• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لغمان کې د طالبانو د مدرسو پر زدکوونکو د یونیسف مرستې وویشل شوې

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۰ GMT+۰

د ښوونځیو پر ځای په مدرسو کې د زدکړو په اړه له طالبانو سره د یوناما د هوکړې په اړه د راپورونو له خپرېدو سره سم، د یونیسف مرستې د طالبانو په یو شمېر دیني مدرسو وېشل شوې دي. طالبان وايي، په لغمان کې د دې ډلې د پوهنې رییس د ابوبکر صادق مدرسې پر ۴۰۰ زدکوونکو درسي مواد وېشلي دي.

د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ابوبکر صدیق مدرسه د طالبانو تر ولکې لاندې دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت په اېکس پاڼه کې د مولوي شاه جهان ساجد عکس لیدل کیږي چې په لغمان کې په یوه مدرسه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) لوګو سره یوه کتابچه د دیني زدکړو پر نارینه زدکوونکو ویشي.

تر اوسه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوقد طالبانو تر واک لاندې مدرسو کې د خپلو مرستو د ویش په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې، د روانې میاشتې په پای کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) په یوه راپور کې ویلي وو چې طالبانو د خپلو مدرسو د ملاتړ لپاره "مرستې" او "دولتي بودیجې" کارولې دي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې دیني ښوونځي د غیر رسمي تعلیمي سیسټم یوه برخه ده، چې ښوونکي یې "دیني عالمان" او "مذهبي" دي چې یوازې دیني مضامین تدریسوي او د ښوونځیو لپاره معیاري نصاب نشته.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان پر مدرسو د ښوونځیو د بدلولو په اړه خبرې کوي.

د دوی په وینا طالبانو ځینو بهرنیو چارواکو ته ویلي چې نجونې دې په دیني مدرسو کې زدکړې وکړي او د طالبانو مشر په دې برخه کې کومه ستونزه نه لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبان هڅه کوي دولتي ښوونځي په مدرسو بدل کړي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۱ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان پر مدرسو د د ښوونځیو د بدلولو په اړه د خبرو اترو په حال کې دي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي. د دوی په وینا طالبانو د ځینو هیوادونو استازو ته ویلي، نجونې دې په مدرسو کې زدکړې وکړي او د دوی مشر په دې برخه کې کومه ستونزه نه لري.

دغو سرچینو ویلي چې طالب چارواکو استدلال کړی چې د ښوونځيو او مدرسو ترمنځ توپیر نشته او دا ډله په دیني مدرسو کې عصري او دیني موضوعات تدریسوي.

د سرچینو په وینا طالبانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې ډلې د مدرسو مالي ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې وویل، شواهد ښيي چې په مدرسو کې زیاتې نجونې زدکړې کوي.

روزا اوتونبایوا د امنیت شورا له غونډې وروسته افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو د پوهنې د وزیر په حواله لس میلیونه ماشومان د طالبانو په مدرسو کې زدکړې کوي. هغې زياته کړه چې نور پنځه ميليونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي.

د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې وروسته مېرمن اوتونبایوا وویل، طالبان هڅه کوي چې زیات ماشومان د دیني زدکړو په سیستم کې شامل کړي، ځکه دوی باور لري چې مدرسې خپلط او ښوونځي د غرب دي.

د یوناما د مشرې څرګندونو ته غبرګون: د ملګرو ملتونو استازې د نجونو په نه شتون کې لوی جوړجاړی کوي

د طالبانو په مدرسو کې د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د زدکړو په اړه د یوناما د مشر خبرې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې.

د بشري حقونو د څار د ښځو چارو مسوولې وویل چې یوناما د نجونو د تعلیم په برخه کې د یوه لوی جوړجاړي لپاره چمتووالی نیسي.

د افغانستان په تېر حکومت کې د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، ډاډه نه ده چې یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی کوي که نه.

