جان اڅکزی: د چمن د پرلت تر شا بل څه روان دي

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر وايي، د چمن پرلت د بې روزګاره ځوانانو د حقونو، د سوداګرۍ اندېښنې او په سیمه کې د کلیو د ویشلو په اړه نه دی، بلکې د شخصي ګټو د بقا لپاره روان دی.

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر وايي، د چمن پرلت د بې روزګاره ځوانانو د حقونو، د سوداګرۍ اندېښنې او په سیمه کې د کلیو د ویشلو په اړه نه دی، بلکې د شخصي ګټو د بقا لپاره روان دی.
نژدې دوه نیمې میاشتې پوره کېدونکې دي چې د سوېلي پښتوخوا په چمن ښار کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه زرګونو سیمه ییزو خلکو د پاکستان د هغې پرېکړې په غبرګون کې پرلت وهلی چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ وشي.
خو د پاکستان د لنډ مهالي حکومت بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د سې شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د چمن د پرلت تر شا بل څه روان دي.
نوموړي لیکلي، «د چمن پرلت د بې وزګاره ځوانانو د حقونو، د سوداګرۍ اندېښنو او په سیمه کې د کلیو د ویشلو په اړه نه دی، بلکی دا پرلت د غیرې رسمي اقتصاد په توګه د ځواکمنو شخصي ګټو د بقا لپاره دی.»
همدارنګه نوموړي تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان حکومت له لوري دغه هیواد ته پر داخلیدو د پاسپورټ د جبري کیدو د پرېکړي هر کلی کړی دی. «الحمدالله چې په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان حکومت خپله پرېکړه حتمي کړه چې نور څوک نه شي کولی چې پاکستان ته د پاسپورټ پرته داخل شي. او همدارنګه موږ به په چمن کې بې وزګاره ځوانانو ته د میاشتې شل شل زره کلدارې ورکوو.»
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر پر داسې مهال یادې څرګندونې کړې چې، په چمن کې له تېرو څه د پاسه ۷۰ ورځو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون کې د دې سیمې خلکو پرلت وهلی او پرلت وال وايي تر څو چې پاکستان خپله پرېکړه نه وي اخیستې خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکوي.


د طالبانو اطلاعات او کلتور وزارت ویلي د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان، فیض اباد او خواجه دو کوه ولسوالیو کې یې ۱۵ لرغوني سیمي او ځینې آثار موندلي دي. دغه وزارت د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه په جوزجان ولایت کې د ۱۵ لرغونو سیمو او ځینو آثارو د موندلو خبر وکړ.
یاد وزارت ویلي چې، د لرغون پوهنې ریاست مسلکي پلاوي د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان، فیض اباد او خواجه دو کوه ولسوالیو کې ۱۵ لرغوني سیمې او ځينې تاریخي آثار نښه کړې.
یاد وزارت د طالبانو اطلاعات او فرهنګ وزارت د لرغون پوهنې مشر ذبیح الله سادات له قوله لیکلي: «د سروې او څیړنو په جریان کې اته قلمه لرغونې آثار چې خټین لوښي، مهره او ضرب سکه په کې شامله وه، کشف شول او تر ثبت وروسته د یاد ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست ته وسپارل شول.»
د اطلاعات او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې یاد آثار له دویمې تر دیارلسمې میلادي پیړۍ پورې لرغونی تاریخ لري.
همدارنګه د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د لرغون پوهنې ریاست د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د تیر کال د زیات اورښتونو له امله د سلطان محمد بلخي تاریخي آبدې د زیامنیدو په اړه اندېښنه هم اندیښنه ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونو تل په افغانستان کې د تاریخي او لرغونو آبدو د له منځه تلو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

له تېرې ورځې راهیسې په خواله رسنۍ اېکس کې د پاکستان پارلمان پخواني غړي جمشید دستي یوې خپرې شوې ويډيو ته په پاکستان کې د (ټي ټي پي) وسله والې ډلې غبرګون ښودلی او دغه پېښه یې د نوموړي او د هغه د کورنۍ د غړو پر شخصي حریم تیری بللی دی.
جمشېد دستي پرون دوشنبه (د مرغومې ۱۱مه) په یو ویډیويي پیغام کې ویلي و، چې د پنجاب مظفر ګړ سیمه کې د ده کور ته د پاکستان امنیتي ادارو کسان ورغلي، او د ده د کورنۍ پر غړو یې جنسي تېری کړی.
جمشېد دستي له دغې پېښې وروسته ويډیو خپره کړې او د پاکستان له قاضي القضات څخه یې په ژړغوني غږ د پېښې د څېړولو او د عدالت غوښتنه کړې.
تر اوسه پورې په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونو او حکومتي ادارو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستاني طالبانو تحریک يا (ټي ټي پي) وسله والې ډلې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستاني امنیتي ادارو له لوري داسې کړنې لومړنۍ نه دي، خبرپاڼه زیاتوي چې تر دې وړاندې د دغه هیواد له یوه بل پخواني چارواکي اعظم سواتي او د هغه د کورنۍ له غړو سره ورته زور زیاتی شوی و.

