• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین د جګړې مخالفه په ټاکنو کې له ولادیمیر پوتین سره له سیالۍ منع شوه

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۷ GMT+۰

پخوانۍ خبریاله او د اوکراین د جګړې مخالفه یکاترینا دانڅوا، د روسیې په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې له ولادیمیر پوتین سره له سیالۍ منع شوې ده. د روسیې د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې دانڅوا د نوم لیکنې په پاڼو کې د نیمګړتیاوو له امله په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی.

څلویښت کلنز دانڅوا په ټیلیګرام ټولنیزه شبکه کې د انتخاباتو د کمېسیون پریکړه ناعادلانه او نا ډیموکراټیکه بللې او ویلې یې دي، چې دا موضوع به په ستره محکمه کې وننګوي.
د پوتین منتقدین وايي، دا پرېکړه ښيي چې د مارچ په ټاکنو کې د مخالف نظر یو کس همد ده پر وړاندې ونشي درېدلی.

دا د ۲۰۲۲ میلادي کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې لومړنۍ ولسمشریزې ټاکنې دي.
کرملین وايي چې پوتین به د روسیې د ټولنې د پراخ ملاتړ له امله ټاکنې وګټي.

نظر پوښتنې ښیې چې هغه به شاوخوا ۸۰ سلنه رایې ترلاسه کړي

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، دیني مدرسې په هیڅ ډول نه شي کولای د ښوونځیو ځای ونیسي

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۵ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدر بار نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې مدرسې په هیڅ ډول د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو بدیل نه شي کېدای.

هغې دغه څرګندونې تر هغې وروسته وکړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلی و، چې اوس داسې اسناد شته چې نجونو د ښوونځیو پر ځای مدرسو ته مخه کړې ده.
هغې دا هم ویلي و، چې د دغو مدرسو جوړښت روښانه نه دی او د نصاب په اړه یې هم کره معلومات نه شته.
د نوموړې په خبره، دا هم روښانه نه ده چې په دغو مدرسو کې عصری علوم هم تدریسېږي او که څنګه؟
خو اغلې هېدربار دغه څرګندونې دیني مدرسو ته د نجونو لپاره د طالبانو د اجازې تایید بللی او تر څنګ یې هغه راپورونه هم شریک کړي، چې ښيي طالبانو څه رنګه د هلکانو زده‌کړې هم اغېزمنې کړې دي.
هېدر بار ټینګار کړی د هغه هېواد لپاره د هیڅ داسې راتلونکی څرک نه لګېږي، چې ماشومان یې یوازې بنسټ پالنه او افراطیت زده کوي.
په افغانستان کې په دیني مدرسو کې د نجونو د زده‌کړو په تړاو د ملګرو ملتونو او طالبانو وروستیو څرګندونو ته په دغه تازه غبرګون کې د بشري حقونو فعالان وايي، چې مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولای او ټینګار یې دا دی، چې د نجونو ټول ښوونځي دې بېرته برانیستل شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي و، چې د دوی له‌خوا کنټرولیدونکو مدرسو ته د نجونو د عمر هیڅ محدودیت نه شته.

هغه دا هم ویلي و، چې ان د ډېر عمر لرونکي مېرمنې هم کولای شي په دغو مدرسو کې دیني زده‌کړې وکړي.
خو د تعلیم د برخې کارپوهان وايي، چې په مدرسو کې داسې مضامین نه تدریسیږي، چې په لوستلو یې ډاکټران، انجنیران، اقتصاد پوهان یا د نورو برخو لپاره مسلکي کسان وروزل شي.

هغوی وايي، له مدرسو یوازې ملایان فارغېږي او افغانستان یوازې پر ملایانو نه شي جوړېدلای.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی او ۸۲۰ ورځې تېرې شوې چې نجونې ښوونځیو ته نه دي تللې او دا رنګه ۳۷۰ ورځې کېږي، چې د نجونو له پاره د پوهنتونونو دروازې هم تړلې پاتې دي.

