• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترک پولیسو ۶۳ افغان کډوال په چاناک کلا ښار کې ونیول

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د ترکیې پولیسو په بندري ښار چاناک کلا ښار کې ۶۳ تنه افغان کډوال "له یوه ټریلر او یوه میني بس" څخه نیولي دي. ترکي رسنیو ویلي، چې په نیول شویو کسانو کې ۱۳ ښځې، ۱۳ نارینه او ۳۷ ماشومان دي. په دې عملیاتو کې دوه کسان د «انساني قاچاق د تنظیمولو» په تور نیول شوي هم دي.

د راپور له مخې؛ نيول شوي کسان د ايواجيک د پوليسو د قوماندانۍ په مرکز کې له قانوني چلند وروسته د کډوالو توقيف ځايونو ته لېږدول شوي دي .

تر دې مخکې د ترکیې حکومت اعلان کړی و، چې یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه ۲۴ زره او ۶۸۵ کډوال چې د اوسېدو رسمي اسناد یې نه لرل، نیولي او اېستلي دي.

ترکیه له ایران او پاکستان وروسته درېیم هېواد دی چې سلکونه بې اسناده افغانان یې نیولي او له دغه هېواد څخه یې باسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو وزیر یوه پوهنتون ته ویلي که ملي سرود بیا خپور کړي پوهنتون یې «بندوي»

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۰ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم ننګرهار کې د روښان پوهنتون ادارې ته خبرداری ور کړی چې که بیا ملي سرود وغږوي پوهنتون یې بندوي. د ملي سرود غږولو له امله طالبانو د دې پوهنتون لس محصلین هم بندیان کړي وو، چې ۲ اوس هم ور سره دي.

طالبانو دوه ورځې وړاندې له هغه وروسته د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د روښان خصوصي پوهنتون لس محصلین ونیول، چې په فراغت غونډه کې یې د ملي سرود غږولو او هغه ته د درناوي ویډیو خواله رسنیو کې خپره شوه.

په ننګرهار کې د روښان پوهنتون کې ځینو سرچینو نن افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو تېره ورځ له لسو څخه اته نیول شوي محصلین خوشي کړل، خو دوه نور محصلین تر اوسه د طالبانو د استخباراتو ریاست په زندان کې دي.

دوی زیاتوي خوشي شوي محصلین طالبانو په زندان کې سخت شګنجه کړي دي او د بدن پر ځینو ځایونو یې سخت ټپونه لیدل کېدل.

سرچیتړ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د ملي سرود د ویډیو تر خپریدو وروسته د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم د پوهنتون ادارې ته د ټلیفون له لارې خبرداری ورکړی، که بیا ورته کړنه تکرار شي نو د دوی پوهنتون به بند کړي.

وزیر په خپلو خبرو کې ویلي چې له دې وروسته که کومه ناسته کیږي ترپایه باید د طالبانو ځايي امنیتي مسوولین پکې حضور ولري.

سرچینې زیاتوي له هغه وروسته د طالبانو لخوا د ننګرهار روښان پوهنتون ټولې اداري شعبې تلاشي شوې دی او د یو بیرغ پیدا کېدلو سره د پوهنتون اداري مسوولین په مرګ کواښلي دی.

په ورته وخت کې طالبانو د پوهنتون مسوولانو ته امر کړی چې له کتابخونې څخه حنفي فقې پرته ټول کتابونه لرې کړي او ددې کار لپاره یو کمېټه ټاکل شوې ده.

اوچا: اروپایي ټولنه افغانستان ته درې میلیونه يورو ور کوي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې اروپایي ټولنه له افغانستان سره د ۳ میلیونه یورو مرسته کوي. اوچا نن په اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه مرستې به د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له لارې اړمنو کسانو ته ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې ښایي په را روان ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳،۷ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د وړاندوینې له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې به له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۱،۴۶ میلیونه نور افغان کډوال هم و اېستل شي.

اوچا د شنبې په ورځ هم د یوه راپور په خپرولو سره زیاته ویلي دي چې په جبري توګه له پاکستانه د کډوالو ستنیدو په افغانستان کې ستونزې زیاتې کړي دي.

