د پاکستان ټاکنو کمېسون د تحریک انصاف ګوندي ټاکنې رد کړې

د پاکستان ټاکنو کمېسون د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند خپلمنځي ټاکنې بې باوره او ناچله وبللې. د دغه کمېسون پنځه کسیزې جرګه ګۍ له تحریک انصاف ګوند څخه ټاکنیزه نښه بېټ هم اخیستی دی.

د پاکستان ټاکنو کمېسون د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند خپلمنځي ټاکنې بې باوره او ناچله وبللې. د دغه کمېسون پنځه کسیزې جرګه ګۍ له تحریک انصاف ګوند څخه ټاکنیزه نښه بېټ هم اخیستی دی.
د پاکستان ټاکنو کمېسون د تېر نومبر پر ۲۳ تحریک انصاف ته ۲۰ ورځې وخت ور کړ چې ګوندي ټاکنې وي.
دغې ادارې خبرداری ور کړی و چې د ټاکنو نه کولو په صورت کې به ټاکنیزه نښه ور نه کړي.
تحریک انصاف ګوند چې مشر یې عمران خان د څو کېسونو له امله په بند کې دی، د ډیسمبر پر دویمه د ټاکنو نتیجه کې ګوهر علي خان خپل سرپرست مشر وټاکه.
خو د ټاکنو کمېسون پرون دا ټاکنې بې باوره بللې او وايي، عمران خان لا هم د ګوند مشر دی.


د امريکا د ملي امنيت شورا وياند خبر ورکړ، چې ایران په سور سمندرګي کې پر سوداګريزو کښتيو د بريدونو په پلان کې «ژور» رول لري. ادرين واټسن وايي، امريکا باور نه لري، چې ایران دې له دې چارو حوثيانو د ګرځولو هڅه وکړي.
د يمن وسله وال ځواکونه، چې له تهران سره ملګري دي تر اوسه د اسراييل پر جنوب د بې پيلوته الوتکو او توغنديو څو بريدونه کړي.
دوی ددغه هيواد اړوند «ګیلیکسی لیډر» په نامه يوه بیړۍ هم نيولې او څو نورې بيړۍ يې په نښه کړې دي.
د امريکا ملي امنيت شورا وياند د جمعې په سهار په يوه بيا ن کې وويل؛ « د غزې د کړکېچ په جريان کې د ایران ملاتړ حوثيانو ته دا توان ورکړ، چې اسراييل او سمندري کښتۍ په نښه او بريدونه پرې وکړي. په ډېرو برخو کې ايرن حوثيانو ته د عملياتي پرېکړو واک ورکړی»
هغه زياته کړه، « ایران هغه استخباراتي انځور حوثيانو ته برابر کړی چې دا ډله یې د سمندري عملياتو لپاره کاروي. د ايران لخوا تاکتيکي معلومات د حوثيانو په وړتيا کې مهم رول لري، چې سوداګريزې کښتۍ په نښه کړي؛ دغه عمليات له تېرې مياشتې راهيسې پيل شوي دي.»
اسلامي جمهوريت تر دې مخکې هم ورته تورونه رد کړي دي.

ژغورنډلو ویلي، په غزه کې پر یوې ودانۍ د اسراییل په هوايي برید کې د یوې لویې کورنۍ ۷۶ غړي وژل شوي دي. په دغه برید کې چې په تېرو ۱۲ اونیو کې د اسراییل له خوا تر ټولو خونړی بلل کېږي، د «المغربی» کورنۍ ۱۶ مشران، ښځې او ماشومان ووژل شول.
په غزه کې د ملکيانو دفاع ادارې ویاند محمود بسال ویلي، په وژل شویو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام پخوانی کارکوونکی عصام المغربي، د هغه مېرمن او پنځه ماشومان شامل دي.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په غزه کې هېڅ ځای خوندي نه دی او د اسراییل روانو عملیاتو سیمې ته د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې لوی خنډونه رامنځته کړي دي.
د غزې په تړانګه کې د اسراييل پوځ د عملياتو له پيل څخه چې د حماس له خوا د دغه هېواد په جنوب کې د پنځلسمې نيټې له بريد وروسته پيل شوي، له ٢٠ زرو څخه زيات فلسطينيان وژل شوي او له ٥٣ زرو څخه زيات ټپيان شوي دي.
اسراییل په دې عملیاتو کې د څه باندې ۱۳۰ پوځیانو وژل کېدل تایید کړي دي.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې «سيټيډي» په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په چنیوټ ولسوالۍ کې یې هغه وسلهوال قوماندان وژلی، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې په فیصل اباد کې د «ای اېس ای» پر دفتر د برید مسوولیت په غاړه اخیستی و.
د دغې ادارې په وینا، نوموړی په شاوخوا لسګونو نورو وسلهوالو فعالیتونو کې هم ښکېل و.
سيټيډي د وژل شوي قوماندان نوم غضنفر ندیم ویلی.
نوموړی له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو مطلوب مخالف وسلهوال و، او له هغه سره یوځای یو ملګری یې هم په دغو عملیاتو کې وژل شوی دی.
هغه په ۲۰۱۱ کال کې په فیصل اباد کې د ای اېس ای او پوځي استخباراتو دفتر ته څېرمه د یوه موټربم چاودنې مسوولیت لاره، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو د هغه له پټنځای څخه عصري وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
د ندیم په سر د ۲.۵ مېلیونه روپیو انعام اېښودل شوی و او د ۲۰۱۱ کال راهیسې له امنیتي ادارو پټ و.

