• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پنجاب د ترهګرۍ ضد اداره: د چنیوټ په یو لړ عملیاتو کې د وسله‌والو یو مهم قوماندان ووژل شو

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۷ GMT+۰

د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې «سي‌ټي‌ډي» په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په چنیوټ ولسوالۍ کې یې هغه وسله‌وال قوماندان وژلی، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې په فیصل اباد کې د «ای اېس ای» پر دفتر د برید مسوولیت په غاړه اخیستی و.

د دغې ادارې په وینا، نوموړی په شاوخوا لسګونو نورو وسله‌والو فعالیتونو کې هم ښکېل و.

سي‌ټي‌ډي د وژل شوي قوماندان نوم غضنفر ندیم ویلی.

نوموړی له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو مطلوب مخالف وسله‌وال و، او له هغه سره یوځای یو ملګری یې هم په دغو عملیاتو کې وژل شوی دی.

هغه په ۲۰۱۱ کال کې په فیصل اباد کې د ای اېس ای او پوځي استخباراتو دفتر ته څېرمه د یوه موټربم چاودنې مسوولیت لاره، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو د هغه له پټنځای څخه عصري وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

د ندیم په سر د ۲.۵ مېلیونه روپیو انعام اېښودل شوی و او د ۲۰۱۱ کال راهیسې له امنیتي ادارو پټ و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

فرانسې له نایجر خپل ټول ځواکونه واېستل

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۱ GMT+۰

د فرانسې خبري اژانس د نایجر د پوځ په حواله لیکلي چې وروستي فرانسوي سرتیري د جمعې په ورځ له دغه هیواود څخه ووتل.‌

د نایجر د پوځ یوه چارواکي سلیم ابراهیم د جمعې په ورځ په نیامي هوایی اډه کې، چې یو شمیر فرانسوي سرتیري پکې دیره وو،‌ په جوړو شوو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې نن په سویل کې د فرانسوي ځواکونو د وتلو پروسه بشپړه شوه.

دغو مراسمو کې د نایجر د پوځ د لوی درستیز مامان ساني کیاو او په سږیل کې د فرانسوي ځواکونو د قوماندان جنرال ایریک اوزان د ګډ سند په لاسلیک سره پای ته ورسیدل.

په دې مراسمو کې د توګو وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د امریکا پوځي اتشې هم ګډون کړی وو.

نیامي هوایی اډه د فرانسوي ځواکونو له وتلو وروسته د نایجر پوځ ته وسپارل شوه.‌

د فرانسوي عسکرو د وتلو په مهال کومه لویه پیښه نه ده رپوټ شوې.

د جولای په وروستیو کې، په نایجر کې د یاغي عسکرو یوې ډلې د ولسمشر محمد بازوم د لرې کولو اعلان وکړ.

دوی بیا د هیواد د چارو د پرمخ وړلو لپاره د هیواد د ساتنې ملي شورا په نوم یوه شورا جوړه کړه، چې مشري یې جنرال عبدالرحمن تیچیاني کوي.

د دغه هیواد نویو واکمنانو د پاریس سره هغه تړونونه لغوه کړل چې د افراطي ډلو سره د مبارزې لپاره یې په نایجر کې د فرانسوي سرتیرو میشتیدو ته اجازه ورکړې وه.

فرانسې د اکتوبر په لسمه نیټه له دغه افریقایي هیواده د خپلو سرتیرو د اېستلو لړۍ پیل کړه.

هغه مهال په نایجر کې شاوخوا ۱۴۰۰ فرانسوي سرتیري دیره وو.

هند د سیلاو او وچکالۍ پراخیدو سره د هوا حالاتو وړاندوینه کې د مصنوعي ځیرکتیا کچه لوړوي

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۰۱ GMT+۰

په هندوستان کې د سختو بارانونو، سیلابونو او وچکالۍ په پراخیدو سره، دغه هیواد په ازمایښتي توګه د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره غواړي داسې یو اقلیمي ماډل رامنځ ته کړي چې د هوا دقیقه وړاندوینه وکړي.‌

د نړۍ په کچه د تودوخې لوړیدو، په وروستیو کلونو کې په هندوستان کې د هوا د وړاندوینې میکانیزمونو ترمنځ سخت ټکر رامنځ ته کړې.