اغلې کوفي په دې باندې په ټینګار سره چې مدرسې د رسمي زدکړو ځای نه شي نیولی، په ایکس چینل کې لیکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اصول له خطر سره مخامخ دي.

فوزيې کوفي چې پخوا يې د طالبانو د ديني مدرسو د ودې او د افراطيت د ودې په اړه اندېښنه ښودلې، په دې ليکنه کې پوښتنه کړې ده چې : زموږ په نه شتون کې به بيا څه پخېږي؟

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر مدرسو د ښوونځیو بدلولو ادعاوې ردوي او وايي، مدرسه او مکتب دواړه د ټولنې اړتیاوې دي.

هغه بي بي سي پښتو ته ویلي، چې اوس یې هم ډېر مصارف پر ښوونځیو کېږي.

جاپانی اینجینر د تیڅو ناکامورا د پاتې کارونو لپاره افغانستان ته لاړ

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۸ GMT+۰

جاپانۍ ورځپاڼه اساهي شیمبون وايي، یو متقاعد جاپانی اینجینر په افغانستان کې د تیڅو ناکامورا د پاتې پروژ د بشپړولو لپاره افغانستان ته ځي. تیڅو ناکامورا چې په ننګرهار کې یې پر کونړ سیند بندونه جوړول د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر پر څلورمه جلال اباد ښار کې ووژل شو.

افغانانو به ناکامورا ته کاکا مراد ویل او پر کونړ سیند یې د ننګرهار ښېوه ولسوالۍ کې د بند جوړولو سره شاړه ځمکه ښېرازه کړه.

نوموړي دا شعار درلود چې اوبه، نه وسله او په خپل کار سره یې خلک له خوارځواکۍ وژغورل.

د تیڅو ناکامورا وژل کېدو سره د نوموړي پروژې هم نیمګړې پاتې شوې.

په افغانستان کې د جاپان سفیر سږ کال وویل، چې د ښاغلي ناکامورا پروژې به بشپړې شي.

اساهي شیمبون ورځپاڼې نن ویلي، ۷۳ کلن نوریو اوا سپټمبر کې افغانستان ته تللی او د اوبو رسولو او زرغون چاپېریال برابرولو لپاره د ښاغلي ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړوي.

نوموړي دې ورځپاڼې ته ویلي: «که څه هم د توان له مخې له تیڅو ناکامورا سره پرتله کېدلی نه شم، خو له ځايي پوهانو سره به خپلې تجربې او پوهه شریکه کړم.»

نوریو اوا د څلورو کلونو لپاره د جاپان په فوکوکا ښار کې د اینجینرۍ یوې خصوصې ادارې غړی دی.

د اساهي شیمبون په خبره، نوریو اوا له پخوا غوښتل چې په متقاعد کېدو د تیڅو ناکامورا سره مرسته وکړي، خو دې هیلې ته تر رسېدو مخکې ښاغلی ناکامورا په افغانستان کې ووژل شو.

په پروان کې يو ٣٠ کلن ځوان د نامالومو وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۰ GMT+۰

په پروان کې ځايي طالبانو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د جمعې په ورځ د مرغومې په لومړۍ نېټه د غوربند درې د شينوارو ولسوالۍ په «چلمای» کلي کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه سړي پر وژنې تورن کس له سیمې تښتېدلی دی.


تر اوسه د دغه کس د وژنې انګېزه معلومه نه ده؛ خو له څو مياشتو راهيسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې هدفي او مرموزې وژنې زياتې شوې دي.


ګڼ خلک طالبان په دغه ډول پېښو کې په لاس لرلو تورنوي.

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، دیني مدرسې په هیڅ ډول نه شي کولای د ښوونځیو ځای ونیسي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۵ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدر بار نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې مدرسې په هیڅ ډول د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو بدیل نه شي کېدای.

