• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو دفاع وزیر: په افغانستان کې د واک ټولې جزیرې له منځه تللې او اوسنۍ جګړې بغاوت دی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۸ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، په افغانستان کې خپل سرې نیوې او شخصي زندانونه نه نشته او د افغانستان د ټولو وګړو حقونه خوندي دي. هغه وايي، اوس ټولې هغه پخوانۍ زورواکۍ له منځه تللې دي.

نوموړي د یک شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۰مه) د یادې ډلې د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسیون په خبري ناسته کې وویل، په افغانستان کې د واک ټولې جزیرې له منځه تللې: «ډیر د خوښۍ ځای دی چې هیواد مو له سرتاسري امنیت څخه برخمن دی، د اشغال او فساد ټولې ناخوالې او د واک جزیري له منځه تللې دي.»

د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی وايي، د دغې ډلې د مشر مولوي هیبت الله اخندزاده د عمومي بښنې فرمان یې په ښه ډول پلی کړی او په تېرو ۱۲ میاشتو کې د عمومي بښنې څخه د سرغړونې هیڅ پيښه نه ده شوې، «د عمومي بښنې کمساري د ورورګلوئ فضا رامنځته کړې ده. قانون حاکم دی شرعي عدالت تطبیق دی او ټول وګړي د خپل حقونو څخه برخمن دي. هیڅ ډول غیرې قانوني نیونې او غیرې قانوني زندانونه نه لرو. بندیانو ته روحي او جسمي شکنجې نه ورکول کیږي.»

خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د بشري حقونو سازمان د یادې ډلې له لوري د تېر حکومت پر نظامیانو د شکنجې او ربړونو په اړه راپورنه خپاره کړي وه چې طالبانو په وار وار دا ډول راپورونه رد کړي دي.

همدارنګه نوموړی وايي، هغه کسان چې د یادې ډلې د مشر مولوي هیبت الله د فرمان څخه یې سرغړونه کړې وي نیول کیږي او جزا ورکول کیږي.

د نوموړي په خبره له فرمانونو او حکومونو څخه د سرغړونې د پيښو د څیړنې او سرغړونکو ته د سزا لپاره ځانګړې نظامي محکمې او د نظارت لپاره اداره جوړه کړي، «په تېرو ۱۲ میاشتو کې د اسلامي امارت د شرعي محکمو له لارې له ۴۶زره څخه زیاتې جزايي قضیې حل شوې. چې له دې جملېڅخه ۱۲۱۸۹ قضيې د عامه امنیت او اداري فساد او ۴۲۶۱ قضیې د نظامي منصوبانو اړوند دي.»

همدارنګه نوموړی وايي، د تېر یوه کال په جریان کې یې د قیمتي ډبرو او وسلو د قاچاق تر څنګ لسګونه انسان تښتونکي وژلي دي.

د طالبانو دغه لوړپوړی چارواکی وايي د دوحې تړون ته ژمن دي او چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد په ضد وکاروي، د نوموړي په خبره له ګاونډیو هیوادونو سره یې د رسمي او غیرې رسمي پولو امنیت خوندي ساتلی.

خو تر دې وړاندې د افغانستان یو شمېر ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه پاکستان او تاجکستان د افغانستان له لوري د امنیتي ګواښ په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ملا یعقوب: په افغانستان کې تېر دوه نیم کاله ډیر بریدونه تاجکستاني او پاکستاني وګړو کړي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسیون په اړه خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې تېرو دوه نیمو کلو کې د افغانستان په جوماتونو،خانقاوو، د دیني عالمانو او ولسي وګړو پر غونډو ټول بریدونه بهرنیو وګړو تر سره کړي.

نوموړي دغه ادعاوې د یک شنبې په ورځ د (مرغومې۱۰مه) د یادې ډلې د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسیون په اړه جوړ شوي خبرې کنفرانس کې وکړې.