د بشري حقونو څار ډله: یوناما د نجونو د زدکړې برخه کې لوی جوړجاړي ته چمتو کېږي

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۹ GMT+۰

د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشرې په ديني مدرسو کې د نجونو د زدکړې د راپورونو په غبروګون کې ويلي، چې مدرسې د ښوونځيو «بديدل او د منلو وړ ندي.» هدربار وويل، روزا اوتونبايوا د افغان نجونو په نشتون کې « یو لوی او زيان رسونوکي جوړجاړي ته چمتو» ده.

د بشري حقونو د څار دغه لوړ پوړي چارواکې په اېکس پاڼه کې ويلي، د دغه هيواد د ماشومانو لپاره، چې «افراطي درسونه» زده کوي هيڅ راتلونکې نشته.

تر دې مخکي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا ويلي وو، «ډېر شواهد» یې ترلاسه کړي، چې زياتې نجونې ديني مدرسو ته ځي.

اوتونبايوا د همدې اونۍ د چهار شنبې په ماښام د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې دغه سازمان د طالبانو تر واک لاندي ديني مدرسو کې د نجونو د زدکړې په اړه د راپورونو اړوند څېړنه کوي.

هغې زياته کړه، چې « طالبان په ديني مدرسو کې د څار اجازه نه ورکوي او موږ نه پوهيږو، چې هلته څه تدریسيږي.»

خو هدر بار پر روزا اوتونبایوا نیوکه وکړه او ویې ویل، چې داسې ښکاري هغه له طالبانو سره «لوی جوړجاړي» ته چمتو ده.

هیدر بار د افغان نجونو په نشتون کې دا جوړجاړی « ناممکن او زيات زيانمنونکی» وباله.

د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشره وایي، افغان کارپوهان په وار ـ وار د هلکانو او نجونو د زدکړو لپاره د دولتي ښوونځيو پر ځای د ديني مدرسو د جوړولو خبره کوي.

هدربار وپوښتل « ایا ملګري ملتونه دې نظرونو ته غوږ نيسي؟.»

هغې زياته کړه، ملګري ملتونه هغه راپورنه څېړي او تاييدوي، چې طالبان په ديني مدرسو کې نجونو ته د زدکړې کولو اجازه ورکړې.

په امنيت شورا کې د اوتونبايوا څرګندونې

مېرمن اوتونبايوا د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له غونډې وروسته وويل، طالبان هڅه کوي زيات ماشومان په ديني مدرسو کې شامل کړي، ځکه دغه ډله باور لري، چې مدرسه یو سیمه یېز او اصیل شی دی، په داسې حال کې، چې ښوونځی لوېدیځه پدیده ده.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې د دې په منلو سره، چې دغه سازمان ته ستونزمنه ده، چې د طالبانو په دیني مدرسو کې د درسي موادو څارنه وکړي، څرګنده کړه، د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت هڅه کوي په دې پوه شي، چې طالبان په دینې مدرسو کې ماشومانو ته څه ور زده کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په خبره، راپورونه ښيي، چې د افغانستان په يو شمېر دينی مدرسو کې نجونو ته د زدکړې کولو اجازه شته؛ خو معلومه نه ده، چې په دغو ديني مدرسو کې څومره نجونې په زدکړو بوختې دي او هلته د زدکړو کيفيت څه ډول دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ویلي، چي په بشپړ توګه د یوې عصري درسي برنامې نشت، چې نجونې او هلکان په مساوي توګه هغه ته لاسرسی ولري، په اقتصادي برخه کې د طالبانو د ځان بسیایني د طرحي پلې کول ناشوني کوي.

تر دې مخکي د روانې مياشتې په پيل کې د بشري حقونو د څار سازمان په خپل يوه راپور کې ويلي وو، چې د طالبانو «ناسمه» تعليمی پاليسي هلکانو او نجونو ته زيان رسوي.

ددغه راپور له مخې، د طالبانو له لوري د ښځينه ښوونکو له دندو ګوښه کول، زدکوونکو ته بدني سزا ورکول، په تعليمي نصاب کې ځنډ او بدلون هم د هلکانو ښوونځي د ناکامۍ سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې، کله چې طالبانو د هلکانو له ښوونځیو ښوونکې لرې کړې، ډېری هلکانو ته د غيري مسلکي کسانو له لوري تدريس ورکول کيږي او يا هم په ټولګيو کې له ښوونکو پرته ناست وي.