هغې دغه څرګندونې تر هغې وروسته وکړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلی و، چې اوس داسې اسناد شته چې نجونو د ښوونځیو پر ځای مدرسو ته مخه کړې ده.
هغې دا هم ویلي و، چې د دغو مدرسو جوړښت روښانه نه دی او د نصاب په اړه یې هم کره معلومات نه شته.
د نوموړې په خبره، دا هم روښانه نه ده چې په دغو مدرسو کې عصری علوم هم تدریسېږي او که څنګه؟
خو اغلې هېدربار دغه څرګندونې دیني مدرسو ته د نجونو لپاره د طالبانو د اجازې تایید بللی او تر څنګ یې هغه راپورونه هم شریک کړي، چې ښيي طالبانو څه رنګه د هلکانو زده‌کړې هم اغېزمنې کړې دي.
هېدر بار ټینګار کړی د هغه هېواد لپاره د هیڅ داسې راتلونکی څرک نه لګېږي، چې ماشومان یې یوازې بنسټ پالنه او افراطیت زده کوي.
په افغانستان کې په دیني مدرسو کې د نجونو د زده‌کړو په تړاو د ملګرو ملتونو او طالبانو وروستیو څرګندونو ته په دغه تازه غبرګون کې د بشري حقونو فعالان وايي، چې مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولای او ټینګار یې دا دی، چې د نجونو ټول ښوونځي دې بېرته برانیستل شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي و، چې د دوی له‌خوا کنټرولیدونکو مدرسو ته د نجونو د عمر هیڅ محدودیت نه شته.

هغه دا هم ویلي و، چې ان د ډېر عمر لرونکي مېرمنې هم کولای شي په دغو مدرسو کې دیني زده‌کړې وکړي.
خو د تعلیم د برخې کارپوهان وايي، چې په مدرسو کې داسې مضامین نه تدریسیږي، چې په لوستلو یې ډاکټران، انجنیران، اقتصاد پوهان یا د نورو برخو لپاره مسلکي کسان وروزل شي.

هغوی وايي، له مدرسو یوازې ملایان فارغېږي او افغانستان یوازې پر ملایانو نه شي جوړېدلای.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی او ۸۲۰ ورځې تېرې شوې چې نجونې ښوونځیو ته نه دي تللې او دا رنګه ۳۷۰ ورځې کېږي، چې د نجونو له پاره د پوهنتونونو دروازې هم تړلې پاتې دي.

جانتن ټروټ د افغان کرېکټ د روزونکي په توګه د پاتې کیدو لپاره نوي تړون ته نږدې شوی

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۱ GMT+۰

په نړیوال جام کې د افغان کرېکټ لوبډلې تر اغېزناک بري وروسته جانتن ټروټ له دې لوبډلې سره د روزونکي په توګه د پاتې کېدو لپاره د نوي تړون د لاسلیکېدو په درشل کې دی.

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې دغه پخوانۍ لوبغاړی د نوي تړون له شرایطو خوښ دی، خو غواړي د تړون تر لاسلیک کولو دمخه د خپل کاري ټیم د غړو غوراوی نهايي کړي.

ټروټ چې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغان ډلې د روزونکې دنده پر غاړه واخیست. د نوموړي د دندې پر مهال افغان لوبډلې په هندوستان کې د اکتوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې د کرېکټ د نړیوال جام د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلو ته ماته ور کړه.

هغه د انګلستان پي ای خبري اژانس ته ویلي: "زه ډاډه یم چې تړون به لاسلیک کړم خو غواړم چې ځان مطمین کړم چې د لوبډلې لپاره څه سم دي. دا هغه وړاندیز دی چې زه یې غواړم، خو اوس غواړم چې له روزونکي سره کارکوونکې او د ملاتړ ډله هم هغسې ده چې زه یې غواړم."

هغه زیاته کړه: "د روزونکي سره په کارکوونکې ډله کې ځینې بدلونونه راغلي او موخه یې دا ده چې ډاډ ترلاسه شي چې مونږ د ټیم د پرمخ بېولو لپاره سم روزونکی لرو. موږ غواړو چې په دې ډاډه اوسو چې ټیم پر مخ روان دی نه پر شا."