• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ویرجینیا ګامبا: په افغانستان کې د ماشومانو وضیعت خورا زیانمنونکی دی

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۶ GMT+۰

د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر راپور ښيي چې لومړنیو خدمتونو ته د ماشومانو د لاسرسي نه شتون، فقر، د نجونو پر زده‌کړو بندیز جنسي تاوتریخوالی او کډوالۍ په افغانستان کې د ماشومانو وضیعت خورا زیانمن کړی دی.

د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د افغانسان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویرجینیا ګامبا وايي: «د میلیونونو نجونو ښوونځیو ته د تګ مخه نیول شوې، چې دغې پرېکړي د ټولنې ناوړه دودونو ډیر کړي، نجونې د تاوتریخوالي او ناوړه چلند له خورا زیاتو ډولونه اغېزمنې شوې، لکه ناموسي وژنې، په ماشومتوب کې د نجونو ودول او جنسي تاوتریخوالی. تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي باید د ټولو نجونو لپاره بیرته پرانیستل او لوړو زده‌کړو ته د ښځو د لاسرسي بندیز پرېکړه دې بدله شي.»

ګامبا ویلي، په ټولیز ډول د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشتې څخه د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱ نیټې پورې ۴۵۱۹ ماشومانو چې عمرونه یې له څو میاشتو تر ۱۷ کلونو پورې وو، په وړاندې یې د جدي سرغړونو ۳۵۴۵ پیښې تایید شوې چې ډیری یې طالبانو ته منسوب شوې دي.

«وژنې او معلولیت په چټکۍ سره هغه وخت لا پسې زیات شوي چې په دولتي او غیر دولتي موسیسو کې پر افغان میرمنو د کار کولو بندیز لګېدلی.»

د یاد دفتر مشره په افغانستان کې د ناچاودو توکو د ګواښونو په هم اندېښنه ښیي او وايي، د ناچاودو توکود له منځه وړلو او په اړه یې د عامه پوهاوي په برخه کې نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده.

نوموړې وايي، د طالبان له لوري ځینې ګامونه اخیستل شوي چې په امنیتي ادارو کې د هغو ماشومانو د ګمارلو مخه نیسي چې د بلوغت فزیکي نښې پرې نه وي څرګندې، خو د ماشومانو خوندیتوب لا هم د طالباو په هڅو کې نه تر سترګو کیږي، «زه پر طالبانو غږ کوم چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره کلک ګامونه پورته کړي لکه څنګه چې د ۲۰۲۲ په جولای کې په یوه ناسته کې ژمنه وشوه، طالبان دې له ۱۸ کلونو څخه کم عمره د ماشومانو په توګه وپیژني.»

د دغه دفتر په ورستي راپور کې ویل شوي چې د ماشومانو په وړاندې د جدي سرغړونو ۴۵۱۹ پیښو تر څنګ د طالبانو په لیکو کې د۲۵۷ تنه ماشومانو د ګمارلو راپور تایید شوی.

دغه راپور زیاتوي چې ۳۲۴۸ تنه وژل شوي او معلول شوي، په ۲۱ تنو جنسي تیري شوي او ۳۳ تنه تښتول شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان جماعت اسلامي مشر: د افغانستان او پاکستان د بې ثباتۍ په برخه کې امریکایان پړه دي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر په اسلام اباد کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې امریکا په افغانستان کې د بې ثباتۍ او په پاکستان کې د ناامنیو په پراختیا تورنه کړه. سراج الحق زیاته کړه: «امریکا د سیمه ییزو ناورینونو اصلي رېښه ده او ځواکونه یې په هر ځای کې چې وي ستونزې رامنځته کوي.»

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د سې شنبې په ورځ د مرغومي په دویمه په اېکس پاڼه ليکلي، چې سراج الحق د ايران له سفير سره په ليدنه کې د غزې پر وضعيت او دوه اړخيزو مسايلو خبرې کړې دي.

د ایران رسمی خبری آژانس ایرنا خبر ورکړی دی چې رضا امیري مقدم هم په دغه کتنه کې وویل هغه هیوادونه چې له اسراییلو سره يې خپلې اړیکې عادي کړې، «باید په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.»

سراج الحق په کابل کې د طالبانو کلک ملاتړی دی.

د بریتانیا د پوځ مشر‌: پخواني سرتېري باید افغانستان کې د ادعايي وژنو پلټنو کې همکاري وکړي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۳۴ GMT+۰

د بریټانیا د پوځ لوی درستیز خپلو سرتیرو ته لارښوونه کړې چې افغانستان کې د دغه هیواد د ځانګړو ځواکونو له خوا د لسګونو ملکي افغانانو د وژلو د تورونو په اړه پلټنو کې همکاري وکړي. سر پیټریک سانډرز سرتیرو ته ویلي، هر هغه سند دې څیړنډلې ته وسپاري چې په اړوند څیړنو کې مرسته کولی شي.

هغه په داسې حال کې سرتیرو د یو لیک په استولو سره دغه غوښتنه کړې چې په دفاع په وزارت کې مخ په زیاتیدونکي اندیښنې راټوکیدلې وې چې ښایې د ځانګړو ځواکونو غړي د څیړنو لپاره د اسنادو په برابرولو کې همکاري ونه کړي.