سره له دې پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته د بیلابیلو مرستندویه ادارو له خوا د میلیونونو ډالرو مرسته شوې خو بیا هم د افغانستان خلک له ناوړه اقتصادي شرایطو سره مخ دي او نړیوالې ادارې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري بیا پر یو شمېر مېرمنو د راتلونکي ژمي د تېرولو په موخه مرستې وویشلې.

دغې ادارې په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د یو شمیر افغان میرمنو روان وضعیت انځور کړی خو دا چې له څومره میرمنو سره مرستې شوي څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې اوسمهال څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

طالبانو کونړ او پکتیکا کې د داعش ضد «د شیطان لښکر » په نوم کتاب وېشلی

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۹ GMT+۰

د افغانستان په کونړ او پکتیکا کې د ځینې تعلیمي بنسټونو زدکوونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د طالبانو استخباراتو د داعش پرضد « د شیطان لښکر » په نامه لیکل شوی کتاب وېشلی دی. د کونړ د مرکز اسعداباد ښار ځینې اوسیدونکي وايي، د مرکز ټولو ښوونځیو کې دا کتاب وېشل شوی دی.

دوی زیاتوي دا کتابونه د طالبانو کونړ استخباراتو او اطلاعاتو او کلتور ریاستونو لخوا زدکوونکو ته ور کړل شوي دي.

د کونړ یو ځايي اوسیدونکی وايي: «طالبان د شیطان لښکر کتابونه پر ښوونځیو وېشي، دوه اوونۍ وخت ورکوي چې دا کتاب ولولي. بیا په ښوونځیو کې ځانکړي مراسم جوړېږي او له ټولو زدکوونکو ازموینه اخیستل کیږي. وروسته بیا پنځو لسو ممتازو زدکوونکو ته ډالۍ ورکول کیږي.»

د دوی پر وینا تر اوسه د مرکز اسعداباد په عمراخان ، شهید شهیم لیسو او کيرالې مرکزي ابتدایې ښوونځي کې د ځانکړو مراسمو پرمهال ازموینه اخېستل شوې ده.

دا کتابونه یوازې په مرکز کې نه بلکې په ولسوالیو کې هم په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې وېشل شوي دي.

د دې کتاب ځیني انځورونه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم رسېدلي دي.

د شیطان لښکر په نامه کتاب د المرصاد خپرندویه ادارې لخوا چاپ شوی دی، المرصاد طالبانو اړوند هغه نشراتي ارګان دی چې د دوی پر وینا د داعش په خلاف فکري جګړه پرمخ بیايي.

دوی په دغه کتاب کې داعش خوارج او د شیطان لښکر یاد کړی دی.

د کونړ یو شمیر اوسیدونکي وايي طالبان غواړی په دې کار سره چې تنکیو ځوانانو ته افراطي فکر انتقال کړي، چې دا کار د زدکوونکو او د هیواد په زیان دی.

د پکتیکا دولتي پوهنتون یو محصل بیا افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل چې د پوهنتون له لخوا د شیطان لښکر په نامه کتاب پر محصلینو جبري شوی و ترڅو یې ولولي او بیا د ازموینې لپاره چمتوالی ونیسي.

د هغه په خبره، په دغه کتاب کې د داعش پر ضد تبلغات نه دي شوي بلکې خلکو ته د فکر د ورکړې هڅه په کې شوې ترڅو د طالبانو د حکومت ملاتړ وشي

که څه هم پکتیکا کې د داعش د شتون په اړه اندېشنې نه تر غوږو کیږي، خو کونړ هغه ولایت دی چې تېر ړنګ شوي نظام کې د دعش د حضور او فعالیتونو شاهد و،

د کونړ زیاتره اوسیدوونکي اهل حدیث دي چې طالبانو په لومړیو میاشتو کې د داعش د فعالیتونو له ډاره پکې عملیات وکړل.

د طالبانو واک ته رسیدو سره په لومړیو میاشتو کې د کونړ په کډون ختیځو ولایتونو کې یو شمیر اهل حدیث فکره کسان په مرموز ډول وژل شول او یا هم د داعش سره د اړیکو په تور د طالبانو په زندانانو کې دي.