د ساینس او چاپیریال خپلواک مرکز د اټکل له مخې سږکال نږدې درې زره کسان د تودوخي کچې د بې ساره لوړیدو په پیښو کې وژل شوي دي.

په ټوله نړۍ کې د هوا پیژندنې ادارې په مصنوعي ځیرکتیا تمرکز کړی، چې ښايي د هوا د وړاندونې لپاره د لګښت کچه ټیټه او سرعت یې ډیر کړي.

د بریتانیا د هوا پیژندنې اداره وايي مصنوعي ځیرکتیا د هوا وړاندوینې په برخه کې یو "انقلاب" راوستلی شي.

د هوا د وړاندوینې لپاره د ګوګل له خوا تمویل شوی یو وروستی ماډل ښیي چې مصنوعي ځیرکتیا تر دودیزو لارو چارو خورا ښې پایلې لري.

د هندوستان لپاره د هوا دقیقه وړاندوینه خورا مهمه ده، ځکه چې دغه هیواد ۱.۴ میلیارده نفوس لري چې ډیری یې بې وزله خلک دي.

په همدې حال کې هندوستان د نړۍ په کچه د وریجو، غنمو او بورې دویم لوی تولیدونکی هیواد دی.

د هند د هوا پېژندنې اداره د ریاضي ماډلونو پراساس د پرمختللو کمپیوټرونو په کارولو سره د هوا د حالاتو وړاندوینه کوي.

د مصنوي ځیرکتیا کارول په ټیټ لګښت د هوا د حالاتو په اړه د لوړ کیفیت د وړاندوینې زمینې رامنځ ته کولو کې مرسته کولی شي.

د هوا پیژندې ادارې چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي تمه لري چې د مصنوعي زیکتیا پر بنسټ د اقلیمي ماډلونه رامنځ ته کول د هوا حالاتو په دقیقه وړاندوینه کې مرسته وکړي.‌

دوی ویلي چې د هوا پیژندنې ادارې د مصنوي زیرکتیا په کارولو سره د تودوخې څپو او د ملاریا په څیر ناروغیو په اړه د عامه خبرتیاوې رامنځ ته کړي. په دې توګه به د هوا د حالاتو څارنه پراخه شي او د کلیو په کچه به خلکو ته د هوا د حالاتو په اړه په لوړ کیفیت معلومات ورکوي.

د هندوستان حکومت د پنجشنبې په ورځ ویلي چې دوی غواړي مصنوعي زیرکتیا په دودیز ماډلونو کې وکاروي او په دې توګه د هوا د حالاتو د قیقې وړاندوینې یو سیسټم رامنځ ته کړي.

د هند د ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ معاون پروفیسور سورابه راتور وايي د مصنوي زیرکتیا پر مټ جوړ شوي د هوا د وړاندوینې ماډل د سوپر کمپیوټر په شان لوړو لګښتونو ته اړتیا نلري او حتی کیدای شي د یو عادي کمپیوټر د کارولو له لارې هم له دغه ماډله ګټه پورته شي.‌

سومالیايي او امریکايي ځواکونو د الشباب ډلې یو قومندان وواژه

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۰ GMT+۰

د سومالیا د اطلاعاتو وزير داود اویس په وینا، د سوماليا پوځيانو او امريکايي ځواکونو په روانه اوونۍ کې د الشباب وسله والې ډلې هغه جګپوړی قومندان وژلی دی، چې امریکا یې پر سر د ۱۰ میلیونو ډالرو انعام ایښی وو، .

له القاعدې سره تړلي دغه اسلامپالي د سومالیا د کمزوري مرکزي حکومت پر وړاندې د ۱۶ کلن بغاوت مشري کوله او د سومالیا کلیوالې سیمې یې تر کنټرول لاندې وې.

د الشباب ډلې د جیش ایمن څانګې مشر، معلم ایمن، د امریکا له خوا د ۲۰۲۰ په جنوري میاشت کې په کینیا کې په یوه هوايي اډه د برید په تړاو تر تعقیب لاندې وو. په دغه برید کې درې امریکایان وژل شوي وو.

داود اویس پر اکس خواله رسنۍ کې لیکي: "معلم ایمن، چې د الشباب یو جګپوړی مشر و، د دسمبر په ۱۷ نیټه د امریکا او سوماليايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو."

