ذبیح الله مجاهد: رسنیو ته نوی قانون د توشیح لپاره مشرتابه ته استول شوی دی

د طالبانو ویاند وايي، د رسنیو قانون د توشیح لپاره د دې ډلې مشر ته استول شوی او هغه به تر خپلې ارزونې وروسته د دې قانون په هکله پریکړه وکړي. ذبیح الله مجاهد زیاتوي، دا قانون د اطلاعاتو او کلتور، د امربالمعروف او عدلیې وزارتونو تر ارزولو وروسته ملا هبت الله اخوند ته استول شوی.