د سره صلیب نړۍواله کمېته: افغانستان دا مهال له سختو بشري ستونزو سره لاس او ګرېوان دی

د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې د افغانستان څانګې مشرې کاترینا ریځ پرون چهارشنبه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د سره صلیب نړۍواله کمېټه ژمنه ده، چې په ۲۰۲۴ کال کې هم د تېر په څېر د خپلو همکارو ادارو او د سرې میاشتې له ټولنې سره په ګډه په افغانستان کې د زیانمنونکو خلکو لاس نیوی وکړي.





