• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان په ختیځ کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په ننګرهار، لغمان او کونړ کې د ګوزڼ ضد واکسین اوه ورځنی کمپاین پیل شو. د دغه راپور له مخې، په راتلونکې اوونۍ کې به په دغو درېیو ولایتونو کې ۲،۵ میلیونه ماشومان واکسین شي.

په ورته وخت کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د مرغومي له څلورمې نېټې د هېواد په لږ تر لږه ۲۰ ولايتونو کې د ګوزڼ واکسين کمپاين پيل شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم نه دي توانېدلي پولیو له منځه یوسي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپورونو له مخې په تېرو میاشتو کې په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ شپږ نوې پېښې ثبت شوې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې اعلان کړی و چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل او د خلکو پراخ تګ راتګ په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: موږ پر کونړ سیند بند جوړوو او د دې لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لرو

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۰ GMT+۰

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې دغه ډله پلان لري چې د کونړ پر سیند د اوبو مهارولو په موخه د برېښنا بند جوړ کړي. ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون خپره کړې، وايي: «د افغانستان اوبه د هیچا حق نه دی او موږ د چا اجازې ته نه یو انتظار.»

تر دې مخکې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي وو چې طالبان د کونړ پر سیند د بند جوړولو پلان لري.

جان اڅکزي د لیندۍ په ۲۶مه خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو له خوا د کونړ پر سیند د اوبو د بند جوړول له پاکستان سره د دښمنۍ په معنا ده: «دا به د دواړو هیوادونو تر منځ د کړکېچ او احتمالي جګړې د زیاتیدو لامل به ورګرځي او په اړیکو به.» منفي اغیز وکړي.

ذبیح الله مجاهد په خپله تازه مرکه کې د پاکستاني چارواکي دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، «اوبه زموږ د هېواد ملکیت دی او هر څومره چې وغواړو ګټه ترې اخیستی شو، د هیچا فشار به ونه منو.»

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې دا ډله له ګاونډیو او سیمې سره «ښه اړیکې او تعامل» لري.

ښاغلي مجاهد څرګنده کړه، چې طالبانو د اقتصاد پر بنسټ بهرنۍ تګلاره غوره کړې، له همدې امله له ګاونډیو هېوادونو سره ښې سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې لري.

د ملګرو ملتونو راپور ته د مجاهد غبرګون: په افغانستان کې دا مهال ماشومان په ښه وضعیت کې دي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۳ GMT+۰

د تېرې جمعې په ورځ د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر راپور خپور کړی و، چې په لیکو کې د ماشومانو ګمارل، لومړنیو خدمتونو ته نه لاسرسی، فقر، د نجونو پر زده‌کړو بندیز، جنسي تاوتریخوالی او کډوالۍ په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت خورا زیانمن کړی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یاد راپور رد کړی او وايي له افغانستان څخه بهر خپرېدونکي راپورونه کره نه دي.

د ملګرو ملتونو راپور ته په غبرګون کې د یک شنبې په ورځ د (مرغومي ۳مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو پر خپله اېکس پاڼه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد غږیز کلیپ خپور کړی او نوموړی د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر راپور ردوي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: «هغه راپورونه چې له افغانستانه بهر خپریږي دقیق نه دي دوی کوښښ کوي چې د دا ډول راپورونو له لارې د نظام او د افغانستان د خلکو په اړه پروپاګند کوي. د دوی هدف ماشومان او د هغوی ستونزو ته رسېدنه نه ده. که د ماشومانو مسله وی، دوی به په فلسطین کې د هغه ماشومانو دفاع کړې وی چې هره ورځ د اسراییل له لوري وژل کیږي.»

نوموړی همدا راز وايي د تېر شلو کلونو په پرتله د ماشومانو وضعیت ښه دی او ټول ماشومان زده کړو ته لاس رسۍ لري.

« په تېرو شلو کلو کې ماشومان له خطر سره مخ وو، هغوی وژل کیدل، یتیمان کېدل، کورنۍ یې له لاسه ورکولې، د ماینونو او نورو چاودونو قرباني کېدل.»

ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د ماشومانو او وسله والو شخړو د ځانګړي دفتر د راپور په غبرګون کې ویلي چې اوس په افغانستان کې ماشومان په امن کې ژوند کوي او زده‌کړو ته لاسرسی لري.

د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانکړي دفتر په خپل راپور کې ویلي و، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې د جدي سرغړونو ۴۵۱۹ پیښو تر څنګ د طالبانو په لیکو کې د۲۵۷ تنه ماشومانو د ګمارلو راپور تایید شوی.

دغه راپور زیاتوي چې ۳۲۴۸ تنه وژل شوي او معلول شوي، په ۲۱ تنو جنسي تیري شوي او ۳۳ تنه تښتول شوي دي.

د چمن پرلت کوونکي: حکومت د پرلت والو غوښتنې نه مني، له دې وروسته کوټې ته پلی لاریون پیلوو

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۲ GMT+۰

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت لخوا دپاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت ۶۶ ورځې وشوې خو حکومت یې د غوښتنو په وړاندې بې ځوابه دی. پرلت وهونکي وايي، نور یې د صبر کاسه ډکه او ډير ژر به له چمن څخه د کوټې په لور پلي اعتراضي لاریونونه پیل کړي.

د چمن د پرلت غړی محمد عوض وايي: « اوس به موږ بل پړاو اعتراضونه پیلوو، ځکه حکومت مو د غوښتنو منلو پر وړاندې چوپ پاتې دی. موږ خپله ازادي اخلو ټول ملګري دې چتو شي چې بل پړاو اعتراضونه پیلو.»

