• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا له بندیزونو وروسته په جرمني کې د رحماني د کورنۍ د یوه شرکت پروژه ودرول شوه

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۳۵ GMT+۰

د رحماني د کورنۍ پر شرکتونو د امریکا له لوري لګول شوي بندیزونه د دې لامل شول چې د دوی د یوې کمپنۍ پروژه په جرمني کې ودرول شي. د جرمن رسنیو د راپور له مخې، د جرمني په سویل لويديځ كې د اهنینګن ښاروالۍ د رحماني كورنۍ د يوې پروژې د پرمختګ مخه نيولې ده.

د تاز رسنۍ د راپور له مخکې، د اوقیانوس ډلې The Ocean Group غوښتل چې د خپلو جرمني همکارانو په ملګرتيا د اهنینګن په «کونتوم» کلي کې د استوګنې يو کمپلکس جوړ کړي.

اوقیانوس ډله د میر رحمان رحماني زوی اجمل رحماني پورې تړاو لري. د طالبانو تر واکمنېدو مخکې میر رحمان رحماني د افغانستان د پارلمان مشر او زوې یې غړی و.

جرمن رسنیو د اهنینګن ښاروال په حواله لیکلي، چې د دې سیمې پلورل یوه شخصي معامله وه او دغه اداره پرې هېڅ اغېز نه لري. د همدې لپاره، ښاروالۍ ټینګار وکړ چې "د ښاغلي رحماني په وړاندې بندیزونو ته به سخت پام کوي.»

خو د جرمن د رسنیو د راپور له مخې، دا ملکیت اوس هم د اوقیانوس ډلې سره دی. که دا تړون لغوه شي، نو ټول لګښتونه به د اوقیانوس ډلې په غاړه وي.

د امریکا د خزانې وزارت د روان کال د ډیسمبر پر لسمه د میر رحمان رحماني او اجمل رحماني پر ۴۴ شرکتونو او ادارو بندیزونه ولګول چې دغه وزارت یې «له پولې هاخوا فساد» بولي.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي، رحمانیانو په افغانستان کې د خپلو شرکتونو له لارې پېچلی مالي فساد کړی او د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره یې د امریکا د حکومت له قراردادونو په میلیونونو ډالر اختلاس کړي دي.

میر رحمان رحماني دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

مسکو: طالبان د خبرو برخه کې ښه ملګري دي او د افغانستان په هکله کلیشه ستراتیژي باید ختمه شي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۸ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دوهمې څانګې مشر وايي، روسیه په دې باور ده چې طالبان د دوامداره خبرو په برخه کې ښه ملګري دي او د افغانستان په اړه شته کلیشه يي ستراتیژي باید ختمه شي.‌ تیموفي بویکوف زیاتوي، چې"روسیه له کابل او هلته له حاکم موقت حکومت سره اړیکي پراخوي.»

د روسیې د دولتي اژانس تاس د رپوټ له مخې، دغه روسي ډیپلوماټ دغه خبرې د سوداګرۍ او صنایعو خونه کې د افغانستان په اړه په یوه بحث کې کړې دي.

د هغه په باور طالبان دا ظرفیت لري چې له نورو هیوادو سره یو توافق ته ورسیږي: «موږ باور لرو چې دوی د افغانستان پر وضعیت بشپړ کنټرول لري. موږ له هغوی سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په برخو کې مساوي اړیکې جوړوو."

نوموړی زیاتوي، دا مهمه ده چې د افغانستان په اړه شته بدنامۍ ته له پام پرته په دې اړه روښانه خبرې وشي چې په افغانستان کې څه روان دي.

که څه هم دغه روسی ډیپلوماټ د شتنه بدنامۍ په هکله څه نه وايي، خو طالبان چې د نجونو او ښځو پر زدکړو او کار یې بندیز لګولی او هم د لږکیو او انساني حقونو په برخه کې په خلاف ورزۍ تورن دي ور سره د نړیوالې ټولنې تعامل هم ورځ تر بلې کمېږي.

روسیه یو له هغو مجدودو هېوادونو دی چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې هم له دې ډلې سره اړیکې درلودې او له واکمنېدو وروسته یې هم ور سره په مختلفو برخو کې روابط زیات کړي دي.

روسیې ځینې وخت په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې هم د طالبانو په ملاتړ دریځ غوره کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي هم تېره چارشنبه وویل، له افغانستان سره بشري مرستې باید سیاسي نه شي او د افغانستان کنګل شوې شتمني هم باید ازاده شي.