د فرانسې خبري اژانس د نایجر د پوځ په حواله لیکلي چې وروستي فرانسوي سرتیري د جمعې په ورځ له دغه هیواود څخه ووتل.
د نایجر د پوځ یوه چارواکي سلیم ابراهیم د جمعې په ورځ په نیامي هوایی اډه کې، چې یو شمیر فرانسوي سرتیري پکې دیره وو، په جوړو شوو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې نن په سویل کې د فرانسوي ځواکونو د وتلو پروسه بشپړه شوه.
دغو مراسمو کې د نایجر د پوځ د لوی درستیز مامان ساني کیاو او په سږیل کې د فرانسوي ځواکونو د قوماندان جنرال ایریک اوزان د ګډ سند په لاسلیک سره پای ته ورسیدل.
په دې مراسمو کې د توګو وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د امریکا پوځي اتشې هم ګډون کړی وو.
نیامي هوایی اډه د فرانسوي ځواکونو له وتلو وروسته د نایجر پوځ ته وسپارل شوه.
د فرانسوي عسکرو د وتلو په مهال کومه لویه پیښه نه ده رپوټ شوې.
د جولای په وروستیو کې، په نایجر کې د یاغي عسکرو یوې ډلې د ولسمشر محمد بازوم د لرې کولو اعلان وکړ.
دوی بیا د هیواد د چارو د پرمخ وړلو لپاره د هیواد د ساتنې ملي شورا په نوم یوه شورا جوړه کړه، چې مشري یې جنرال عبدالرحمن تیچیاني کوي.
د دغه هیواد نویو واکمنانو د پاریس سره هغه تړونونه لغوه کړل چې د افراطي ډلو سره د مبارزې لپاره یې په نایجر کې د فرانسوي سرتیرو میشتیدو ته اجازه ورکړې وه.
فرانسې د اکتوبر په لسمه نیټه له دغه افریقایي هیواده د خپلو سرتیرو د اېستلو لړۍ پیل کړه.
هغه مهال په نایجر کې شاوخوا ۱۴۰۰ فرانسوي سرتیري دیره وو.

په هندوستان کې د سختو بارانونو، سیلابونو او وچکالۍ په پراخیدو سره، دغه هیواد په ازمایښتي توګه د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره غواړي داسې یو اقلیمي ماډل رامنځ ته کړي چې د هوا دقیقه وړاندوینه وکړي.
د نړۍ په کچه د تودوخې لوړیدو، په وروستیو کلونو کې په هندوستان کې د هوا د وړاندوینې میکانیزمونو ترمنځ سخت ټکر رامنځ ته کړې.
د ساینس او چاپیریال خپلواک مرکز د اټکل له مخې سږکال نږدې درې زره کسان د تودوخي کچې د بې ساره لوړیدو په پیښو کې وژل شوي دي.
په ټوله نړۍ کې د هوا پیژندنې ادارې په مصنوعي ځیرکتیا تمرکز کړی، چې ښايي د هوا د وړاندونې لپاره د لګښت کچه ټیټه او سرعت یې ډیر کړي.
د بریتانیا د هوا پیژندنې اداره وايي مصنوعي ځیرکتیا د هوا وړاندوینې په برخه کې یو "انقلاب" راوستلی شي.
د هوا د وړاندوینې لپاره د ګوګل له خوا تمویل شوی یو وروستی ماډل ښیي چې مصنوعي ځیرکتیا تر دودیزو لارو چارو خورا ښې پایلې لري.
د هندوستان لپاره د هوا دقیقه وړاندوینه خورا مهمه ده، ځکه چې دغه هیواد ۱.۴ میلیارده نفوس لري چې ډیری یې بې وزله خلک دي.
په همدې حال کې هندوستان د نړۍ په کچه د وریجو، غنمو او بورې دویم لوی تولیدونکی هیواد دی.
د هند د هوا پېژندنې اداره د ریاضي ماډلونو پراساس د پرمختللو کمپیوټرونو په کارولو سره د هوا د حالاتو وړاندوینه کوي.
د مصنوي ځیرکتیا کارول په ټیټ لګښت د هوا د حالاتو په اړه د لوړ کیفیت د وړاندوینې زمینې رامنځ ته کولو کې مرسته کولی شي.
د هوا پیژندې ادارې چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي تمه لري چې د مصنوعي زیکتیا پر بنسټ د اقلیمي ماډلونه رامنځ ته کول د هوا حالاتو په دقیقه وړاندوینه کې مرسته وکړي.
دوی ویلي چې د هوا پیژندنې ادارې د مصنوي زیرکتیا په کارولو سره د تودوخې څپو او د ملاریا په څیر ناروغیو په اړه د عامه خبرتیاوې رامنځ ته کړي. په دې توګه به د هوا د حالاتو څارنه پراخه شي او د کلیو په کچه به خلکو ته د هوا د حالاتو په اړه په لوړ کیفیت معلومات ورکوي.
د هندوستان حکومت د پنجشنبې په ورځ ویلي چې دوی غواړي مصنوعي زیرکتیا په دودیز ماډلونو کې وکاروي او په دې توګه د هوا د حالاتو د قیقې وړاندوینې یو سیسټم رامنځ ته کړي.
د هند د ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ معاون پروفیسور سورابه راتور وايي د مصنوي زیرکتیا پر مټ جوړ شوي د هوا د وړاندوینې ماډل د سوپر کمپیوټر په شان لوړو لګښتونو ته اړتیا نلري او حتی کیدای شي د یو عادي کمپیوټر د کارولو له لارې هم له دغه ماډله ګټه پورته شي.