تېره شپه په هلمند کې درې وروڼه د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي

په هلمند ولایت کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته تایید کړه، چې تېره شپه د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ د یازده په سیمه کې درې وروڼه د ناپیژانده وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوي دي.