• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سومالیايي او امریکايي ځواکونو د الشباب ډلې یو قومندان وواژه

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۰ GMT+۰

د سومالیا د اطلاعاتو وزير داود اویس په وینا، د سوماليا پوځيانو او امريکايي ځواکونو په روانه اوونۍ کې د الشباب وسله والې ډلې هغه جګپوړی قومندان وژلی دی، چې امریکا یې پر سر د ۱۰ میلیونو ډالرو انعام ایښی وو، .

له القاعدې سره تړلي دغه اسلامپالي د سومالیا د کمزوري مرکزي حکومت پر وړاندې د ۱۶ کلن بغاوت مشري کوله او د سومالیا کلیوالې سیمې یې تر کنټرول لاندې وې.

د الشباب ډلې د جیش ایمن څانګې مشر، معلم ایمن، د امریکا له خوا د ۲۰۲۰ په جنوري میاشت کې په کینیا کې په یوه هوايي اډه د برید په تړاو تر تعقیب لاندې وو. په دغه برید کې درې امریکایان وژل شوي وو.

داود اویس پر اکس خواله رسنۍ کې لیکي: "معلم ایمن، چې د الشباب یو جګپوړی مشر و، د دسمبر په ۱۷ نیټه د امریکا او سوماليايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو."

هغه ویلي چې ایمن په سومالیا او نورو نږدې هیوادونو کې د څو وژونکو تروریستي بریدونو مسوول و.

په جنورۍ په میاشت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې په ۲۰۲۰ کال کې د کینیا په شمالي ساحل کې د مانډا بی هوایی ډګر باندې شوی برید د ایمن له خوا پلان شوی وو او د داسې معلوماتو په بدل کې چې د هغه د نیولو سبب شي، لس میلیونه ډالره جایه یې ټاکلې وه.‌

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته د مرستو رسولو پرېکړه لیک تصویب کړ

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ غزې ته د بشردوستانه مرستو د زیاتولو لپاره یو پریکړه لیک تصویب کړ او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د شرایطو برابرولو هڅه وکړه. له دغه پرېکړه لیک څو ساعته وروسته اسراییل د فلسطین په خاوره خپل ځمکني بریدونه پراخ کړل.

روسيې او امريکا له دغه پرېکړه ليک څخه ډډه وکړه، خو نورو غړو تایید رايه ورکړه.

دغه پریکړه لیک بشردوستانه مرستو ته د بې خنډه لاسرسي د تضمین لپاره د سملاسي اقداماتو غوښتنه کوي او د شخړو د پای ته رسیدو لپاره شرایط برابروي.

متحده ایالات چې د اسراییل اصلي متحد دی، په غزه کې د اوربند غوښتنه ونه منله، خو د اوربند پر ځای د شخړو د پای ته رسولو لپاره د شرایطو رامنځته کول په دغه پریکړه لیک کې اضافه شول.

دغه پریکړه لیک له څو ورځني ځنډه وروسته تصویب شو. دغه څو ورځنۍ ځنډ د امریکا د ویتو د مخنیوي لپاره د خبرو اترو لپاره و.

واشنګټن تر دې مخکې هغه پریکړه لیک ویټو کړ، چې په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کړې وه.

د مرګ ژوبلې په تازه راپور کې، د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اکتوبر له اومې نېټې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې ۲۰ زره او ۵۷ فلسطینیان وژل شوي او ۵۳ زره او ۳۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت ژمنه کړې چې حماس به له منځه یوسي، د حماس وسله والو د اکتوبر پر اومه د اسراییل په سوېل په برید کې یوزرو ۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیاله وايي کریسمیس د مینې، قربانۍ او امن پیغام دی

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د بشري حقونو او د ښځو د پرمختګ لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړې مرستیاله مشعال حسین ملک وایي، د عیسویانو اختر كریسمس «د مينې، قربانۍ او امن پيغام دی.»

مشعال حسین ملک دا څرګندونې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د کریسمس لپاره په جوړه شوه غونډه کې د کیک پرې کول بر مهال وکړې.

نوموړې په دې مراسمو کې د کریسمیس مبارکي هم ور کړه.

مېرمن ملک وویل، هر مذهب د مینې، قربانۍ او امن درس ورکوي.

هغې زیاته کړه چې د واټیکان له پاپ سره په لیدنه کې یې د مذهبونو ترمنځ څو اړخیزه همغږي د نړۍ د سولې کیلي وبلله.

که څه هم نوموړې د پاکستان په جوړېدو کې د عیسویانو رول مهم بولي او وايي دوی هم قربانۍ ور کړې دي، خو پر عیسویانو سربېره هندوان او سیکان هم په دغه هېواد کې له سخت حالت سره مخ دي.

تېر دوبی هم د پنجاب په فیصل اباد کې قران ته د دوو عیسویانو د سپکاوي په تور پسې توندلارو څلور کلیساوې او د عیسویانو تر پنځوسو کورونه وسوځول.

پنټګان وايي تر ۲۰ ډېر هېوادونه اوس د امریکا په مشرۍ د سور سمندرګي ایتلاف کې برخه لري

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۵ GMT+۰

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، په ټوله کې له ۲۰ زیاتو هیوادونو موافقه کړې چې د امریکا په مشرۍ په هغه نوي ایتلاف کې ګډون وکړي، چې په سور سمندرګي کې د یمن د حوثي غورځنګ له بریدونو د سوداګریزو بیړیو ساتنه به کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال پیټریک رایډر ویلي چې د دې ایتلاف هر هیواد به له خپل توان سره سمه همکاري‌ کوي.‌

له دغه ایتلاف سره یوځای شوي لږ تر لږه اته هیوادونه نه غواړي چې نوم یې واخیستل شي او دا د دغه ایتلاف له خوا د کیدونکو عملیاتو سیاسي حساسیت ښیې.

