• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان مشرانو جرګې د تاوتریخوالي او سړې هوا له امله د ټاکنو ځنډېدو غوښتنه وکړه

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۴۲ GMT+۰

په داسې حال کې چې شاوخوا یوه میاشت د پاکستان پارلماني ټاکنو ته پاتې ده، د دغه هېواد مشرانو جرګې پرېکړه کړې چې ټاکنې دې وځندول شي. په هغه پرېکړه لیک کې چې پرون د دغه هېواد مشرانو جرګې تصویب کړی ویل شوي، چې د سړې هوا او د تاوتریخوالي د پیل شوې څپې له امله دې دغه ټاکنې شا ته شي.

ګڼو پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی، چې دغه پرېکړه لیک داسې مهال تصویب شوی چې د جرګې له سلو غړیو یوازی ۱۴ غړو په غونډه کې برخه لرله چې له هغوی نه یې هم دوه تنو سناتورانو له رای ورکولو ډډه کړې او دوه نورو یې د دغې پرېکړې په مخالفت کې خپلې رایې کارولې دي.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي د پاکستان د جمیعت العما ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن په موټریز کاروان، د پاکستان د قومي اسمبلۍ پر پخواني وکیل او د ملي ډیموکراټیک ګوند پر مشر محسن داوړ شوي بریدونه او اېمل ولي خان ته پېښ ګواښونه هغه څه دي، چې له امله یې راتلونکې ټاکنې ښایي سمې تر سره نه شي، دا رنګه په ځینو غرنیو سړو سیمو کې د سړې هوا یادونه هم شوې.
دغه پرېکړه لیک چې د پاکستان د مشرانو جرګې د غړي دلاور خان له‌خوا یې وړاندېز شوی د پاکستان د یو شمېر سیاسي ګوندونو د سخت مخالفت سره هم مخامخ شوی.

دغه ګوندونه وايي، چې د دغه هېواد د ټاکنو له کمیسیون پرته بله هیڅ یوه اداره هم نه شي کولای د ټاکنو په نېټه کې ادلون بدلون راولي.
خبریال او شنونکي طاهر خان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه پرېکړه لیک الزامي بڼه نه لري او په جرګه کې برخه اخیستونکو سناتورانو په کې ټګي برګي کړې ده.

هغه زیاته کړه: دغه پرېکړه پرون هغه مهال شوې، چې ګڼ سناتوران د جمعې لمانځه د ادا کولو له پاره تللي وو، د دغې پرېکړې پلویانو د وخت نه په استفادې چې په جرګه کې د دوی پرېکړه و نه ننګول شي په دې وخت کې یې رایې وکارولې، په داسې حال کې چې په ټوله جرګه کې هومره کسان نه وو چې د دغه پرېکړه لیک د تصویبولو له پاره جرګه قانوني حیثیت پیدا کړي.
په پاکستان کې ګڼ کتونکي د ټاکنو د ترسره کېدو پلویان دي، دوی وايي چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کلونو کې هم امنیتي شرایط د ټاکنو لپاره چمتو نه وو؛ خو هغه مهال هم ټاکنې ترسره شوې وې، د دغو شنونکو په باور په پاکستان کې د جمهوریت د واکمنولو له پاره ټاکنې ترهر څه لومړیتوب لري او د ټاکنو شاته غورځول د پاکستان د سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالاتو په ګټه نه دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل الرحمن: افغانستان ته د سفر په لړ کې به له ملا هبت الله سره خامخا ګورم

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، چې افغانستان ته د راتلونکي سفر پر مهال به له ملا هبت الله سره خامخا ګوري او په یو لړ مهمو مسلو به ورسره سلامشورې وکړي.

نوموړي د مشال راډیو سره په مرکه کې که څه هم چې په دې برخه کې زیات جزییات نه دي ورکړي؛ خو دا یې منلې چې د ده د سفر اجازه ملا هبت الله ورکړې او په دې سفر کې به له هغه سره مخامخا لیدنه کتنه کوي.


تر مولانا فضل الرحمن وړاندې افغانستان ته د اسلامي همکاریو د سازمان یو شمېر عالمانو د سفر پر مهال هم د نوموړي سره د لیدو کاتو غوښتنه کړې وه؛ خو هغه نه وه منلې.


تر دې مهاله طالبانو د مولانا فضل الرحمن سره د خپلې ډلې د مشر د لیدو کتو په اړه څه نه دي ویلي.

رویټرز: د امریکا استخباراتو تایید کړې چې د ایران چاودنو تر شا د داعش - خراسان څانګه ده

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۱۵ GMT+۰

د امریکا د استخباراتو دوه سرچینو د جمعې په ورځ رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د دغه هیواد له لوري ترلاسه شوي معلومات دا تاییدوي چې په افغانستان کې میشت د داعش - خراسان ډلې څانګې په ایران کې د چهارشنبې ورځې دوه بمي بریدونه ترسره کړي.

یوې استخباراتي سرچینې رویټرز ته ویلي چې ترلاسه شوي معلومات واضح او د انکار وړ ندي. دغو سرچینو چې د خپلو نومونو له اخیستو یې ډډه کړې، ویلي چې دا معلومات یې د تلیفونو خبرو د اوریدو له لارې ترلاسه کړی او لا ډېر جزییات یې ندي ورکړي.

