• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بې پولې خبریالانو راپور ته د ذبیح الله مجاهد غبرګون: د افغانستان رسنۍ ازادې دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۰:۱۲ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بې پولې خبریالانو د ۲۰۲۳ کال هغه کلنی راپور رد کړ چې ویلی و افغانستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک هیواد دی. مجاهد وویل، چې په افغانستان کې رسنۍ ازادې دي او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې فعالیت کوي.

نوموړي دا څرګندونې نن دوشنبې د مرغومې ۱۱مه د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو سره په یوه مرکه کې وکړې.

نوموړی وایي، ((تیر کال خبریالان نیول شوي نه دي، یوازې د ځینو موضوعګانو په اړه د پوښتنې په موخه د طالبانو د اړوندو مسوولینو له خوا غوښتل شوي دي، هغه یو شمیر چې نیول شوي او محاکمه شوي حقوقي او جنایي اړخونه یې درلودل)).

ذبیح الله مجاهد دغه خبرې تر هغه وروسته وکړې، چې د بې پولې خبریالانو د ۲۰۲۳ کال په کلني راپور کې اعلان وکړ چې افغانستان، ویټنام او روسیه په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هیوادونه دي.

ددغه سازمان په راپور کې راغلي، چې طالبانو یوازې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۱
خبریالان نیولي او اوسمهال ۳ خبریالان ددغې ډلې په بندخونه کې دي.

د راپور له مخې، طالبانو ډیری دغه خبریالان د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خبریالانو ملاتړ سازمان د ۲۰۲۳ کال په کلني راپور کې بیا ویلي، چې د طالبانو له حاکمیت وروسته په رسنیو او د رسنیو پر کار کوونکو ۱۴ بندیزونه لګول شوي، څه باندې ۳۰۰ رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي، د رسنیو او خبریالانو له آزادۍ څخه د سرغړونې ۳۶۶ پيښې شوي، چې د دریو خبریالانو د وژل کیدو، د ۲۳ خبریالانو د ټپي کیدو او د ۱۷۶ رسنوالو د نیولو، د ۱۳۹ ګواښونو او د ۲۵ تنو د ربړولو، وهلو او ټکولو پيښې شوې دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې وزګارۍ، ناوړه روحي او رواني وضعیت، له خبریالانو سره د یو شمیر هیوادونو او سازمانونو دوه ګونی چلند او مالي ستونزو په دریمو هیوادونو کې د افغان خبریالانو ژوند دوزخ ګرځولی دی.

د بې پولې خبریالانو د راپور په یوې برخه کې لیکل شوي، چې په ټوله نړۍ کې ۷۷۹ خبریالان نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې طالب چارواکي وایي، چې د انټرنټ پر ځای دې کتابونه ولوستل شي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځينو بنسټونو په همکارۍ «ښه کتاب، ښه ژوند» تر سرلیک لاندې درې ورځنی نندارتون جوړ کړ. کتاب پلورنکي وایي، چې اوس مهال د کتاب د پلور بازار نشته او روان وضعیت او کمزوری اقتصادي حالت خلک ذهني نارامه کړي دي.

دغه درې ورځنی نندارتون د کندهار ښار په ارګ بازار کې د کتابونو په يوه مارکېټ کې جوړ شوی.

په نندارتون کې د ديني کتابونړ برخه ډېره ده؛ خو د شعر، فلسفې، تاريخ، ناولونو، کيسو او د نورو ټولنيزو کتابونو شمېر کم دی.

طالب چارواکو له ځوانانو وغوښتل، چې د زیات انټرنيټ د استعمال پر ځای دې کتاب وپلوري او ولولي.

د کندهار د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر انعام الله سمنګانی وايي، چې د نندارتون د جوړېدو هدف يې مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي.

کتاب پلورنکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې انټرنيټ او انلاین نړۍ له کتابونو سره د خلګو لېوالتيا کمه کړې او ددوی پر کاروبار يې اغيز کړی.