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاين: د نوي ښوونیز کال تر پيله وړاندې دې لګول شوي بندیزونه لرې شي

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۳ GMT+۰

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو لپاره د ښوونځیو د بندېدو له ۸۰۰ زیاتې ورځې تېرې شوې او یو کال کېږي، چې نجونې له پوهنتونونو منعه کړای شوې دي.

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین له خلکو غواړي، چې د دوی سره دې همغږي شي او د ښوونیز کال تر پیلېدا مخکې دې دغه بندیزونه لرې کړل شي.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، چې په داسې تګلارې کار کوي چې له مخې یې نجونې وکړای شي په خوندي چاپېریال کې زده‌کړې وکړي؛ خو د ښوونځیو له یو کاله زیاته موده وشوه چې تړلي او دا دی د پوهنتونونو د تړل کېدو هم کال پوره شو؛ خو نه د هغو تګلارو څرک ولګېد او نه هم د طالبانو په دریځ کې د بدلون نښې نښانې راڅرګندې شوې.

فاطمه چې د کابل پوهنتون د درېیم کال زده‌کړیاله ده افغانستان انټرنشنل ته وايي:« په ټوله کې طالبان د خپل واک خاوندان نه دي. هغوی د نورو په اشاره او سپارښتنه داسې کارونه کوي او همدا اوس باید دوی پوه شي، چې په هېواد کې لوږه زیاته شوې، نړۍوال له افغانستان سره مرستې نه کوي او ان تر دې چې د دوی حکومت هم څوک په رسمیت نه پېژني؛ خو دوی کله یوه پلمه کوي او کله بله پلمه او په دې نه پوهېږي دغه دوه کاله چې د زده‌کړیالانو او زده‌کوونکو ضایع شول دا به څوک او څنګه جبېره کوي.»

د ښوونې او روزنې یو شمېر کارپوهان وايي، د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه یوازې دا نه ده چې ورسره د افغانستان ځوان کول له لیک لوسته بې برخې کېږي؛ بلکې له دې سره لوږه، بدمرغي، مهاجرتونه او د وزګارتیا کچه هم زیاتېږي، چې دا په خپله یو ستره ستونزه ده.


د کابل پوهنتون یو پخوانی استاد د نوم نه ښودلو په شرط وايي، هیڅ افغان داسې پرېکړه نه کوي چې د هېواد راتلونکي نسلونه یې له نورو هېوادونو حخه وروسته پاتې شي.

هغه وايي:« زه باور نه لرم، چې دا د طالبانو خپله پرېکړه وي، دغه پرېکړه پر دوی تپل شوې؛ ځکه د نړۍ په شاوخوا پنځوسو اسلامي هېوادنو کې افغانستان یوازینی هېواد دی، چې د نجونو له پاره پر زده‌کړو بندیز لګېدلی، ایا موږ له ټولې نړۍ ښه مسلمانان یو او ایا موږ له هغوی په اسلامي علومو او پوهه کې ډېر غښتلي یو.»


په تېرو څه د پاسه دوو کالو کې نړۍوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو، په کور د ننه دیني عالمانو، قومی مشرانو او مخورو په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د نجونو له پاره دې پر زده‌کړو لګول شوی بندیز لرې کړي؛ خو لا هم طالبانو په ډول، ډول پلمو دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

دا ځل د نجونو د زده‌کړو د ملي کمپاین په نامه دغه نوی خوځښت د ټولې اسلامي نړۍ پر ديني بنسټونو غږ کړی، چې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي او تر نوي ښوونیز کال مخکې د طالبان دې ته اړ کړي چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لرې کړي.

طالبان وايي، د هر عمر افغان نجونې اجازه لري چې په دیني مدرسو کې زده کړې وکړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۹ GMT+۰

د اسوشییتید پرس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یو چارواکي د پنجشنبې په ورځ ویلي، د هر عمر افغان نجونې په دیني مدرسو کې د زده کړو اجازه لري؛ خو دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتوني زده کړو بندیز لګولی.

یوه ورځ وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا امنیت شورا او خبریالانو ته ویلي وو، چې دوی داسې شواهد ترلاسه کړي چې له مخې نجونې کولی شي چې په دینې مدرسو کې زده کړې وکړي.