افغان سوداګر ملا برادر ته: د ګمرکونو او ټرانسپورټ په برخو کې له ستونزو سره مخ یو

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۹ GMT+۰

یو شمیر افغان سوداګرو د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال سره د لیدنې پرمهال شکایت کړی چې د ګمرکونو او ټرانسپورټ په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. په دغه لیدنه کې پرېکړه وشوه، چې د ستونزو د ارزونې لپاره به یو هیت ټولو ګمرکونو ته سفر وکړي، ترڅو د افغان سوداګرو ستونزې حل شي.

ځینې افغان سوداګر نن د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر سره تر لیدنې وروسته افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، په دغه لیدنه کې افغان سوداګرو په بېلابیلو برخو کې خپلې ستونزې ورسولې.

افغان سوداګرو په دغه ناسته کې ملا برادر ته ویلي چې د هیواد په ګمرګاتو کې کارونه پروخت نه اجرا کیږي او د ځايي طالب چارواکو د خپلسریو او فساد له امله یې کارونه د خنډ او ځنډ سره مخ دي.

د افغان سوداګرو بله ستونزه دا یاده کړې ده، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د باري موټرو لپاره جوړ شوي د نوبت او تنظیم پارکینګونو مسوولان په خپل سر لوړې کرایې اخیستو ترڅنګ د دې موټرو لپاره په خپل سر د بازار له قیمتونو څو برابره زیاتې کرایي ټاکي.

همداراز افغان سوداګرو په دغه لیدنه کې شکایت کړی چې د مالیې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعتکارانو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ کمېټه کې د ستونزو د حل پرځای چارې یې ځنډوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن په خپل اېکس کې لیکلي چې ملا برادر له افغان سوداګرو سره په دغه ناسته کې یو لړ پرېکړې کړې دي.

« د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ دې د مالیې، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو، د سوداګرۍ او پانګونې او همدارنګه د صنعت او معدن خونو له استازو څخه جوړه شوې کمېټه د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زیاتې کرایې اخیستلو او د نوبت په اړه د شته ټولو ستونزو د ارزونې په موخه د هېواد لویو ګمرکونو ته سفر وکړي او خپل راپور دې د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي »

دوی په خپل اېکس کې لیکلي دي چې د ستونزو د حل لپاره دې د باربري موټرو د نوبت تنظیم او د مالیې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعتکارانو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ کمېټو کې دې د طالبانو د اقتصادي معاونیت او د افغان سوداګرو استازي غړیتوب ولري.

د طالبانو له ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال سره دا ناسته تر هغه وروسته ده چې د ډیسمبر پر ۱۱ په ننګرهار کې یو شمیر افغان سودګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، په ولایتونو کې د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د باري موټرو د اتحادیو پارکینګ په نوم چور شروع کړی.

دغو سوداګرو شکایت درلود، چې طالب چارواکي د دې ستونزې حلولو کې ناکام دي او دوی اړ دي، په دې اړه ملا هبت الله ته شکایت وکړي.

د دوی په خبره، د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت په شمول اقتصادي مافیا فعاله شوې او په ولایتونو کې یې د باري موټرو د اتحادیو پارکینګونه جوړ کړي او له دې لارې د ورځې میلیونونه افغانۍ غیر قانوني عواید لاسته راوړي.

افغان سوداګر وايي دغه چاره د سوداګریزو توکو انتقال له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان په ختیځ کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په ننګرهار، لغمان او کونړ کې د ګوزڼ ضد واکسین اوه ورځنی کمپاین پیل شو. د دغه راپور له مخې، په راتلونکې اوونۍ کې به په دغو درېیو ولایتونو کې ۲،۵ میلیونه ماشومان واکسین شي.

په ورته وخت کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د مرغومي له څلورمې نېټې د هېواد په لږ تر لږه ۲۰ ولايتونو کې د ګوزڼ واکسين کمپاين پيل شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم نه دي توانېدلي پولیو له منځه یوسي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپورونو له مخې په تېرو میاشتو کې په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ شپږ نوې پېښې ثبت شوې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې اعلان کړی و چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل او د خلکو پراخ تګ راتګ په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي.