نوموړي دغه ادعاوې د یک شنبې په ورځ د (مرغومې۱۰مه) د یادې ډلې د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسیون په اړه جوړ شوي خبرې کنفرانس کې وکړې.
نوموړي وویل: «په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته له رسیدو وروسته چې کوم بریدونه چې په مساجدو، خانقاوو، دیني علماو کرامو او د ولسي وګړو پر اجتماعاتو تر سره شوي په هغو ټولو کې د بهرنیو اتباعو په ځانکړي توګه د تاجکستان هیواد له اتباعو څخه کار اخیستل شوی، لسګونه تاجکستاني اتباع زموږ د عملیاتو په پایله کې وژل شوي، او لسګونه نور ژوندي نیول شوي.»
همدارنګه نوموړي وویل په دویمه درجه کې په زیاتو بریدونو په تنظیم کې پاکستاني وګړو لاس درلود.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وویل، «له شلو زیات پاکستانیان زموږ په عملیاتو کې وژل شوي او سلګونه نور ژوندي نیول شوي.»
مجاهد وویل؛ داسې شواهد په لاس لري چي بهرنیو وګړو په په افغانستان کې په بریدونو کې لاس درلود، خو واييدا نه شي ویلی چې د هغوی حکومتونه به پکې ښکېل وي کنه؟
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی په افغانستان کې د تر سره شویو بریدونو په تړاو د بهرنیو کسانو لاس لرلو ادعا کوي.
نوموړي د افغانستان له ګاونډیو هیوادوڅخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د بریدګرو «شریرو عناصرو» د داخلیدو د مخه ونیسي. خو په دې اړه د کوم ځانکړي هیواد یادونه و نه کړه.«موږ له هغو هیوادونو څخه چې بهرني شریر عناصر د دوی له لارې افغانستان ته را داخلیږي په کلکه غواړو چې خپل هوايي او ځمکني سرحدونه په جدي توګه کنټرول کړي.»
د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیتونو په اړه خپاره شوي معلومات ردوي. او وايي، دا پروژه (داعش) په افغانستان کې هیڅ ریښه او نتیجه نه لري او تمیلیونکي یې باید دا حقیقت درک کړي.
که څه هم پاکستان له تېر یو کال راهیسې د دغه هیواد پر امنیتي ځواکونو بریدونو کې د افغان وګړو د لاس لرلو ادعا کوي خو د طالبانو دفاع وزارت د سرپرست د تازه څرګندونو په اړه تر دې مهاله پاکستان او تاجکستان هیوادونو کوم غبرګون نه دی ښودلی.