دغه پلټنې د روان کال په لومړیو کې په داسې حال کې پیل شوې چې ادعا شوې وه، په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال د څانګړو ځواکونو د غړو له خوا نږدې ۸۰ ملکیان په شکمنو شرایطو کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت او شاهي پوځي پولیس هم تورن شوي چې د ملکي تلفاتو د ادعاوو په اړه یې سمې څیړنې نه دي کړي.‌

په هغه لیک کې چې ګومان کیږي د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې میشتو ټولو سرتیرو ته استول شوی وي، جنرال سنډرز ویلي: "زه غواړم چې تاسو ته په واضح توګه ووایم چې له دغې پلټنې بشپړ ډول ملاتړ کوم او غواړم چې د پوځ ټول غړي هم د دې پلټنو ملاتړ او ورسره همکاري وکړي."

۵۷ کلن جنرال سنډرز، چې په ۲۰۲۴ کال کې تقاعد کیږي، عسکرو ته دا هم ویلي چې د پلټنو ټیم حق لري چې ټول اسناد وګوري، حتی که هغه محرم اسناد هم وي.

نوموړي ټول سرتیري هڅولي چې د محرمو راپورونو او د جګړې عکسونو په ګډون د هر ډول معلوماتو له شریکولو ډډه ونه کړي، ځکه ښايي دغه معلومات له څیړنو سره مرسته وکړي.

د طالبانو غبرګون

خو د طالبانو د حکومت ویاند د بریتانیا له خوا په افغانستان د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو د تورونو څېړلو ته په اشاره ویلي، خپلواکې ادارې دې په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو دا جنایتونه وڅېړي.

ذبیح الله مجاهد د ډیسمبر پر ۱غ له ملي رادیو تلوېزون سره په خبرو کې، د بریتانیا دغه څېړنې نمایشي بللې دي.

د هغه په خبره، خپلواکې ادارې باید دا ډول پلټنې وکړي او قرباني کورنیو ته جرمانه هم ور کړي.

بریتانیا اول ځل تېر کال وویل، چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جرمونو تورونه څېړي.

دغه ژمنه د بي بي سي له څېړنیز راپور وروسته وه چې پکې ویل شوي، دغو ځواکونو په شکمن حالت کې لسګونه افغانان وژلي دي.

په دې راپور کې ویل شوي و، چې د بریتانیا د پوځ یوازې یوه ټولي په شپږو میاشتو کې ښايي په بې قانونه توګه ۵۴ افغانان وژلي وي.

د اوکراین د جګړې مخالفه په ټاکنو کې له ولادیمیر پوتین سره له سیالۍ منع شوه

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۷ GMT+۰

پخوانۍ خبریاله او د اوکراین د جګړې مخالفه یکاترینا دانڅوا، د روسیې په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې له ولادیمیر پوتین سره له سیالۍ منع شوې ده. د روسیې د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې دانڅوا د نوم لیکنې په پاڼو کې د نیمګړتیاوو له امله په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی.

څلویښت کلنز دانڅوا په ټیلیګرام ټولنیزه شبکه کې د انتخاباتو د کمېسیون پریکړه ناعادلانه او نا ډیموکراټیکه بللې او ویلې یې دي، چې دا موضوع به په ستره محکمه کې وننګوي.
د پوتین منتقدین وايي، دا پرېکړه ښيي چې د مارچ په ټاکنو کې د مخالف نظر یو کس همد ده پر وړاندې ونشي درېدلی.

دا د ۲۰۲۲ میلادي کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې لومړنۍ ولسمشریزې ټاکنې دي.
کرملین وايي چې پوتین به د روسیې د ټولنې د پراخ ملاتړ له امله ټاکنې وګټي.

نظر پوښتنې ښیې چې هغه به شاوخوا ۸۰ سلنه رایې ترلاسه کړي

متقي: هېوادونه د بشري حقونو د سرغړونې په پلمه تحریمیږي خو د بل نسل وژنه غندل کیږي هم نه

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین په اړه د تهران نړیوال کانفرانس کې وویل، «موږ د سترو تضادونو په زمانه کې ژوند کوو.» د امیر خان متقي په خبره، هېوادونه د بشري حقونو د سرغړونې له امله تحرمیږي خو د یوه ریژیم په لاس په پرله پسې ډول د یوه ملت نسل وژنه لږ تر لږه غندل کیږي هم نه.

په دغه کنفرانس کې د متقي د وینا د متن په یوه برخه کې چې د هغه د یوه سلاکار ذاکر جلالي له خوا په اېکس ټولنیزه شبکه کې خپره شوې، راغلي: «موږ نوي نړیوال نظم ته اړتیا لرو چې پر عدالت او مساوات ولاړ وي. داسې نظم چې نړۍ ته سوله، عدالت او ثبات راولي.»

هغه وویل، دغه ډله په غزه کې د اسراییل روان ظلمونه غندي او د فلسطین مقاومت مشروع او قانوني امرګڼي.

