د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان محاکمه وځنډوله

د اسلام اباد سترې محکمې د پټو رازونو د افشا کولو په قضیه کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان دوسیه د قانوني بهیر د نه بشپړیدو له امله ځنډولې ده. محکمي ویلي دي. په قضیه کې د ثبت شویو شاهدانو بیانونه تر قانوني پوښتنو لاندې دي او په اړه به یی محاکمه د جنوري پر ۱۱مه وشي.