هغه ویلي چې ایمن په سومالیا او نورو نږدې هیوادونو کې د څو وژونکو تروریستي بریدونو مسوول و.

په جنورۍ په میاشت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې په ۲۰۲۰ کال کې د کینیا په شمالي ساحل کې د مانډا بی هوایی ډګر باندې شوی برید د ایمن له خوا پلان شوی وو او د داسې معلوماتو په بدل کې چې د هغه د نیولو سبب شي، لس میلیونه ډالره جایه یې ټاکلې وه.‌

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته د مرستو رسولو پرېکړه لیک تصویب کړ

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ غزې ته د بشردوستانه مرستو د زیاتولو لپاره یو پریکړه لیک تصویب کړ او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د شرایطو برابرولو هڅه وکړه. له دغه پرېکړه لیک څو ساعته وروسته اسراییل د فلسطین په خاوره خپل ځمکني بریدونه پراخ کړل.

روسيې او امريکا له دغه پرېکړه ليک څخه ډډه وکړه، خو نورو غړو تایید رايه ورکړه.

دغه پریکړه لیک بشردوستانه مرستو ته د بې خنډه لاسرسي د تضمین لپاره د سملاسي اقداماتو غوښتنه کوي او د شخړو د پای ته رسیدو لپاره شرایط برابروي.

متحده ایالات چې د اسراییل اصلي متحد دی، په غزه کې د اوربند غوښتنه ونه منله، خو د اوربند پر ځای د شخړو د پای ته رسولو لپاره د شرایطو رامنځته کول په دغه پریکړه لیک کې اضافه شول.

دغه پریکړه لیک له څو ورځني ځنډه وروسته تصویب شو. دغه څو ورځنۍ ځنډ د امریکا د ویتو د مخنیوي لپاره د خبرو اترو لپاره و.

واشنګټن تر دې مخکې هغه پریکړه لیک ویټو کړ، چې په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کړې وه.

د مرګ ژوبلې په تازه راپور کې، د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اکتوبر له اومې نېټې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې ۲۰ زره او ۵۷ فلسطینیان وژل شوي او ۵۳ زره او ۳۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت ژمنه کړې چې حماس به له منځه یوسي، د حماس وسله والو د اکتوبر پر اومه د اسراییل په سوېل په برید کې یوزرو ۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل.

پاکستان په ټاکنو کې د نوماندانو د ګډون لپاره د نوم ليکنې موده تر يکشنبې پورې وغځوله

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۱ GMT+۰

د پاکستان د ټاکنو کميسون، د دغه هېواد په ټاکنو کې د ګډون لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې نېټه د يکشبنې تر ورځې پورې غځولې ده. د نوم ليکنې د مودې غځول، د پاکستان پخوانيو لومړي وزيرانو عمران خان او نواز شریف ته زمینه برابروي، چې په ټاکنيزو سياليو کې برخه واخلي.

د دې کمیسون ویاند د جمعې په ورځ په يوه بيان کي ويلي، چې « د نوماندانو او سياسي ګوندونو د ګډون د استانتيا په موخه د نوماندۍ د اسنادو د ثبت موده دوه ورځې نوره هم غځول شوې ده».

پر همدې مهال دغه کمېسون وايي، د ټاکنو په تړاو نورو پروګرامونو کې کوم بدلون نه راځي او ټاکنې د فبروري پر ۸ کېږي.

عمران خان د جمعې په ورځ په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل د نوماندۍ اسناد دغه کمېسون ته ورکړل.

د ښاغلي خان د حقوقي ټيم يوه غړي انتظار حسين پنجوتا رويټرز ته ويلي، پخواني لومړي وزير له خپل ټاټوبي مياوالې څخه د ملي شورا څوکۍ ته ځان نوماند کړی او پلان لري، چې د شنبې په ورځ له لاهور څخه بيا نوم ليکنه وکړي.

دا په داسي حال کې ده، چې ۷۱ کلن عمران خان له اداري فساد څخه نيولې د حکومتي اسنادو د افشا په ګډون له ګڼو تورونو سره مخ دی.

د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ د عمران خان او د هغه د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ضمانت منلی، خو معلومه نه ده، چې هغه به خوشي شي کنه.