ښاغلي متقي د خپلو خبرو په یوه برخه کې چې د طالبانو د رژیم د تحریم په اړه اشاره ښکاري وویل: «په داسې نړۍ کې چې هېوادونه د سیاسي دلایلو له مخې د بشري حقونو څخه په استفادي سره تحریم کیږي، خود یوه ریژیم په لاس چې د جګړې حدود او معیارونه یې تر پښو لاندې کړي په پرله پسې ډول د یوه ملت نسل وژنه لږ تر لږه غندل کیږي هم نه.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي پوځیانو پر ظلمونو نیوکه کوي، چې دغه ډله پخپله په افغانستان کې له بشري حقونو څخه په جدي سرغړونو تورنه ده.

په افغانستان کې د دغې ډلې د حکومت دوه کاله تېریږي. په دې موده کې ځینې پخواني امنیتي ځواکونه، د پخواني حکومت کارکوونکي او مدني فعالان ځورول شوي او وژل شوي دي.

په ورته وخت کې دغې ډلې پر ښځو ډېر سخت شرایط وضع کړي او له کار او زدکړو یې بې برخې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له بیرغه پرته حضور

امیر خان متقي د فلسطین په اړه د تهران په نړیوال کنفرانس کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي
100%
امیر خان متقي د فلسطین په اړه د تهران په نړیوال کنفرانس کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د انځورونو له مخې، د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوی په دې غونډه کې د افغانستان له رسمي بیرغ یا د طالبانو له بیرغ پرته حضور لري.

په دې انځورونو کې لیدل کېږي چې د بېلابېلو هېوادونو د پلاوو په مخ کې د اړوند هېواد رسمي بیرغ ایښودل شوی، خو د طالبانو د پلاوي پر مېز د دغې ډلې سپین بیرغ نه دی اېښودل شوی.

د ایران په شمول د نړۍ هیڅ هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني او د سیمې هېوادونو په رسمي غونډو کې د دغې ډلې بیرغ نه کارول کیږي.

واشنګټن پوسټ: له نړیوالې انزوا سره مخ طالبان د خراب افغان اقتصاد د ځان بسیا کولو هڅه کوي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۵ GMT+۰

د امریکا چاپ واشنګټن پوست ورځپاڼې د یو رپوټ له مخې، واک ته د طالبانو له رسیدو دوه کاله وروسته، په نړیواله کچه د دوی منزوي شوی حکومت د داسې یو پلان سره پر مخ روان دی چې د افغانستان خراب اقتصاد که په بشپړه توګه نه کېږی، تر یوه حده پر ځان بسیا کړي.

طالب چارواکي د کرنې د ودې لپاره د بندونو او کانالونو د جوړولو او د لرې پرتو ولایتونو د نښلولو لپاره د تونلونو پر جوړولو څارنه کوي.

د فولادو کارخانې د شپې په اوږدو کې کار کوي ترڅو د بنسټیزو پروژو لپاره د اوسپنې ګاډرونه جوړ کړي.
د طالبانو د حکومت هیلې، لږ تر لږه په ځینو برخو کې، د اړتیاوو پر اساس دي.

د ښځو د حقونو په وړاندې د طالبانو دریځ، په افغانستان کې د روان ناورین په پراخولو سربیره، بهر کې د افغانستان بانک زیرمو د ترلاسه کولو او د لویدیځو هیوادونو د مرستو خوندي کولو هڅې یې هم له خڼډ سره مخامخ کړې دي.

په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو له رسیدو وړاندې، بهرنیو مرستو د عامه لګښتونو ۷۵ سلنه تمویلوله، طالبان وايي چې د خپلو پروژو د تمویل لپاره تر ډېره په کورنیو عوایدو او ګمرکونو تکیه کوي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په یوه مرکه کې ومنله چې دا مالي خنډونه د حکومت د پروژو پراخوالی محدودوي.

هغه وویل: "مګر موږ په سمه لاره روان یو، داسې یوه لاره چې موږ پر ځان بسیاینې ته رسوي."

د عامو افغانانو لپاره اقتصادي وضعیت لا مخ په خرابیدو دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د هغو افغانانو شمیر چې بشري مرستو ته اړیتا لري شاوخوا ۶۰ سلنه زیاته شوې چې اوس د نفوس څه باندې ۶۵ سلنه جوړوي.

دغه هیواد کې ننګونې مخ په ډیریدو دي.

د افغانستان ستر سوداګریز شریک، پاکستان، له کابله په زیاتیدونکې توګه ناراضه دی او د سیاسي موخو لپاره د اقتصادي اړیکو د ګډوډولو هڅې کوي.

په ورته وخت کې، افغان سوداګر او نورو مالیه ورکوونکي د لګیدلو جګو مالیاتو له امله سر ټکوي او وايي چې سپما کړې نغدي پیسې ورسره ختمې شوی دي.

یو افغان اقتصاد پوه، عمر جویا وايي، تر هغه چې طالبان ونه شي کولای چې اقتصادي وده، د کار زمینه، د بې وزلۍ کچه ټیټه کړي او خلکو ته د یو مناسب ژوند برابر چې لږ تر لږه خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي،‌ په ځان بساینه هیڅ معنا نه لري.