ددوی په خبره، چې روان ناسم وضعیت او د خلګو کمزوري اقتصادي حالت هم خلک فکري نارامه کړي او له کتاب لوستلو څخه يې فاصله نيولې.

پرلت کوونکي: سپین بولدک-چمن زموږ د پښتونولۍ، افغانیت او خپلولۍ په دروازه پاسپورټ نه منو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۲۸ GMT+۰

د چمن پرلت کوونکو د میلادي کال وروستۍ شپه تر شنه اسمان لاندې روڼه کړه. او د تېرو دوه نیمو میاشتو په څېر یې تېره شپه هم د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پاکستان حکومت د پرېکړي پر ضد شعارونه ورکول.

د چمن پرلت کوونکي وايي، پر دغه دروازه د پاسپورټ منل د خپلوانو بېلول دي.

د پرلت د مرکزي کمیټې غړی حمیدالله پهلوان وايي: «موږ په چمن کې پر ډیورنډ کرښه پاسپورټ نه منو، موږ غواړو د پخوا په شان پر افغان تذکره او شناختي کارټ له کوټې تر کندهاره تګ راتګ وکړو. د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه زموږ د پښتونولۍ، افغانیت، خپلولۍ او اقتصاد مسله ده او موږ پر دغه مسایلو د پاکستان د پرېکړه لپاره نه قرباني کوو.»

پرلت کوونکي وايي، د نوي میلادي کال لومړۍ شپه یې د اعتراض په ډول تر شنه اسمان لاندې تېره کړه.

بل خوا د چمن لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، د پرلت د له منځه وړلو لپاره د پاکستان حکومت د پرلت د مرکزي کمیټې پر ګڼو غړو قضیې ثبتې کړې دي خو پرلت وال به هیڅکله له خپلو غوښتنو څخه پر شا نه شي.

غوث الله وايي: « ډیر پلانونه یې راته جوړ کړل، قضیې یې راباندې ثبت کړې خو موږ تر هغو پرلت نه ختموو تر څو چې د پاکستان حکومت د پاسپورټ جبري کېدو پرېکړه وانه خلي. نور مو د صبر کاسه ډکه ده نور موږ خپل سوله ییز اعتراض ممکن پای ته ورسوو او بیا چې مو هر څه وکړل مسوولیت یې د پاکستان حکومت په غاړه دی.»

د چمن پرلت، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان د حکومتله لوري د پاسپورټ د جبري کېدوپه غبرګون کې ۷۴ ورځې وړاندې پیل شو.

له تېرې ورځې راهیسې د سوېلي پښتونخوا چمن ښار کې د چمن پرلت په ملاتړ کار بندیز اعلان شوی، خو د نږدې دوه نیمو میاشتو په تېرېدو سره هم د پاکستان حکومت د چمن پرلت والو غوښتونو منلو ته غاړه نه ده ایښې.

ډان ورځپاڼه: ۲۰۲۳ کال په پاکستان کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان په 'ترهګریزو' بریدونو کې وژل شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۳ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د تېرو شپږو کلونو پرتله په دغه هېواد کې «ترهګریز» بریدونه ډېر شوي دي. دغې رسنۍ راپور ورکړی چې، ۲۰۲۳ کال په پاکستان کې خونړیو بریدونو ۱۵۲۴ کسان ووژل او ۱۴۶۳ نور یې ټپیان کړل.

په اسلام اباد کې چاپېدونکې دغې ورځپاڼې لیکلي چې ۲۰۲۳ په افغانستان کې د طالبانو له بریا وروسته دریم پرله پسې کال و چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان دوه ایالتونه سږ کال تر ټولو ډير د خونړیو پېښو شاهدان دي.

سند او پنجاب ایالتونه تېر کال د تاوترخیوالي تر ټولو ټیټې کچې شاهدان وو چې د تاوتریخوالي پېښې اته سلنه دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د تاوتریخوالي د قربانیانو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې له ۹۸۰ کسانو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۵۲۴ کسانو ته لوړ شوی دی.

