طالبان وایي، چې د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې یې زلزله ځپلو ته ۲۵ جوړ شوي کورونه سپارلي دي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د مرغومي په ۱۹مه په یوه خپور شوي راپور کې لیکلي، چې د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ په ازغالک کلي کې د ۲۵ کورونو لرونکي یوه ښارګوټي د جوړولو چارې بشپړې او زلزله ځپلو ته وسپارل شو.