشنبه يوې غونډې ته وويل، چې تر دې دمه ۳۳۲ زره ۳۳۸ افغان کډوال ثبت او بایوميټريک شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخي؛ د کډوالو د ټرانسپورټ او انتقال کمېټې له لوري ۱۳ زره ۱۱۹ کورنۍ بېلا- بيلو ولايتونو ته لېږل شوي دي.

د طالبانو دغه چارواکي وويل، چې پلان لري هرې کډوالې کورنۍ ته د کور جوړولو لپاره يوه نومره ځمکه هم ورکړي.

نوموړي پر افغان کډوالو سوداګرو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د وسايلو او فابريکو په انتقال کې به هېڅ ماليه ورځیني وانه خلي.

د حنفي په خبره، چې سوداګرو کډوالو ته به په صنعتي پارکونو کې ځمکي او د اوسېدولو ځايونه هم ورکړي.

د طالبانو دغه چارواکی په داسې حال کې کډوالو ته د اسانتيا د برابرولو خبره کوي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام ويلي؛ افغانستان ته ستانه شوي کډوال مرستي ته اړتيا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې له پاکستانه افغانستان ته پر ۲۸۰ زرو ستانه شويو کډوالو يې مرستې وېشلې دي؛ خو ستانه شوي کډوالو بیا وايي، چې شوې مرستې په هېڅ ډول کافي نه دي.

دغه سازمان ویلي؛ زیاتره هغه کډوال، چې له پاکستانه اېستل شوي، د تګ ځای نه لري او نه پوهېږي، چې په افغانستان کې دغه سخت ژمی څنګه تېر کړي.

نېږدې دوې مياشتي کېږي، چې ګاونډيو هېوادونو په خاص ډول پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چابکه کړې.

تر دا مهاله يوازي له پاکستانه تر ۴۰۰ زره زيات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.