د حماس او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې په سیمه کې د بیلابیلو هیوادونو ترمنځ ناندریو زور اخیستی.

امریکا دوه ورځې وړاندې د سوکالۍ ساتونکي په نوم عملیات پیل کړي او ویلي یې دي چې له لسو زیاتو هیوادونو موافقه کړې چې یمن ته نږدې د سور سمندرګي اوبو کې به په ګډو ګزمو کې برخه واخلي.

پیټریک رایډر خبري غونډې ته وویل: "ځینې هیوادونه به د ګزمو لپاره کښتۍ برابروی. ځینې نور به یوازې خپل سمندري کارکوونکي لیږي یا بل ډول مرسته به کوي."

د سور سمندرګي بحران د اسراییل او پر غزه د واکمنې فلسطینۍ اسلامې ډلې حماس تر منځ د جګړې له امله پراخ شوی دی.

حوثي یاغیانو په سور سمندرګي کې خپل بریدونه ډېر کړي او ګواښ یې کړی چې اسراییل ته تلونکې ټولې بیړۍ به په نښه کړي. دوی د بیړیو شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې له اسراییل سره خپلې معاملې بندې کړي.‌

په سور سمندرګي کې د حوثي وسلوالو بریدونو د سمندر له لارې د سوداګرۍ یوه مهمه لاره کې چې د سویز کانال له لارې اروپا او شمالي امریکا له اسیا سره نښلوي، خڼډونه رامنځ ته کړي او د سوداګریزو توکو د لیږد بیې د لوړیو سبب شوي، ځکه چې ترانسپورټي کمپنۍ توکي پر بدیلو لارو چې واټن یې ډېر دی لیږدوي.

د اسراییل او حماس جګړه د اکتوبر په اوومه هغه وخت پیل شوه چې د حماس وسلوالو د غزې له پولې د اسراییل سویلي سیمو ته ننوتل.

د د اسراییلي چارواکو په وینا حماس په دغه برید کې شاوخوا ۱۲ سوه ملکي اسراییلیان او بهرنیان ووژل او دوه سوه یې یرغمل کړل

د دغه برید په ځواب کې اسراییل پر غزې بمبارۍ او یرغل پیل کړ چې تر اوسه یې شاوخوا شل زره فلسطینیان وژلي.

اسراییل وايي چې د دغو بریدونو موخه د حماس له منځه وړل دي.

د پاکستان ولسمشر: د بې ښوونځیو ماشومانو د زدکړو لپاره دې جوماتونه وکارول شي

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۵ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي وايي، په دغه هېواد کې د شاوخوا ۲۸ میلیونه له ښوونځیو بې برخې ماشومانو د زدکړو لپاره دې له جوماتونو استفاده وشي. هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې به هر ډول ممکنه همکاري او هڅې و کړي.

نوموړي نن دا خبره په اسلام اباد کې په هغه غونډه کې کړې چې د تعلیم د پراختیا لپاره د جوماتونو د کارولو لپاره جوړه شوې وه.

د هغه په خبره، جوماتونه باید د زدکړو او لیک لوست لپاره استعمال شي.

د غونډې برخه والو موافقه وکړه، چې په جوماتونو کې د زدکړې د ودې لپاره دې یوه پالیسي جوړه شي او د تصویب لپاره کابینې ته ولېږل شي.

د تېر اپرېل د یوه راپور له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې او ښوونځیو ته نه ځي.

هغه مهال، د پاکستان د ښوونې او روزنې وزیر رسنیو ته ویلي و، پاکستان په نړۍ کې یوازینې هېواد دی چې ماشومان یې په لوړه کچه ښوونځیو ته له تګ بې برخې دي.

له افغانستانه د شوري ځواکونو د وتلو کليزه کې به سن پترزبورګ د لسګونو پروګرامونو کوربه وي

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۳ GMT+۰

د ۲۰۲۴ کال په فبروري مياشت کې به سن پترزبورګ له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۵ مې کليزې په مناسبت د ۸۷ بېلا ـ بېلو پروګرامونو کوربه وي. په دې مناسبت د توپونو ډزې، د جګړې د قربانيانو په ياد د ګلونو ايښودل او د موسيقي پروګرمونه جوړيږي.

روسي رسنيو راپور ورکړی، چې د سن پترزبورګ والي الکساندر باګلوف په مشرۍ د پخوانيو سرتيرو د چارو د همږغۍ شورا د دې پروګرامونو پلان تصويب کړی دی.

شوروي ځواکونه د ۱۹۷۹ کال د ډ یسمبر پر ۲۷ افغانستان ته داخل شول او له ۹ کلونو، یوه میاشت او ۱۸ ورځو وروسته د ۱۹۸۹ کال کال د فبرورۍ په ۱۵ یې وروستی سرتېری له افغانستانه ووت.

د روسي رسنيو د راپورونو له مخي، اوس مهال په سن پترزبورګ کې د شوري پوځ له ۳۲ زره ډېر پخواني پوځيان ژوند کوي.