په ملي ټلویزیون کې د ښځو د کار مخنیوی، په تلویویوني خپرونو کې د ښځو لپاره د ماسک جبري کیدل، په افغانستان کې د نړیوالو ټلویزیونونو د خپرونو بندیدل، د موسیقي د خپرولو مخنیوی، د ښځینه او نارینه پرګډو خپرونو بندیز او له ممنوعه رسنیو سره د کار کولو ممانعت د هغو بندیزونو برخه ده چې طالبانو په تیرو څه باندې دوو کلونو کې پر رسنیو لګولي دي.
د راپور له مخې، په دغه موده کې څه باندې ۳۰۰ رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي او پاتې نورو یې د سختو اقتصادي شرایطو او بندیزونو له امله خپل کارکوونکي کم کړي دي.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټ همداراز په خپل راپور کې لیکلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ د سرغړونې ۳۶۶ پيښې ثبت شوې، چې د دریو خبریالانو د وژل کیدو، د ۲۳ خبریالانو د ټپي کیدو او د ۱۷۶ رسنوالو د نیولو، د ۱۳۹ګواښونو او د ۲۵ تنو د ربړولو، وهلو او ټکولو پيښې دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پنځلسمې راهیسې سره له دې چې سلګونه خبریالان اروپایي او امریکایي هیوادونو ته ورسیدل، خو د خبریالانو یوه لویه برخه بیا په پاکستان او ایران کې بې برخلیکه پاتې ده.
د شمیرو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې کابو ۲۰۰ خبریالان له خپلو کورنیو سره اوسیږي او په دغه شمیر کې هغه کسان شامل دي چې اروپایي او امریکایي هیوادونو ته یې د کډوالۍ غوښتنلیکونه تر کار لاندې دي.
وزګارۍ، ناوړه روحي وضعیت، له خبریالانو سره دوه ګونی چلند او مالي ستونزو په پاکستان کې د افغان خبریالانو ژوند دوزخ ګرځولی دی .
له دې سره، یو شمیر خبریالان چې اوسمهال په ایران کې د ژوند سختې شپې او ورځې تیروي وایي، چې دوی له دوو لویو ګواښونو (( لوږې او مرګ)) سره مخامخ دي.
ددغو خبریالانو په خبره، که افغانستان ته وګرځي طالبان یې وژني او که په ایران کې بې برخلیکه پاتې شي، نو لوږه، بیوزلي او وزګارتیا به یې ووژني.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان په یو شمیر نړیوالو سازمانونو په نیوکې سره وایي، چې دغو سازمانونو په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو لپاره تر تولو کمزوری حضور او فعالیتونه درلودل او په سمه توګه یې خبریالانو ته رسیدګي نه ده کړې.
دا سازمان له ټولو اړوندو نړیوالو بنسټونو د افغان خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي غوښتنه کوي.