نوموړي وویل: «په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته له رسیدو وروسته چې کوم بریدونه چې په مساجدو، خانقاوو، دیني علماو کرامو او د ولسي وګړو پر اجتماعاتو تر سره شوي په هغو ټولو کې د بهرنیو اتباعو په ځانکړي توګه د تاجکستان هیواد له اتباعو څخه کار اخیستل شوی، لسګونه تاجکستاني اتباع زموږ د عملیاتو په پایله کې وژل شوي، او لسګونه نور ژوندي نیول شوي.»

همدارنګه نوموړي وویل په دویمه درجه کې په زیاتو بریدونو په تنظیم کې پاکستاني وګړو لاس درلود.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وویل، «له شلو زیات پاکستانیان زموږ په عملیاتو کې وژل شوي او سلګونه نور ژوندي نیول شوي.»

مجاهد وویل؛ داسې شواهد په لاس لري چي بهرنیو وګړو په په افغانستان کې په بریدونو کې لاس درلود، خو واييدا نه شي ویلی چې د هغوی حکومتونه به پکې ښکېل وي کنه؟

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی په افغانستان کې د تر سره شویو بریدونو په تړاو د بهرنیو کسانو لاس لرلو ادعا کوي.

نوموړي د افغانستان له ګاونډیو هیوادوڅخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د بریدګرو «شریرو عناصرو» د داخلیدو د مخه ونیسي. خو په دې اړه د کوم ځانکړي هیواد یادونه و نه کړه.«موږ له هغو هیوادونو څخه چې بهرني شریر عناصر د دوی له لارې افغانستان ته را داخلیږي په کلکه غواړو چې خپل هوايي او ځمکني سرحدونه په جدي توګه کنټرول کړي.»

د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیتونو په اړه خپاره شوي معلومات ردوي. او وايي،‌ دا پروژه (داعش) په افغانستان کې هیڅ ریښه او نتیجه نه لري او تمیلیونکي یې باید دا حقیقت درک کړي.

که څه هم پاکستان له تېر یو کال راهیسې د دغه هیواد پر امنیتي ځواکونو بریدونو کې د افغان وګړو د لاس لرلو ادعا کوي خو د طالبانو دفاع وزارت د سرپرست د تازه څرګندونو په اړه تر دې مهاله پاکستان او تاجکستان هیوادونو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۳ کال کې مو کارکونکي او همکاران له دوو بیړنيو حالاتو سره مخ شول

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشرۍ دفتر وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د دغه دفتر کارکونکي او همکاران د هرات د زلزلې او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ډله ییزې راستنېدنې له امله له بیړنیو حالاتو سره مخ وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ۲۰۲۳ کال په ورستی ورځ پر خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې په دغه کال کې یې کارکونکي او همکاران له بیړنیو حالاتو سره مخ وو.

د دوی په خبره د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې ویجاړونکو زلزلو د هرات ولایت زرګونو اوسېدونکو ته مرګژوبله اړولې او دوی یې په بېساري ډول زیامن کړي. د دوی په خبره د زلزلې له لومړۍ ورځې تر دې مهاله لا هم په سیمه کې د زلزلې واړه ټکانونه کیږي او زلزله ځپلو ته د ژغورنې په مرستو چمتو کولو بوخت دي.

په فغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ دفتر وايي، د هرات د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدو پر وخت، همهاله د پاکستان حکومت له دغه هیواده د ټولو بهرنیو اتباعو د اېستلو خبر ورکړ او بیا په همدې مهال ایران هم د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل کړه.

یاد دفتر ويلي د زلزله ځپلو تر څنګ د راستانه شویو کډوالو لپاره یې د «د ښوونځیو او کلنیکونو جوړولو، د دوامداره بیا یو ځای کېدو د ملاتړ تر څنګ په تولنه کې د یو بل منلو کلتور په رامنځته کولو او د نورو بې ځایه کېدو مخه نیسي.»

