کرېکټ بورډ پر مجیب، نوین او فضل الحق فاروقي لګېدلي بندیزونه لرې کړل

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې پر درېیو لوبغاړو لګېدلي بندیزونه لرې شول. په خبرپاڼه کې راغلي، اوس به دغو لوبغاړو ته اجازه ورکړي چې مرکزي قراردادونه ترلاسه کړي او په سوداګریزو لیګونو کې برخه واخلي.