ښکاري چې له ډېره فشاره پړسېدلی دی. ایا دا ماشومه به دا ورځ هېره کړي؟ په شخصي حساب ښايي نه، د دې
ورځې ضربه به تر ډېرو پورې د دې پر شخصیت پرته وي. دا نجلۍ به لکه د نورو افغان ښځو خپل جنسیت کمزوری
او ملامت احساسوي.
په ټولنیز لحاظ به تر ټولو لویه بې عدالتي دا وي چې ټولنه او تاریخ د افغان ښځو پر وړاندې روان تبعیض مستند نه
کړي. د دې لپاره چې د روان وضعیت دقیق روایت د تاریخ زړه ته وسپارل شي د ښځو کیسو ته باید د ښځو له
سترګو وکتل شي.
د دغه روایت خوندي کول یوازې هغه ارقام او اعداد نه دي چې خارجي رسنۍ یې خپروي، نه همد هغو فتوا ګانو بیا بیا خپرول دي چې پکې ښځې له اجتماعي فعالیته منعه شوې دي او نه هم له محدودو، ورته اوتکرارو افرادو سره مرکې او د هغو د نظر پوښتل دي.
شځینه روایت هغه وخت سم او دقیق خوندي کېدای شي چې مسایلو ته له ښځینه لیدلوري وګورو او دوی وپوښتو چې
پخوانۍ خبریاله او د اوکراین د جګړې مخالفه یکاترینا دانڅوا، د روسیې په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې له ولادیمیر پوتین سره له سیالۍ منع شوې ده.
د روسیې د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې دانڅوا د نوم لیکنې په پاڼو کې د نیمګړتیاوو له امله په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی.
څلویښت کلنز دانڅوا په ټیلیګرام ټولنیزه شبکه کې د انتخاباتو د کمېسیون پریکړه ناعادلانه او نا ډیموکراټیکه بللې او ویلې یې دي، چې دا موضوع به په ستره محکمه کې وننګوي. د پوتین منتقدین وايي، دا پرېکړه ښيي چې د مارچ په ټاکنو کې د مخالف نظر یو کس همد ده پر وړاندې ونشي درېدلی.
دا د ۲۰۲۲ میلادي کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې لومړنۍ ولسمشریزې ټاکنې دي. کرملین وايي چې پوتین به د روسیې د ټولنې د پراخ ملاتړ له امله ټاکنې وګټي.
نظر پوښتنې ښیې چې هغه به شاوخوا ۸۰ سلنه رایې ترلاسه کړي
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدر بار نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې مدرسې په هیڅ ډول د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو بدیل نه شي کېدای.
هغې دغه څرګندونې تر هغې وروسته وکړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلی و، چې اوس داسې اسناد شته چې نجونو د ښوونځیو پر ځای مدرسو ته مخه کړې ده. هغې دا هم ویلي و، چې د دغو مدرسو جوړښت روښانه نه دی او د نصاب په اړه یې هم کره معلومات نه شته. د نوموړې په خبره، دا هم روښانه نه ده چې په دغو مدرسو کې عصری علوم هم تدریسېږي او که څنګه؟ خو اغلې هېدربار دغه څرګندونې دیني مدرسو ته د نجونو لپاره د طالبانو د اجازې تایید بللی او تر څنګ یې هغه راپورونه هم شریک کړي، چې ښيي طالبانو څه رنګه د هلکانو زدهکړې هم اغېزمنې کړې دي. هېدر بار ټینګار کړی د هغه هېواد لپاره د هیڅ داسې راتلونکی څرک نه لګېږي، چې ماشومان یې یوازې بنسټ پالنه او افراطیت زده کوي. په افغانستان کې په دیني مدرسو کې د نجونو د زدهکړو په تړاو د ملګرو ملتونو او طالبانو وروستیو څرګندونو ته په دغه تازه غبرګون کې د بشري حقونو فعالان وايي، چې مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولای او ټینګار یې دا دی، چې د نجونو ټول ښوونځي دې بېرته برانیستل شي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي و، چې د دوی لهخوا کنټرولیدونکو مدرسو ته د نجونو د عمر هیڅ محدودیت نه شته.
هغه دا هم ویلي و، چې ان د ډېر عمر لرونکي مېرمنې هم کولای شي په دغو مدرسو کې دیني زدهکړې وکړي. خو د تعلیم د برخې کارپوهان وايي، چې په مدرسو کې داسې مضامین نه تدریسیږي، چې په لوستلو یې ډاکټران، انجنیران، اقتصاد پوهان یا د نورو برخو لپاره مسلکي کسان وروزل شي.
هغوی وايي، له مدرسو یوازې ملایان فارغېږي او افغانستان یوازې پر ملایانو نه شي جوړېدلای. د طالبانو له واکمنېدو وروسته د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګول شوی او ۸۲۰ ورځې تېرې شوې چې نجونې ښوونځیو ته نه دي تللې او دا رنګه ۳۷۰ ورځې کېږي، چې د نجونو له پاره د پوهنتونونو دروازې هم تړلې پاتې دي.