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د افغانستان لپاره د حکومتونو، بنسټونو، خصوصي بسپنه ورکونکو او د ډله ییز وجهي صندوق په ګډون د ټولو ملاتړو د مرستو ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې د تلې په ۱۵مه د خونړۍ زلزلې له امله د دغه ولايت زرګونو اوسېدونکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه ورسیدل.

او همدارنګه په تېرو دوه میاشتو کې څه د پاسه پنځه لکه افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه و اېستل شول چې د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو له مخې دا مهال د ژمي له سړې هوا او د سرپناه له نه شتون سره مخ دي.

سویس له افغانستان سره څه باندې ۴ میلیونه ډالره مرسته کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۷ GMT+۰

په پاکستان کې د سویس سفارت د جمعې په ورځ وویل، له زیانمنو افغانانو سره به ۴.۲۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي. د سویس سفارت ویلي، دغه مرسته یې له پاکستانه ستنېدونکو او د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته ځانګړې کړې ده.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ، چې افغانستان په نړۍ کې یو له خورا پیچلي بشري بیړني حالت سره مخ دی.

اوچا وايي، په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ پراخیدو د بشري مرستو اړتیا لاپسې زیاته کړې ده. خو له یوې خوا د طالبانو په رسمیت نه پیژندل او له بلې خوا په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د تامین په برخه کې د نړیوالو مرستو مشروطول په افغانستان کې د اقتصادي بحران او بې وزلۍ د لا زیاتوالي لامل شوي دي.

خو د طالبانو د اقتصاد وزارت، د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل نړیوال بندیزونه بللي او د اړو کسانو د شمېر د زیاتوالي راپورونه یې رد کړي دي.

یونیسف وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې د ۱۲،۶ میلیونو ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۳ میلیونه کسان به بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د امریکا نوې څېړنې: د ۳ افغان پیلوټانو الوتکه کې ستونزه نه وه، لارښود ته یې غوږ نیولی نه و

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې اعلان کړی چې په اورګان ایالت کې د الوتکې غورځېدو لامل د پرواز د لارښود خبرو ته غوږ نه ایښودل وو. په دې پېښه کې د افغانستان د هوايي ځواک درې پخواني پیلوټان ووژ شول.

په یوه بل راپور کې راغلي، چې څیړنې ښیې د الوتکې په انجن او باډۍ کې کومه تخنیکي نیمګړتیا نه لیدل کیږي.

یو ابتدایي راپور چې په دې وروستیو کې د تحقیقاتو فدرالي ادارې خپور شوی ښيي چې د افغانستان د هوايي ځواک پخواني پیلوټ محمد حسین موسوي د دسمبر په ۱۶ په اورګان کې د یوې روزنیزې الوتنې پر مهال د پرواز د لارښود مشورې له پامه غورځولې وې.

د دغه راپور له مخې، ښاغلي موسوي ته ویل شوي وو چې د تیارې اوکمزوري لید له امله دې په هوايي ډګر کې نه کښیني، خو هغه لارښونه له پامه غورځولې او د الوتکې له لوېدو سره پر ده سربېره د افغانستان دوه نور پخواني افغان پیلوټان هم مړه شول.

پولیسو مخکې ویلي وو چې الوتکه د بریښنا له لینونو سره لګیدلې چې د یوې کوچنۍ اورلګېدنې او د برېښنا د پرې کېدو لامل شوې ده.

خو د ملي ترانسپورت د خوندیتوب د بورډ په راپور کې ویل شوي چې د سیسنا ۱۷۲ جی الوتکې د بدن او انجن په ازموینه کې کومه تخنیکي نیمګړتیا نه ده ښودل شوې.

د شخصي الوتنې سند ترلاسه کول

د ترانسپورت د دغې ادارې په راپور کې راغلي دي چې د الوتکې مالک محمد حسین موسوي ته اجازه ورکړې وه چې له خپلې الوتکې څخه د خصوصي پیلوټۍ د سند، د درجې او د سوداګریزې الوتنې سند ترلاسه کړي.

