د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ د نړیوالو فشارونو سره سره دوام لري او د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي د ۲۰۲۴ کال د لومړی میاشتې تر پایه تر یو میلیون ډیر افغان کډوال به له دغه هیواده وباسي.
د پاکستان بلوچستان ایالت اوسېدونکي له کلونو راهیسې ادعا کوي چې د پاکستان حکومت یې د حق غوښتلو پر مهال مخکښ کسان نیسي او له هغه وروسته يې مړي ژوندي ورک دي.
د پاکستان حکومت بیا دا تورونه رد کړي دي.
د بښنې نړېوال سازمان د بلوڅ اعتراض کوونکو نیول غندلي او له پاکستانه یې غوښتي، چې پرې لګېدلي تورونه لرې کړي.
وړاندې تر دې هم د بلوڅو نر او ښځې سړکونو ته راوتلي او د خپلو کورنیو د غړو او خپلوانو انځورونه یې له ځان سره په اعتراضي ډول لیږدول او د پاکستان له حکومته یې د هغوی د پیدا کېدو یا راخلاصون غوښتنې کړې وې.
له بلې خواد بشري حقونو یوې نړېوالې مدافع ډلې د دوشنبې په ورځ له بلوچستانه د اسلام اباد پر لور د لاریون کوونکو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې.
د روانې ډسمبر میاشتې په څلورمه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په چمن کې له دوه میاشتې وړاندې پيل شوي پرلت څخه د بلوچستان تربت ته په احتجاجي غونډه کې د ګډون په موخه له چمن څخه روان و چې د بلوچستان پولیسو یې په موټریز کارون ډزې وکړې او هغه یې را وګرځاوه چې بیا وروسته له هغه ونیول شو.
د بلاڅ بلوڅ کورنۍ او مدني ټولنې غړو شاوخوا دوه اونۍ په تربت کې اعتراضي لاریون وکړ او د سي ټي ډي چارواکو پر وړاندې یې په دې اړه د ګام اخیستو غوښتنه وکړه.
د بښنې نړېوال سازمان د معلوماتو له مخې، له دغې ډلې لږ تر لږه ۲۰ کسان د ډسمبر په ۱۷مه نېټه په داسې حال کې ونیول شول چې دوی د پنجاب صوبې له دېره غازي خان ولسوالۍ څخه تربت ته روان وو.
د بشري حقونو نړېوال سازمان ویلي: « لاریون کونکي خوشې شوي او د لاریون سمبالونکو پر وړاندې یې درې جلا پېښې ثبتې کړې دي.»
د بښنې نړېوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې په سملاسي او پرته له کوم شرطه د ټولو هغو کسانو پرضد ټول تورونه لرې کړي چې یوازې د بیان ازادۍ له حقه د ګټې اخیستنې لپاره لګول شوي.»
یاد سازمان په پاکستان او په ځانګړي ډول بلوچستان کې له نړېوالو معیارونو سره سم د ټولو غیر عدالتي وژنو او جبري ورکېدو د بې پرې پلټنو غوښتنه وکړه.
د بشري حقونو نړېوال سازمان هم له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې له محاکمو پرته د وژل شویو قربانیانو او ورکو شویو خلکو کورنیو ته تاوان ورکړي.
بلوچستان ایالت له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري او له نږدې دوو لسیزو راهیسې د بلوڅ ملتپالو لهخوا د ټيټې کچې د بغاوت ډګر و.
لاریون کونکو د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو پر ضد شعارونه ورکول او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کوله چې خپله پرېکړه بدله کړي.
د چمن لغړي اتحاد مشر او د پرلت سرلاری غوث الله وايي، ماشومان، معلولان او د لوړ عمر لرونکو کسانو له لوري د لاریونونو او اعتراضونو وروسته بیا هم د پاکستان حکومت زموږ غوښتونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او د پاسپورټ په اړه د پاکستان خپلسرې پرېکړې پر ضد به مزاحمت همداسې روان ساتي. «د پاکستان له حکومته موږ ښکاره غوښتنه لرو هغه دا چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه پاسپورټ نه منو. او موږ خپل له دې غوښتنې نه په شا کیږو. دوه کاله مخکې هم د پاکستان د دغه ډول پرېکړي پر ضد موږ د پاکستان له حکومت سره اخ و ډب وکړ ملګري مو مړه او ټپیان شول، دا ځل هم که د چمن اوسیدونکي مړه کیږي خو د پاکستان یادې پرېکړې ته به غاړه کېنږدو.»
د بلوچستان ایالت ځايي سیاسي ګوندونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ هم له دغه پرلت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د پرلت په ملاتړ یې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې لاریونونه ترسره کړي.
خو د دغو ټولو اعتراضونو سر بیره هم د پاکستان حکومت د پرلت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزه په جبري کېدو سره د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د زرګونو کسانو کاروبار زیانمن شوی او زرګونه کسان وزګاره شوي دي.