ډان لیکلي دي چې، په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې ۵۸۶ «ترهګریز بریدونه» شوي، چې ۱۷ سلنه ټي ټي پي او د داعش خراسان ډلې له لوري تر سره شوي.

معلومات ښيي چې،۲۰۲۳ کال په پاکستان کې فرقه ییز او مذهبي تاوتریخوالی هم زیات شوی دی. پر مذهبي ټولنو او عبادت ځایونو د ګڼو بریدونو په پایله کې سږ کال ۸۸ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان یوې څیړنیزې ادارې، چې مرکز یې په اسلام اباد کې دی، په یوه راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان د وسله والو له خوا لږ تر لږه له۶۴۱ بریدونو سره مخ شوی، چې په پایله کې یې ۹۷۴ کسان وژل شوي او ۱۳۵۱ نور ټپیان شوي دي.

ایراني چارواکو له دغه هېواده افغانستان ته د باروړونکو موټرو پر تللو ۲۰ ورځنی بندیز لېرې کړ

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۸ GMT+۰

د خراسان رضوي د لویو لارو او ترانسپورت عمومي مشر د اسلام کلا پولې ته د ایراني باروړونکو موټرو د ننوتلو شل ورځنی بندیز بېرته لېرې کړ. جعفر شهامت ویلي، دغه هوکړه د دوغارون په پوله کې د طالبانو او ایراني پلاوي په ګډه غونډه کې شوې ده.

د طالبانو او ایران د استازو اقتصادي غونډه د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د دوغارون په پوله تر سره شوه.

په دې ناسته کې د افغان او ایراني موټر چلوونکو په ځینو ګمرکي ستونزو او ننګونو هم خبرې وشوې.

فارس خبری آژانس د خراسان رضوي د لویو لارو او ټرانسپورټ د عمومي مشر له قوله لیکلي، په دغې غونډه کې په سملاسي توګه هرات او اسلام کلا ته د ایراني باروړونکو موټرو په تګ راتګ د شل ورځني بندیز د لېرې کولو پرېکړه وشوه.

د هغه په وينا، د پولې دواړو غاړو ته د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ د زياتوالي په موخه د طالبانو او ایراني پلاوي په هوکړې سره پرېکړه وشوه، چې د دوغارون – اسلام کلا سرحدي لاره به د سهار له اوو بجو څخه د شپې تر ۱۱ بجو پرانیستې وي.

د طالبانو سټنډرډ اداره: هیواد ته مو د ۳۴۶۳ ټانکره، ټیټ کیفیته نفتي توکو د راوړلو مخه نیولې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۳ GMT+۰

د طالبانو سټنډرډ ملي ادارې د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۱مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، په بندرونو کې د سټنډرډ ملي ادارې د څار په ترڅ کې یې یوازې په لیندۍ میاشت کې هیواد ته د بې کیفیته نفتي توکو ۳۴۶۳ټانکرونو د ننوتلو مخه نیولې ده.

یاده اداره وايي، دغه بې کیفیته نفتي توکي یې د ټولو بندرونو له لارې د سټنډرډ ادارې د څار په ترڅ کې تثبیت کړي.

د طالبانو سټندرډ ملي اداره زیاتوي چې د یادو نفتي توکو وزن له سل زره ټنه زیات وو.

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې په خپل راپور کې دا نه ده په ډاګه کړې چې یاد بې کیفیته توکي له کومو هیوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېدل.

خو د طالبانو سټنډرډ ملي ادارې د وروستیو ګامونو په اړه تردې وړاندې ایراني چارواکو غبرګون ښودلی و او ویلي وو چې طالبان د سټنډرنو مطابق نه بلکې په خپله خوښه یو شمېر ټانکرونه بیرته ایران ته ګرځوي.

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې لس ورځې وړاندې ویلي و چې په لړم میاشت کې یې هم افغانستان ته د ۶۷۸۳ ټانکرونو بې کیفیته نفتي توکو د ننوتلو مخه نیولې وه.