اوتونبایوا ویلي وو، چې دا څرګنده نه ده چې د مدرسو په درسي مفرداتو کې څه شامل دي‌، کوم معیاري نصاب لري چې عصري علومو ته پکې ځای ورکړل شوی وي که نه او دا چې څومره نجونې کولی شي چې په مدرسو کې درس ووايي.‌

طالبان په نړۍواله کچه د پوهنتون په ګډون، د شپږم ټولګي وروسته د نجونو پر تعلیم د بندیز لګولو له امله غندل شوي دي.

دینې مدرسې د شپږم ټولګي وروسته د نجونو د تعلیم د دوام لپاره د یو شمېر محدودو انتخابونو له ډلې یوه ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد په یو پیغام کې اسوشییتید پرس خبري اژانس ته ویلي، چې په دولتي مدرسو کې د انجونو لپاره د عمر هېڅ محدودیت نه شته او د هر عمر نجونوې کولی شي چې هلته زده کړې وکړي. نجونې د خپل عمر له مخې په بیلابیلو ټولګیو کې زده کړې کولی شي.

هغه وویل: "که د یوې نجلۍ عمر د ټولګي سره په مطابقت کې نه وي او عمر یېډیر لوړ وي، بیا هغې ته د زده کړو اجازه نه ورکول کیږي. مدرسې هم ښوونځيو ته ورته اصول لري او د پوخ عمر میرمنیو ته په ابتدايي صنفونو کې د درس ویلو اجازه نه ورکول کیږي." د هغه په وینا، په خصوصي مدرسو کې د عمر محدودیت نشته او د هر عمر نجونې یا میرمنې کولای شي پکې درس ووايي.‌ یعنې هغه نجونې چې عمر یې ډېر دی او دینې زده کړې یې نه دي کړي، د دې اصولو له مخې نه شوی کولی چې په دولتي مدرسو کې درس ووايي.

په افغانستان کې شاوخوا شل زره مدرسې شته چې له دې جملې څخه ۱۳۵۰۰ یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

د منصور احمد په وینا؛ خصوصي مدرسې له جوماتونو یا کورونو څخه خپل فعالیت کوي. نوموړي په دې اړه جزییات ورنه کړل چې د هېواد په مدرسو کې څومره نجونې زده کړې کوي او دا چې د نجونو پر تعلیم له بندیزونو وروسته دا شمېر لوړ شوې ده.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو پر تعلیم یې محدودیت لګولی دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم پخوا ویلي وو، چې په پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم بندیز، په ګډه د نجونو او هلکانو د تعلیم د دوام د مخنیوي لپاره اړین و او بل دا چې په پوهنتونو کې ځینې مضامین د اسلام له اصولو سره په ټکر کې وو.

هېدربار: په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د خپلې خوښې ژوند ممکن نه دی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ښځو برخې مسووله هېدربار وايي، په اوسني نظام کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د خپلې خوښې ژوند ممکن نه دی. نوموړې نن په اېکس پاڼه کې لیکي، سویس څلورم هیواد دی چې افغان میرمنو ته پناه ورکوي.

د نوموړې اشاره هغه راپور ته ده چې وايي، وروسته له هغه چې یوه محکمه دې پایلې ته ورسید چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره په خپله خوښه ژوند ممکن نه دی، د سویډن، فنلنډ، او ډنمارک ترڅنګ سویس هم پریکړه وکړه چې افغان ښځو ته پناه ورکړي.

راپور زیاتوي، پر افغانستان د طالبان له واکمنۍ وروسته، افغان مېرمنې او نجونې له سیستماتیک ظلم سره مخ دي.

د پناه غوښتنې لپاره د اروپايي ټولنې ادارې (EUAA) وړاندیز کړی چې د افغانستان ښځو ته دې د هغې قاعدې په توګه پناه ورکړل شي، چې د سویس د پالیسۍ اساس جوړوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۶.۴ میلیونه افغانان کډوال دي او یا د پناه غوښتلو په لټه کې دي، چې ۴۸ سلنه یې ښځې او نجونې دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته افغان نجونې او ښځې له روزنې، زدکړو او کار بې برخې شوې دي.

د نړیوالې ټولنې او یوشمېر افغان ښځو او فعالانو له غوښتنو سره سره بیا هم طالبانو د ښځو د تعلیم، زده کړې او کار د حق په اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی.