• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي: هېوادونه د بشري حقونو د سرغړونې په پلمه تحریمیږي خو د بل نسل وژنه غندل کیږي هم نه

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین په اړه د تهران نړیوال کانفرانس کې وویل، «موږ د سترو تضادونو په زمانه کې ژوند کوو.» د امیر خان متقي په خبره، هېوادونه د بشري حقونو د سرغړونې له امله تحرمیږي خو د یوه ریژیم په لاس په پرله پسې ډول د یوه ملت نسل وژنه لږ تر لږه غندل کیږي هم نه.

په دغه کنفرانس کې د متقي د وینا د متن په یوه برخه کې چې د هغه د یوه سلاکار ذاکر جلالي له خوا په اېکس ټولنیزه شبکه کې خپره شوې، راغلي: «موږ نوي نړیوال نظم ته اړتیا لرو چې پر عدالت او مساوات ولاړ وي. داسې نظم چې نړۍ ته سوله، عدالت او ثبات راولي.»

هغه وویل، دغه ډله په غزه کې د اسراییل روان ظلمونه غندي او د فلسطین مقاومت مشروع او قانوني امرګڼي.

ښاغلي متقي د خپلو خبرو په یوه برخه کې چې د طالبانو د رژیم د تحریم په اړه اشاره ښکاري وویل: «په داسې نړۍ کې چې هېوادونه د سیاسي دلایلو له مخې د بشري حقونو څخه په استفادي سره تحریم کیږي، خود یوه ریژیم په لاس چې د جګړې حدود او معیارونه یې تر پښو لاندې کړي په پرله پسې ډول د یوه ملت نسل وژنه لږ تر لږه غندل کیږي هم نه.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي پوځیانو پر ظلمونو نیوکه کوي، چې دغه ډله پخپله په افغانستان کې له بشري حقونو څخه په جدي سرغړونو تورنه ده.

په افغانستان کې د دغې ډلې د حکومت دوه کاله تېریږي. په دې موده کې ځینې پخواني امنیتي ځواکونه، د پخواني حکومت کارکوونکي او مدني فعالان ځورول شوي او وژل شوي دي.

په ورته وخت کې دغې ډلې پر ښځو ډېر سخت شرایط وضع کړي او له کار او زدکړو یې بې برخې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له بیرغه پرته حضور

امیر خان متقي د فلسطین په اړه د تهران په نړیوال کنفرانس کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي
100%
امیر خان متقي د فلسطین په اړه د تهران په نړیوال کنفرانس کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د انځورونو له مخې، د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوی په دې غونډه کې د افغانستان له رسمي بیرغ یا د طالبانو له بیرغ پرته حضور لري.

په دې انځورونو کې لیدل کېږي چې د بېلابېلو هېوادونو د پلاوو په مخ کې د اړوند هېواد رسمي بیرغ ایښودل شوی، خو د طالبانو د پلاوي پر مېز د دغې ډلې سپین بیرغ نه دی اېښودل شوی.

د ایران په شمول د نړۍ هیڅ هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني او د سیمې هېوادونو په رسمي غونډو کې د دغې ډلې بیرغ نه کارول کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

واشنګټن پوسټ: له نړیوالې انزوا سره مخ طالبان د خراب افغان اقتصاد د ځان بسیا کولو هڅه کوي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۵ GMT+۰

د امریکا چاپ واشنګټن پوست ورځپاڼې د یو رپوټ له مخې، واک ته د طالبانو له رسیدو دوه کاله وروسته، په نړیواله کچه د دوی منزوي شوی حکومت د داسې یو پلان سره پر مخ روان دی چې د افغانستان خراب اقتصاد که په بشپړه توګه نه کېږی، تر یوه حده پر ځان بسیا کړي.

طالب چارواکي د کرنې د ودې لپاره د بندونو او کانالونو د جوړولو او د لرې پرتو ولایتونو د نښلولو لپاره د تونلونو پر جوړولو څارنه کوي.

د فولادو کارخانې د شپې په اوږدو کې کار کوي ترڅو د بنسټیزو پروژو لپاره د اوسپنې ګاډرونه جوړ کړي.
د طالبانو د حکومت هیلې، لږ تر لږه په ځینو برخو کې، د اړتیاوو پر اساس دي.

د ښځو د حقونو په وړاندې د طالبانو دریځ، په افغانستان کې د روان ناورین په پراخولو سربیره، بهر کې د افغانستان بانک زیرمو د ترلاسه کولو او د لویدیځو هیوادونو د مرستو خوندي کولو هڅې یې هم له خڼډ سره مخامخ کړې دي.

په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو له رسیدو وړاندې، بهرنیو مرستو د عامه لګښتونو ۷۵ سلنه تمویلوله، طالبان وايي چې د خپلو پروژو د تمویل لپاره تر ډېره په کورنیو عوایدو او ګمرکونو تکیه کوي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په یوه مرکه کې ومنله چې دا مالي خنډونه د حکومت د پروژو پراخوالی محدودوي.

هغه وویل: "مګر موږ په سمه لاره روان یو، داسې یوه لاره چې موږ پر ځان بسیاینې ته رسوي."

د عامو افغانانو لپاره اقتصادي وضعیت لا مخ په خرابیدو دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د هغو افغانانو شمیر چې بشري مرستو ته اړیتا لري شاوخوا ۶۰ سلنه زیاته شوې چې اوس د نفوس څه باندې ۶۵ سلنه جوړوي.

دغه هیواد کې ننګونې مخ په ډیریدو دي.

د افغانستان ستر سوداګریز شریک، پاکستان، له کابله په زیاتیدونکې توګه ناراضه دی او د سیاسي موخو لپاره د اقتصادي اړیکو د ګډوډولو هڅې کوي.

په ورته وخت کې، افغان سوداګر او نورو مالیه ورکوونکي د لګیدلو جګو مالیاتو له امله سر ټکوي او وايي چې سپما کړې نغدي پیسې ورسره ختمې شوی دي.

یو افغان اقتصاد پوه، عمر جویا وايي، تر هغه چې طالبان ونه شي کولای چې اقتصادي وده، د کار زمینه، د بې وزلۍ کچه ټیټه کړي او خلکو ته د یو مناسب ژوند برابر چې لږ تر لږه خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي،‌ په ځان بساینه هیڅ معنا نه لري.

طالبانو د ديني زدکړو د وړې دورې لپاره د سندونو د ورکړې لړۍ بنده کړه

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت ولايتونو ته په لېږلي مکتوب کې ليکلي، په مدرسو کې د وړې دروې فارغانو ته د سندونو دورکړې لړۍ دې ودرول شي. طالبان واک ته په رسېدو تر ډېره په خپلو لیکو کې هغو کسانو ته دندې ورکوې، چې دیني زدکړه یې کړې وې او يا هم د «جهاد» مخينه ولري.

د دندې ترلاسولو لپاره د مدرسو د وړو دورو فارغانو هم سندونه ترلاسول او مختلفو طالبي ادارو کې یې د دندو ترلاسولو هڅه کوله.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د طالبانو د پوهنې وزرات هغه مکتوب رسېدلی، چې دوی خپلو ولایتي ادارو ته لېږلی.

په مکتوب کې لیکل شوي، چې د ديني زدکړو د وړې دورې لپاره د فارغت سندونه دي نه ورکول کيږي

د طالبانو د پوهني وزارت په دې مکتوب کې ليکلي، چې تر ټاکلي وخت مخکې دستار بندئ او غونډې کول هم بند دي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو نظر هم را واخلو؛ خو دوی ځواب ونه وايه.

ځینې طالب پلوه کسانو خواله رسنیو کې د نوې پرېکړې هرکلي سره هیله ښودلې چې دا مکتوب عملي هم شي.

طالبان واک ته په رسېدو هر کال له ديني مدرسو څخه په سلګونه کسان فارغوي.

دغه ډله په ديني برخه کې د خپلو زدکوونکو لپاره درې دورې لري « منځنۍ، وړه او لويه دوره»، چې پکې فنون، فقه، حدیث او ځینې نور کتابونه تدرسيږي.

د طالبانو په اوسني تعليمي سيسټم کې د دې دورو د فارغينو د زدکړې سطحه د پوهنتون تر فارغينو لوړه ده.

د معلوماتو له مخي، طالبان تر ډېره هغو کسانو ته دندې ورکوي، چې ديني زدکړه یې کړې وي او يا هم له دوی سره یې په جګړه کې برخه اخيستې وي.

د امریکا له بندیزونو وروسته په جرمني کې د رحماني د کورنۍ د یوه شرکت پروژه ودرول شوه

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۷ GMT+۰

د رحماني د کورنۍ پر شرکتونو د امریکا له لوري لګول شوي بندیزونه د دې لامل شول چې د دوی د یوې کمپنۍ پروژه په جرمني کې ودرول شي. د جرمن رسنیو د راپور له مخې، د جرمني په سویل لويديځ كې د اهنینګن ښاروالۍ د رحماني كورنۍ د يوې پروژې د پرمختګ مخه نيولې ده.

د تاز رسنۍ د راپور له مخکې، د اوقیانوس ډلې The Ocean Group غوښتل چې د خپلو جرمني همکارانو په ملګرتيا د اهنینګن په «کونتوم» کلي کې د استوګنې يو کمپلکس جوړ کړي.

اوقیانوس ډله د میر رحمان رحماني زوی اجمل رحماني پورې تړاو لري. د طالبانو تر واکمنېدو مخکې میر رحمان رحماني د افغانستان د پارلمان مشر او زوې یې غړی و.

جرمن رسنیو د اهنینګن ښاروال په حواله لیکلي، چې د دې سیمې پلورل یوه شخصي معامله وه او دغه اداره پرې هېڅ اغېز نه لري. د همدې لپاره، ښاروالۍ ټینګار وکړ چې "د ښاغلي رحماني په وړاندې بندیزونو ته به سخت پام کوي.»