راپور زیاته کړې چې موسوي خپل د الوتنې لارښود ته ویلي و، چې هغه او د پیلوټ درجه لرونکي مسافر به د تمرین لپاره له اینډیپنډنس څخه مک مینویل هوایی ډګر ته الوتنه وکړي. دا دوه کوچني ښارګوټي د سړک له لارې شاوخوا ۳۰مایله واټن لري.

خو د ښاغلي موسوي روزونکي، چې دغه الوتنه یې په الکترونیکي ډول څارله، له هغه سره یې اړیکه ونیوله او هغه ته یې لارښوونه وکړه، چې د تیارې او کم لید له امله دې اینډیپنډنس کې نه کیني.

خو راپور وايي چې موسوي خپل روزونکي ته ویلي چې اینډیپنډنس ته الوتنه کوي. هغه ویلي و، چې هغه به وضعیت وارزوي، بیا به پریکړه وکړي چې الوتکه کینوي یابیرته مکمینویل ته ستانه شي.

موسوي دا هم وویل چې له مکمینویل څخه یې یو بل پیلوټ هم پورته کړی.

د راپور له مخې، د هوايي ټرافیک کنټرول ریکارډونه ښیي چې ښاغلي موسوي ځمکې ته د کښته کېدو په اړه دوه راپورونه ورکړي چې په هغه کې د اینډیپنډنس په کوچني هوايي ډګر کې د کیناستلو نیت هم شامل دی. هغه ځمکې ته د ښکته کېدو لپاره د بریښنایي کنټرول څراغونه هم فعال کړي وو.

په دې پېښه کې۳۵ کلن محمد حسین موسوي، ۳۵ کلن محمد بشیر صفدري او ۲۹ کلن علي جان فردوسي چې تېر پسرلي کې امریکا ته تللي وو، مړه شوي. د دوی کورنې په افغانستان کې په تمه دي چې امریکا ته انتقال شي.

یوه غیر انتفاعي اداره چې امریکا ته د افغانانو د لیږد په برخه کې فعاله ده ویلي چې دا درې تنه پیلوټان ​​د افغانستان د هوايي ځواک د پخوانیو پیلوټانو له جملې څخه وو چې کابل ته د طالبانو د ننوتلو پر مهال یې خپلې الوتکې د دې لپاره چې د طالبانو لاس ته ور نه شي تاجکستان ته انتقال کړې.

په اورګان کې ځایي ادارې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په دغه ایالت کې تر ۱۴۰۰ ډېر افغان کډوال مېشت شوي دي.

طالبان: ډېر ژر به د افغانستان په کونسلګریو کې د برېښنايي تذکرو وېش پیل شي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د طالبانو چارواکي وايي، ډېر ژر به په بهر کې مېشتو افغانانو ته د کونسلګرۍ له لارې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل شي. د دوی په خبره، په بهر کې د برېښنايي تدکرو وېش به د احصایې او معلوماتو ادارې په همکارۍ ترسره شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د هغو هېوادونو نومونه ياد نه کړل، چې د برېښنايي تذکرو وېش پکې پیلېږي.

پر افغانستان له شاوخوا دوه نيمو کلنو واک وروسته، د نړۍ هيڅ هېواد په کابل کې د طالبانو رژيم په رسميت نه دی پېژندلی.

که څه هم د سېمي هېوادونو دغې ډلې ته اجازه ورکړې، چې د افغانستان د سياسي ادارو او کونسلګريو مديريت پر غاړه واخلي، خو په لوېديځو هېوادونو کې زياتره سفارتونه د پخواني حکومت د ډيپلوماټانو له خوا کنټروليږي.

د طالبانو تر واک لاندی د افغانستان ملي راډيو ـ تلویزيون د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال رحمت الحق فاضل په کابل کې د کونسلګرۍ خدمتونو د تالار د پرانېستي په مراسېمو کې وويل، چې ډېر ژر به په کونسلګريو کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ بيا پيل شي.

د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په ډیرو سیاسي ادارو کې د الکترونیکي تذکرو او پاسپورټونو ویش بند شو.