دغه پرلت وهونکي وايي، د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه مني، پر ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ملاتړو ادارو غږ کوي چې د پاکستان حکومت دې خپلې پرېکړې بدلېدو ته اړ کړي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، په پرلت کې د ناستو اعتراض کوونکو زغم پای ته رسیدلی که د پاکستان حکومت یې غوښتنې و نه مني ښې پایلې به و نه لري، «موږ نور دا زرګونه کسان نه شو کنټرولولای خلک مو غواړي نور په داسې لاریونونو لاس پورې کړي چې ممکن بیا دولتي تاسیساتو او دولتي کسانو ته هم پکې زیان واوړي. خو مخکې تر دې چې داسې کوم څه پیښ شي، حکومت دې د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه بدله کړي.»

پرلت وهونکي په اسلام اباد او دېره غازي خان کې د بلوڅانو له اعتراضونو ملاتړ هم اعلان کړ.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په سوېلي پښتونخوا او سپین بولدک کې د زرګونو وګړو اقتصاد زیانمن شوی.

د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې څه باندې دوه میاشتې وړاندې د چمن پرلت پیل شوی خو د افغانستان لوري ته په سپین بولدک کې د یادې پرېکړې په اړه د لاریون، اعتراض او پرلت په اړه طالبانو عامو خلکو ته اجازه نه ده ورکړې او نه یې هم پر دغه دروازه د پاکستان حکومت د‌ پرېکړې په اړه کوم غبرګون ښودلی.

ویرجینیا ګامبا: په افغانستان کې د ماشومانو وضیعت خورا زیانمنونکی دی

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر راپور ښيي چې لومړنیو خدمتونو ته د ماشومانو د لاسرسي نه شتون، فقر، د نجونو پر زده‌کړو بندیز جنسي تاوتریخوالی او کډوالۍ په افغانستان کې د ماشومانو وضیعت خورا زیانمن کړی دی.

د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د افغانسان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویرجینیا ګامبا وايي: «د میلیونونو نجونو ښوونځیو ته د تګ مخه نیول شوې، چې دغې پرېکړي د ټولنې ناوړه دودونو ډیر کړي، نجونې د تاوتریخوالي او ناوړه چلند له خورا زیاتو ډولونه اغېزمنې شوې، لکه ناموسي وژنې، په ماشومتوب کې د نجونو ودول او جنسي تاوتریخوالی. تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي باید د ټولو نجونو لپاره بیرته پرانیستل او لوړو زده‌کړو ته د ښځو د لاسرسي بندیز پرېکړه دې بدله شي.»

ګامبا ویلي، په ټولیز ډول د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشتې څخه د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱ نیټې پورې ۴۵۱۹ ماشومانو چې عمرونه یې له څو میاشتو تر ۱۷ کلونو پورې وو، په وړاندې یې د جدي سرغړونو ۳۵۴۵ پیښې تایید شوې چې ډیری یې طالبانو ته منسوب شوې دي.

«وژنې او معلولیت په چټکۍ سره هغه وخت لا پسې زیات شوي چې په دولتي او غیر دولتي موسیسو کې پر افغان میرمنو د کار کولو بندیز لګېدلی.»

د یاد دفتر مشره په افغانستان کې د ناچاودو توکو د ګواښونو په هم اندېښنه ښیي او وايي، د ناچاودو توکود له منځه وړلو او په اړه یې د عامه پوهاوي په برخه کې نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده.

نوموړې وايي، د طالبان له لوري ځینې ګامونه اخیستل شوي چې په امنیتي ادارو کې د هغو ماشومانو د ګمارلو مخه نیسي چې د بلوغت فزیکي نښې پرې نه وي څرګندې، خو د ماشومانو خوندیتوب لا هم د طالباو په هڅو کې نه تر سترګو کیږي، «زه پر طالبانو غږ کوم چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره کلک ګامونه پورته کړي لکه څنګه چې د ۲۰۲۲ په جولای کې په یوه ناسته کې ژمنه وشوه، طالبان دې له ۱۸ کلونو څخه کم عمره د ماشومانو په توګه وپیژني.»

د دغه دفتر په ورستي راپور کې ویل شوي چې د ماشومانو په وړاندې د جدي سرغړونو ۴۵۱۹ پیښو تر څنګ د طالبانو په لیکو کې د۲۵۷ تنه ماشومانو د ګمارلو راپور تایید شوی.

دغه راپور زیاتوي چې ۳۲۴۸ تنه وژل شوي او معلول شوي، په ۲۱ تنو جنسي تیري شوي او ۳۳ تنه تښتول شوي دي.

د پاکستان جماعت اسلامي مشر: د افغانستان او پاکستان د بې ثباتۍ په برخه کې امریکایان پړه دي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر په اسلام اباد کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې امریکا په افغانستان کې د بې ثباتۍ او په پاکستان کې د ناامنیو په پراختیا تورنه کړه. سراج الحق زیاته کړه: «امریکا د سیمه ییزو ناورینونو اصلي رېښه ده او ځواکونه یې په هر ځای کې چې وي ستونزې رامنځته کوي.»

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د سې شنبې په ورځ د مرغومي په دویمه په اېکس پاڼه ليکلي، چې سراج الحق د ايران له سفير سره په ليدنه کې د غزې پر وضعيت او دوه اړخيزو مسايلو خبرې کړې دي.

د ایران رسمی خبری آژانس ایرنا خبر ورکړی دی چې رضا امیري مقدم هم په دغه کتنه کې وویل هغه هیوادونه چې له اسراییلو سره يې خپلې اړیکې عادي کړې، «باید په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.»

سراج الحق په کابل کې د طالبانو کلک ملاتړی دی.