د ټي ټي پي) خبرپاڼه زیاتوي: «د نوي کال په لومړۍ ورځ د پاکستان دولتي غلو (امنیتي ادارو) د ملي اسمبلۍ د څلورو دورو وکیل، پاکستانی تبع جمشید دستي او د هغه د کورنۍ غړو انساني کرامت تر پښو لاندې کړ، هغوی یې توهین کړل. د جمشید دستي له مېرمنې یې جامې و ایستلې او ان د هغه ماشومان یې شکنجه کړل»
په دغې خبرپانه کې وړاندې لیکل شوي چې په پاکستان کې امنیتي ادارې هڅه کوي چې په دغه هیواد کې د غږ پورته کولو بنسټونه خاموش کړي.
د ټي ټي پي په دغې خبرپاڼه کې له پاکستاني ولس غوښتل شوي چې د دغې ډلې تر شا ودریږي، نو له شته ناخواله به وژغورل شي.
جمشېد دستي څلور ځله د پاکستان د پارلمان غړی پاتې شوی، هغه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف مخکښ غړی و، او د تېر ۲۰۲۳ کال د مئ میاشتې په نهمه پاکستان کې د سیاسي ناکراریو له امله د لاریونونو پر مهال په راولپينډۍ کې د پاکستان د پوځ د مرکزي قوماندانۍ په دروازې او په لاهور کې د پوځ قول اردو د قوماندان پر کور په بریدونو کې ښکېل بلل شوی.
د پاکستان یو شمېر سیاسي څېړونکي په دې باور دي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې غواړي چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د نواز شریف ګوند (مسلم لیک ن) په ګټه کار وکړي او د نورو ګوندونو د کامیابېدو مخه ونیسي.

د پاکستان د ټاکنو په درشل کې ګڼ افغانان هیله من دي، چې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به په پاکستان کې داسې یو حکومت رامنځته شي چې د دغه هېواد پارلمان او سیاسي ګوندونو ته ځواب ورکونکی وي.
دغه افغانان وايي له هغه مهاله چې په پاکستان کې پارلمان ړنګ شوی، لنډ مهاله ادارې د دوی پر وړاندې ستونزې زیاتې کړې، او د دوی انساني او د کدوالۍ حقونه یې تر پښو لاندې کړي.
د افغانستان د پوځ یو پخوانی افسر ډګروال عبدالله چې دا مهال په اسلام اباد کې ژوند کوي افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې وویل: «کله چې په یو هېواد کې پارلمان نه وي چې د حکومت پر چارو او تګلارو نظارت وکړي، نو حکومت هم کولای شي پخپل سر داسې کارونه وکړي چې ورته نه ښايي، دا ځکه چې د څارنې او نظارت ډله نه وي. پر موږ افغانانو په دې وروستیو کې همداسې وشول، هم یې له دغه هېواده د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف وویستلو او هم یې زموږ شتمنۍ راځینې یرغمل ونیولې.»
د عبدالله په څېر ګڼ نور افغان کډوال هم وايي چې په تېرو څلورو لسیزو کې له افغانانو سره په پاکستان کې دومره تاوتریخوالی نه و شوی، لکه په دې وروستیو څو میاشتو کې چې وشو. محمد نعیم چې په راولپنډۍ ښار کې هټیوال دی وايي له ځلورو لسیزو دلته اوسیږي او همدلته زیږیدلی هم دی، خو په خبره یې چې په تېرو وروستیو میاشتو کې چې هغه د افغانانو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو کوم چلند ولید دا بیساری و، نوموړی زیاته کړه: «زه له دېرشو کلو په راولپنډۍ ښار کې دوکانداري کوم، دلته موږ د دغه ځای له خلکو سره د وروڼو په څېر ژوند تېر کړی، زموږ مړی ژوندی، ښادي او غم مو سره شریک دي، موږ او دوی سره ډېرې خپلوۍ هم کړې، خو له هغه وخته چې موقت حکومت واک ته رسیدلی داسې زور زیاتی یې له افغانانو سره پیل کړی چې په تاریخ کې یې ساری نه درلود، له دې نه داسې ښکاري چې دا حکومت سر بخوده حکومت دی او هیچا ته هم ځواب ورکونکی نه دی.»
تر دې وړاندې په پاکستان کې یو شمېر سیاستوالو او د بشري او مدني حقونو فعالانو هم د پاکستان پر لنډ مهاله ادارې تور پورې کړی و چې ګواکې له افغانانو سره د دوی پیل کړی زور زیاتی د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او له حکومته یې په کلکه غوښتنه کړې وه چې له دغسې چارو دې لاس په سر شي.
په اسلام اباد کې مدني فعال احساس خټک وايي، په جمهوریت کې هر څه د پارلمان او د خلکو د منتخبو استازو له خوا کنټرولیږي، خو په موقته اداره کې بیا چې پارلمان هم نه وي، نو هر څه پخپل سر روان وي، هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «له هغه مهاله چې د افغان مهاجرینو سره دغه ظلم شروع شوی دی، موږ په وار، وار د پاکستان ادارو ته خواست کړی چې له دغه زور زیاتي نه لاس واخلي او هغه خلک دې نه تنګوی چې د بدو حالاتو په وجه دلته راکډه شوي، خو دا چې موږ پارلمان نه لاره او نور هم دلته حالات داسې راغلل لکه مارشالایي نظام نو موږ هم بې وسه پاتې شو، زه امیدوار یم که چېرته بیا منتخب حکومت راځي او پارلمان ورسره په څنګ کې وي بیا نو د دغسې خپلسریو مخه نیوله کیږي.»
له هغه مهاله چې د نومبر په میاشت کې د پاکستان لنډ مهاله ادارې د بې اسناده کدوالو د ایستلو پرېکړه وکړه هره ورځ به یې زرګونه افغانان تر نیولو ربړولو وروسته زندانونو ته استول او په ډله ییزه توګه به یې افغانستان ته لیږل چې دغه لړۍ لا هم روانه ده، خو تر ټولو ځورونکی حالت دا و چې له دغو کدوالو سره یې د هغوی شتمني هم نه پریښوده، چې دې کار د نړیوالو ادارو او د بشري حقونو د فعالانو نیوکې هم راوپارولې.
خو په ټوله کې افغان کډوالو له طالب چارواکو سر ټکاوه چې دوی له ډيپلوماټیکو لارو کار وانه خیست او نه یې هم د افغانانو د خواخوږۍ په پار داسې پلاوي اسلام اباد ته راواستول چې د خپلو خلکو د حقونو پوښتنه وکړي، هغوی یوازې د خبرپاڼو په خپرولو او تشو نارو سورو بسنه وکړه.
دمګړۍ شاوخوا ۴۵۵ زره او ۶۵۵ تنه افغانان له پاکستانه ایستل شوي او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې میشت شوي دي چې ډېر یې کورونه او مېنې نه لري او د ژمي سختې ورځې شپې تېروي.

د طالبانو د ازموینو ملې ادارې په روغتیايي بستونو کې د ټاکل کېدو ازموینې لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه پیل کړې؛ خو دې ادارې ټینګار کړی؛ هغه ښځې چې د طالبانو له خوا د ټاکل شوی حجاب مراعات نه کړي، په دې ازموینه کې د ګډون حق نه لري.
دغې ادارې د دوشنبې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه د ښځینه داوطلبانو لپاره د طالبانو له خوا تصویب شوي حجاب په توګه د ابي څادرۍ عکس خپور کړی.
د طالبانو د ملي ازموینو ادارې ویلي، چې د روغتیايي بستونو کې د ټاکل کېدو په ازموینه کې د ګډون لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې او بایومټریک معلوماتو د ثبت بهیر د دوشنبې په ورځ پیل شوی او تر چهارشنبې پورې به دوام وکړي.
د دې رياست د خبرپاڼې پر بنسټ؛ په دې ازموينه کې د ګډون لپاره به شاوخوا پنځه زره کسان نوم ليکنه وکړي.
د طالبانو د ازموینو ملي ادارې د جنسیت له مخې د نوماندانو د نوم لیکنې لپاره دوه جلا ځایونه په پام کې نیولي دي.
کابل پوهنتون د سړو لپاره او د غضنفر ښوونیز انستیتوت د ښځینه نوماندانو لپاره.
په تېرو دوو کلونو کې له پراخو غبرګونونو سره - سره طالبان له کوره بهر د ښځو حجاب څاري او هغه مېرمنې چې د دوی د خوښې حجاب نه مراعاتوي ورته خبرداری ورکوي.
طالبانو د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لګولی او امر یې کړی، چې ښځې دې رستورانټونو، پارکونو، سینماګانو، لوبغالو او عامه حمامونو ته له تګ څخه ډډه وکړي او له شرعي محرم پرته دې له کوره نه وځي.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د بلوڅو مساله په "منفي ډول مطرح کیږي" او په واقعیت کې بلوڅان د پاکستان له دولت سره ولاړ دي.
نوموړي ویلي، چې بلوڅ ترهګر او وسله وال د بلوچستان د خلکو په وژلو کې لاس لري او دغه ډلې د هندوستان له استخباراتي سازمان "را" څخه د ډاکټرانو، وکیلانو، استادانو او نورو خلکو د وژلو لپاره مالي ملاتړ تر لاسه کوي.
کاکړ ویلي چې د پاکستان حکومت د بلوڅو سره په جګړه کې نه دی ښکېل او خواشیني یې څرګنده کړې، چې ځینې اړخونه داسې ښيي چې ګواکې د پاکستان دولت له بلوڅانو سره ستونزه لري.
دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان یو چارواکی د بلوڅو بېلتونپالو اړیکه د هند په استخباراتي ادارې پورې تړي، له دې وړاندې هم د پاکستان د پوځ د مشرانو په ګډون د اسلام اباد یو شمېر سیاستوالو او چارواکو بلوڅ بېلتونپالي د هند له ملاتړه برخمن ګڼلي وو؛ خو هند په وار - وار دا مساله رد کړې ده.