واسیلي نبنزیا د دې سازمان امنیت شورا ته په خبرو کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د ډېرو مرستو غوښتنه هم وکړه.

د مشهد په ګرځنده بازارونو کې د افغان مهاجرینو پر فعالیت بندیز ولګول شو

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي د مرکز مشهد والي ددغه ښار په ګرځنده بازارونو یا اونیزو مېلو کې د افغانانو د فعاليت د بندولو امر کړی. د مشهد په سيمه ييزو رسنيو کې انځور ښيي چې د نوي بنديز امر د مشهد ښار د جمعه بازار پر دروازه لګول شوی دی.

د مشهد ښاروالۍ شهرارا ورځپاڼې د شنبې په ورځ د دې ادارې د ښاري دندو د تنظيم د مشر حسن کلیدري له قوله لیکلي دي: « د دغه ښار د والي د ټولنیز کمیسیون د پرېکړې له مخې له اوس څخه د مشهد ښار په ټولو ګرځنده بازارونو کې د بهرنیو اتباعو هر ډول فعالیت منع دی.»

د خراسان رضوي د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د عمومي ادارې د شمیرو له مخې، په مشهد کې د ثبت او قانوني افغان کډوالو شمیر شاوخوا نیم ميلیون کسانو ته رسیږي.

دا شمیره په مشهد کې د کډوالو د ټول نفوس ۹۵ سلنه جوړوي.

په ګرځنده بازارونو یا مېلو کې کې د افغانانو د فعاليت د بندېدو امر په ايران کې د افغان فرهنګپالو کډوالو له غبرګون سره مخ شوی دی.

په مشهد کې افغان شاعرې او فرهنګي فعالې زينب بيات په انسټاګرام کې د دې پرېکړې په غبرون کې ليکلي؛ « افغانان يوه ګوله ډوډی څنګه تر لاسه کړي؟ کله چې تاسو ټولې روا لارې پرې بندې کړئ، څه فکر کوی، چې کومه لار به خلاصه شي؟»

ذبیح الله مجاهد: مونږ د هغو وسلوالو پرضد اقدامات کوو چې پاکستان ناامنه کوي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا ډله د هغو وسلوالو پرضد اقدامات کوي چې د افغانستان له خاورې پاکستان ناامنه کوي. ښاغلی مجاهد زیاتوي، د دوی د نظام نیت دا نه دی چې په پاکستان کې بدامني جوړه کړ او پاکستان دې د رسنیز جنګ پرځای شواهد او معلومات له دوی سره شریک کړي.

ښاغلی مجاهد د ملي راډیو د «بحث او شننه» خپرونه کې وايي: مونږ خپله د هغو کسانو پرضد اقدامات کوو چې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ناامنه کوي.

دی په ټینکار سره وايي چې هیچ چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره بل هیواد په وړاندې استمعال کړي او پټنځي ولري.

نوموړي په دغه مرکه کې زیاتوي چې د طالبانو د حکومت او د مشر درېځ یې دا دی، چې له افغانستان څخه بل هیواد ته ضرر ونه رسیږي.

د طالبانو په واکمنېدو سره په پاکستان کې د وسلوالو بریدونه ډېر شوي او اسلام اباد پر کابل تور پورې کوي، چې د دوی ضد وسلوالو ته یې پنا ور کړې ده.

افغان طالبان د پاکستان دا ادعا ردوي او د پخوا په څېر مجاهد په دې مرکه کې هم د پاکستان له امنیتي ادارو څخه غواړي چې خپلې خاورې امنیت ته دې په خپله متوجې شي.

مجاهد زیاتوي د امارت د واک ته رسېدو څخه کلونه وړاندې ټي ټي پي په پاکستان کې بریدونه کول دا هم د پاکستان د تېر نظام د پرویز مشرف د حکومت غلطیو پالیسیو نتیجه وه.

د هغه په خبره، مشرف په خپل هیواد کې امریکا ته اډې او امکانات ورکړل چې همدې امله خپل ناراضه ولس یوه برخه ورته پورته شول او په جنګ ورسره اخته شول.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته څو سرچینو تایید کړه چې د پاکستان د وروستیو فشارونو له امله افغان طالبانو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ۲۵ غړي نیولي دي.

دغه سرچینې زیاتوي افغان طالبان د ټي ټي پي پر مشرانو فشار راوړي چې په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي.