خو د جرمن د رسنیو د راپور له مخې، دا ملکیت اوس هم د اوقیانوس ډلې سره دی. که دا تړون لغوه شي، نو ټول لګښتونه به د اوقیانوس ډلې په غاړه وي.

د امریکا د خزانې وزارت د روان کال د ډیسمبر پر لسمه د میر رحمان رحماني او اجمل رحماني پر ۴۴ شرکتونو او ادارو بندیزونه ولګول چې دغه وزارت یې «له پولې هاخوا فساد» بولي.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي، رحمانیانو په افغانستان کې د خپلو شرکتونو له لارې پېچلی مالي فساد کړی او د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره یې د امریکا د حکومت له قراردادونو په میلیونونو ډالر اختلاس کړي دي.

میر رحمان رحماني دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

مسکو: طالبان د خبرو برخه کې ښه ملګري دي او د افغانستان په هکله کلیشه ستراتیژي باید ختمه شي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۸ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دوهمې څانګې مشر وايي، روسیه په دې باور ده چې طالبان د دوامداره خبرو په برخه کې ښه ملګري دي او د افغانستان په اړه شته کلیشه يي ستراتیژي باید ختمه شي.‌ تیموفي بویکوف زیاتوي، چې"روسیه له کابل او هلته له حاکم موقت حکومت سره اړیکي پراخوي.»

د روسیې د دولتي اژانس تاس د رپوټ له مخې، دغه روسي ډیپلوماټ دغه خبرې د سوداګرۍ او صنایعو خونه کې د افغانستان په اړه په یوه بحث کې کړې دي.

د هغه په باور طالبان دا ظرفیت لري چې له نورو هیوادو سره یو توافق ته ورسیږي: «موږ باور لرو چې دوی د افغانستان پر وضعیت بشپړ کنټرول لري. موږ له هغوی سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په برخو کې مساوي اړیکې جوړوو."

نوموړی زیاتوي، دا مهمه ده چې د افغانستان په اړه شته بدنامۍ ته له پام پرته په دې اړه روښانه خبرې وشي چې په افغانستان کې څه روان دي.

که څه هم دغه روسی ډیپلوماټ د شتنه بدنامۍ په هکله څه نه وايي، خو طالبان چې د نجونو او ښځو پر زدکړو او کار یې بندیز لګولی او هم د لږکیو او انساني حقونو په برخه کې په خلاف ورزۍ تورن دي ور سره د نړیوالې ټولنې تعامل هم ورځ تر بلې کمېږي.

روسیه یو له هغو مجدودو هېوادونو دی چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې هم له دې ډلې سره اړیکې درلودې او له واکمنېدو وروسته یې هم ور سره په مختلفو برخو کې روابط زیات کړي دي.

روسیې ځینې وخت په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې هم د طالبانو په ملاتړ دریځ غوره کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي هم تېره چارشنبه وویل، له افغانستان سره بشري مرستې باید سیاسي نه شي او د افغانستان کنګل شوې شتمني هم باید ازاده شي.

واسیلي نبنزیا د دې سازمان امنیت شورا ته په خبرو کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د ډېرو مرستو غوښتنه هم وکړه.

د مشهد په ګرځنده بازارونو کې د افغان مهاجرینو پر فعالیت بندیز ولګول شو

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي د مرکز مشهد والي ددغه ښار په ګرځنده بازارونو یا اونیزو مېلو کې د افغانانو د فعاليت د بندولو امر کړی. د مشهد په سيمه ييزو رسنيو کې انځور ښيي چې د نوي بنديز امر د مشهد ښار د جمعه بازار پر دروازه لګول شوی دی.

د مشهد ښاروالۍ شهرارا ورځپاڼې د شنبې په ورځ د دې ادارې د ښاري دندو د تنظيم د مشر حسن کلیدري له قوله لیکلي دي: « د دغه ښار د والي د ټولنیز کمیسیون د پرېکړې له مخې له اوس څخه د مشهد ښار په ټولو ګرځنده بازارونو کې د بهرنیو اتباعو هر ډول فعالیت منع دی.»

د خراسان رضوي د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د عمومي ادارې د شمیرو له مخې، په مشهد کې د ثبت او قانوني افغان کډوالو شمیر شاوخوا نیم ميلیون کسانو ته رسیږي.

دا شمیره په مشهد کې د کډوالو د ټول نفوس ۹۵ سلنه جوړوي.

په ګرځنده بازارونو یا مېلو کې کې د افغانانو د فعاليت د بندېدو امر په ايران کې د افغان فرهنګپالو کډوالو له غبرګون سره مخ شوی دی.

په مشهد کې افغان شاعرې او فرهنګي فعالې زينب بيات په انسټاګرام کې د دې پرېکړې په غبرون کې ليکلي؛ « افغانان يوه ګوله ډوډی څنګه تر لاسه کړي؟ کله چې تاسو ټولې روا لارې پرې بندې کړئ، څه فکر کوی، چې کومه لار به خلاصه شي؟»