په ایران کې د چهارشنبې ورځ بریدونه، د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې په دغه هېواد کې تر ټولو خونړي هغه بلل شوي دي.

داعش د پنجشنبې په ورځ د دې بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست او ویې ویل چې دوو تنو بریدګرو چې چاودیدونکي یې ځان پورې تړلي وو، د قاسم سلیماني د مړینې د کلیزې په مراسمو برید کړی. سلیماني په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په عراق کې ووژل شوی و.

د اټکل له مخې د جاپان زلزلې د بیمې شر کتونو ته ۶.۴ ملیارد ډالر زیان اړولی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۰ GMT+۰

امریکا میشتي د ناورین د طراحۍ یوې کپنۍ، KCC، د اټکل له مخې، په جاپان کې ویجاړونکې زلزلې، هغه د بیمې شرکتونه ته چې د خلکو کورونه او دارایی یې بیمه کړي، ۶.۴ میلیارده ډالره زیان اړولی شي.

د دغه کمپنې په وینا، د استوګنې کورونو ته اوښتۍ زیان د مجموعي زیان له درې برخو دوه برخې جوړوي. د زلزلې له امله په اغیزمنو ښارونو کې ډیری سوداګریزې او صنعتي ودانۍ د زلزلې په وړاندې ډېر مقاومت لري او هغه ځکه چې د دغو ودانیو په جوړولو کې له فولادو کار اخیستل شوی دی.

زلزلې د دوشنبې په ورځ د جاپان لوېدیځ کې د نوتو ټاپو وزمه ولړزوله، کورونه یې ویجاړ کړل، سونامي یې رامنځته کړه او لیرې پرتې سیمو سره یې ارتباط پرې کړ. په دې زلزله کې ۹۴ کسان مړه او ۴۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د دې زورورې زلزلې نه د څلورو ورځو په تیریدو سره لا هم ۲۲۲ کسان لادرکه دي او ژغورونکي ډلې یې د موندلو لپاره کار کوي.

عراق د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ماموریت پای ته رسولو ته چمتووالی نیسي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۸ GMT+۰

د رویټرز خبري آژانس د یو راپور له مخې، د عراق د لومړي وزیر محمد شیعه السوداني دفتر د جمعې په ورځ ویلي چې د عراق حکومت په هیواد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د ماموریت د پای ته رسولو لپاره یوه کمیټه جوړوي.

السوداني دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کړي چې امریکا په یو برید کې په بغداد کې د ملېشو یو مشر وژلی وو، چې د ایران پلوه ډلو غوسه یې راپارولې او له حکومته یې په عراق کې د ایتلافي ځواکونو د شتون د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې راغلي: "حکومت د دوه اړخیزې کمیټې د پیل نیټه ټاکي ترڅو په عراق کې د نړیوال ایتلافي ځواکونو شتون د تل لپاره پای ته ورسوي."

یوه حکومتي چارواکي ویلي، په دغه کمیټه کې به د پوځي ایتلاف استازي همم شامل وي.

پنټاګون ویلي، د امریکا پوځ د پنجشنبې ورځې برید موخه پر دوی تر دې وړاندې شوو بریدونو غچ اخیستل وو.‌

متحده ایالات په سوریه کې ۹۰۰ سرتیري او په عراق کې ۲،۵۰۰ سرتیري لري چې په وینا یې موخه یې ځایي ځواکونو ته مشورې ورکول او مرسته ده چې هڅه کوي د اسلامي دولت د بیا راپورته کیدو مخه ونیسي چې په ۲۰۱۴ کې یې له ماتې مخکې د دواړو هیوادونو لویې برخې ونیولې وې.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې په اوکراین کې د ټپي شویو خبریالانو په هکله د څېړنې غوښتنه وکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې نن په اوکراین کې د وروستیو توغندیزو بریدونو په اړه د څیړنې غوښتنه کړې چې لږترلږه درې خبریالان پکې د ۲۰۲۳ په وروستیو اونیو کې د جګړې په اړه د رپوټ ورکولو پرمهال ټپيان شوي‌ دي.

د کمیټې په وینا، د ډسمبر په ۳۰ مه د جرمني د زي ډي‌ ایف شبکې یو خبریال سویتلانا دولباشیوا په خارکیف د روسیې د توغندي بریدونو پر مهال ټپي شوی و.

په همدې حال کې د ډسمبر په ۲۹ مه، د اوکراین په لوېدیځ ښار لوېف کې د روسیې د توغندي بریدونو په پایله کې د سیمه ییز خبري اژانس وګولوس مسوول مدیر پاولا داک ټپي شوی وو.

د ډسمبر په ۲۲ مه بیا خپلواک جنګي عکاس ولادا لیبیرووا د دونڅک په ختیځ سیمه کې د توغندي په یو برید کې ټپي شوی و.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي چې د دغو ژورنالستانو ټپونه جدي نه دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د اروپا او منځنۍ اسیا د پروګرام مسوول ګلنوزا سید ویلي: «هغه خبریالان چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پوښښ لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې ملکي وګړي دي او هیڅکله باید د سرتېرو په سترګه ورته ونه کتل شي.»