په لغمان کې د طالبانو د مدرسو پر زدکوونکو د یونیسف مرستې وویشل شوې

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۱ GMT+۰

د ښوونځیو پر ځای په مدرسو کې د زدکړو په اړه له طالبانو سره د یوناما د هوکړې په اړه د راپورونو له خپرېدو سره سم، د یونیسف مرستې د طالبانو په یو شمېر دیني مدرسو وېشل شوې دي. طالبان وايي، په لغمان کې د دې ډلې د پوهنې رییس د ابوبکر صادق مدرسې پر ۴۰۰ زدکوونکو درسي مواد وېشلي دي.

د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ابوبکر صدیق مدرسه د طالبانو تر ولکې لاندې دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت په اېکس پاڼه کې د مولوي شاه جهان ساجد عکس لیدل کیږي چې په لغمان کې په یوه مدرسه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) لوګو سره یوه کتابچه د دیني زدکړو پر نارینه زدکوونکو ویشي.

تر اوسه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوقد طالبانو تر واک لاندې مدرسو کې د خپلو مرستو د ویش په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې، د روانې میاشتې په پای کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) په یوه راپور کې ویلي وو چې طالبانو د خپلو مدرسو د ملاتړ لپاره "مرستې" او "دولتي بودیجې" کارولې دي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې دیني ښوونځي د غیر رسمي تعلیمي سیسټم یوه برخه ده، چې ښوونکي یې "دیني عالمان" او "مذهبي" دي چې یوازې دیني مضامین تدریسوي او د ښوونځیو لپاره معیاري نصاب نشته.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان پر مدرسو د ښوونځیو د بدلولو په اړه خبرې کوي.

د دوی په وینا طالبانو ځینو بهرنیو چارواکو ته ویلي چې نجونې دې په دیني مدرسو کې زدکړې وکړي او د طالبانو مشر په دې برخه کې کومه ستونزه نه لري.

سرچینې: طالبان هڅه کوي دولتي ښوونځي په مدرسو بدل کړي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۱ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان پر مدرسو د د ښوونځیو د بدلولو په اړه د خبرو اترو په حال کې دي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي. د دوی په وینا طالبانو د ځینو هیوادونو استازو ته ویلي، نجونې دې په مدرسو کې زدکړې وکړي او د دوی مشر په دې برخه کې کومه ستونزه نه لري.

دغو سرچینو ویلي چې طالب چارواکو استدلال کړی چې د ښوونځيو او مدرسو ترمنځ توپیر نشته او دا ډله په دیني مدرسو کې عصري او دیني موضوعات تدریسوي.

د سرچینو په وینا طالبانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې ډلې د مدرسو مالي ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې وویل، شواهد ښيي چې په مدرسو کې زیاتې نجونې زدکړې کوي.

روزا اوتونبایوا د امنیت شورا له غونډې وروسته افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو د پوهنې د وزیر په حواله لس میلیونه ماشومان د طالبانو په مدرسو کې زدکړې کوي. هغې زياته کړه چې نور پنځه ميليونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي.

د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې وروسته مېرمن اوتونبایوا وویل، طالبان هڅه کوي چې زیات ماشومان د دیني زدکړو په سیستم کې شامل کړي، ځکه دوی باور لري چې مدرسې خپلط او ښوونځي د غرب دي.

د یوناما د مشرې څرګندونو ته غبرګون: د ملګرو ملتونو استازې د نجونو په نه شتون کې لوی جوړجاړی کوي

د طالبانو په مدرسو کې د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د زدکړو په اړه د یوناما د مشر خبرې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې.

د بشري حقونو د څار د ښځو چارو مسوولې وویل چې یوناما د نجونو د تعلیم په برخه کې د یوه لوی جوړجاړي لپاره چمتووالی نیسي.

د افغانستان په تېر حکومت کې د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، ډاډه نه ده چې یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی کوي که نه.

اغلې کوفي په دې باندې په ټینګار سره چې مدرسې د رسمي زدکړو ځای نه شي نیولی، په ایکس چینل کې لیکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اصول له خطر سره مخامخ دي.

فوزيې کوفي چې پخوا يې د طالبانو د ديني مدرسو د ودې او د افراطيت د ودې په اړه اندېښنه ښودلې، په دې ليکنه کې پوښتنه کړې ده چې : زموږ په نه شتون کې به بيا څه پخېږي؟

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر مدرسو د ښوونځیو بدلولو ادعاوې ردوي او وايي، مدرسه او مکتب دواړه د ټولنې اړتیاوې دي.

هغه بي بي سي پښتو ته ویلي، چې اوس یې هم ډېر مصارف پر ښوونځیو کېږي.